د سهيل شاهين ټپوس منطق

لیکنه: الیاس اوریاخېل

0 1,525

د قطر د پلازمېنې دوحې په مست او معتدل موسم کې امريکايي چارواکو او طالب استازو له يوه بل سره شيدې ایله کړي. د امريکایي شاطرو چارواکو غوړو خو دام کې نښلوونکو وعدو د ناديده طالب پر سترګو پرده غوړولې او د احمقانه خوشباورۍ په عالَم کې داسې فکر کوي چې امريکایي بادار دا ستر وطن او اوسېدونکي يې د دوی رحم و کرم ته پرېږدي.

د همدې احمقانه خوشباورۍ د اظهار په توګه په قطر کې د طالبانو د پلاوي وياند سهيل شاهين رسنيو ته ځینې څرګندونې کړي. موږ غواړو د دې ښاغلي خبرې د دين او واقعیتونو په تله وتلو.

سهيل شاهين رسنيو ته ويلي، امريکا چارواکو سره یې هوکړه کړې چې تر اوربند وروسته به دوی يو پر بل بريدونه نه کوي. او ورپسې بیا له افغان لوري سره دغه ډول یوه اوربند ته زمینه سازي کيږي او که خبرې کامیابه شوې، هله به دوی او افغان ځواکونه هم پر یوه بل بريدونه نه کوي.

شاهين صیب!

نه پوهيږم نيمچه ملا یې که پوره خو اسلام کې د سولې او جګړې ابتدایي اصول لوستي وي. ښايي هغه فقهي قاعده به دې هم لوستې وي چې وایي:الحق للقريب. يعنې نږدې کس ډېر حقدار دی. ته چې له یوولس زره میله ليرې راغلي امریکا بادار سره د ډزبندۍ اوربند پتاسې خورې او خپل مسلمان افغان هېوادوال سره حتا خبرو ته نه کېنې، دا د دین تحریف او ورباندې ملنډې وهل نه دي؟

نه پوهيږم تاسې د هغه سترې هستۍ سیرت سم لوستی که نه چې هم به یې په جګړه او هم تر جګړې وروسته د دوستۍ او قرابت انساني اصول مراعتول؟

هغه جناب خو چې مکه فتحه کړه، اعلان یې وکړ: څوک چې د ابوسفیان کور ته ننووت په امن دی. هغه ابوسفیان چې تر دې فتحې همدا څو کاله وړاندې د هغه جناب ستر دښمن و.

هغه انسان چې د ابوسفان ښځه هند يې وبخښله. هغه هند چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خواږه تره حمزه بن عبدالمطلب سینه یې څيرلې وه، زړه یې ترې راویستی و او په غاښ یې چیچلی و. هغه جناب دا هر څه د وینې د رشتې، قرابت او دوستۍ له مخې وکړل. سوال دا دی چې سهیل شاهین د دې ستر پیغمبر سیرت هم لوستی که نه؟ که یې لوستی وي، ولې د حربي امریکایي پر ځای له خپل مجبور او بدحاله افغان  وطندار سره د انساني چلند خبره نه کوي؟

پورته ستر خدای او د قیامت سخته ورځ شته او دوی به د خپلې دغې هرې غیر انساني کړنې حساب کتاب ورکوي.

سهیل شاهین ښايي فکر کوي چې اوسنی افغان نسل هم حافظه نه لري او د دوی هره نادوده به وزغمي. خو ټپوس صفته شاهین باید وپوهيږي چې دا افغان نسل بې حافظې نه دی، د دوی جنایتونه او وحشتونه یې نه دي هېر کړي او د یوې یوې خبرې محاسبه به ورسره کوي. طالبان دې د قطر په عیاشو هوټلو کې له امریکایي بادار سره د افغانستان او افغان ورانولو نوې پروژې لاسليکوي خو دا دې نه هېروي چې افغان انسان لا مړ نه دی، واښه نه خوري، د دوی په څېر د دین په نوم د اجورتي قاتلانو پر ډله نه دوکه کیږي او نه ترې د کوم انساني چلند تمه لري.

طالبان دې امریکایي بادار سره هره افغان دښمنه پروژه بحث او نهایي کړي خو دا دې نه هېروي چې دا ځل به پارېدلی افغان نسل دوی ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړي. تباه به څه تباه شي؟ طالب تر اوسه وژلي یو، تر دې وروسته به مو ورسره صف بېخي معلوم شي. دوی به پخوا د امریکایانو د دوستانو او ملاتړو په نوم موږ قتلوو، اوس چې تر دې وروسته به دوی له امریکایانو پیسې، وسلې او نور امتیازات ترلاسه کوي، موږ به له دوی سره دغه چلند کوو. شاهین ډوله ټپوس دې خپل دا سولېدلې او تحریف کړی منطق له ځانه سره وساتي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply