نېټه: ۱۳۹۸ د سلواغې ۱۸مه
سپینغر ادبي بهیر یارانو خپله پنځۀ څلوېښتمه ادبي ناسته وکړه، یاده ناسته چې پۀ خوږیاڼیو کې د سپینغر ادبي بهیر د غونډو پۀ تالار کې تر سره شوه دريځ چارې یې قنداغا سهار سمبالولې، د شېربهادر عابد لۀ خوا د قرآنکریم د څو مبارکو ایاتونو پۀ تلاوت سره پیل شوه.
ددې ناستې مشري استاد محمد رازق ځلاند کوله او د مېلمه پر څوکۍ ورسره جمشېد تکل ملګری و.
د تېرې ادبي ناستې راپور چې محمد غوث نوري لیکلی وو د تراب زهیر لۀ خوا د ناستې ګډونوالو ته واورول شو چې د ټولو ګډونوالو لۀ خوا پۀ زړۀ پورې او خوندور وبلل شو.
د ناستې پیلیزه وینا جمشېد تکل وکړه. هغۀ پۀ خپلو خبرو کې ټولو ملګرو ته د زغم سپارښتنه وکړه، پۀ وینا یې د بهیر هر غړی کولی شي د بهیر د بهبود او جوړښت لپاره خپل نظرونه او مشورې لۀ بهیروالو سره شریکې کړي، تر څو د بهیر د بقا او پایښت سبب وګرځي، تکل زیاته کړه، بهیر اوس د لومړنیو شېبو پۀ څیر نۀ دی، بلکې د خپل ادبي منزل پۀ لور یې ډېر مزل کړی دی او د بریا پۀ لور یې بریالي ګامونه اخیستي دي چې دا زمونږ لپاره د ستر ویاړ خبره ده.
وروسته ازاده مشاعره وشوه چې محمد عارف میثاق، بلال افضلي، روح الله صمیم، نسیم ارین، وحدت شیدا، استاد شمشېر، تراب زهیر، نوراغا مظلومیار، حمیدالله خوږمن، پروېز نوري، محمد غوث نوري، میراغا قدریار او جمشېد تکل پکې خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه د ناستې ګډونوالو ته واورول، چې د ګډونوالو لۀ خوا یې د تودو چکچکو پۀ بدرګه تود هرکلی وشو. یاده دې وي مشاعره د ترنمونو له پلوه هم غني وه چې د غونډې خوند او رنګ یې زیات کړی و.
لۀ ازادې مشاعرې وروسته استاد محمد رازق ځلاند د ارزونې پۀ موخه دریځ ته وبلل شو، هغۀ پۀ خپلو خبرو کې یاده ناسته ډېره پۀ زړۀ پورې وبلله او زیاته یې کړه بهیروال دې کوښښ وکړي تر څو خپلې ادبي ناستې جاري وساتي او د ځینو کسانو پۀ نشتون کې د بهیر ناستې لۀ خنډ او ځنډ سره مخ نۀ کړي، استاد هیله وښوده چې باید دا لړۍ دوام پیدا کړي او د ځینو ملګرو پۀ نشتون کې ناستې ونه درول شي بلکې د ناستو لړۍ دې همداسې دوامداره پاتې شي.
یاده ادبي ناسته غرمه مهال د استاد محمد رازق ځلاند پۀ دعایه پای ته ورسېده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320