د ښاغلي کرزي پاموړ :
افغان ولس او نړيواله ټولنه نور د چا نازولتوب او ګمراهانه غوښتنې نه شي زغملی
ولس اوس يو ښه پوه مشرتابه او ښه لارښود لري چې له خپلو ملي – اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو نه دفاع کولی شي
خپلې ټاکنې دې ولې عبدالله ته نه باطلولې؟ بيا خو هغه هم هماغه وخت ټاکنې ګټلې وې، د اجماع ومصالحې حکومت خو دې جوړ نه کړ، بلکې معامله دې ورسره وکړه. څوک چې ايمانًا ((ديانتًا)) واخلاقًا په پوست کې پاک نه وي، نو دغسې بېباکه کړنې به کوي
ڼوت : اوس خو لا ترا ټولو ته ښه جوته شوه چې د دې ټولو لوبو او دسيسو شا ته د چا لاس وو او حالات يې په لوی لاس خرابول، خو لله الحمد چې د کورنيو او بهرنيو کړيو د وړو او لويو شيطانانو ټولې پلمې و دسيسې له پيله تر پايه يو په بل پسې شنډې شوې. دغه زوړ بوډا شيطان لا تراوسه له ښاغلي خليلزاده غواړي چې له نړيوالو سره لاس يو کړي او ټاکنې باطلې اعلان کړي.
حدثني المثنى قال، حدثنا عبد الله بن صالح قال، حدثني معاوية, عن علي بن أبي طلحة, عن ابن عباس, قال: جاء إبليس يوم بدر في جُنْد من الشياطين، معه رايته، في صورة رجل من بني مُدلج، والشيطان في صورة سراقة بن مالك بن جعشم, (22) فقال الشيطان للمشركين: (( لا غالب لكم اليوم من الناس وإني جار لكم )). فلما اصطف الناس, أخذ رسول الله صلى الله عليه وسلم قبضةً من التراب فرمى بها في وجوه المشركين, فولَّوا مدبرين. وأقبل جبريل إلى إبليس, فلما رآه, وكانت يده في يد رجل من المشركين, انتزع. إبليس يده فولَّى مدبرًا هو وشيعته, فقال الرجل: يا سراقة، تزعم أنك لنا جار؟ قال: (( إني أرى ما لا ترون إني أخاف الله والله شديد العقاب ))، وذلك حين رأى الملائكة.
د غني زده کړې او مخينه :
لوړې زدکړې يې په لبنان او امريکا کې کړې دي او د امریکا په يو شمېر پوهنتونونو کې استاد هم پاتې شوی؛ ځکه نو تر سياست هاخوا يوه اکاډميکه څېره هم ګڼل کېږي.
- لومړنۍ ماسټري يې د سياسي علومو په څانگه کې،
- دويمه يې په نړيوالو اړيکو او وگړپوهنه،
- او درېيمه ماسټري يې په نړيوالو اړيکو کې کړې ده.
- تر دې وروسته يې په وگړپوهنه څانگه کې د امريکا له کولمبيا پوهنتونه دوکتورا ترلاسه کړې ده.
ښاغلی غني د نړيوال بانک د پاليسۍ او ستراتيژۍ جوړولو په برخه کي مهم مشر و.
د بهرنۍ تگلارې په نوم د متحده ايالاتو مشهورې مجلې اشرف غني په ژونديو شخصيتونو کې د نړۍ شلم پياوړى مفکر وباله.
دا چې موږ افغانان يې په ارزښت (قدر) پوهيږو او يا نه، خو نړيواله ټولنه په تېره بيا نړيوال بانک ته وګړ پوهنه او نړيوالې اړيکې هغه ارزښتناکه خبرې دي چې هغوی پرې پخپلو کړو-وړو ((معاملاتو او اړيکو)) يا په بله مانا راکړه و ورکړه کې پرې حساب کوي.
ښاغلی خانزاده مشره،
ستا دنده تخريب ولمسونه نه ده، بلکې د قرآني ارزښت په رڼا کې ((…وقولوا قولاً سديداً)) سمه او زغرده (سپينه / حقه) خبره ده، خو له بده مرغه چې تاسې د ملکۍ وخانۍ هماغه پخوانی خوي بوي له لاسه نه دی ورکړی او هماغه کړه وړه لا اوس هم درکې شته.
ښاغلی خانزاده مشره،
يو څوک چې سپينروبی شي او ځان سپينروبی بولي او له لمسونو کړنو او تخريبه لاس نه اخلي، نو بيا دې هغه په خپل ايمان ووېريږي داسې نه چې اخره خاتمه يې لا پسې خرابه او بدبخته له نړۍ سترګې پټې کړي. په دې هم ووېرېږه چې نسل په نسل به دې اولادونه وځوريږي.
تاسې چې له کورنيو او بهرنيو وړو او غټو شيطانانو سره او د نورو په لمسون د اجماع ومصالحې حکومت جوړوئ، نو ولې دې نازولو ته نه وايئ چې ټاکنې مو بايللي او قناعت وکړئ او هغه ته وخت ورکړئ او ملا يې وروتړئ چې خپل کارونه مخته يوسي.
ښاغلی خانزاده مشره،
ولس پوهيږي چې څه دې روان کړي دي او څه غواړئ؟
لږ تر لږه تاسې موږ او نړيوالو ته د درې – څلورو خبرو سپيناوی ورکړئ :
- له قُدس او نورو نړيوالو سترو څارګري سازمانونو سره اړيکي،
- د تېرې مخينې روڼوالی (حساب)،
- ايرانۍ مرسته (کڅوړې)،
- ولې مو له امريکا سره عُقده واخېسته؟
تاسې ته پته ده او ولس هم په دې ښه پوه ده چې له تاسې سره څه وېره ده؟
که د هغې وېرې اندېښنه مو ليرې شوه، نو بيا به خپله په ارام شئ.
ښاغلی خانزاده مشره،
دا موږ غوندې خلکو ته سخته ده، خو هغه چا چې روزلي ياست هغوی ته اسانه ده او څرک مو لګولی شي چې له چا سره مو سروپښې نښتې دي؟ کېدای شي چې د خپلو موخو د لاسته راوړنې لپاره يې چا ته ورخوشې کړي ياست چې دواړو لوريو ته کار وکړي، خو د رسوايي په صورت کې بيا خپل روزل شوي هم وژني، لکه له ډېرو سره همداسې شوي هم دي. تاسې څه فکر کوئ چې هغه کڅوړو خو به له سليماني سره تړاو نه لرلو، که څنګه؟ له پنتاګونه دې هم اخېستې او له سليماني هم، نو تاسې به نګه پاتې شوي ياست؟ يو مسلمان ملتپاله خو هېڅکله د نورو په ورکړې روږدی نه وي.
شننه :
د ښاغلي له زده کړو او کاري مخينې له مخې جوتيږي چې هغه په انسان پېژندنه کې پوه انسان او کاري چاپيريال کې پر ځان باوري يا په بله مانا پخه سټه ده.
دا چې انسانان الله تعالی طبعي خپلواک پيدا کړي، نو له همدې امله يې مسووليت او رسالت هم ور تر غاړې کړی چې کول يې د ده اختيار، خو حساب يې بيا ورسره د هغه کار دی. له دې امله رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وايی :
وان ما نرينك بعض الذي نعدهم أو نتوفينك فإنما عليك البلاغ وعلينا الحساب [الرعد: ۴۰]
انسان به پخپله ټولنه کې خپلو اصولو و اساساتو او اساسي قانون او هم به خپلو اخلاقي واسلامي ارزښتونو ته پابند اوسي.
د ښاغلي غني کاري مخينې، زده کړې او پوهې (تجربې) له مخې يې څنګه د کور دننه او بهر پاليسي مهار کړه چې په دې خو ټول سره پوهيږو. هېواد يې له وېشنې راخلاص او هم يې د اجرائيه رياست په رامينځته کولو سره د هېواد هغه لوی و واړه خدايان لارې ته راوستل چې هر يو يې ځانته پخپله ساحه وقلمرو کې ځانته د واک (قدرت) لوی و وړې جزيرې جوړې کړې وې. لله الحمد نن ګورو چې هغه هر يو نن لارې ته راغلی ان تر دې چې ځينې ځينې خو يې د همده تر څنګ ولاړ او ملاتړ ته رادانګلي دي.
له هېواده بهر يې خپل ګاونډيان وپوهول چې له دې وروسته ستاسې د اقتصادي او هر هړخيزو ستونزو د حل کيلي له موږ سره ده. غني نه يوازې د جنګ کيلي د پاکستان له لاسه واخېسته، بلکې د پاکستان وطالبانو جنګي واقتصادي ماشين يې هم پخپل واک کې راوست. پاکستان يې نه يوازې په نړيواله کچه له هر اړخيز پلوه منزوي، بلکې لوری يې ترې ورک کړ. پاکستان اوس يو اوبو وړي ته ورته دی چې په يو ستر بحر کې د موجونو په څپو کې راګېر او وتی ترې نه شي. د وتو لاره يې له خدايه پرته له بل چا سره نشته، خو يوه لار ورته پاته ده او هغه دا چې له افغانستان سره خپلې اړيکې ورغوي.
ترتيب sort په دوه ډوله دي :
- Ascending
- Descending
چې په ملايي وعربي لهجه کې ورته لف نشر مرتب او لُف نشر غير مرتب وايی.
د اروا پوهنې و وګړپوهنې له کړکۍ چې سړی ورته وګوري، نو د طالب وحزب اسلامي له رواني خصوصياتو چې هر يو يې ځانته په شعوري وناشعوري ايډيالوژيو ولاړ دي.
دا چې حزب اسلامي تر طالبه پورې يو شعوري ((مکتبي/لوستې)) هسته وه، نو د غني بلنې پرې هم ژر تاثير وکړ او د خبرو ومفاهمت لاره يې خپله کړه. دا چې طالب تر حزب اسلامي يوه ناشعوري (((نامکتبي/نالوستې)) هسته وه، نو د غني بلنې پرې لږ واخېست. د پوه او د ناپوه همدغه توپير دی چې لوستی ژر ادراک کولی شي، خو د نالوستي پرې ژر سر نه خلاصيږي او خپله سرزوري کوي. خو غني يې هغه شپونکی له خوږې ګوتو داسې کلک ونيولو چې نن په ګرده نړۍ کې خواخوږی نه لري.
د نوي کال پر لومړۍ ورځ پرې ښاغلي ټرمپ له نړيواله سټېجه غږ وکړ چې زموږ متحد پر موږ د ملياردونو ډالر دروغو پلورلي دي. د IMF او FATF له لورې تر فشار لاندې نيول، د هېواد په دننه له سختو اقتصادي ستوزنو سره لاس وګرېوان کېدل، په سيمه ييزه ونړيواله کچه منزوي کېدل هغه څه دي چې د طالبانو دغه دروغژن شپونکی يې نور داسې وارخطا کړی، لکه يو زمری چې د افريقا په ستره وچه کې له نورو څاريو (حيواناتو) پسې وي او بالاخره له ډېرو منډو او ځغلولو وروسته له څټه راونيسي او پر مرۍ يې ورته خوله ښخه کړي او او ترهغه يې کلکه ونيسي چې ترڅو يې له زوروهلو وغورځوي او نور يې په خوړلو شروع وکړي او نور زمريان پرې هم راټول شي او څېرې څېرې کړي.
د پاکستان مشهور اقتصاد پوه او د سنا غړی خپل حکومت داسې مشوره ورکوي :
تکرار ميگوئېم :
که پاکستان بايد سياست ناکام خود را در برابر افغانستان تغير دهد امروز چانس داريم که افغانستان صدای مارا بشنود. چون فردا افغانستان در جای قرار خواهد داشت که شايد صدای فرياد های پاکستان را به آساني نشنود.
کومک های امريکا، بانک جهاني، بريتانيا،عربستان سعودی، و چين که بعد از هزار مکر، نيرنگ، ناله و فرياد دولت پاکستان به پاکستان وعده شده بود.
اشرف غنی توانست با يک قلم دو کليمه سياست خود تمام کومک های مذکور را به نفع افغانستان ببرد و پاکستان باکشتی بزرگ و همه امکانات در ساحل بيچاره بماند.
باز پاکستان غني را نه شناخت :
امروز افغانها قادر هستند که به دستان خالی و اعتبار بين المللی رويا های نياکان شانرا تحقق بخشند پروژه هاي را آغاز کرده اند که ما فکر نميکرديم مردم کشور مثلي افغانستان حتی نام آن پروژه هارا بدانند در حال حاضر ما شاهد احداث آن در افغانستان هستيم.
ښاغلي افراسياب پخپله تازه مرکه کې چې له امريکا غږ ((امريکا بايد افغان شموله امن لپاره کار وکړي)) سره يې کړې ويلي چې طالبان يو ښه جنګي ماشين دی، خو سياسي تومنه (پوهاوی) نه لري.
د ولس، سيمې ونړيوالې ټولنې او هم د اسلامي نړۍ لپاره د طالب همدغه حماقت بس دی چې :
له امريکا سره خبرو او سوله کوي، خو له خپل ولس او حکومت سره يې نه کوي. طالب له اخلاقي واسلامي پلوه په سيمه ييزه او په نړيواله کچه ځانونه وشرمول او جوته شوه چې دوی د چا په اختيار کې دي، نو ځکه يې له پيله د ده هماغه شپونکی راايسار کړ، خو هغه هم ډېرې لغتې وکړې، خو اقتصادي ستونزو بالاخره دېته رواداره کړ چې له غوږونو يې راونيسي او هلته قطر کې يې خبرو ته ورسره کښېنوي او استخباراتي کوچ يې ترې ويستل، خو اوس به وګورو چې له شاربلو وروسته لا هم څه غوړمړ پکې پاتې دي او که نه؟
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لارښوونې پر بنسټ :
حديث نبوي عن الصداقة
تحتوي كتب السيرة على الكثير من القصص والأحاديث التي تبين مكانة الصداقة، وفضلها، وشروطها، وحسن التعاطي معها، ومن ذلك ما يأتي:[٣]
- روى أبو موسى الأشعري عن الرسول صلى الله عليه وسلم قوله: (مَثَلُ الجليسِ الصَّالحِ ومَثَلُ جليسِ السَّوءِ كحاملِ المِسكِ ونافخِ الكِيرِ فحاملُ المِسكِ إمَّا أنْ تبتاعَ منه وإمَّا أنْ تجِدَ منه ريحًا طيِّبةً ونافخُ الكِيرِ إمَّا أنْ يُحرِقَ ثيابَك وإمَّا أنْ تجِدَ منه ريحًا خبيثةً)[٤]، وقال الإمام النووي في شرح هذا الحديث أن الرسول صلى الله عليه وسلم بين فيه أسس مجالسة الصالحين وصفاتهم، وما يتمتعون به من مروءة وورع وأدب وعلم وغيرها من الفضائل، وكذلك حذّر من مجالسة رفاق السوء الطالحين وبيَن صفاتهم الخبيثة من الغيبة وكثرة الفجر وارتكاب البدع وغيرها من العادات السيئة المذمومة.
- قال الرسول صلى الله عليه وسلم: (المرءُ على دينِ خليلِه فلينظُرْ أحدُكم من يَخالُّ)[٥].
- روى الترمذي عن عبدالله بن عمرو بن العاص قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (خيرُ الأصحابِ عندَ اللهِ خيرُهم لصاحبِه وخيرُ الجيرانِ عندَ اللهِ خيرُهم لجارِه)[٦]، وقال الإمام المباركفوري رحمه الله: قوله صلى الله عليه وسلم: “خير الأصحاب عند الله”؛ أي أكثرهم ثوابًا عند الله، “خيرهم لصاحبه”؛ أي: أكثرهم إحسانًا إليه، ولو بالنصيحة.
صفات الصديق الصالح :
ينبغي للإنسان أن يتخير الصحب الكرام في حياته، وفيما يأتي بيان كيفية معرفة الصديق الصالح من رفيق السوء:[٧]
- حسن الخلق: فيكون ذلك واضحًا عليه في تعامله مع الآخرين كالبيع والشراء وغيرها، فلا يكذب ولا يسب ولا يشتم ويبتعد عن الفاحش والبذيء من القول، ويتخير للسانه الكلام العطر الطيب.
- الزهد في الدنيا من صفات الصحب الأخيار، وذلك لأنهم يرغبون بالفوز في الجنة والآخرة، والدنيا لا تساوي جناج بعوضة عندهم، أما الذين يحرصون على الدنيا فتتحكم بهم شهواتهم ورغباتهم.
- رجاحة العقل خير ما يجده الصاحب في صاحبه، فهو يستخدم عقله في التفكير ويتوصل إلى الدرب الصحيح فيأخذ رفيقه معه، على عكس الأحمق الذي يتخبط في الدنيا غافًلا جاهلًا.
- صدق القول والفعل دلالة هامة من دلالات الصاحب الصالح، فإذا قال خيرًا فعله، وإذا اؤتمن على أمانة ردها إلى صاحبها، أما الكذاب فلا يعول عليه. الصلاح والتقوى فقد أوصى الرسول صلى الله عليه وسلم بمصادقة المؤمن والحفاظ على صحبته، فمن كان تقيًا وصالحًا يكون قلبه طاهرًا نقيًا من الحقد والكره وهكذا يكون قرينه، وحذر من مصادقة الفاسقين الذين يجرون من معهم إلى الفسق والمعصية.
- الصديق الصالح يستمع إلى صديقه باهتمام من غير البحث عن رد لما يقوله، فهو يستمع إليه ويحبه؛ كي يشاركه في أحاسيسه ومشاعره.
- الصديق الصالح يبقى على اتصال مع صديقه، لأنه يحترم تغير الظروف والعلاقات الاجتماعية مع صديقه، والصديق الصالح يبقى على اتصال مع صديقه على الرغم من اختلاف الظروف وتباعد المسافات.
- يستطيع الصديق الصالح فهم صديقه بعمق كبير، فهو يعد مرآة صديقه، والصديق الصالح يميز ما يحبه وما يكرهه صديقه، ويعرف طبعه جيدًا ويدرك أيضًا ما يريد أن يسمع في الوقت المناسب.
- الصديق الصالح يسامح ويغفر لصديقه إذا اعتذر منه، والصديق الصالح يحسن الظن بصديقه دائمًا، ويبقى مع صديقه في الضراء والسراء، وفي الفرح والحزن، وفي السعة والضيق.
أهمية الصداقة :
للصداقة أهمية الكبيرة، ومنها ما يأتي:[٨]
- تحقق الصداقة مفهوم التكافل في المجتمع بين الأفراد، وتوحد فئاته على الخير كوحدة واحدة.
- تقوي الصداقة الروابط بين الأصدقاء فيتعاضدون ويتعاونون في الشدائد والأزمات، ويتشاركون في الأفراح والمسرات.
- تعد بابًا من أبواب السعادة والفرح، فهي تعود بالخير على الحالة النفسية للشخص فتحميه من التوتر والاكتئاب والإحباط، وتدعم السكينة والسلام في روحه.
- تنتج الصداقة في الكثير من الأحيان أفكارًا تشاركية بين الأفراد، وذلك عند تبادل الأخبار والخبرات والتجارب بين الصديقين، فيساهم هذا في الشروع بعمل مشاريع اقتصادية ناجحة تزيد من الدخل وتدفع عجلة الاقتصاد.
- تعين الصداقة الأفراد على السعي لطريق الجنة ونيل رضا الله، وتحميهم وتبعدهم عن النار وغضب الله.
- كما يقال في المثل (الصاحب ساحب)، وكما قال الرسول صلى الله عليه وسلم (المرء على دين خليله فلينظر أحدكم من يخالل)[٩]، والصديق الصالح بالطبع يسحب صاحبه إلى الخير وإلى صنائع المعروف والأعمال الصالحة، وهي بالطبع ترضي الله سبحانه وتعالى، ومن ثم الفوز بحسن الخاتمة، وهي أول ما يُكافَأ به العبد عند لقاء الله تعالى، أما الصداقة غير الحقيقية والصاحب الفاسد، فهي تجلب جميع الأمور السيئة وكل الشرور.
پايله و مشوره :
زما مشوره تاسې او ستا اړونده ناچلو څېرو ته دا ده چې خپله ماته اخلاقًا وديانتًا ومني او له هسې بېځايه حرکتونو ځان وساتي، کنه، نو اخر انجام به يې لکه : ضياءالحق، نصيرالله بابر، حميدګل، کرنيل امام او جنرال قاسم سليماني وي. دا به مشر لالا او اروپايي ټولنې ته د منلو نه وي چې کوړکی يو ځای او هګۍ بل ځای اچوئ. ډاکټر عبداالله بايد د دې سپيناوی هم وکړي چې په دې ټاکنو کې د چا پورته ملاتړ ورسره وو؟
زموږ د يو خانزاده سپينروبی سياستوال چې د هند غوندې په يو دوست هېواد کې يې لوړې سياسي زده کړې وي او بيا يې کړه وړه داسې وي چې له هېڅ ډول اصولي و اخلاقي اړخونو سره اړخ نه لګوي، نو له بېسواده ډاکټر عبدالله، محقق، بېسواده دوستم او له طالبه به سړی څه ګيله وکړي؟ د خېټې باد يې له کابله په سرپُل ولايت کې ووتل چې هغه هېڅ قانوني اعتبار نه لري. د يو چا چې يو ډاکټر او سپينروبی سياستوال تر دې کچې بېشرمه وبېحيا شي، له طالبه څه ګيله په کار ده؟
ايا همدا د ولسمشر غني سياسي بصيرت او بشري کرامت ونه ګڼو؟ ډب يې په کابل او باد يې په سرپُل کې ووتل. دا ځکه چې حق زورور دی او حق ته څوک ټينګېدای نه شي ولو که هر څومره ښکرور هم وي.
په درنښت
سيد حسين پاچا
حامد کرزي له خليلزاد څخه د ټاکنو د باطلېدو غوښتنه کړې
غني: هېڅ څوک د «جمهوريت د انحلال» صلاحيت نه لري
https://www.pashtovoa.com/a/ghani-talks-about-election/5297886.html
کرزی او يو شمېر سياسيون د اجماع او مصالحې حکومت رامينځته کوي
http://www.taand.com/archives/144852
نړيوال شنونکي په نيويارک ټايمز کې سراج الدین حقاني ته منسوبې مقالې په غوسه کړي دي
http://www.taand.com/archives/144838
What We, the Taliban, Want
https://www.nytimes.com/2020/02/20/opinion/taliban-afghanistan-war-haqqani.html
اظهارات دکتر رياض احمد “چوهدری” کارشناس مشهور اقتصادی و سناتور پاکستان در باره محمد اشرف غنی
https://rohi.af/fullstory.php?id=79985
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320