د ښځو د نړيوال پيوستون ورځي تاريخ ته لنډه کتنه

حبيب الله غمخور

0 940

د۲۰۲۰ ز کال د مارچ ۴

تر هرڅه وړاندي دښځو دنړيوال پيوستون د نيکمرغې ورځي په مناسبت د افغانستان اوټولي نړۍ ښځواو پېغلوټوته  ددې نېکمرغه او وياړلې ورځې درارسېدو له امله دزړه له کومي مباره کي وايم . پدې  هيله چي په گران افغانستان اودنړۍ په گوټ گوټ کښي  ډير ژر زموږ کړېدلي او زورېدلي ميندي اوخويندي چې دنړۍ پوره نيمايي جوړوي له دغوخواريو، ربړونواوسپکاوي نه خلاصي شی له کوموسر ه چي همدا اوس لاس اوگرېوان دي .

دوي غواي  دعفت اوانسانيت په فضاکي خپل  ژوندته دوام ورکړي، د ټولني په سياسي، اقتصادي، فرهنگی او ټولنيزو چارو کي د اجتماعی عدالت اوپه  ټولنه کښي د منل شووعالي او متمدينو دودونو او احتماعی دستورونو پر بنياد د نارينه وو سره  برابره اوگډ ژوندپه دوام  کي برخه واخلي .

انسانانودبشري ټولنودتکامل مختلفي مرحلې شاته پرې ايښي دي ،دانسان پوسيله پر انسان دظلم اودهغه له انرژی اواستعدادنه دځان په گټه استفاده دغلامی له دوري نه راپيل شوه . په فيوډالي ټولنه  او د هغې په نس  کي  را زېږېدلي بورژوازي اقتصادي ،سياسي اوفرهنگي مناسباتوراټوکېدل پدغوټولنو کښي  شتمن او د لوړي طبقې انسانانو پيدايښت  د دې لامل سوچي دغه لوړه طبقه (شتمنه اوسياسي واک څښتنه ) د بشري ټولنې دغوڅ اکثريت  دکار محصول  ياگټي دځبېښلو لپاره پراخ امکانات او واک پلاس کښي لري .په هراقتصادي سياسي  نظام کي دهغه نظام دخصوصياتوپر بنياد داځبېښاک ټولنيزي بې عدالتی  اودروځنيز ژوند ناانډو لتوب په رازېږوي .سرمايداري ټولنه چي دنوروټولنيزونظامونو په پرتله پرمخ تللي  اقتصادي ،سياسي ،اجتماعي او فرهنگی  جوړښتونه  اواړېکي لري   دخپل پيدايښت  نه بياتر اوسه دتکامل  دمختلفو مراحلو اوپېچوموڅخه   تېرېږی  .

 دپانگوالی ټولنيز مناسبات  دفيوډالي نظام په تناسب دولسو نواوخوارو انسانانو په مقابل کي دظلم، استثمار، ښکېلاک،ز بېښاک ډير مغلق او پيچلي اصول اوميتودونه له ځان سره لري ،دغه پروسه په مختلفو بڼودبيلابېلو ميتودونو، رويشونواوشعارونونه په استفادې سره د خپل واک دساتلو  لپاره پر مخ بېول کيږي  .

دهمدغو پېچلو اقتصادي اوسياسی مناسباتو پر اساس پانگوال دکارگرانو او مزدورانو له استعداد او انرژۍ نه  دکاردمحصول په بڼه په ظالمانه اوغير عادلانه توگه کټه پورته کوي  ترڅو زياته  سرمايه  پلاس  راوړي .

د۱۸ پېړۍ په ورستيواو۱۹ پېړی په لومړيو کي دسرمايدارانو بې عدالتۍ، استثماراودکارناوړه شرايطو کارگران مجبور کړه چي کله ناکله  دفابريکو دخاوندانوپرخلاف د ناخوښۍ ږغونه پورته کړی. هغه وخت  دکارگرانو سره ډير ظالما نه او له انساني کرامت نه ليري کړنې کېدلې، دډير اوستونځمن کار په مقابل کي لږ معاش ورکول کيده  . دکار شرا يط  اوچاپيريال يې  دومره نا وړه  وچي دډيرې لږ مودې کارکولونه وروسته کارگرانو دکار فزيکي اوروحی توان  دلاسه ورکاوه ،متاسفانه داپروسه همدا اوس هم دنړۍ په زيات شمير پرمختللواوشاته پاته هيوادوکي دوام لري  .

دا يوعلمی اصل دی په هرپيمانه  چي د توليد وسايل پېچلې او پرمختللې کېږي په هغه اندازه پانگوال په پېچلې اوپر مختللې بڼه دکاگر دکاردمحصول نه گټه پورته کوي اودزبېښاک شکل يې پېچلی کېږ ي .

ښځي چي دبشري ټولني دوگړوترنيمايي زيات  نفوس جوړوی دبشر په تاريخ کي يې ترنارينه زيات دظلم اوتيري دروندبار پراوږو اخيستۍ دی .هغوي  تل دکارفرما دناوړه اوغير انساني سلوک اوشخصی حوسونو سره لاس په گريوان وې، هغوي ته له يوې خواترنارينه وو لږ معاش ورکول کېده اودبلي خوایې  دکار شرايط اوچايريال  ددوي لپاره زورونکی  اودتحمل وړه نه وو . ديادولو وړده،همدا اوس هم چي بشريت ۲۱سليزې کي گامونه اوچته وي  دنړی  په شاته پاته اوحتا پرمختللوهيوادنوکښي  ښځه دنارينه  سره  ديو شان کارپه مقابل کښي  دسرمايداري ټولنې داقتصادي غيرعادلانه روابطو پر اساس ترنارينه کمه اويا کله،کله دنارينه  دتنخوا نيمايې ترلاسه کوي .دبېلگې په توگه سويډن چې يوله دموکراتيکواوپرمختللوهيوادونه شميرل کيږي او دولتي چارواکي دا ادعالری چي تر هرچاښځوته زياته پاملرنه کيږي بيا هم دښځو تنخوا تر ناينه لږ اودلته هم متاسفانه تر اوسه لا هره ورځ دښځوسره زور زياتۍ دټولنيزژونديوه دردونکې برخه جوړوي اودښځودحقوقو ددفاع ټولنې په ټول قوت اوفداکاری سره دښځودحقوقوددفاع په لارکښي مصروفي دي .

د ښځو سره دظلم ، اتبداد، ناخوالو او نابرابريو مثالونه  په اسيا، افريقا، لاتينه امريکا، شرقی اوغربی اروپا او د امريکاپه متحده ايالاتوکي بي شماره ليدل کيږي .

شتمن تر ډېره بريده په يوه اوبله بهانه دهغوښځو داستخدام څخه ځان ساتي کومې چي کونډي اودماشومانو روزنه ئې پر غاړه وي . دامعمول همدا اوس دنړۍ په هغوهيوادوکي په ډير مهارت پلی کيږي په کوموکښي چي له قانوني پلوه داډول کړنې جواز نلري . مگر له بدمرغه دپيسواوفابريکو خاوندان ځانته دتېښتي لار پيدا کوي  اوبې شمېره ښځې له همدې امله بېکاره پاته اودغربت ژوندتېروي .

پورته مي دې ټکي ته اشاره وکړه چي دسرمايدارانواوشتمنونارواظلم اوستم ټول کارگران دهغې جملې ښځينه کارگراني دې ته اړباسي چي دخپلو رواحقوقوددفاع په خاطر دعدالت دپلي کېدولپاره خپل اوازپورته کړي .

له نن څخه  ۱۶۳ کاله پخواپه ۱۸۵۷ ز کال دمارچ دمياشتي په اتمه دنيو يارک دښار داوبدلودفابريکو ښځينه کارگرانو دکاردشرايطودښه کېدو،دکاردوخت دکمېدواوتنخوادزياتېدوپه خاطرپداسي حال کي چي ديوشمير ښځو خالي دېگونه پلاس کي وه ديوه سترلاريون په طرڅ  کي دامريکادمتحده ايالاتو دنيويارک ښار واټنوته راووتلې اود فابريکو دخاوندا نوپرخلاف يې دخپل  انساني حق غوښتلو داعتراض ږغ پورته کړ؛ ددوي دا گوت نيونه اوحق غوښتنه دپانگوالولپاره دخطر زنگ اوداحرکت يې ددموکراسي اوآزادی ترلاسه کېدوپيلامه وبلل،ځکه خوئې ددغه انساني حرکت دخفه کېدو لپاره دخپلو ټولوامکاناتوڅخه داستفادې لپاره  لاس پکار شول اوپر بې دفاع ښځينه کارگرانو يې  مرگوني گزارونه وکړه . دفابريکودخاوندانو اوحاکمانودغه ظالمانه اوغير انساني کړنودکارگرانواوتر ظلم لاندي خلکوغوسه نوره هم  راوپار ول  اودپانگوالوسره دنفرت  روحيه ډېره غښتلې سول.

ددې تاريخي او نه هيريدونکۍ  ورځي د ترخې خاطرې په ياد په (( ۱۹۰۷-   ۱۹۰۸-  او ۱۹۰۸  )) زکلونوکښي په نيويارک او دنړۍ په يوشميرنورو هيوادوکي تر ظلم اوستم لاندي خلکو په ځانگړې توگه ښځو لخوايادغونډي جوړي شوې ،پدې غونډواولاريونوکي هم تر هرچا دښځينه کارگرانو ونډه زياته  اوپراخه وه  .

په نړۍ کي سياسي سازمانواوټولنيز عدالت پلوه ټولنودپرله پسې تلاښونو اومبارزو په پايله کښې  ديوشمير هيوادو غيرتي ښځې پردې بريالۍ سوې چې  پانگوال دزمان غوښتونو،اويولږ څه دعدالت او انصاف  منلوته  ته  سر ټيټ کړي .

په ۱۹۱۰زکال  د ډنمارک پلازمېني کوپنهاگن په ښارکي دنړۍ دسوسيا ليستو ښځو دوه هم  نړيوال کنفرانس د ((۱۷ ))  هيوادونه د (( ۱۰۰)) تنوښځينه استازو په گډون جوړ سو.دهمدې نړيوال  کنفرانس په وروستۍ ورځ  د المان پيژندل شوې سياسي څيرې اغلي” كلارا زيتكين ”  لخوادغونډي برخه والوته وړانديز وشو چې د ۱۸۵۷ زکال دنيويارک دښار دنساجي دفابريکود ښځينه کارگرانودتاريخي لاريون اوله  هغوي سره دوخت دحاکمانو  دوحشيانه چلند دقربانيانو دخاطرې دياد اوژوندی ساتلو په خاطر دي دا ورځ (دمارچ اتمه ) دښځو دنړۍ وال پيوستون  دورځي په نامه ونومول شي اوپدې ورځ دي  دنړۍ د ښځوسره دملا تړاودهغوي د انساني اوطبعي حقوقوڅخه  ددفاع په خاطرلاريونونه ،غونډي اوکنفرانسونه  جوړي شي .

 له هغې ورځی نه چې پدغه  نړيوال کنفرانس کې د اغلي ((كلارا زيتكين ))  داوړانديز ومنل سودا ((۱۱۰)) کاله تېرېږي چې دنړۍ په مختلفو هيوادوکښي ددې تاريخي اونه هېرېدونکۍ  وياړلي  ورځی نمانځنه کيږي .

كلارا زيتكين ” دښځودنړيوالي ورځې بنسټ ايښودونکې

 

په ۱۹۱۱زکال دلمړي ځل لپاره دمارچ په اتمه  په المان، اطريش،سويس او ډنمارک کې دښځو دنړۍ وال پيو ستون په نامه غونډي جوړي اولاريونونه وشول .پدغوغونډوکښي ښځوته په انتخاباتو کې درايې ورکولو، کار،ښوني،تحصيل او مسلک د انتخاب  حق تر لاسه کېدواودهيوادوپه قوانينو کي دښځو دمسلمو او طبعي حقو قو اودموکراسۍ دپلي کيدو په گټه دتغيراتو د راوستلو،په سياسي ، اقتصادي ، فرهنگي او ټولنيزو چارو کښي ښځوته  دنارينه و سره دبرابر حق  غوښتني اووړانديز ونه  مطرح سول .

په (۱۹۱۵ ،  ۱۹۱۶)  کلنوکي،هغه وخت چي لا دلمړۍ نړۍ والي جگړي داورلوگي پورته کيدل دنړۍ په گوټ گوټ کي((ښځې دجگړې مخاليفي دي )) ترشعارلاندي دمارچ  داتمي  ورځې په مناسبت  پراخي غونډی  اوکنفرانسونه جوړشوه . پدې غونډو اوکنفرانسوکي  ښځو دجگړې دسمدستي دبنديدو،په سوله ،دوستۍ اودهيوادونوتر منځ  متقابله احترام  په مناسباتو کي  ژوندته نړۍ وال راوبللوشعارونه پورته کړه ،اوپه جگړه کښي ئې د ښکيلو هيوادود رهبرانوڅخه ئې په کلکه دجگړې دختمېدو غوښتنه وکړه .

دښځود اوږدو مبارزو،تلاښونو اوقربانيو په پايله کښې دلمړۍ ځل لپاره د نيوزيلاندپه پارلماني  ټاکنوکې  ښځودرايې ورکولو حق ترلاسه کړ ،دا حق داستراليا،فنلنډ اوناروي ښځوترلومړۍ نړۍ والې جگړې مخکې تر لاسه کړۍ و . مگر دغه حق دپخوانې شوروي اتحادښځو په ۱۹۱۷، دفدرالي المان په ۱۹۱۸،دانگلستان  په  ۱۹۱۹، د امريکادمتحدا ايالاتو  په ۱۹۲۰،د افغانستان ښځو په ۱۹۳۴زکال،د  ايټاليا او فرانسې  ښځو داحق  تر دوهمې نړۍ والي جگړي وروسته او په يمن کښي يې  په ۲۰۰۳ زکال تر لاسه کړ،مگر په سعودي عربستان کي  چي دعدالت اوبرابرۍخبري کوې تر ۲۰۰۵ زکال  پوري حتي دښارو ا لۍ په ټاکنو کې هم ښځو ته دگډون حق ندی  ورکړه شوی . په مصر کې په ۲۰۰۸ کال دمارچ په لومړی ورځ يوه ۲۳ کلنه پېغله  دخلکودنکاح دتړلودحق په  ترلاسه کېدوباندي بريالۍ سوه .

په ۱۹۷۷ م کال کښي دملگروملتو سازمان د((۳۲ـ۱۴۴)) پرېکړه ليک په صادرولوسره دمارچ اتمه دښځودحقوقود ترلاسه کولودمبارزي دنړيوالي ورځي په نامه ياده او ومنل سوه  .

ديادولو وړخبره داده چي تر اوسه لا  دنړۍ په زيات شمير هيوادوکښي ښځي دولتې ارگانواو شوراگانو ته دځان لخوا داستازي دټاکلوڅخه پداسې حال کښي محرومې دې چې د هغو هيوادو د نفوسودشمير پوره نيمايي او يا هم تر هغه زيات وگړي جوړوي  . زموږ په هيوادکښي هم کله چې په اساسي قانون کښي ښځوته په ټاکنو کښي دحق ورکولومسأله مطرح  شوه،يوشمير بنسټپا لواودموکراسۍ مخالفوکسانولخوا ښځوته  دنارينه سره دبرابرحق ورکولوپرخلاف  مخالفت وشو، چي له نېکه مرغه کوم ځاي یې ونه نيوی اود (  ۱۹۶۳) کال  د اساسی قانون دتصويب  نه راپدې خوا ښځي کولاي سي دافغا نستان پارلمان  ته ځان کانديد اوبل چاته رايه ورکړی،افغانستان  په نړۍ کي يوله هغو هيوادوڅخه وچې ښځي دوزارت مقام تر لاسه کړ ،دبېلگې په توگه دشوروي نظام په ټوله دوران کې ښځې ته دوزارت مقام ونه رسېد،يوازي دپوتين دحاکميت  په ورستيواوترهغه وروسته  څوتنې ښځې دوزيرانوپه توگه ليدل  سوي دي داپداسي حال کي چي تراوسه ښځې دروسيې دنفوسوله پوره نيمايي نه زياتي دي .دنړی په زيات شمير هيوادوکښي په دولتي مقامونو،پارلمان اوسيمه ايزو شوراگانوکښي دښځو ونډه پکه  برېښي . ديادولو وړده کله چي په ۱۹۹۲ کال کې په پاکستان اوايران کي جوړسوو تنظيمو دولتي واگی ترلاسه کړې افغانی ښځې له دې انساني اورواحق نه دڅوکالولپاره محرومي سوې،له نيکه مرغه دغې توري دورې ډير دوام ونکړ ،دطالبانو دحاکميت په نسکورېدوسره دملگروملتو او نړيوالوسازمانودغوښتنو اوفشار وپه وجه افغاني ښځوته دبن دکنفرا نس نه وروسته په نوی جوړ سوي اساسي قانون کي يوځل بياپه پارلماني ټاکنو، دولتي ادارو اونورو ټولنيزوسازمانوکې دگډکارحق  ترلاسه کړ .د اساس قانون  په ” ۲۲ ”ماده کي واضح راغلل چي : ((دافغانستان داتباعو تر منځ هر راز تبعيض او امتيازمنع دی . دافغانستان اتباع دقانون په وړاندي مساوي حقوق اومکلفيتونه لري،اودهمدي قانون  دوويشتمي” مادې په يو جز کي راغلي : دولت دانسان دآزادۍ او کرامت په درناوي او ساتنه مکلف دۍ .)) مگرمتاسفانه تراوسه په عمل کښي داسي نه ده په دولتي ادارواوحتاپه پارلمان کي دښځوسره سپک اوبد چلندکيږي .دبېلگې په توگه ملالی جويادخپل نظراوعقېدې په څرگندولوسره له هيوادنه دفرارپه حالت کي ژوندکوي .

د دغو برياو سره نه يوازي په افغانستان بلکي د نړی په زيات شمير هيوادو کښي دورته اساسي قوانينوپه لرلو سره دښځو په وړاندي قانون ترپښولاندي کيږي او د ښځو د جنسی توپيرنه په يوه اوبل نامه ناوړه استفاده کيږي،که په اوسنی عصر کښي د بشري نړۍ ټول سياسي،اقتصادي ،فرهنگی اواجتماعي جوړښت  ته په رڼوسترگو ځير شو له ورايه څرگندېږي چي تر هر چا زيات ښځه په هر اړخيزه توگه دنړيوالي بې عدالتۍ او کورنی تاوترېخوالي سره لاس په گريوان ده اوپر عزت ئي دتيري لپاره هر بې عزته دخپلو اقتصادي اودولتي امکاناتو څخه استفاده کوي .

داچي دښځودبېوزلۍ نه دټولواخلاقي نورمونوخلاف  استفاده کيږي اوهغوي مجبورېږي خپل عزت وپلوري په ټوله نړۍ کښي ټولوته لمر غوندي  روښانه اوڅرگنده ده.

له بده مرغه تر اوسه دنړۍ په گوټ گوټ کښې ښځوته هغه حقوقوچي دبشر دحقوقوداعلاميې په ۱۸ ، ۱۹،او۲۷ مادو کښې څرگندبيان شوې نه دي ورکړه شوي اونه هم د ۱۹۸۴ زکال د دسامبرد ((لسمي)) دښځې توهين تحقير اوغيرانساني مجازاتو ضدکنوانسيون،دملگروملتود سازمان د ۱۹۷۵،۱۹۷۹ز کال دښځو سره دهر ډول تبعيض،تحقير اوتيري پر خلاف پريکړه ليکونوکښي يادسوو ټکوته دولتي چارواکو، دزوراوزرو خاوندانو پاملرنه نده کړې  اونه هم ښځو ته بيله هر ډول تبعيض نه دټولني په اقتصادي ،اجتماعي،سياسي او فرهنگی  چاروکي دفعال گډون امکا نات برابري سوی دي .

که رښتياوويل شې دنړۍ په اکثريت  هيوادونوکښي ښځو ته دحق ورکولوڅخه عجيب اوغريب تعبيرونه کيږې. ايا دا ظالمانه  نده چې له يوې خوا نارينه اوښځي دواړو ته دانسان خطاب کيږي،په قوانينوکښي يو شان  مسؤليت اومکلفيت لرې،مگر له بلې خواکله چې دصلاحيت ،برابرۍ اوحقوقوخبره  مطرح شي بيا ښځو ته ددومې درجې انسان په سترگه کتل کيږې؟ کله دمذهب اوکله هم د دوداو دستور په نامه دښځوحق چي په حقيقت کښي زموږ ((مور،خور،لور اوياکوردوانه ))ده ترپښو لاندي کيږي له تعصب اوتبعيض نه ډکه کړنه ددې لامل گرځي چي ښځه له خپل خوږه ژوندسره وداع وکړي  .

دا خولاپرېږده چي زموږ د هيوادپه گډون په ډيرو هيوادوکښي زيات  وختونه دنارينه سره  دبرابری گناه په مقابل کي ښځې ته تر نارينه لويه سزا ورکول کيږي .

دنړۍ  دعلمي او تخنيکي پر مختگ سره يوځاي تر اوسه ښځو ته دا شرايط ندې برابر شوی اوهغو ي ته دا حق او آزادي چانده ورکړې چې دهغو په رڼاکي وکولاي شي ښځې له دغو زړه بوږنونکو شرايطو، اجتماعي ناخوالو او ټولنيزوبې عدالتيو نه نجات ومومی . دتاسف وړ خبره داده چي دښځوپه مقابل کي دهرډول تبعيض سره دمخالفت کنوانسيون چي په ۱۹۷۹ کي جوړسوتر اوسه دنړۍ (( ۱۷۹))هيوادو چي دملگروملتو د سازمان غړيتوب هم  لري  ددې کنوانسيون  سندندی لاسليک کړی،داسنديوازي د ۹۸ هيوادولخوا لاسليک شوئ دی . داچي داسنداونورسندونه چي په نړيواله کچه لاس ليک سوی څنگه پلی کېږي ،که ددغه سند لاسليک کوونکوهر هيوادته سرورښکاره سي دښځوپه وړاندي بې عدالتيو په اړوند داستانواوکړنوکتابونه ليکل کېداي سي .

داپدې معناده چي تراوسه لا دنړۍ په زيات شمېرهيوادوکښي دچارواکواوهغولخواچي ښځوته دبرابرحق ورکولو صلا حيت  لري په ټولنيزژوندکښي دښځو دمقام اورول نه سترگې پټېږي .

تر ټولوجالبه خولاداچي دلومړی ځل لپاره دامريکاپه تاريخ کښي  په د۲۰۰۸ م کال دنومبردمياشتي پر ۱۶ مه د یوې پنځه پنځوس کلنه میرمنې دانوډي دجنرالي رتبې ته ورسیدل  .

ايراني  اخوندانوواک ته رسېدل د دې هيواد د ښځو حقوق لکه ونارينه وو غصب کړه دنړيوالوفشاروپه پايله کښي دلومړی ځل لپاره په ۲۰۰۵ کال دنومبر په ۲۸ نيټه ايراني ښځوپه هغه سپورتي لوبغاړي کي چي نارينه هم ناست وه دفټبال دهغه لوبې دنندارې اجازه پيداکړه کوم چې دتهران دښار دآرارت  په سپورتی لوبغاړې کښي د ايدز دناروغی سره دمبارزي پرضدتبليغ لپاره ترسره سول .

په ايران کښي ښځي دخپل انساني حق او آزاديود ترلاسه کيدوپه خاطر هره ورځ قرباني ورکوي،اوددولتي چاروا کولخواپه ډير بي رحمانه ډول زنداني او شکينجه کيږي . ايرانی اخوندان نوروته دعدالت ،بشري ازاديواوانصاف تبليغ کوی خوخپله  ئې دالوي اوپراخ  ايران پربې دفاع  ايرانيانواوپه ځانگړې  توگه ښځو باندي چي  دټولنيزوازاديواو اجتماعي عدالت  طرفدار ي کوي په تور اوتاريک زندان بدل کړۍ .

هلته  څوک داعتراض ږغ نسی پورته کولاي ،دعدالت ځاي د اخوندانوبي بنسټه فتواگانو نيولۍ دی .

له بدمرغه دتاريخ په اوږدوکي دښځوپر انسانی اورواحقوقوپه مختلفو بڼواوبهانوتيری سوی ،په ځينو هيوادوکي ښځه له ميراث نه محرومه شوې اوپه ځينوکي بيا دوهمه  يا دريمه برخه ورکول کيږي  . په ډيرو هيوادوکي د مذهبي او دوديزو منا سبا تو پر اساس دښځه د ميړه تر مړ ني وروسته مکلفه ده چي په همدغه کورکي  (دميړه ورور او يا دهغه بل کوم نږدې خپل ته که هغه ماشوم  اويا سپينږ يری وي)بېله دهغې له خوښي په نکاح  کيږي .داپداسي حال کښي چي داسلام په مقدس  دين کښي دنکاح دتړلو يوله اساسي شرطو نه ددواړو خوا خوښی اورضايت  اساسي شرط بلل سوی دی،په زور نکاح  تړل په اسلام کي جوازنلري . خوپه عملي ډگر کي بياداسي نده ،هلته  نه يوازي داچي دښځي نظر دهغې دسرنويشت په ټاکلو کې نه غوښتل کيږي  بلکي همدا ډول دانتخاب  حق هم نه ورکول کيږي .دښځوسره دغلام په څير برخورد دنړۍ په زيات شمير هيوادو کي دوديز ه بڼه  اخيستې ده. له بدمرغه يوشمير دغوظلمونواونارواکاروته اسلامی اومذهبي  بڼه ورکول کيږي اوله ځانه روايتونه ورته تراشل کېږي .

اساسي خبردا ده چې په نړۍ کښي همدا اوس هم تر هرچا زيات  دښځوسره دژوندپه ټولواړخونوکښي زور زياتۍکيږې  دزيات شميرښځو ژوندداسي اقتصادي شرايط لرې چې مجبورې دي ځانونه اوخپل عزت  په ځانگړو بازار ونوکې خرڅلاو ته وړاندې کړي . زما په نظر تر اوسه لا دبشريت نارينه اړخ پدې نه دې توانيدلۍ او يا نه غواړي دې حق ته غاړه کښېږدې چې ښځه له دغو بدمرغيواوبې عزتيو څخه وژغورل شې .

ديادولو وړده چې په سويډن کې داسي ځاي چې هلته نارينه دپيسو په مقابل کې دجنسی غريضې درفع لپاره دښځونه  استفاده وکړی نسته اوداکارغير قانوني دی . مگر په پر مختللې امريکا، اروپا، جاپان،عربي هيوادونه،استراليا،يوشميراسيايي اوافريقايي  هيوادوکې  ډيري پيغلي اوښځی داقتصادي ستونزواو مجبوريتونوله امله دې ته اړې سوې دي  چې ځانونه وپلوری . دردونکې داهم ده چي پدي ورستيو کي په  يوشميراسلامي هيوادوکښي دښځواوپېغلو سوداگر هټۍ اودوکانونه پرانيستلي اويوزيات شمير دشرقي اروپا او پخواني شور وي اتحاد دجمهوريتونوايران ،همدوستان ،پاکستان ،تايوان ،ويتنام ،چين اويوشمېر نورو هيوادو پېغلې  پدغوهټيو( فاحشه خانو)کښي علاقمندانوته وړاندي کيږي .

يوې مسلې ته بايد جدي  پاملرنه وسي چي  داډول کارونه اواجتماعي بداخلاقۍ په هيڅ ډول له دموکراسی سره کوم تړاونلری اونه بايد دموکراسي په دغوبداخلاقيوبدنامه سي ،ځکه داسي هيوادونه شته چي ډموکراسي درک نلري مگردغه بداخلاقي پکښي  علني مروجه ده .دا بداخلاقي ده اوله بداخلاقی له لاري دپيسو پيداکولو امکانات بايد رالنډ اوله منځه ولاړ سي .

داپه اجتماعی نظام کي داقتصادي نا انډولۍ اودتوليداتودغيرعادلانه ويش اومردسالارۍ پايله  ده چي يوشمير ښځې دخپل ژونددبقالپاره خپل عزت  پلورلوته مجبورېږي  .

کورني اوټولنزتاوتريخوالي زموږپه هيوادکي ښځې ځان سوځونې،له کورڅخه تیښتي،ځان وژنې اود زهرجنو موادو خوړل  ته اړيستي ،په حقيقت کښي نورددغودښځودزغم اوحوصله پاي ته رسېدلې وي چي دغه کارته لاس اچوي  .افغاني ښځي هغه وخت په پورتنیوکړنو لاس پوري کوي چې نورله مرګ پرته بله هیڅ لاره چاره ونلري . د۲۰۰۱ م کال راپدې خواچي ډله زيرورسنيوپه دغه ډول پېښودخبرېدوامکان پيداکړي تر (( ۱۲۰۰۰))زرو زياتو ښځواونجونودځان وژنې اوسوځونې هڅه کړې ده

افغانستان د نړۍ په کچه د ښځو په مینځ کې دتاوتریخوالي ډیري پیښي لري چې دبیلګي په توګه له ښځوسره په کورنیو کي ناوړه چال چلند، دبدوپه مقابل کې دهغوي ورکول او دپیسو په بدل کې د نجونو خرڅول ئې روښانه بېلگه ده .

نن سبا د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې داسي پیښي لیدل کیږي چې قلم ئي په ليکلو شرمېږي  دسړي پر خوله نه راځي .ددې لپاره چي ښځې  ته هم دانسان په سترگه کتل سوی وي اړينه ده چي دولتي ادارې اوچارواکي دښځو په وړاندي خپل قانوني مسؤليتونوته جدي پاملرنه وکړي . د ښځو په ژوندکي د بدلون د راوستو د پاره د ښځو سره اقتصادي مرستې اوددولت په پانگه اچونې  باندي  دداسي پروژو تر لاس لاندي نيول چې هلته زموږ دهيوادله ټولنيزوشرايطوسره سم دښځولپاره دکار اوفعاليت  زمينه برابره وي،داکار به  تر يوه بريده به زموږ دخو يندو دستونزودحل په لار کي مرسته وکړي  . په اقتصادي لاس نيوی سره کيداي سي دښځوپه وړاندي دنوروناخوالومخه ونيول سي  .

د بلې خوا ديني عالمان ،ټولنيز سازمانونه اومدنې ټولنې دښځوپه وړاندي دظالمانه کړنو اوتوپيريز برخورد پر خلاف پراخ تبليغ اوسرسختانه مبارزې ته اړتيا لري .

پدې هيله چي ژر تر ژره زموږ خوندي له خپلو ورڼوسره دبرابرکار،تحصيل ،په  اجتماعي اوسياسي ژوندکي دبرابر ې ونډې اخيستلوحق اوامکانات ترلاسه کړي .

ښځې يوازي دکورنيو تاوتريخوالي له امله نه زورېږي بلکه هر ورځ ددوي دکوردړه دغم خبر ورټکوي اوپدې ورستيوکلوکښي  هغه څوک چي هغې دخوښيواوبسياژوند دراوستلوارزوځيني درلوده په ړندوبمونواو راکټونواوداسلام په نامه  واسکټونواوځانمرگی بريدونوپه پايله کښي له منځه ځي اودوي  شپه او ورځ  دخپلې کورنۍ ديوه غړې دمرگ د ويرپر کمبله کښېنوي،متاسفانه دخوښو پرځاي يې تل غم اوناورين ميلمه وي .

 زموږ د هيواد د ټولو چارو سمبالتيا او پرمختگ به د افغانی  ښځو له فعالي ونډې اوگډون نه پرته  نيمگړی اوناشونی وي . پدې هيله چي په ټوله نړۍ کښي سوله اوعدالت تامين  او د ښځو روا حقوقوته په عمل کې درناوی وشي .ومن الله التوفيق

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply