شریک کور!/عبدالله وردک

0 596

لومړۍ برخهد پلار شریک کور!

ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!

نن سبا، دغه د شریک کور ټکی، د ځینو افغانانو په خبرو، ویناوو، او لیکنو کې ډېر زیات یادیږي.

په خاصه توګه، زیاتره وخت یادیږي چې یو سیاسی ګوند، د هغو د متعهدینو، شریک او ګډ کوردی.

همدارنګه، ځینې وخت، ځینې خلک دا خبره هم په ځینو غونډو کې یادوي، چې وطن د ټولو شریککور دی.

د یادولو وړ ده، چې د پلار کور، د ګوند د کور، او د وطن د کور سره، ډېر فرق لري.

د پلار په کور کې یوازې د پلار اولادونه راټولیږي. د ګوند په کور کې هغه متعهدین سره راټولیږي،چې هغه د یوه شریک سیاسی فکر، او هدف خاوندان وي، او دوی د یوې شریکې مفکورې پهآساس، سره یوځای شوي وي.

همدا شانته، د وطن په کور کې، هغه وګړي سره راټولیږي، چې هغوی د هغه ملک د قانونیپېژندپاڼې، او پاسپورت لرونکي وي.

هېره د نه وي، چې په ټولو کورونو کې، د پلار کور ډېر شیرین کور وي. هېڅوک هم د خپل پلارکور، کله هم نشي هېرولای. د پلار د کور هره برخه، سړي ته هر وخت ورپه یادیږي. د پلار کور داولادونو د خاپوړو کور وي، او همدغه د پلار کور دی، چې په هغه کې یو اولاد، د خپل راتلونکیژوند لومړنی قدم اخلي، او په هغه کې د خپل راتلونکی ژوند دپاره، خپل ځان تیاروي. همدغه دپلار کور دی، چې اولادونه پکې د ساتنې، او آرامۍ حس کوي.

البته، پخپله پلار او مور، پدغه شریک کور کې، ډېر د اهمیت وړ تأثیر لري. یعنې، پلار او مور دي،چې دغه کور هم د خوشحالۍ، او هم د غم پر ځای بدلولای شي.

که یو پلار او مور، د خپل اولاد په منځ کې فرق ونکړي، او دوی دواړه ټولو اولادو ته په یوه سترګهوګوري، نو بېشکه، چې پدغه کور کې به هر وخت خوشحالی، اتفاق، او اتحاد موجود وي. ددغېکورنۍ پټ او ښکاره دښمنان به بیا هېڅکله ددې جرأت ونکړي، چې د دغه کور د غړو د پاشلوهلې ځلې وکړي.

هېره د نه وي، چې د یوې کورنۍ دښمنان، هر وخت د هغې کورنۍ په یوه کمکي درز پسې ګرزي،او چې کله یې دغه کمکی درز پیدا کړ، نو هغه دی چې دښمن بیا کامیاب شو، او بیا دغه دښمنشپه او ورځ لګیا وي، چې دغه درز نور هم غټ کړي.

همدارنګه، که یو پلار او مور، د خپل اولاد په منځ کې فرق کوي، او ټولو ته په یوه سترګه نه ګوري،نو پدغه کور کې به هر وخت بې اتفاقی، جنجال، او خفګان وي. ددغې کورنۍ دښمنان به هروخت پدې هڅه کې وي، چې ددغه کور غړي په څه ډول سره، تیت او پرک کړي.

د یادولو وړ دهٔ، چې یو پلار او مور، د خپلو اولادونو ځانګړو اړتیاوو ته، خاصه پاملرنه وکړي، اودغه خاصه پاملرنې ته باید د فرق کولو په سترګه ونه کتل شي.

د مثال په توګه، که کوم اولاد معیوب وي، نو د هغه باید ډېر خیال وساتل شي، او نور اولادونه،باید داسې فکر ونکړي، چې د دوی پلار او مور، د دوی ترمنځ فرق کوي.

همدارنګه، د یادولو وړ ده، چې د یوه پلار ټول اولادونه، تر خپل وس او توان پورې، ددغه شریککور په مقابل کی مسىٔولیت هم لري، او هغه باید په سمه توګه اداء کړي.

د یوه پلار اولادونه، باید ددغه شریک کور، قانون او اصول، هم د زړه له کومی مراعات کړي. داپدې معنا، چې که پدغه شریک کور کې د دوی، حق شته، نو دغه شریک کور هم، په دوی باندېحق لري.

همدارنګه، ددغه شریک کور غړي، باید تر خپل وس پورې، ددغه شریک کور خدمت وکړي، اوپرېنږدي، چې یو څوک دغه شریک کور ته په بده سترګه وګوري.

که چېرې خدای مکړه، یو پلار او مور په خپل کور کې سپک شول، نو هغوی به بیا په بل هېڅ ځایکې درانه ونه لیدل شي. نو د یوه پلار او مور د اولادونو دپاره، دا لازمي ده، چې د خپل پلار اومور قدر وپیژني، او د هغوی خدمت، په دواړو لېمو تر سره کړي.

هېره د نه وي، چې کله یوه لور، د پلار له کوره واده شي، نو هغې ته بیا د خپل پلار همدغه شیرینکور، بل شانته معلومیږي. نو د پلار، مور، او وروڼو دپاره لازمه ده، چې هغوی خپله لور او یاخور، هر وخت خپل پلرني کور ته، په ډېر قدر او عزت راوبلي.

د پلار کور، د هغه له مرګه وروسته، د هغه اولادونو، او ښځې (ښځو) ته، په میراث پاته کیږي، اوهغه باید د دوی ترمنځ، د اسلام په رڼا کې ووېشل شي.

د پام وړ ټکي:

په افغانستان کې متأسفانه، د ځینو ماشومانو، ټول عمر په خېمو، او یا په کرایي کورونو کې تېرشوی وي، او د پلرنی کور د لرلو څخه محروم پاته شوي وي. نو کېدای شي، چې دوی د پلار دکور په قدر دومره پوه نه شي.

هېره د نه وي، چې د یوه پلار دپاره لازمه او ضروری ده، چې په کور کې، د خپلو اولادونو دپاره،تر خپلې وسې پورې، د آرامۍ او خوشحالۍ فضاء برابره کړي.

یو پلار او مور، باید هېڅکله خپل اولادونه له کوره ونه شړي. کېدای شي، ځینې پلرونه، خپلاولادونه، د اصلاح په نیت، له کوره وشړي، چې البته دغه یو سم کار ندی، او باید تر سره نشي.

همدارنګه، پلرونه او وروڼه باید واده شوې لوڼې او خویندې، هر وخت دغه شریک کورته راوبلي، اوتر خپل وس او قدرت پورې، د هغوی ښه خدمت وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په دویمه برخه کې به کوښښ وشي، چې د یوه بل شریک کور په هکله، چېهغه ګوندی شریک کور دی، ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، معلومات وړاندې شي.

په پای کې د عاجزۍ دواړه لاسونه د لوی او مهربان الله(ج) دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چېالله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې، هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله اومنظوره وي. آمین یارب العالمین.

همدارنګه، زه یو ځل بیا د عاجزۍ لاسونه پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، د طالبانو وروڼواو امریکایانو، تر منځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول، او منظور وي. آمین یاربالعالمین.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply