هغه علتونه چې د اسلامي امارت پر مشروعيت يې پراخ سيوری غوړولی

سيد حسين پاچا

0 661

پاکستان زموږ له حقوقي دعوې ويريږي، نو ځکه يې مذهب راټينګ کړی او د مذهب په نوم جګړې ته د مجاهد، طالب و داعش په نومونو دوام ورکوي

داسې د جُهالو مُرکبو اسلامي امارت چې مرستيال ومشرتابه يې د پنجابي رياست په سيده وناسيده ډول په کلونو-کلونو غوجلو کې پراته ول او بيا د خليلزاد په غوښتنه راپرېښوول کيږي چې يو يې پر زهرو او بل يې پر ډرون وژل کيږي څه حقوقي مشروعيت لري؟

کرنيل امام [سلطان تارړ]، داستان جهاد افغانستان :

لومړۍ پوښتنه : ايا منصوصي ښکاره حکم ((انما الخمر والميسر والانصاب والازلام رجس من عمل الشيطان فاجتنبوه لعلکم ترحمون)) پر ((الضرورات تبيح المحضورات) باندې د آی ايس آی له افسرانو سره د مېلمستياو په جوړونو کې چې پر دوی [مجاهدينو / طالبانو] سره په ديني او ذهنيت جوړونه کې کار کولو شراب څښنه په وړه خطا (سهوه / تېروتنه) کې حسابېدای شي؟

دويمه پوښتنه : ايا ګناه (عصيان) يا په بله مانا محرّمات د څارګري موخو لپاره په وړه خطا (سهوه / تېروتنه) کې حسابېدای شي؟ ايا کرنيل او څارګره اداره يې د دې ډول حکم استعداد، اهليت واستحقاق لري او کنه؟

درېيمه پوښتنه : ايا د طالبانو لپاره د پخوانيو خلقيانو او د روسانو د اجنټانو په کورنيو تيري کول او هغوی مينځې ګڼل او د شپې کور ته وړل په دې بڼه مشروع وې؟

فالضرورات تبيح المحظورات

Necessities allow prohibitions

فمن اضطر في مخمصة غير متجانف لاثم فان الله غفور رحيم

يسألونک ماذا احلّ لهم قل احلّ لکم الطيبات …

قاعدة أصولية مأخوذة من النص، وهو قوله تعالی : ((إِلَّا مَا اضْطُرِرْتُمْ إِلَيْهِ))، [الأنعام:119].

والاضطرار: الحاجة الشديدة، والمحظور: المنهي عن فعله، ومعنى القاعدة: أن الممنوع شرعاً يباح عند الضرورة، وقد مثل الفقهاء لهذه القاعدة بأمثلة منها:

۱ : إباحة أكل الميتة عند المخمصة، أي المجاعة.

۲ : إساغة اللقمة بالخمر لمن غص، ولم يجد غيرها.

۳ : إباحة كلمة الكفر للمكره عليها بقتل أو تعذيب شديد.

وهذه القاعدة فرع عن قاعدة كلية سماها العلماء (الضرر يزال) وقد سبق بيان الحاجة التي تنزل منزلة الضرورة في الفتوى رقم: 25545 فراجعها.

والله أعلم.

له يو افسر نه د کرنيل امام پوښتنه او د هغه ځواب :

د خدای په لاره کې د جهاد لپاره هرڅه روا دي. کله چې ته د خدای ج د دين ساتنه کوې، نو هغه بيا ستا داسې وړو وړو غلطيوته نه ګوري.

هغه موخې چې نوموړي ورته اشاره کړې هغه له دين سره تړاو نه لري، بلکې هغه سياسي – اقتصادي، ستراتژيکې ژورتيا او د افغانستان د الحاق مساله ده چې دا خو له دين سره هېڅ تړاو نه لري. د هېواد بربادي، بېثباتي او د پرمختګ مخنيوی او ځانته محتاج ساتلو مساله ده، نو دا د خو د يو ګاونډي او مسلمان په حق کې تېری دی او هغه اسلامي نظام او هغه اسلامي امارت او هغه اسلامي خلافت چې دوی يې په ارمان دي د هغې پورې خو خپله ضياءالحق ملنډې وهلي او خندلي دي :

په افغان مجاهدينو کې يوه داسې شور او ولوله پيدا کړې وه چې د امريکا ولسمشرانو جيمی کارټر او صدر ريګن به يې تل صفتونه کول.

((يوه شپه جنرال صيب ضياالحق مونږ څو لوړرتبه نظامي افسران ماښامنۍ ته مېلمانه کړي و د ضياصيب لخوا همدا خبره وشوه چې کارټر او ريګن وايي افغان مجاهدين د اسلام ريښتيني ساتونکي دي. په دې سره اول ضيا صيب او بيا ټولو حاضرينو ښه شېبه وخندل)).

نوټ : د کرنيل امام دغه پورته څرګندونې د مجاهدينو او طالبانو دغه ډول کړنې په دغه کتيګوري کې نه راځي. مولوي احمد متوکل، مولوي عبدالسلام ضعيف او داسې نور طالبي چارواکي دې دغه پورته پوښتنې د اسلامي ارزښتونو ((قران وحديث او د فقهاو)) په کتابونو کې يوځل بيا له سره مطالعه کړي. داسې اسلامي امارت چې اسلامي ارزښتونه نه يوازې ورته له پامه وغورځول شي، بلکې انحراف پکې وشي او له حرمت وعصيانه اباحت و وړې خطاب (تېروتنې) کچې ته راټيټ شي، نو علما ومحدثين او فقهاء دې پرې له سره کتنه وکړي چې يو څنګه يو بېګانه جاهل جاسوس د خپلو ناولو موخو د ترلاسه کولو لپاره تحريف کړي؟

امام په ډېرو روښانه ټکو وايی چې ما دا هر څه د پاکستان لپاره کړي چې د هلالي جنډه (بيرغ) په دې ټوله سيمه رپانده وي. ټولې هڅې يې له جهادي پيره تر طالبي پيره لکه ابليس ورسره وو او ترې جلا شوی نه دی. د هغه خپلې موخې په دريو ټکو کې رانچوړ کړي دي :

  • ګډوډي چې څنګه يوه ارامه او رسوخ داره ټولنه بېثباته (ناارامه کړي) او شورو غوغا جوړه کړي،
  • د افغان ځوانونه روزنه چې څنګه يې د خپلې اوږد مهاله جګړې لپاره وکاروي،
  • څنګه د سختيا (مشکل) وخت کې له بهرنۍ مرستې پرته وړيا او په کم لګښت دومداره جګړه مخته يوسي يا په بله د مذهب په نوم څنګه وړيا (مفت وايله جار) اجرتي مزدوران (قاتلان) ځانته پيدا کړي.

د ملا محمد عمر د سترګې حال

د ملا عمر د سترګې په اړه به درته سهي او ريښتيني کيسه وکړم په دې اړه ځينې افسانې هم مشهورې دي.

داسې ويلی کيږي چې کله په جګړه کې د ده يوه سترګه زخمي شوه، نو دا دومره بهادر او شجاع انسان و چې په چاقو سره يې د سترګې زخمي شوی ګاټي را وويست او ګوزار يې کړ او بيا يې په جنګ شروع وکړله.

د هغه د يو مافوق البشر انسان ثابتولو له پاره دا يوه دروغ کيسه مشهوره شوې ده، اصل خبره دا ده چې په ځانګړې توګه د هغه د سترګې علاج د کراچۍ په يو هسپتال کې د پوځ په نګرانۍ کې وشو. او هغه سره د شوي چلند او همکارۍ له کبله هغه ډېر خوشاله او تل به يې زمونږ د ملګرو دا مرسته يادوله.

سترګه يې د روزنې (ټريننګ) په يوه ازمايښتي دوره کې له لاسه ورکړه، نه د جهاد په صحنه کې. او کرنيل امام دلته په ډېرو ښکاره ټکو ويلي چې څنګه جهاديان د مولوي محمد نبي، حکمتيار، جمعيت، سياف او د خالص ډلې کارولي. څنګه يې په دوی کې د خدای تعالی ساده ګان د خپلو موخو لپاره انتخاب کړل او پر هغوی يې کار وکړ چې هغه بايد دينداره او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي. د مولوي محمد نبي په ډله کې هغه ډول اشخاص چې د کرنيل امام په کار ول پيدا کولی شول. د مولوي صاحب محمد نبي ټوله ورځ له سهاره تر بېګاه، بلکې تر خوبه پورې د مرغوزيو نسوارو سوڼ کولو پرته بل څه کار نه لرلو او يو غټ دستمال به ورسره وو چې له يو لورې به يې نسوار سوڼ کول او پزې ته اچول او له بل لورې به يې پر دستمال پزه پاکوله. وفادار شاګرد يې ملا اختر محمد منصور دوه نيم کاله پر مړي دروغ ويل او د مشر ملا صاحب په نوم به يې اعلاميې خپرولې. اخر انجام يې دا شو چې له اته نيم کاله کوټه قلفۍ نه يې مسموم او د تل لپاره په درانه خوب بېده کړ.

د ملا محمد عمر د ښکلي هلک خبره او غچ اخېستنه يې

په دوی کې دهغه يو ډېر اعتباري ملګری ملا عبدالستارو، دوه نور طالبان و او يو هم يو ځوانکی هلک وو. په کندهار کې دا ډېره ساده او عامه خبره ده. هلته مالداره او زورواکي اشخاص ځان سره هلکان ګرځوي. په هغوی ډېر پام کوي او زړه بدوالي ته يې نه پرېږدي.

په کندهار کې خلک د هلکانو په ساتلو وياړ او افتخار کوي او دا د ځان له پاره هېڅ شرم نه ګڼي، خو ما له پاره دا ځکه د حيرانتيا وړ وه چې دلته مې لومړی ځل وکتلو. هغې د ملا عمر د جمات د نورو طالبانو برعکس زيات وېښته درلودل. کندهارۍ خولې يې په سر وه او يو ډول ابي رنګ سترګې يې وې. جګ ملا ويل چې د ملا عمر اخوند له خاصو شاګردانو دی او هغه پرې ډېر خفه کيږي. ما جګ ملا ته ورغبرګه کړه چې د ملا صيب خاص شاګرد خو ډېر خاص دی.

هغه ويل: ولی ملا اخوند زړه نه لري که څنګه؟ او په دې سره ټولو ملګرو وخندل.کله چې دميوند ولسوالۍ مرکز ته ورسېدلو خبر شو چې په يو پاټک زما د ملګري د وسله والو او د استاد سياف د ګوند د يوه قوماندان استاد عبدالعليم پر دوی بريد وکړ، زما ملګری چې په کندهار او هلمند کې د مېشت لوی نورزي قوم څخه وو ډېر په قهر شو او د ملا عبدالستار او نورو ملګرو ته يې هلته د مرستې له پاره د ورتګ سپارښتنه وکړه.

په دغه بريد کې د استاد سياف قوماندان د حاجي نورزي ۱۷ کسان ووژل شول. په دغو وژل شويو کسانو کې د ملا عبدالستار او د ملا عمر مجاهد خاص او هغه ښايسته شاګرد هم وژل شوی وو، چې همدې پېښې د طالبانو د اصلاحي کمېټې او ملګرو قهر او غوسه را وپاروله.

ملا عمر مجاهد د خپلو ملګرو په مرګ ډېر زيات غمژن وو. ماته ياد شي چې د خپل څادر په پيڅکه به يې اوښکې پاکولې. د ملا عبدالستار او خپل شاګرد جنازو ته ودرېده او ښه ډېر يې وژړل. بيا يې حاجي نورزي ته کړل چې ددوی غچ به اخلې همداسې به يې نه پرېږدې.

په پښتنو کې غچ او انتقام يو عجيبه دود دی. دوی هرڅه کوي ،خو انتقام چاته نه پريږدي. پښتانه وايي يو چا سل کاله وروسته انتقام اخېستی وو بيا هم خلکو ورته ويل چې عجله دې وکړه، خو ملا عمر او ملګري يې دومره قهر شوي وو چې سل کاله څه چې لس ورځو ته يې هم صبر نه کولو.

ما له خپله دوسته وغوښتل چې د ملا عمر اخوند ملاتړ وکړي او هغه ته امکانات ورکړي. حاجي نورزي ملا عمر او ملا عبدالصمد ته وويل چې زما ټول امکانات او وسله وال ستاسو په امر کې دي. همدا ډول څو موټر يې هم هغوی ته وښودل چې استفاده ترې کولای شي.

دا لومړی هغه پېښه وه چې ملا عمر مجاهد قومانده په لاس کې واخېسته او په خپله د يو حرکت مشر شو. يوه ورځ مې له جګ ملا پوښتنه وکړه چې اخوند صيب څنګه دی؟ هغه ويل ډېر قهر دی. هره ورځ د خپل شاګرد قبر ته يو ځل د دعا له پاره ورځي او وايي چې غچ به يې اخلي.

کرنيل امام دلته د مشر ملا صاحب هغه بل اړخ راپېژني. داسې ويل کيږي چې نوموړی کونډ شوی هم وو. پوره ملا هم نه وو، نو د داسې جګ (لوړ) قد واندام والا، ښکلي وېښتان وآبي رنګه سترګې والا هلک چې د جومات له نورو سره يې ډېر توپير درلود، نو څنګه به ابهام او شک وشبهه لرې شي؟ ان تر دې چې يو تن د چا لور له ځان سره په زوره وړي او د شخصي غريضې وروسته يې وژني او دوی بيا له هغې وروسته د امر بالمعروف ونهی عن المنکر ډله رامينځته کوي، کار هم په دوی کې دی او شريعت بيا پر نورو بېچاره مېرمنو تطبيقوي، نو دا انصاف نه دی.

زما پوښتنه هم دا ده چې له يو لورې يې په ټاکنه د پوهې و روغتيا ستونزه ده يا په بله مانا قرآني مزاحمت دی او له بل لورې بيا دغه د ښکلي هلک خبره او د ناقانونه توکو د قاچاقبرۍ مساله ده، نو دا ډول امارت او هم يې د مشرتابه مشروعيت چې له قرآني مزاحمت سره مخ دی څنګه مشروعيت ولري؟ ايا د کرنيل امام جاسوس شاګرد يو څوک د نورو لپاره د اميرالمؤمنين په توګه ټاکلی شي؟

د طالبانو يو بل ستر ملي – اسلامي خيانت

د نورو لورګانې د افغانانو ستر دښمن د پاکستان منحوس وملموس جاسوس ته

۸۱ ، ۸۸ مخونه

د طالبانو دې مشر يو خپل يوکس ته د ميوند ولسوالۍ د يو کلي نوم واخېست او د څو کورنيو يادونه يې ورته وکړه چې په کور کې يې پېغلې لوڼې دي.

مولانا صيب ماته د هغې ځای د نجونو د ښايست ډېر صفت وکړ، په خندا خندا کې يې دکندهاريو پېغلو دمينې، ښايست، قد او سترګو دومره صفتونه وکړل چې ما ورته ويل: مولانا صيب بس کړه ته غواړې هرڅه پرېدم او بس همدلته واده وکړم.

څو ورځې وروسته مې چې وکتل ريښتيا هم د څو کورنيو مشران مولانا صيب زما خونې ته داخل کړل، هغوی ته يې ويل امام صيب زمونږ ډېر ښه دوست دی او مونږ غواړو تاسو دوی سره خپلوي وکړئ.

=-=

دا سمه ده د طالبانو په منځ کې به هر ډول خلک وي کله چې لومړی ځل د امر باالمعروف او نهی عن المنکر څانګه جوړېدله داسې وشول چې طالبانو به د پخوانيو خلقيانو او د روسانو د اجنټانو په کورنيو تيري کول هغوی يې وينځې ګڼلې او د شپې به يې کور ته وړلې.

په کندهار کې خلکو له ډاره غږ نه کولو خو دا کيسه ورځ تر بلې ډېرېدله يوه ورځ کوم طالب چې طالب نه وو خو پګړۍ يې په سر وه په کوم کلي کې پېغله جينۍ خوښه کړې وه.

هغه يې له پلار غوښتې وه، خو چې نه يې وه ورکړې په زور يې له ځان سره وړې وه، کله چې نجلۍ انکار کړی وو پرې زياتی يې هم کړی وو او بيا يې وژلې وه. د نجلۍ کورنۍ طالب مشرانو ته عرض وکړ ټولو اندېښنه وښوده او وويل چې دا ستونزه ډېره شوې نو بيا زما د يو ملګري کور ودان چې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ايډيا يې وړاندې کړه او ټولو طالب مشرانو ومنله.

يوه طالبي مقوله :

رجلين دې منکسر نه دي طالبه

مرور کوه جبل ته

تاسې وګورئ چې خپلې نارواوې يې په څه بڼه پټې کړي دي؟

د اميرالمؤمنين لقب ورکونه

زمونږ د يو لايق شاګرد چې خدای د خبرو کولو ډېر ښه استعداد ورکړی و. په خپله وينا کې له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې ملا محمد عمر مجاهد ته د امير المومنين لقب ورکړي همدا و چې ملا محمد عمر مجاهد د امير المومنین په توګه ومنل شو. دا داسلامي نظام اساس و چې هغې کې باچايان او ولسمشران نه وي بلکې اميران وي، لکه امير المومنين حضرت عمر فاروق رض.

د جاهل او جاسوس کرنيل امام پسې اقتداء کول

مجاهدينو ماغوندې په يو جاهل انسان پسې خو لمونځ کړی، خو کله مې هم د اسامه بن لادن پسې نه دي کتلي چې لمونځ پسې کوي.

غبن فاحش

د ناقانونه توکو راکړه ورکړه او څکل

ملا اختر محمد منصور د شوروي پر وړاندې د جهاد له وخته راسره شناخت وو او د طالبانو د اسلامي امارت پرمهال يې په جنوبي ولايتونو کې د کوکنارو او بنګو د کرکيلې او قاچاقبرانو سره اړيکې وې چې اسلامي امارت ته ترې ټاکلې اندازه پيسې راواخلي. ملا اخترمحمد منصور چې اوس د طالبانو د مرکزي شورا غړی هم دی په حقيقت کې ديني عالم نه وو، د ملا عمر مجاهد په څېر ترې زدکړې نيمه کې پاتې شوې خو د جهاد شوق او جذبه يې سړه نه شوه او د اسلامي امارات مجاهدينو سره يې ملاوتړله.

يو بل راز هم درته وايم، چرس په افغانستان کې عام دي او اکثره خلک يې په چېلم او سيګرټ کې څکي. د طالبانو يو شمېر کمانډرانو هم څکول خدای ج دې ماته معافي وکړي. دهغوی په غوښتنه ما هم څو وارې کش کړي دي چې بيخي يې دنيا راباندې ګرځوله.

افغانستان کې ما ډېر ملايان وکتل چې هغوی چېلم څکي، نسوار استفاده کوي او چرس هم څکي. ملا اختر محمد منصور چې اکثره اړيکه يې د همدې برخې د سوداګرو او قاچاق برو سره وه هم زيات چرس څکل، خو دا کار يې له خلکو پټ کاوه. ملا عمر صيب ته روان و چې په موټر کې يې د چرسو سګرټ ولګوه. بوی يې په ما بد ولګېد ورته مې کړل نن خو زه ملا صيب ته دا شيطانت کوم، هغه راته کړل بارا زه به ورته ووايم چې امام صيب را باندې وڅکل.

ملا محمد عمر مجاهد ته ځکه ګران وو چې ډېرې زياتې پيسې يې اسلامي امارت ته پيدا کولې حتی له عربي هېوادونو يې پيسې راوړلې او د اسلامي امارت په پرمختګونو کې يې خاص کردار وو.

د آی ايس آی له افسرانو سره مېلمستياوې او شراب څښنه

شراب څښنه په وړو غلطيو شمارل

مونږ سره په د آی ايس آی په يو بل ګروپ کې ځينې افسران ملګري وو چې د هغوی مجاهدينو سره په ديني او دهغوی د ذهن جوړولو برخه کې کار کولو.

داسې کسان چې ماښام کې به مونږ کله کله د مشرانو لخوا د شپې ملسمتيا برابرېدله، نو دوی به شراب هم څکل او سهار به بيا د کار په ځای کې داسې وو چې سم پاخه ملايان به ښکارېدل. ما به ورته ويل چې دومره دوه مخې ژوند کول به تاسو ته تجربه کيږي چې څومره ګران دی، خو هغوی به خندل او ويل به يې چې بس اوس مونږ ملايان يو.

نو هلته مې د يو غټ افسر نه د دې پوښتنې د حواري له پاره پوښتنه وکړه هغه يو ساده مثال راکړ او دا بيا زما دې ډلې بيخي قبول کړ.

هغه ويل چې ورته وايه د خدای لاره کې جهاد له پاره هرڅه روا دي کله چې ته د خدای ج د دين ساتنه کوې، نو هغه بيا ستا داسې وړو وړو غلطيوته نه ګوري.

دهغه د خولې يوه عربي جمله خدايزده چرته يې ياده کړې وه اوس هم راته ياده ده او دا مجاهدين پرې راضي شول. هغه جمله څه داسې وه. (الضروريات تبيح المحضورات) يعنې ضرورتونه بنديزونه رفع کوي.

سمه بڼه : ((ان الضرورات تبيح المحضورات))

هېښتيا :

کرنيل امام :

د افغانانو وينه مرداره ده، پرېږده چې تويه شي.

ملا بورجان هم د ۳۵ ځوانانو له پروژې نه وو.

نصيرالله بابر :

طالبان زما بچيان دي.

مولانا سميع الحق :

طالبان زما د مدرسې شاګردان دي او ځان يې د دوی معنوي پلار بللو.

مذهب، استخباراتو او نظاميانو + سياستوالو + عربي او نړيوالو استخباراتي سازمانونو څنګه د افغانستان د سياسي، ملي – اسلامي او اقتصادي ګټو پر وړاندې غوټه خوړلې وه؟ يو ستر ګُمراه و جاهل و پردی جاسوس او نامسلکه څنګه د اسلامي امارت د حضرت عمر فاروق غوندې د يو مثالي او مآډلي نظام لارښود کېدای شي او د اسلامي احکاماتو مفتي کېدای شي؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

مُلا محمد عمر چا او څنګه وواژه؟ / سيحون ويبپاڼه

http://www.dawatmedia24.com/%d9%85%d9%82%d8%a7%d9%84%db%90/%d9%85%d9%8f%d9%84%d8%a7-%d9%85%d8%ad%d9%85%d8%af-%d8%b9%d9%85%d8%b1-%da%86%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%da%85%d9%86%da%ab%d9%87-%d9%88%d9%88%d8%a7%da%98%d9%87%d8%9f/

داستان جهاد افغانستان

file:///G:/داستان%20جهاد%20افغانستان.pdf

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply