د دعوت د مجلي یودیرشمه کلیزه دې مبارک وي
د دعوت د مجلي د خپریدو او پیل څځه به ، درې یا څلور کاله اوښتي وو ، چې زما د دعوت د مجلي سره آشنایي پیدا شوه ، په هغه مهال زه په پیښور پاکستان کې وم ، د دعوت په مجله کښی به ادبی ،تعلیمی ،تربیوی ،اخلاقی سیاسي ، اصلاحي او د حب الوطن مضامین او لیکنۍ خپریدۍ ، دا مجله به می د خیبر بازار د یو کتاب پلورنځي څخه، اویا کله به می د دوستانو له لارې لاس ته راوړله ،بیا ما د دوی په آدرس خپله همکاري پیل کړه ، څو موده وروسته قدرمن طارق بزګر مهرباني وکړه ، او زما په آدرس به یې رالیږل ، خو د پیشاور، د هغه وخت د مهاجرت د ستونزو له وجهي زمونږ آدرس هم ثابت نه وو ، کله به د یو ځي نه بل ځي ته کده شو ، خو بزګر صیب مهرباني درلوده څو ځایه یې زما آدرس پیدا کړو ، او ماته به یې څو ګڼې رالیږلي ،ډیر ځلي به دوستانو رانه امانت واخیستلی او لوستلي به یې ، ما به خپل مطالب اشعار مضامین چې د هغه وخت د پیښاور او زمونږ د افغاني ماحول او سیاست ترجمانۍ یې کوله ، دا به می وار په واره د دعوت مجلي ته ورلیږل ، او په دې مجله کې به خپریدل ، ما اګرکه د نژدي نه طارق بزګر صیب سره نه دي لیدلي ، خو غیابأ زمونږ په مینځ کې مینه او محبت شته ، زه د دي ، د دي لوی خدمت په اساس چې وطن او وطن والو ته یې کوي د ده قدرکوم .او زما په زړه کې یې ځای شته او ځای لري. ده په یوه ځانګړی لیکنه کې زما د مطالبو شعرونو او لیکنو ستاینه کړي ،(چې ستاسي مطالب شعرونه او ادبی نثرونه ګڼ اړخونه لري ، چې تعلیمی ، تربیوی ، اخلاقي ، فلسفی ،اصلاحي ، د علم او معرفت په اړه او هڅونه ، او هم د حب الوطن په اړه دي ،) په هغه وخت کې چې د افغانستا ن د غمیزي له کبله ، مونږ ډیرو افغانانو یو بل سره ، ورک کړي وو ،او زمونږ ډیر نژدی او لیری خپل او خپلوان او دوستان به مو د دې مجلي د لارې څخه پیدا کړل ، د او ډیر به ورته خوشحاله شو ،چې په مجله کې به یې شعر یا مضمون اویا یادونه شوي وه ، او یا به د مجلي ادارې ترې مننه کړی وه ، زه یوه اوږده موده بیا د یوولسم د سپتمبر ۲۰۰۱ څخه په کابل کې بخت پاتي شوم ، بیا یوه څه وخت د دي مجلي د لوستلو څخه بی برخي پاتي شوم ، زما خاصه دا وه چې ما به یو لړ ډیر مطالب چې دهغه وخت د وخت او زمان سره یې اړخ لګوه دې مجلي ته به لیږل ، په دې تمه چې ګوندی په راتلونکو ګڼو کې یې وار په واره چاپ کړي . او دوي همداسي هم کول ،او چې بیا ځنډ پس به می چیرته مجله بیامونده ، نو زما به په کې یو شعراویا مضمون وو، ، زما آشنايي د دعوت د مجلي سره تقریبأ دوه نیم لسیزي ته نژدې کیږي . د دعوت د مجلي مشر قدرمن طارق بزګر صیب ، د دعوت د دمجلي په پیل کې د کم عمر خاوند وو ، چې زه پرې ډیر مشر یم ،خو تر ننه پوري یې د روښانتیا په دې انقلاب کې ډیره لویه ونډه اخیستی ،زه د دې تر څنګه چې د دې مجلي د دیرشمی کلیزی مبارکی ورته وایم،د ده زحمتونه او کوششونه په دې لار کې ستایم ، چې ډیره لویه پهلوانی یې کړې ده. خدای تعالی دي ورته روغ صحت او اوږود عمر ورکړي ،او د چارو او کارونو په تر سره کولو کې ، ورته ډیره حوصله ورکړي ،
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320