(که تکلیف نه وي، د دې لیکنې د لوستلو زحمت درکوم)
دلته خو هسې هم دیموکراسي په کفر تعریف شوې، که د همدې خلکو په اصطلاح دیموکراسي کفر وي نو دیموکراټ هم نه یم، خو زه ډاډه یم چې دیموکراسي کفر نه ده او تعریف یې هم کفر نه دی، دیموکراسي له کفر، الحاد او سیکولریزم سره ډير توپیر لري، د دې وضاحت بېله موضوع او ډير لوی بحث دی.
سپیناوي ته هیڅ اړتیا نشته او نه د دې ضرورت دی چې د خپلو شخصیاتو په اړه څوک چاته وضاحت ورکړي، خو قسم په خدای که مې تراوسه زنا کړې وي او یا مې چاته له همدې ادرسه په نامشروع نظر کتلي وي، په دې معنا چې که څوک د ټاپو له ادرسه کوم ډول فکر وکړي، نو ټاپې به یې په اوبو د نقشې ایستلو حیثیت غوره کړي.
هرات ته هم تللی یم او دلته په کابل کې د میدیوتیک په نوم په یو فرهنګي مرکز کې کار کوم، چې ډيری وخت په فرهنګي غونډو کې خویندې هم برخه اخلي، ایران ته هم تللی یم او پاکستان مې هم لیدلی دی.
دلته هم په کابل او په ځانګړې توګه د شهر نو په سیمه کې هره ورځ دغه خویندې وینم چې ګرځي راګرځي، مګر قسم که مې تراوسه داسې یوه خور لیدلي وي، چې لرې اسلامي هیوادونه خو لا څه چې که د دې ایران او پاکستان تر کچې هم بې حجابه او له چوکاټه وتلي وي.
مګر دا خویندو څه کړي، چې له دومره ټولنیزو ناخوالو سره سره دې تر دې کچې ورته په سپکه وکتل شي او په دغسې عامیانه، سپکوونکو او ښکنځونکو بنرونو دې وترټل شي؟
یو چا یوه خبره وکړه او موږ ټولو ورپسې په پټو سترګو منډې کړې؟ مګر زموږ د ټولو د ژوند اختیار د دوی په لاس کې دی؟
مګر تاسو کومه ورځ لیدلي چې د ځمکې پر مخ دې په کوم اسلامي هیواد کې دغسې سپکوونکی او په ډير سطحي فکر دغسې بنرونه او شعارونه ولیکل شي؟
زه دا نه وایم چې نور دې هر څه وکړي موږ به یې هم کوو؟ خو دغه پاکستان چې د حقانیې په نوم د ډيرو د افتخار مدرسه په کې ده، په زرهاو نورې غټې او وړې مدرسي په کې دي، په لکونو ملایان په کې ژوند کوي، د دې تر څنګ هیرامنډیي هم په کې ده، په ښکاره رنډۍ خانې په کې دي او داسې نور ډير، هغوی کومه ورځ دغسې څه ولیکل؟
ایران چې قم په کې دی او د ټولې اسلامي نړۍ په کچه د شیعه ییزم سرلاری ځان
ګڼې، هره ناروا په کې کیږي، کومه ورځ په ښکاره چا دغسې څه ولیکل؟
زموږ نورې ټولې ستونزې حل شوې، چې اوس مو په دې په پسې را اخیستې؟
په هرات کې له زرهاو کلونو دا عام فرهنګ دی، چې خلک لهد خپلو کورنیو سره هره جمعه او یا هر وخت یې چې زړه وغواړي په چکر ځي او له یو کامل حجاب سره چې یوازې یې د میرمنو، لوڼو او خویندو مخونه لوڅ وي چې اسلام او زموږ په فقه کې هم د مخ لوڅول په عورت کې نه راځي، ورسره وي.
نور به نو دا زموږ خویندو څه ګناه کړي وي، چې د هغوی په عمل سره دې نارینه و ته تر دې کچې بې غیرتو خطاب و شي؟
دا شعار داسې دی، چې په یو ځای کې یو انسان چې په عمر کې یې د کتاب مخه نه وي لیدلي، په مطلق ډول نالوستی او له خولې هم پوچ وي او د ښکنځلې په ډول یې له خولې څخه یوه خبره ووځي او ټول یې ورسره بدرګه کړي.
بس دی نور، د خدای خاطر وکړئ، د قران خاطر وکړئ، د هغه پیغمرانو خاطر وکړئ، د ځان د مشهورولو لپاره په دین تجارت کول بس کړئ، خپلې خویندې او نارینه مه سپکوی، په خپله خپل ځانته پیغور مه ورکوی.
هو! ټولنه ده، له شکه پرته چې استثنا په کې شته، یو چا به یو څه کړي وي، خو تر دې کچې هم نه چې دغسې امپړماننده بنرونه دې پسې چاپ شي او ټول ولس مخاطب کړي او یو څو بیسواده دې ورته چک چکې ووهي او نور ټول دې ورته له ډاره څه ونه وايي.
یو ځل خو مو خپل خلک تکفیر کړل، د پاکې خارې څخه مو هغه ځای ته پناه یوړه، چې سیکسي سیمناګانو په کې ښکاره فعالیتونه کول او لایې هم کوي، په مورده ګاو خانو مالیې اخیستل کیدلې، تکرار کوم چې هیرامنډیي یې د سیمې په کچه د موردګاوی سترر مرکز و، قانون یې د انګلیس و، مګر هغه مو د هجرت سپیڅلی ځای وګڼه او خپله پاکه خاوره مو دارالحرب او دارالکفر وګڼله، نتیجه دا شوه، چې هم مو ځان وشروماوه، هم خپل ټول ولس او هم اسلام، هم مو خپل هیواد ټوټې ټوټې کړ او هم دغه دی د ټولې نړۍ د پیغور کړو چې په ټوله کې مو د هغه بې فکریو او د پټو سترګو منډو له مرګونو او غمونو پرته هیڅ نتیجه ورنه کړه.
نور خو لاڅه چې همدې مسلمانو ګاونډیانو درته سخا وویل، حرامنمک یې درته وویل، کثافت یې وویل، پدر سک یې وویل، مادرجنده یې وویل او داسې نور ډیرې نخرې یې درباندې وکړې، خو موږ کور مغزي لا هم پرې خبر نه یو، ددې په ځای چې لومړی توبونه ته مو پام شي، په فروعاتو په سې مو اخیستې.
زه دا نه وایم چې هرې ناروا او بې حجابۍ ته دې اجازه وکړل شي، مګر داسې هم نه چې دا ځینې یې وایي، دایې هم لاره نه ده، که ستونزه موجوده وي، اصلاحات دې راشي، موږ به هم وسره مرسته وکړو، خو په دې ډول نه چې دوی یې وايي او له خولو څخه یې زګونه بادیږي.
په دین د انحصار فکر پریږدئ، دین سم تفسیر کړئ، د تیار خوریو او په وجود کې مو د ډيرې انرژۍ زور په هغه ولس مه باسئ چې د همدوی له خوا تغذیه شوي یاست او مست شوي یاست، دا کارونه به مو لاپسې سپک کړي، اوس مو دښواو بدو تر منځ د توپیر فکري قوه پیدا کړې ده، اوس هغه خلک نه یو چې ستاسو هرې خبرې ته په ټپه سترګه لبیک ووایو او هر څه په اوبو لاهو کړو.
بس دی نور…
نوټ: نظرونو او نوکو ته مو پوره درناوی…
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320