طالب چارواکی پير اغا

سيد حسين پاچا

0 1,169

 طالب چارواکی پير اغا :

جهاد نه يوازې له کافرو، بلکې د کافرو له ملګرو او نورو ډلو بُغاتو او خوارجو سره هم کيږي

مېجر عامر : موږ د امريکې ډېر خدمت کړی؛ د طالبانو حکومت مو ړنګ ګړ، شپږ سوه کسان مو وروسپارل او ملا ضعيف مو بېعزته کړ

پير اغا دې يوځلې خپل مذهب ”فقه حنفي“ له سره ولولي. موږ خو داسې انګېرله چې موږ له روسانو سره په يوې مذهبي جګړه کې ښکېل وو، خو داسې برېښي چې موږ د پاکستان او د مقتدرې حلقې له لورې د مذهب په نوم له لسيزو راهيسې د خپل روا او مشروع حق لپاره د نااعلان شوې جګړې سره سره د طالب په نوم د جهالت په جګړه کې هم ښکېل يو. پر فقه حنفي پوهېدل د هر جاهل وسفيه کار نه دی.

نوټ : غني د يو زړه سواند او مسوول ولسمشر په توګه دا ايمانًا واخلاقًا واصولاً وقانونًا مکلفيت لري چې د خپل پراخ لرليد له لورې طالب له د القاعده، داعش، لشکر طيّبه او داسې نورو سيمه ييزو او نړيوالو سختدريځو ډلو ټپلو راجلا او راخپل يې کړي، خو طالب جاهل مرکب دی پخپل ښه وبد نه پوهيږي! زه په ډاډ سره ويلی شم چې غني پخپلو سترو، بېساريو او پراخ ليدلور له مخې پخپلو کارونو او پروګرامونو مخته روان دی. مقتدره حلقه به يا خپل ولس اخلي او خپلو درنو سودي پورونو او اقتصادي ستونزو ته به د حل يوه لاره پيدا کوي چې څنګه له خړ لېسته بچ او تور ته ورونه لوييږي او يا به د امارت اسلامي په هيله د هېواد د الحاق وادغام خوبونه ويني؟ ترڅو به دا د جهالت څربه څاروي له ځانه سره ساتي؟

د پير اغا ذهنيت او ليدلوری :

تاسې وايی / ويلي دي :

څوک چې د کافرو په مابين کې له کافرو سره ګرځي او يا د دې فاسدې ادارې مشر او هغه وايی :

((امريکايان خو اوس ولاړل اوس تاسې جهاد له چا سره کوئ؟))

يا يې داسې نور ملګري د دين او د اسلام دښمنان چې هغوی دا وايی :

((اوس خو کافران ولاړل، نو تاسې جهاد له چا سره کوئ؟ نو دا جهاد خو له کافرانو سره کيږي چې هغوی لاړل، نو اوس تاسې جهاد له چا سره کوئ؟

زموږ په دين کې دا جهاد خو چې دی داسې نه دی چې يوازې له هغه چا سره دی چې هغه [به] کافر وي)).

جهاد خو له ډېرو ډلو سره دی. نو دوی په دغه ځای خبر نه دي که ځان نه پرې پوی کوي؟ او معلومات نشته ورته که يې پر خلکو باندې پوشيده کوي؟ په حال باندې نه دي خبر او که ناحقه خلکو ته تشويش وراچوي؟ نو جهاد خو داسې نه دی چې يوازې له کافره سره دی.

تاسې وايی / ويلي دي :

اوس نو چې څوک کافر نه وي او يا د کافر ملګری نه وي، نو تاسې ماته راوښيئ [يا] دوی دې يې راوښيئ چې دا په کوم کتاب کې راغلي دي چې دا به بيا يوه درېيمه ډله وي او ګرځې به؟ نو دلته خو داسې نه ده شوې. ته د [له] کومې خوا [لورې) راباچا شولې؟ او د کومو اسنادو او کومو دلايلو له مخې ته پاچا شوی يې؟ دا ستا باچاهي په کوم دليل ته صحيح کوې؟

ښاغلی پير اغا،

ستاسې له غوښتنې سره به يو څو بېلګې يې تاسې ته دروښيم :

تاسې منکر، خو ملا فاضل مظلوم وخليلزاد بيا منلې ده. هغوی بل څه وايی، لکه دلته :

القضاء بالشاهد واليمين

الأصل في إثبات الحقوق الشهادة، وهي شهادة رجلين أو رجل وامرأتين لقوله تعالى:

((وَاسْتَشْهِدُوا شَهِيدَيْنِ مِنْ رِجَالِكُمْ فَإِنْ لَمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّنْ تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاءِ)) [البقرة: 282].

حديث : البينة على المدعي واليمين على من أنكر

ايا دا دوه تنه د ګواه په توګه بس نه دي؟

د ملا فاضل مظلوم خبرې :

افغانستان کې به بيا داسې خلکو ته ځای نه ورکول کيږي، لکه اوس چې زموږ مجاهدين .”پير اغا“ چې پروسږکال تللی وو، يو کال يې په جلال اباد کې ورسره جنګ وکړ. دا هغه کسان ول چې موږ په دوی باندې خپل ايمان تړلی وو او دا هغه کسان ول چې موږ پر هغوی باندې خپل مشران قرباني کړل. دا هغه کسان ول چې موږ پر هغوی باندې خپل آمران قرباني کړل او زموږ ټول نظام پر دوی باندې ولاړ وو. هغوی راغلل او زموږ پر ضد پر کافر باندې ودرېدل او ويې ويل چې ((دا ملحدين دي، او دا مشرکين دي او دا اسلامي نظام نه دی)).

زلمی خليلزاد :

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي. استازي زلمي خليلزاد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي، چې ننګرهار کې د داعش خلاف وروستی کمپاين د متحده ايالاتو/ ايئتلاف، افغان ځواکونو له خوا د کمپاين يوه بيلګه ده چې طالبانو هم پکې برخه درلوده.

خليلزاد د داعش خلاف د طالبانو عمليات اغېزمن بللي چې په وينا يې له کبله يې د داعش- خراسان ډلې سيمې او جنګيالي له لاسه ورکړل او په دې برخه کې رښتونی پرمختګ شوی.

خليلزاد ليکي: په ننګرهار کې وروستی کمپاين، يوه بېګله ده. د متحدو ايالتونو/ائتلاف او افغان امنيتي ځواکونو، دغه راز د طالبانو، لخوا د اغېزمنو عملياتو له کبله داعش-خراسان سيمې او جنګيالي وبايلل، سلګونه تسليم شول.

نو ښاغلی پير اغا،

ملا فاضل مظلوم دې د خپلې ډلې کس دی چې تازه له قطر کوټې ته راغلی. هغه دويمه نوې ژمنه يې هم ماته کړې چې هلته په قطر کې يې د دوهم ځل لپاره له امريکا او قطري چارواکيو سره کړې وه :

د تېلېفون اجازه مو نه درلوده ،چې کال پوره شو ما په تيلېفون کې څه خبرې کړې وې، نو بيا امريکايانو قطريانو ته ويلي وو چې دا سړی بيرته بندي کړئ چې دا سړی په تېلېفون کې له مجاهدينو سره خبرې کوي. دا مجاهدين ناست دي، ”ما هېڅکله دا خبره نه ده کړې چې ته لاړ شه جنګ وکړه او يا پلانی پلانی وکړه“.

. بيا مو بله ورقه او بل تعهدنامه ورسره وليکله چې :

((موږ به بيا نه له چا سره خبرې کوو، نه به تېلېفون کوو او نه به ستړې مشي کوو)).

عجيبه شانته خلک ياست چې هم منکر ياست او هم د خپلو ژمنو پابند نه ياست. نو د ((اوفوا بعهدي اوف بعهدکم)) يا دا ((اوفوا بالعقود)) او ((وافوا بالعهد ان العهد کان مسؤولاً)) او داسې نورو په رڼا کې تاسې ځان مسوول نه ګڼئ که څنګه؟ تاسې هم لکه زموږ حکومتي شريکان شمال ټلواله چې په واک کې ځان شريک ګڼي او ټول امتيازات يې اخلي، خو مسووليت نه مني او د خپلې ناغېړتيا ملامتي هم پر غني وراچوي څه توپير دی؟

خليلزاد خو ستاسې ترمينځ جرګه مار دی او هغه د کمپاين د يوې بېلګې په توګه دا منلې چې تاسې ټولو په ګډه يعنې ائتلافي قواو (۱)، افغان امنيتي ځواکونو (۲) او تاسې طالبانو ()۳ د داعش په ضد ګډ عملياتو کې شريک وئ. دېته دې هم فکر اوسه چې خليلزاد طالبان ياد کړي، خو ملا فاضل مظلوم ستاسې نوم ياد کړی دی. تاسې شخصًا خپله يو کال په ننګرهار کې څه کول؟ دا کمپايني همکاري [ملګرتيا وانډيوالي] څنګه توجيه کوئ؟ داسې خو نه شي کېدای چې د کفارو ملګرتيا وهمکاري تا ته جايز او بل ته ناروا وي. ته دې مسلمان او بل دې کافر وي. نو تاسې ما ته هغه حکم او فتوی راوښاياست چې تاسې ترې مستثنی اوسئ او نور ترې نه؟

توافقنامه دې څه وايی؟

PART TWO

In conjunction with the announcement of this agreement, the Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will take the following steps to prevent any group or individual, including al-Qa’ida, from using the soil of Afghanistan to threaten the security of the United States and its allies:

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will not allow any of its members, other individuals or groups, including al-Qa’ida, to use the soil of Afghanistan to threaten the security of the United States and its allies.

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will send a clear message that those who pose a threat to the security of the United States and its allies have no place in Afghanistan, and will instruct members of the Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban not to cooperate with groups or individuals threatening the security of the United States and its allies.

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will prevent any group or individual in Afghanistan from threatening the security of the United States and its allies, and will prevent them from recruiting, training, and fundraising and will not host them in accordance with the commitments in this agreement.

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban is committed to deal with those seeking asylum or residence in Afghanistan according to international migration law and the commitments of this agreement, so that such persons do not pose a threat to the security of the United States and its allies.

  1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will not provide visas, passports, travel permits, or other legal documents to those who pose a threat to the security of the United States and its allies to enter Afghanistan.

نو ښاغلی پير اغا ،

ستا دندې او مکلفيتونه خو دلته روښانه دي. په ايمان يې ووايه چې ستا او د افغان حکومت [د کابل فاسدې ادارې] ترمينځ اوس توپير څه دی؟ که هغه د کافرو ملګری وانډيوال دی، نو ته يې څه کېږې؟ که جهاد د کافرو او يا د کافرو له ملګرو وانډيوالانو سره روا وي، نو ايا تاسې له دې حکم مستثنی کېږئ؟ دا څنګه قرآن واحاديث مبارکه او حنفي فقه تا لوستې چې تا ته دې هر څه روا او بل ته دې ناروا وي؟ زه باور لرم چې ”مختصر القدوري“ دې هم نه ده لوستې.

تاسې د چا ملګري ياست؟ دا خپل ګډ يو کلني کمپايني عمليات څنګه توجيه کوئ؟ داسې خو نه شي کېدای چې نور خلک د يهودو او د نصاراو او د کافرو په انډيوالۍ او ملګرتيا سره کافر بولۍ او خپله ورسره د قُلبې د غوايانو په شان په جيغ کې يوځای روان ياست. تاسې ما ته د استثنايي حکم راوښاياست چې تاسې ته دې د کافرو، د يهودو او نصاراو او د دوه مخيو ((منافقو)) ګاونډيو سره ملګرتيا او ګډ کمپاينيز عمليات جايز وي او نور خلک دې په حکومت کې په کار کولو سره کافر وي. د نفس ومال حکم يې د کافر وي او تاسې دې بېغمه د پرديو استخباراتي (څارګري)، سياسي – اقتصادي او د ستراتيژيکې ژورتيا قراردادي او پروژه يي جګړې مخته وړئ او د ولس مرګ دې تاسې ته جايز وي؟

خلک چې يوه ورځ کار ومزدوري ونه کړي بېچُرته وي. تاسې يو کال په ننګرهار کې واست، نو څه دې کول؟ ايا دا خپله کورنۍ [مېرمن و اولادونه] دې درباندې د نفقې حق نه لري؟ ايا ستا مېرمن به يې درسره ومني چې د خپل لېور/لېورونو، ېيور/ېيورګانو ان د خواښې لاسته کښېني؟

ايا تاسې شخصًا کله هم د مولانا محمد خان شيراني خبرې لوستي او اورېدلي دي چې وايی :

مولانا محمد خان شيراني :

د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) نصاب کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک جنګ ته چمتو کړای شي.

د مولانا محمد خان شيراني خبرې ((کرايي قاتلان)) :

ډېر وختي مې هم دا ويلي وو چې دا پاکستان د مزدورانو يو بين الاقوامي چوک دی. دلته :

  • ملا د کرايې لپاره پکې موندای شې (۱).
  • دلته ليډر (مشر) د قوم (ملت) د غولولو لپاره په کرايه موندای شې (۲).
  • دلته جنرالان هم د پوځ د استعمالولو (کارولو) لپاره پکې په کرايه موندای شې (۳)
  • ميډيا د پروپاګندې لپاره هم د کرايې لپاره پکې موندای شې (۴).
  • د کرايې قاتلان هم موندای شې (۵).

نو تاسې او هغه واکمنه کړۍ ((مقتدره حلقه)) دې خبرو ته په کتو ځانونه په کوم رديف کې ګورئ؟

ښاغلی پير اغا،

دا چې تاسې وايی :

زموږ په دين کې دا جهاد خو دی داسې نه دی چې يوازې له هغه چا سره دی چې هغه [به] کافر وي)).

جهاد خو له ډېرو ډلو سره دی. نو دوی په دغه ځای خبر نه دي که ځان نه پرې پوی کوي؟ او معلومات نشته ورته که يې پر خلکو باندې پوشيده کوي؟ په حال باندې نه دي خبر او که ناحقه خلکو ته تشويش وراچوي؟ نو جهاد خو داسې نه دی چې يوازې له کافره سره دی.

که د ملا فاضل مظلوم او د خليلزاد خبرې راواخلو، نو بيا مو په خبره کې تناقض دی. ستاسې خبرې يو له بل سره سر نه خوري. بيا خو خدای مه کړه بل شانته ښکارې. موږ ته يو څه وايی او کوې بيا نور څه. د کافرو په ډله کې اوس موږ دا ولس ګرځو او که تاسې؟ خدای مه کړه يا خو به تاسې راسخ نه ياست او يا هغوی دواړه؟ ايا ښه به دا نه وي چې تاسې درېواړه يوځل پخپلو کې ځانونه قانع او نظر مو يو کړئ. داسې خو ښه نه ده چې ته به يو څه وايی او هغوی به نور څه؟ داسې بريښي چې تاسې خپلو کې هم سره متفق نه ياست.

دا چې تاسې وايی :

جهاد خو له کافره سره دی او د کافرو د انډيوالانو سره دی. او د باغيانو سره دی او د خوارجو سره دی. او د نورو مفسدو ډلو سره دی.

دا جهاد خو له کافرانو سره د کفر په وجه وو.

دا چې وايی چې تاسې جهاد له چا سره کوئ؟ نو له هغه چا سره خو موږ جهاد په دې کولو چې د دوی له کافرانو سره ملګري ده [او] انډيوالي يې ده ورسره.

نو تاسې دا انډيوالي او ملګرتيا څنګه تعريفوئ؟

د بېلګې په توګه :

اناتولي :

ديپلمات ايراني همکاري ايران وامريکا در حمله به افغانستان را تاکيد کرد

رئيس وقت کميته روابط خارجی شورای عالی امنيت ملی ايران در زمان حمله آمريکا به افغانستان بر همکاری اين کشور با آمريکا در حمله به افغانستان صحه گذاشته و از اين همکاری تحت عنوان “منافع مشترک” ايران و آمريکا نام برد.

محمد خاتمي رئيس جهمور ايران :

((طالبان دشمن ما است. امريکا هم احساس می‌‌کرد طالبان دشمن ما است و سرنگونی طالبان در درجه اول تأمين کننده منافع ايران بود.))

US had extensive contact with Ayatollah Khomeini before Iran revolution

Documents seen by BBC suggest Carter administration paved way for Khomeini to return to Iran by holding the army back from launching a military coup

The Guardian

USA & Canada

General Soleimani had helped US upstage Taliban in Afghanistan post-9/11

Iraqis had dubbed General Soleimani as “the goat thief” during Iran-Iraq war. He had helped the US with specific intelligence about Taliban forces after 9/11. But he was soon to be declared an enemy national by the US.

Though the US and Iran did not have a diplomatic relation after 1980, this did not stop Soleimani to cooperate with the US, when it sought assistance against Taliban and Al-Qaeda.

The US wanted to punish the perpetrators of 9/11 while Soleimani wished to punish Taliban because they had targeted Shia Afghans.

A series of meetings between the US officials and negotiators named by Soleimani was held, beginning with the one in Geneva days after 9/11 attacks. By the start of October 2001, Soleimani was said to have got irritated with the delay in US attacks on Taliban.

In one of the meetings in early October 2001, Soleimani’s negotiators “threw” a map at the US officials telling them “attack here first”, “attack there then” and “attack here next”. The US officials kept the map, and on October 7 bombings began on Taliban installations.

In three years’ time, a US-backed government took over the reins of power in Afghanistan though Taliban continued to exert pressure in certain areas of the country. During these years, Osama bin Laden fled Afghanistan and took refuge in Pakistan. In 2011, the US commandos killed Osama bin Laden in a special operation in Pakistan’s garrison town Abbottabad.

Soleiman had the credit to show the US forces a pathway to take on Taliban and Al-Qaeda. However, only three months after the US began bombing on Taliban, then President George Bush clubbed Iran in the axis of evil, turning Soleiman an enemy of the US.

In April 2019, the Trump administration declared Iranian Revolutionary Guard and Quds Forces terrorist outfits calling for action against people associated with the forces.

رمضان بشر دوست :

قاسم سليماني څو ځلې غوښتل چې په هرات کې د سلما بند له مينځه يوسي، خو په دې کار کې پاتې راغلی وو. د سليماني مخکې د ګډوډيو نقشه پرته ده او دلته د ګډوډيو، ورانيو او وژنو پلانونه جوړوي.

مجيد قرار :

د غزني په سقوط کې د سليماني لاس وو او هغه د محقق د کسانو په واسطه يې د ښار مهمې پوستې خالي کړې وې، تر څو غزنی په اسانه سقوط وکړي او هغه په دې کار کې بريالی شو.

***      ***      ***

اوس به پاکستان راواخلو :

ميجر عامر :

موږ د امريکې ډېر خدمت کړی. د طالبانو حکومت مو ړنګ کړ. شپږ سوه کسان مو وروسپارل او ملا ضعيف مو بېعزته کړ.

رستم شاه مهمند څه وايی؟

https://www.facebook.com/pshtonistan/videos/795873230759545/

ډاکټر اسرار احمد مشرف ته خبرداری ورکړی وو، خو هغه نه وو منلی

I warned Musharraf but He denied – Dr. Israr Ahmed (29 Nov 2011)

https://www.youtube.com/watch?v=lvbd7tg1W18

بي بي سي :

Secret Pakistan

مولوي عبدالسلام ضعيف :

پاکستان به موږ ته يو څه او امريکايانو ته بل څه ويل.

جنرال محمود په اسلام اباد کې د طالبانو د هغه مهال سفير ملا عبدالسلام ضعيف سره وليدل او ورته يې وويل چې :

پاکستان او آی ايس آی به په پټه د طالبانو مرسته کوي.

پاکستان او په ځانګړې توګه پروېز مشرف د بوش اداره په ډېر مهارت سره خطا ايستله. مونږ ته يې يوازې د القاعدې هومره کسان راکول چې د بوش اداره خوشاله وساتي. هومره نه چې القاعده دړې وړې شي او د طالبانو برخه خو يې هېڅ څه رانه کړل.

مشرف پوهېده چې له هرې غونډې نه وړاندې خپلې ذخيرې ته نور توکي ورواچوي. د مشرف او د بوش د کتنې په درشل کې به يې د القاعدې يو فعال راوويست چې دا دی څلورم کس، دا دی په القاعده کې درېيم کس مو ونيوه او په دې توګه به يې د انتقاد مخه ډب کړه.

ښاغلی پير اغا ،

تاسې يوځلې خپل ځان واسلامي امارت مو له دواړو ګاونډيو سره مسلمان ثابت کړئ. که تاسې و امارت اسلامي يې مسلمانان وای، نو ولې زموږ دې دواړو ګاونډيو مو په پرځونه، ورسپارلو او بېعزته کولو کې له کافرو سره مرسته وکړه؟

له يو لورې مو پر القاعده اسامه بن لادن ځانونه د خدای ورسول، ولس او د نړيوالو په نزد منفور کړل او له بل لورې بيا هماغه القاعده ابوبکر البغدادي يې مشرتابه ناپوه، نالوستی [بېسواده] او جنګسالار بللو. اصلي ستونزه خو ستاسې او د هغوی ترمينځ د بېعت په کولو وه. ځکه هغه ځان خليفه او ملا محمد عمر ځان اميرالمؤمنين ګڼلو.

ولې يې پرضد په ننګرهار کې د يو کال لپاره وجنګېدې؟ چا تمويلولې؟ خليلزاد وملا فاضل مظلوم خو هغه ټکی ”کمپايني يا ازمايښتي عمليات“ روښانه کړی. هلته خو له همدې کافرو او د کافرو له انډيوال حکومت د فاسدې ادارې له باچا سره يوځای د داعش پرضد وجنګېدې، نو تاسې دا خپله پټه ملګري او ښکاره دښمني څنګه توجيه کوئ؟

برونس ريډل بيا په مرموز ((پټ پاکستان)) د بي بي سي په يو مستند فيلم کې داسې وايی :

In Afghanistan we saw an insurgency that was not only getting passive support from the Pakistani army and the Pakistani intelligence service, the ISI, but getting active support”

End Quote Bruce Riedel Adviser to President Obama in 2009

http://www.bbc.com/pashto/in_depth/2011/12/111228_aa_secret_pakistan.shtml

G:\SECRET PAKISTAN\BBC News – Afghanistan Pakistan accused of backing Taliban.mht

امير سلطان تارړ کرنيل امام :

ماته د ملا محمد عمر مجاهد دې خبرې سخت خوند راکولو چې ماته به يې له هرې خبرې وروسته ويل؛ اوس مو توکل محض کړی دی. ما چې د جهاد او دين په اړه تر يوه بريده زدکړه درلوده او د قران پاک او حديثو ترجمه مې هم زده وه په توکل محض ډېر نه پوهېدم، خو بيا چې يو ځل په روخصت پاکستان ته راغلم، نو د خپل کمپ له يو ديني عالم نه مې وپوښتل.

کله چې په داروخان پاټک بريد کېدلو ملا عمر او ملا عبدالصمد اخوند ډېر وګرځېدل. مونږ په ځېنو مدرسو کې طالبان ځای پر ځای کړي وو له څو ورځو کار وروسته ايله ملا عمر مجاهد و توانېد چې ۵۰ نفر طالبان د جګړې له پاره راټول کړي. ملا عمر مجاهد دا هم د توکل محض کسان بلل، او چې د حاجي بشير نورزي په لاس مې ورته دوه موټر ور ولېږل، نو په مخابره کې راته ملاصيب په ډېره خوشالۍ وويل، امام صيب لکه څنګه چې تاسو ويل ريښتيا هم خدای ج له مونږ سره غيبي مرسته شروع کړې او که همداسې وي، نو باور لرم چې ابابيل به زمونږ مرستې ته راوليږي.

هېښنده لا دا چې کرنيل امام د خپل کتاب په ۶۰ مخ کې داسې وايی :

[[په کندهار کې موجوديت ما له پاره يوه ستره تجربه وه. د دې ترڅنګ چې زه هلته خپل راسپارل شوي کارونه مخ ته يوسم لازمه مې بلله چې په هغې سيمه کې ځان ته د نوک لګولو ځای پيدا کړم، نو د دې له پاره مې د هغې سيمې چې زه په کې مېشت وم د د يني عالمانو او د کورنيو سره پېژندګلو جوړه کړه او د هغوی کوچنيانو ته به مې سبقونه ويل. دا لړۍ دومره پراخه شوه چې ما ډېر زيات باور او پېژندګلو پيدا کړه]].

له يو لورې ځان جاهل بولي او له بل لورې بيا د عالمانو د کورنيو کوشنيانو ته سبقونه وايي، نو ده څه ورښوول؟ دوه متضاد صفتونه څنګه توجيه کړو؟ په داسې حال کې چې د خپل جهالت وشيطانت ټول کارونه يې له مدرسو او لرو پرتو جوماتونو مخته وړل.

ماته د ملا محمد عمر مجاهد دې خبرې سخت خوند راکولو چې ماته به يې له هرې خبرې وروسته ويل؛ اوس مو توکل محض کړی دی. ما چې د جهاد او دين په اړه تر يوه بريده زدکړه درلوده او د قران پاک او حديثو ترجمه مې هم زده وه په توکل محض ډېر نه پوهېدم، خو بيا چې يو ځل په روخصت پاکستان ته راغلم، نو د خپل کمپ له يو ديني عالم نه مې وپوښتل.

د آی ايس آی له افسرانو سره مېلمستياوې او شراب څښنه

شراب څښنه په وړو غلطيو شمارل

مونږ سره د آی ايس آی په يو بل ګروپ کې ځينې افسران ملګري وو چې هغوی د مجاهدينو سره په ديني او د هغوی د ذهن جوړولو برخه کې کار کولو.

داسې کسان چې ماښام کې به مونږ کله کله د مشرانو لخوا د شپې ملسمتيا برابرېدله، نو دوی به شراب هم څکل او سهار به بيا د کار په ځای کې داسې وو چې سم پاخه ملايان به ښکارېدل. ما به ورته ويل چې دومره دوه مخې ژوند کول به تاسو ته تجربه کيږي چې څومره ګران دی، خو هغوی به خندل او ويل به يې چې بس اوس مونږ ملايان يو.

نو هلته مې د يو غټ افسر نه د دې پوښتنې د هواري له پاره پوښتنه وکړه هغه يو ساده مثال راکړ او دا بيا زما دې ډلې بيخي قبول کړ.

هغه ويل چې ورته وايه ”د خدای لاره کې جهاد له پاره هرڅه روا دي کله چې ته د خدای ج د دين ساتنه کوې، نو هغه بيا ستا داسې وړو وړو غلطيوته نه ګوري“.

دهغه د خولې يوه عربي جمله خدايزده چرته يې ياده کړې وه اوس هم راته ياده ده او دا مجاهدين پرې راضي شول. هغه جمله څه داسې وه. (الضروريات تبيح المحضورات) يعنې ضرورتونه بنديزونه رفع کوي.

سمه بڼه : ((ان الضرورات تبيح المحضورات))

نو ښاغلی پير اغا،

فمن اضطر في مخمصة غير متجانف [غير متعمد] لاثم … [المآئدة : ۷]

…انما الخمر والميسر والانصاب والازلام رجس من عمل الشيطان فاجتنبوه … [المائدة : ۹۰ – ۹۱]

وقد فصل لکم ما حرّم عليکم الا ما اضطررتم اليه [الانعام : ۱۱۹]

نو قرآن خو ”مخمصة“ او ورسره قيد ”غير متجانف“ کارولی، نه ضيافت (مېلمستياوې) او خېټې ډکونې او هغه هم بيا د ISI د افسرانو سره په مېلمستياو کې د ذهنيت بدلولو لپاره، نو دلته به دا ستونزه څنګه حل کړو؟ کرنيل امام هلته پوره د ”غټ افسر“ خبره کړې او هلته پورته [[ما چې د جهاد او دين په اړه تر يوه بريده زدکړه درلوده او د قران پاک او حديثو ترجمه مې هم زده وه په توکل محض ډېر نه پوهېدم]] بيا د خپل کمپ د يو ديني عالم خبره کوي، نو عجيبه دا ده چې د توکل پوښتنه د خپل کمپ له يو ديني عالم نه کوي او د شرابو لپاره له خپل يو غټ افسر نه کوي او هغه افسر ورته د جهاد لپاره هر څه روا بولي او شراب څښنه وړه ګناه ((صغيره ګناه)) بولي، نو تاسې خو ځان عالم بولئ ايا شراب څښنه په مېلمستياو کې دا وړه ګناه ده؟ خير که کرنيل او غټ افسر يې د خپلو ناولو موخو او اوږد مهاله جګړې لپاره هر څه روا بولي، نو ته خو پوهېږې چې شريعت دلته څه حکم کوي؟ نو تاسې اوس ما ته په قران و احاديث مبارکه وو او حنفي فقه او يا په هغو کتابونو کې چې تا لوستي چيرته شراب وړه ګناه ده؟ ايا لږ تر لږه تا ((الکبائر)) لوستی؟ په دې هيله چې تاسې پرې سوچ وکړئ!

نو پير اغا،

ته ما ته دا راوښيه چې په کومو اسلامي ارزښتونو او لاسوندونو کې [قرآن وحديث] يا د فقهې په کتابونو کې يا راشده خليفه ګانو دې چا ته دا ډول اجازه ورکړې وي؟ دا ما ته ووايه چې دا استخباراتي فتواوې له کومو سوړو راوتلي دي؟ ايا يو نامجهول غټ افسر چې هويت او مسلک يې روښانه نه دی د يو داسې شرعي منهي حکم لپاره بسنه کوي؟ دويم دا چې داسې يو شرعي منهي حکم چې حالت د اضطرار و مخمصې پکې نشته په دغسې يو منهي حکم په ((ان الضروريات تبيح المحضورات)) باندې نرمولی شو يا نه؟ يا په بله مانا له پامه غورځولی شو يا نه؟ نو ستا علم دلته څه وايی؟

دا د داروخان پاټک وو چې د هلمند او کندهار په لويه لاره پروت وو. دلته به له خلکو پيسې اخېستل کيدې، د ښځو به بې عزتي کېدله او ډېر ځل داسې شوي دي چې دلته به هلکانو سره بد فعلي کېدله.

يوه ورځ کوم طالب چې طالب نه وو، خو پګړۍ يې په سر وه په کوم کلي کې يې پېغله جينۍ خوښه کړې وه.

هغه يې له پلار غوښتې وه، خو چې نه يې وه ورکړې په زور يې له ځان سره وړې وه، کله چې نجلۍ انکار کړی وو پرې زياتی يې هم کړی وو او بيا يې وژلې وه. د نجلۍ کورنۍ طالب مشرانو ته عرض وکړ ټولو اندېښنه وښوده او وويل چې دا ستونزه ډېره شوې نو بيا زما د يو ملګري کور ودان چې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ايډيا يې وړاندې کړه او ټولو طالب مشرانو ومنله.

نو ښاغلی پير اغا،

ته ما ته دا وويه چې د يو چا لور تښتونه او بيا د هغې په حق کې تېری او وژنه يې څنګه ده؟ ته وخدای ورسول او خپل ضمير دې چې ته دا څنګه توجيه کوئ؟ تاسې ما ته داسې حکم راوښاياست چې تاسې ته دې جايز وي؟ سورة النور دې لوستی هلته حکم څه دی؟ ولې عدول وتخفيف شوی او شريعت خو د محصن وغيرمحصن حکم ښکاره بيان کړی دی. د هغه نجلۍ د کورنۍ اندېښنه ګونګه ده چې څنګه حل شوې؟ د طالبانو شريعت دلته د ځان لپاره نرم، خو نورو ته سخت دی.

ولې کندهارۍ پېغلۍ د بېګانه جاسوس لپاره چې هغه د افغانانو وينه مرداره بولي او تاسې ورته د واده وړانديز کوئ؟ ايا کوم پنجابي دا کار کړی چې تاسې کړی دی؟

کرنيل امام ورپسې زياتوي :

په افغان مجاهدينو کې يوه داسې شور او ولوله پيدا کړې وه چې د امريکا ولسمشرانو جيمی کارټر او صدر ريګن به يې تل صفتونه کول.

((يوه شپه جنرال صيب ضياالحق مونږ څو لوړرتبه نظامي افسران ماښامنۍ ته مېلمانه کړي و د ضياصيب لخوا همدا خبره وشوه چې کارټر او ريګن وايي افغان مجاهدين د اسلام ريښتيني ساتونکي دي. په دې سره اول ضيا صيب او بيا ټولو حاضرينو ښه شېبه وخندل)).

د ملا محمد عمر د سترګې حال

د ملا عمر د سترګې په اړه به درته سهي او ريښتيني کيسه وکړم په دې اړه ځينې افسانې هم مشهورې دي.

داسې ويلی کيږي چې کله په جګړه کې د ده يوه سترګه زخمي شوه، نو دا دومره بهادر او شجاع انسان و چې په چاقو سره يې د سترګې زخمي شوی ګاټي را وويست او ګوزار يې کړ او بيا يې په جنګ شروع وکړله.

د هغه د يو مافوق البشر انسان ثابتولو له پاره دا يوه دروغ کيسه مشهوره شوې ده، اصل خبره دا ده چې په ځانګړې توګه د هغه د سترګې علاج د کراچۍ په يو هسپتال کې د پوځ په نګرانۍ کې وشو. او هغه سره د شوي چلند او همکارۍ له کبله هغه ډېر خوشاله او تل به يې زمونږ د ملګرو دا مرسته يادوله.

سترګه يې د روزنې (ټريننګ) په يوه ازمايښتي دوره کې له لاسه ورکړه، نه د جهاد په صحنه کې. او کرنيل امام دلته په ډېرو ښکاره ټکو ويلي چې څنګه جهاديان د مولوي محمد نبي، حکمتيار، جمعيت، سياف او د خالص ډلې کارولي. څنګه يې په دوی کې د خدای تعالی ساده ګان د خپلو موخو لپاره انتخاب کړل او پر هغوی يې کار وکړ چې هغه بايد دينداره او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي. د مولوي محمد نبي په ډله کې هغه ډول اشخاص چې د کرنيل امام په کار ول پيدا کولی شول. د مولوي صاحب محمد نبي ټوله ورځ له سهاره تر بېګاه، بلکې تر خوبه پورې د مرغوزيو نسوارو سوڼ کولو پرته بل څه کار نه لرلو او يو غټ دستمال به ورسره وو چې له يو لورې به يې نسوار سوڼ کول او پزې ته اچول او له بل لورې به يې پر دستمال پزه پاکوله. وفادار شاګرد يې ملا اختر محمد منصور دوه نيم کاله پر مړي دروغ ويل او د مشر ملا صاحب په نوم به يې اعلاميې خپرولې. اخر انجام يې دا شو چې له اته نيم کاله کوټه قلفۍ نه يې مسموم او د تل لپاره په درانه خوب بېده کړ.

د ملا محمد عمر د ښکلي هلک خبره او غچ اخېستنه يې

په دوی کې دهغه يو ډېر اعتباري ملګری ملا عبدالستارو، دوه نور طالبان و او يو هم يو ځوانکی هلک وو. په کندهار کې دا ډېره ساده او عامه خبره ده. هلته مالداره او زورواکي اشخاص ځان سره هلکان ګرځوي. په هغوی ډېر پام کوي او زړه بدوالي ته يې نه پرېږدي.

په کندهار کې خلک د هلکانو په ساتلو وياړ او افتخار کوي او دا د ځان له پاره هېڅ شرم نه ګڼي، خو ما له پاره دا ځکه د حيرانتيا وړ وه چې دلته مې لومړی ځل وکتلو. هغې د ملا عمر د جمات د نورو طالبانو برعکس زيات وېښته درلودل. کندهارۍ خولې يې په سر وه او يو ډول ابي رنګ سترګې يې وې. جګ ملا ويل چې د ملا عمر اخوند له خاصو شاګردانو دی او هغه پرې ډېر خفه کيږي. ما جګ ملا ته ورغبرګه کړه چې د ملا صيب خاص شاګرد خو ډېر خاص دی.

هغه ويل: ولی ملا اخوند زړه نه لري که څنګه؟ او په دې سره ټولو ملګرو وخندل.کله چې دميوند ولسوالۍ مرکز ته ورسېدلو خبر شو چې په يو پاټک زما د ملګري د وسله والو او د استاد سياف د ګوند د يوه قوماندان استاد عبدالعليم پر دوی بريد وکړ، زما ملګری چې په کندهار او هلمند کې د مېشت لوی نورزي قوم څخه وو ډېر په قهر شو او د ملا عبدالستار او نورو ملګرو ته يې هلته د مرستې له پاره د ورتګ سپارښتنه وکړه.

په دغه بريد کې د استاد سياف قوماندان د حاجي نورزي ۱۷ کسان ووژل شول. په دغو وژل شويو کسانو کې د ملا عبدالستار او د ملا عمر مجاهد خاص او هغه ښايسته شاګرد هم وژل شوی وو، چې همدې پېښې د طالبانو د اصلاحي کمېټې او ملګرو قهر او غوسه را وپاروله.

ملا عمر مجاهد د خپلو ملګرو په مرګ ډېر زيات غمژن وو. ماته ياد شي چې د خپل څادر په پيڅکه به يې اوښکې پاکولې. د ملا عبدالستار او خپل شاګرد جنازو ته ودرېده او ښه ډېر يې وژړل. بيا يې حاجي نورزي ته کړل چې ددوی غچ به اخلې همداسې به يې نه پرېږدې.

په پښتنو کې غچ او انتقام يو عجيبه دود دی. دوی هرڅه کوي ،خو انتقام چاته نه پريږدي. پښتانه وايي يو چا سل کاله وروسته انتقام اخېستی وو بيا هم خلکو ورته ويل چې عجله دې وکړه، خو ملا عمر او ملګري يې دومره قهر شوي وو چې سل کاله څه چې لس ورځو ته يې هم صبر نه کولو.

ما له خپله دوسته وغوښتل چې د ملا عمر اخوند ملاتړ وکړي او هغه ته امکانات ورکړي. حاجي نورزي ملا عمر او ملا عبدالصمد ته وويل چې زما ټول امکانات او وسله وال ستاسو په امر کې دي. همدا ډول څو موټر يې هم هغوی ته وښودل چې استفاده ترې کولای شي.

دا لومړی هغه پېښه وه چې ملا عمر مجاهد قومانده په لاس کې واخېسته او په خپله د يو حرکت مشر شو. يوه ورځ مې له جګ ملا پوښتنه وکړه چې اخوند صيب څنګه دی؟ هغه ويل ډېر قهر دی. هره ورځ د خپل شاګرد قبر ته يو ځل د دعا له پاره ورځي او وايي چې غچ به يې اخلي.

نو پير اغا،

ته ما ته دا ووايه چې د مشرتابه سترګه مو په جهاد کې نه، بلکې د ټريننګ (روزنې) په يوه ازمايښتي دوره کې وتلی چې کرنيل امام يې خپله ټول وضاحت کړی، نو دا څنګه توجيه کوئ؟

د مشرتابه يعنې مشر ملا صاحب د اميرالمؤمنين په توګه په ټاکنه کې دوه ستونزې تر سترګو کيږي :

  • يوه منصوصي (قرآني مزاحمت)
  • او بله استخباراتي ټاکنه

د مشرتابه وړتيا :

د ان الله اصطفاه عليکم و زاده بسطة فی العلم والجسم … [البقرة : ۲۴۷]

د مشر ملا صاحب په ټاکنه کې دغه قرآني مزاحمت ته پاملرنه نه ده شوې او تر ننه تاسې نژدې دا دېرش کاله دا ستونزه درک نه کړه. ولې؟ وړانده ياست؟ که نه پوهېږئ؟ او يا پرې ځان نه پوه کوئ؟ او يا د خلکو سترګو ته خاورې ورشيندئ؟

د اميرالمؤمنين لقب ورکونه

زمونږ د يو لايق شاګرد چې خدای د خبرو کولو ډېر ښه استعداد ورکړی و. په خپله وينا کې له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې ملا محمد عمر مجاهد ته د امير المومنين لقب ورکړي همدا و چې ملا محمد عمر مجاهد د امير المومنین په توګه ومنل شو. دا داسلامي نظام اساس و چې هغې کې باچايان او ولسمشران نه وي بلکې اميران وي، لکه امير المومنين حضرت عمر فاروق رض.

ديني اړخ :

يا للعجب! مسمیّ او مسمیّ به روښانه يا په بله مانا کرنيل او محمد محمد عمر روښانه، خو اسم آله زموږ ”يو لايق شاګرد“ مجهول دی. علت او موخې يې روښانه، خو قرينه يې ”د ملا صاحب ښکلی او دنګ چې له نورو نه په وېښتانو او سترګو کې توپير درلود د داسې يو اسلامي نظام لپاره چې پرتله يې د اسلام د ستر دويم خليفه حضرت عمر سره کړې ده. حال دا چې د خپل راتلونکي ځايناستي لپاره د شپږ تنو يوه کمېټه وټاکله :

عبدالرحمن بن عوف، سعد ابن أبي وقاص، طلحة ابن عبيدالله، عثمان ابن عفّان، علي ابن أبي طالب او زبير ابن عوّام. دا شپږ واړه له عشره مبشره وو هم ول.

نو کرنيل امام بېګانه جاسوس او مجهول شاګرد يې په کوم معيار کې راځي؟ حال دا چې نوموړي خپلې موخې په دريو واضحو ټکو کې په ګوته کړي او ګروهه (عُقده) او ايډيالوژي يې چې ((د افغانانو وينه مرداره ده پرېږده چې تويه شي)) څنګه توجيه کړو؟

حال دا چې له نبي عليه الصلاة والسلامه راواخله تر تبع تابعينو او نه زموږ نورو ائمه وو تر علماو محدثينو پورې چا د مسلمان وينه مرداره نه ده بللې، بلکې تويونه يې حرامه ده، خو زموږ د اسلامي نظام او د اسلامي امارت دغه بېګانه جاسوس لوبغاړی د کوم علمي صلاحيت له مخې مرداره او توېيدنه يې روا بولي؟

کرنيل امام ورپسې همداسې زياتوي :

ملا اختر محمد منصور د شوروي پر وړاندې د جهاد له وخته راسره شناخت وو او د طالبانو د اسلامي امارت پرمهال يې په جنوبي ولايتونو کې د کوکنارو او بنګو د کرکيلې او قاچاقبرانو سره اړيکې وې چې اسلامي امارت ته ترې ټاکلې اندازه پيسې راواخلي. ملا اخترمحمد منصور چې اوس د طالبانو د مرکزي شورا غړی هم دی په حقيقت کې ديني عالم نه وو، د ملا عمر مجاهد په څېر ترې زدکړې نيمه کې پاتې شوې خو د جهاد شوق او جذبه يې سړه نه شوه او د اسلامي امارات مجاهدينو سره يې ملاوتړله.

يو بل راز هم درته وايم، چرس په افغانستان کې عام دي او اکثره خلک يې په چېلم او سيګرټ کې څکي. د طالبانو يو شمېر کمانډرانو هم څکول خدای ج دې ماته معافي وکړي. دهغوی په غوښتنه ما هم څو وارې کش کړي دي چې بيخي يې دنيا راباندې ګرځوله.

افغانستان کې ما ډېر ملايان وکتل چې هغوی چېلم څکي، نسوار استفاده کوي او چرس هم څکي. ملا اختر محمد منصور چې اکثره اړيکه يې د همدې برخې د سوداګرو او قاچاق برو سره وه هم زيات چرس څکل، خو دا کار يې له خلکو پټ کاوه. ملا عمر صيب ته روان و چې په موټر کې يې د چرسو سګرټ ولګوه. بوی يې په ما بد ولګېد ورته مې کړل نن خو زه ملا صيب ته دا شيطانت کوم، هغه راته کړل بارا زه به ورته ووايم چې امام صيب را باندې وڅکل.

ملا محمد عمر مجاهد ته ځکه ګران وو چې ډېرې زياتې پيسې يې اسلامي امارت ته پيدا کولې حتی له عربي هېوادونو يې پيسې راوړلې او د اسلامي امارت په پرمختګونو کې يې خاص کردار وو.

سي آی ای او پر ملا عمر د کودتا ناکامه هڅه :

په پاکستان کې د امريکا د استخباراتي ادارې سي آی اې پخوانی مشر وايي چې ملا عمر د داعش له مشر ابوبکر البغدادي سره بيعت نکوي او د دواړو ترمنځ د شخړې امکان ليدل کيږي.

د سي آی اې دغه مشر رابرت ګرينير، له امريکا غږ سره په يوې ځانګړې مرکې پر افغانستان د امريکا د نظامي بريد ،په اړه له ډېرو نا ويلو مسايلو پرده پورته کړه.

ښاغلي ګرينير، د ملا عمر د لېرې کولو،پر هغه د کودتا د ناکامې هڅې او د طالبانو پر مشرانو د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی د نفوذ په اړه هم معلومات ورکړل.

اوس به يې هغه ديني اړخ راواخلو :

ادع الی سبيل ربّک بالحکمة والموعظة الحسنة وجادلهم بالتي هی أحسن …. [النحل : ۱۲۵]

وعنْ أَبي بكْرةَ t أنَّ رسُول اللَّه ﷺ قَالَ في خُطْبتِهِ يوْم النَّحر بِمنىً في حجَّةِ الودَاعِ: إنَّ دِماءَكُم، وأمْوالَكم وأعْراضَكُم حرامٌ عَلَيْكُم كَحُرْمة يومِكُم هَذَا، في شهرِكُمْ هَذَا، في بلَدِكُم هَذَا، ألا هَلْ بلَّغْت متفقٌ عَلَيهِ.

د پير اغا د لا پوهاوي لپاره دا اړينه بولم چې يو څو بېلګې ورته مخې ته کښېږدم.

د طالب چارواکی پير اغا د څرګندونو او لرليد له مخې دا اړينه بولم چې د کتاب الله، سنة رسول الله صلی الله عليه وسلم او د حنفي فقهې په شمول د نورو مذاهبو، علماو او محدثينو په رڼا کې د ميجر عامر، پروېز مشرف، رستم شاه مهمند او د محمد خاتمي څرګندونو ته متوجه کړم. په دې هيله چې دوی يو ځلې بيا پخپلو څرګندونو کې لا ښه ژور او هر اړخيز فکر وکړي :

ستاسې د لر ليد او څرګندونو له مخې خو داسې برېښي چې له تاسې څو تنو پرته نور هېڅوک په نړۍ کې د زمکې پر مخ مسلمان نشته.

نو ښاغلی پير اغا،

طالبان به اوس له دوو حالاتو خالي نه وي :

  • يا به مسلمان
  • يا به کافر وي

که تاسې مسلمانان واست، نو ولې مسلمان پاکستان پر کافرې امريکا وپلورلئ؟

ولې په سوونو کسانو وروسپارل؟

ولې يې ستاسې سفير مولوي عبدالسلام ضعيف بېعزته کړ؟

نو چې کافر واست، نو اوس څنګه ځانونه مسلمانان بولئ؟

يوځلې خو تاسې دا ستونزه له هغوی سره حل کړئ چې دا ستاسې ورکړه امريکا ته جايز وه او يا نه؟ کوم شرعي مصلحت دوی ته دا اجازه ورکوله چې داسې کار تر سره کړي؟

په دې هيله چې تاسې يوځلې د ارواښاد ډاکټر اسرار احمد هغه ويډيو هم واورئ چې هغه د وخت حاکم نظامي ديکتاتور او ستاسې پر سر معامله کوونکي ته خبر ورکړی وو او خپل مخالفت يې څرګند کړی وو. هغه يوازېنی کس دی چې هغه يې له دا ډول معاملې نه منعه کړی وو. هلته يې درې شيان ياد کړي دي ان تر دې چې د کشمير په مساله يې هم ورته خپل نظر څرګند کړی او هلته يې د يعنې د پلورنۍ sale خبره ياده کړې ده او ورته يې ويلي وو چې دا کار مه کوه! دا ډول کليمه په انګريزي ادبياتو کې د بولۍ او auction لپاره کارول کيږي. بولۍ هلته په پاکستان د سبزي منډي کې کارول کيږي او دلته د زړو موټرو ((کُهنه فروشۍ)) لپاره کارول کيږي، نو دا خبرې نورې تاريخي پېغورۍ مينځته راولي چې سبا ته د پنجابيانو نور نوي نسلونه زموږ د سپکاوي لپاره کاروي چې :

تاسې خو بې ارزښته خلک وئ او زموږ نېکونو د سبزيو او د کباړيانو په توګه تللئ او پر نړيوالو يې د خپلو ګټو لپاره پلورلئ.

تا خو به سورة کهف لوستی وي او هلته به دې خامخا ((فأبوا أن يضيّفوهما)) په تاريخي ارزښت پوهېږئ چې د قرآن له نزول وروسته يهود راغلل او له پېغمبر عليه الصلاة والسلامه يې د هغې د بدلون غوښتنه کوله چې ”ب“ ورته په ”ت“ واړوي چې په ((أتوا أن يضيّفوهما)) شي، خو دا کار هغه مبارک ونه کړ او نه دواړو راشده خليفه ګانو وکړ او تر ننه همداسې الی يوم القيامة به دوته د پېغور په توګه پاتې وي. موږ خو ځانته د خپلې ناپوهۍ له امله له دې پنجابي اسلام او جهاده ځانته له خپله لاسه تاريخي پېغورونه ځانته جوړ کړل.

له بل لورې بيا،

که له کافرو سره په ملګرتيا انسان کافر کيږي، نو تاسې اوس د دواړو مسلمانو ګاونډيانو هېوادونو مرسته د ځان په خلاف څنګه توجيه کوئ؟

نو اوس دا راته ووايه چې دا د کافرو د انډيوالانو سره څوک انډيوالي کوي؟ حال دا چې ايران وپاکستان دواړه مو اوس هم ملاتړ، تمويل او تجهيز کوي او شا ته روسيه و چين ولاړ دي.

ښاغلی پير اغا،

دا چې تا د ځان لپاره دا دليل راوړی او وايی :

يا ايها الذين امنوا لاتتخذوا اليهود والنصاری اولياء ”بعضهم اولياء بعض؛ ومن يتولهم منکم فانه منهم“؛ ان الله لايهدی القوم الظالمين [المائدة : ۵۱]

يا هغه کسانو ايماندارو چې تاسې له يهودو او نصاراو سره دوستي مه کوئ! او يهودو نصارا چې دي هغوی پخپل مابين کې بعضې د بعضو سره دوستي لري او په تاسو کې که هر چا له دوس سره دوستي وکړله هغه د دوی د ډلې څخه دی. حکم يې د دوی دی. زموږ کتابونه، نو په تاسو کې که هر چا له دوی سره دوستي وکړله، نو هغه د دوی له ډلې څخه دی. الله جل جلاله چې دی هغه ظالم قوم ته هدايت نه کوي.

نو،

لايتخذ المؤمنون الکافرين من دون المؤمنين؛ ومن يفعل ذلک فليس من الله في شيئ ”الا“ أن تتقوا منهم تقاة …. [آل عمران : ۲۸]

إن الذين آمنوا والذين هادوا والنصارى والصابئين من آمن بالله واليوم الآخر وعمل صالحا … [البقرة : ۶۲]

ان الذين آمنوا والذين هادوا والصابئين والنصاری والمجوس والذين اشرکوا ان الله يفصل بينهم يوم القيامة … [الحج : ۱۷]

اني وجدت امراة تملکهم واوتيت من کل شيئ ولها عرش عظيم؛ وجدتها وقومها يسجدون للشمس من دون الله وزين لهم الشيطان اعمالهم فصدهم عن السبيل فهم لايهتدون [النمل : ۲۳- ۲۴]

قوله تعالى : إني وجدت امرأة تملكهم لما قال الهدهد : وجئتك من سبإ بنبإ يقين قال سليمان : وما ذلك الخبر ؟ قال : إني وجدت امرأة تملكهم يعني بلقيس بنت شراحيل تملك أهل سبإ . ويقال : كيف خفي على سليمان مكانها وكانت المسافة بين محطه وبين بلدها قريبة ، وهي من مسيرة ثلاث بين صنعاء ومأرب ؟ والجواب أن الله تعالى أخفى ذلك عنه لمصلحة ، كما أخفى على يعقوب مكان يوسف . ويروى أن أحد أبويها كان من الجن . قال ابن العربي : وهذا أمر تنكره الملحدة ، ويقولون : الجن لا يأكلون ولا يلدون ; كذبوا لعنهم الله أجمعين ; ذلك صحيح ونكاحهم جائز عقلا فإن صح نقلا فبها ونعمت.

په کتابو او په اياتونو مبارکه وو کې، په احاديثو مبارکه وو کې او په فقه کې د حضرت امام اعظم رحمة الله تعالی عليه په دې ټولو کې دا جهاد چې ذکر شوی دی او يا موږ چې دا څلويښت کاله دا جهاد کړی دی يا په کتابو کې چې ذکر شوی دی. په ايات وحديث او مذهب مبارک کې نو چې دا ذکر شوی، نو چې دا ذکر شوی او بيا موږ چې دا څلويښت کاله کړی دی، نو دا جهاد کله يوازې له کافره سره وو؟

جهاد خو له کافره سره دی او د کافرو د انډيوالانو سره دی. او د باغيانو سره دی او د خوارجو سره دی. او د نورو مفسدو ډلو سره دی. له دې ټولو سره خو جهاد په کتابو کې هم شته او موږ وتاسو دا مجاهدينو مسلمانانو الحمد لله ورسره کړی هم دی. نو اوس کافران چې تر اوسه خو روان شوي لا نه دي او دوی بيا ځانته اساني راولي او وايی نو چې کافران ولاړل، نو اوس تاسې جهاد له چا سره کوئ؟

نو کله چې له تا سره جهاد کېده او يا له تا سره جهاد کيږي؛ تا له هغه څخه توبه وکړله او د کافر انډيوالي دې پرېښووله. بيا يې ته نه کوې، پزه او غوږ دې ونيول او ته به بيا دا د کافرو انډيوالي او ملګري نه کوې، نو ته خو د کافر په انډيوالۍ کې روان وې او تراوسه هم يې. وروسته له دې زموږ طبيعت دی او ان شاء الله چې د کافرو په دې انډيوالۍ کې به کافر قبر ته ځې او دوزخ ته به ځي او دغه به دې اخر انجام وي.

نو يو وارې [يوځلې] خو تا د کافرو له ملګرۍ نه توبه نه ده کښلې، نو د کافرو د [له] ملګرو سره جهاد دی. او که دې د کافرو د [له] ملګرۍ څخه توبه کښلې ده. نور ته هېڅ چاره نه لرې نور به ته بيا د دغه امير او د دې امارت په اطاعت کې به بيا اوسېږې. که نه اوسېږې، نو بيا دغې بلې ډلې ته داخلېږې چې د بُغاتو ډله ده او يا د خوارجو ډله ده.

نو له دغو ټولو ډلو سره جهاد کيږي. که کافر دي او يا که د کافرو انډيوالان دي. د کافرو د انډيوالانو په باب (باره) کې دا علمای کرام، مشايخ او زموږ استاذان ناست دي. زموږ خو ډېره ملايي [هم] نه ده. هغوی ته معلومات شته چې د کافرانو د انډيوالانو په باب (باره) کې د دغو مذاهبو او يا زموږ د مذهب کتابو ډېرې سختې سختې خبرې کړي دي. حتی داسې هم راځي وايی چې څوک له کافرو سره ملګري وکړي د دغه چا چې د کافرو ملګری دی د نفس او د مال حکم يې د کافر دی. او صرف يو دا دی چې اولادونه يې مينځې او مريان نه کيږي. نور د نفس او مال حکم يې د کافر دی.

نو د امارت اسلامي دغو مشرانو لا تراوسه په دغه سخته فيصله د کتابو له دوی سره نه دي تللي. مالونه يې نه دي ورځنې (ورڅخه) غنيمت کړي، او صرف هغه د نفس حکم يې د کافرانو کړی دی چې د دوی وژنه کوي. او دوی وژني او مځکه د دوی له فساده څخه پاکوي.

نو دغه بعضې د کافرانو د انډيوالانو او د فاسدې ادارې باچا چې ځان معرفي کوي او يا ورسره نور دغسې ملګري يا نور داسې خامخا چې له چا سره دغه فکر او تشويش پيدا شوی او وايی چې کافران ولاړل او د کافرانو د تګه بعده، نو تاسې جهاد له چا سره کوئ؟ نو هغه مو دا دی ذکر کړل چې د جهاد يوازې دغه ډله د کافرانو نه ده. قرار/بلا له ډېرو خلکو سره، له ډېرو ډلو سره دا زموږ په دين کې چې د جهاد حکم شوی دی او په دې څلوېښت کاله کې جهاد ورسره شوی هم دی. او چې سم سوچه مسلمان له ځانه څخه جوړ نه کړي او يا د واقعي (صحيح) مسلمانانو اطاعت ومتابعت ونه کړي، نو د هغه لپاره جهاد دی. نو دغه ټوپک به له دې نور ورپسې غوړيږي او مرچې به تازه کيږي او برابريږي تر څو چې دغه فساد خلاصيږي.

نو اوس ته به داسې نه کوې چې کافر مات شول او روان شول، نو اوس له کافر سره په ماته باندې دی له ځانه بزرګ جوړوي. کافر خو پخپله مات شو، تښتي. اوس به د ده زړه غواړي چې ولې خلک له ده سره بيعت نه کوي؟ نو ته خو پر هغه شي پاتې يې چې له تا سره په کومه وجه جهاد کېده، نو په هغه کې خو ته اوس پاتې يې، نو ته له هغه څخه کله ووتلې؟

ښاغلی پير اغا،

که موږ ستا ليدلوری د شتو حالاتو او له منطقه ييز [ساحه ييز] يا د اوسنۍ جغرافيې له مخې له سيمه ييز پلوه تر نظر لاندې ونيسو، نو ستا په اند په يهودو او نصاراو کې به اوس له هغه وخت سره سم کومه سيمه راونغاړي. حال دا چې په هغه ټوله سيمه کې [ارض الابراهيمية] يا land-e-Ibrahimi کې چې يو لور ته يې د اسحاق اولاده او بل لور ته د اسماعيل عليهما السلام اولاده پرته ده.

په دې مينځ کې له موسی، زکريا، داود وسليمان عليما السلام، لوط عليه السلام تر عيسی عليه السلام پورې دا دور راواخله. د يعقوب عليه السلام له کنعانه په مصر کې د يوسف په شتون کې سره بيرته يوځای شوه چې نن په نړيوالو مدني قوانينو او د ژنيو په کنوانسيونو کې ورته د family reunion ځای ورکړل شوی دی. يا د بښنې نړيوال سازمان Amnesty International اصول ومقررات چې د يوسف او د پېغمبر عليما السلام له بښنو ((لاتثريب عليکم اليوم او فأنتم الطلقاء)) الهام اخلي ځای شويدي. يا داسې نور چې ستونزې په خبرو حل کيږي. د ټولنې اصلاح وسمون وخت، ذهنيت او د شرايطو بدلون سره تړاو لري. د يوسف ستونزه له خپلو وروڼو سره کورنۍ وه، خو د پېغمبر عليه السلام بيا له خپل قوم، ترونو (تربورانو) سره وه. د حديبې صلحه يې لا نوره ورپسې پراخه وه. د يعقوب عليه السلام سرزورۍ ((ونحن عصبة)) څلوېښت کاله ونيول چې له هومره لوړو ژورو، زماني ومکاني واټن، تورونو، ذهنيت او شرايطو له بدلون سره چې کله سره وروڼه مخ پر مخ شول او لوږې (فقر) دا ټوله سيمه ځپلې وه او پراخ سيوری پری غوړولی وو. مخ له مخ او سترګې له سترګو وشرمېدې او د پوښتنې له ځواب ورکونې ورته کم راغلل. نه يې د تېښتې لاره وه او نه يې بله چاره وه، خو درک يې کړه چې موږ خطا (تېروتنه) کړې او ته په حقه وې ((انا کنا لخاطئين)) د هغه خو وروڼه ول، وژلای خو نه شول …نو ويې بښل او مصر ته يې راوبلل.

همداسې د ((فان تنازعتم في شيئ فردو الی الله والرسول ….)) ؛ ((فبما رحمة من الله لنت لهم ….)) او ((والصلح خير)) او داسې نور خو ملا فاضل مظلوم چې له قطر راغلی، له ملا عبدالکبير راواخله تر تا پورې ستاسې ژبه او کړنې مو له موافقتنامې سره سمون نه خوري. تاوتريخوالی مو رانه وست، بلکې هڅونه او جنګي تياری مو شروع کړې ده لکه تاسې چې خپله وايی :

((چې سم سوچه مسلمان له ځانه څخه جوړ نه کړي او يا د واقعي (صحيح) مسلمانانو اطاعت ومتابعت ونه کړي، نو د هغه لپاره جهاد دی. نو دغه ټوپک به له دې نور ورپسې غوړيږي او مرچې به تازه کيږي او برابريږي تر څو چې دغه فساد خلاصيږي)).

عجيبه مسلماني ده؟ ملا فاضل او خليلزاد څه وايی؟ تاسې په ننګرهار د چا په صف (خوا) کې په کمپايني جنګ کې برخه اخېستې وه؟ يو کال دې هلته څه کول؟ او چا لګښتونه درکول؟ هغه د هندو خبره چې ((همدا کوې او هم هاغه. دواړه غاړو خو همدا تاسې ياست!

کله چې هغه مبارک د وروڼو له خولې واورېدل چې ((فلما دخلوا عليه [علی يوسف] يا ايها العزيز مسنا واهلنا الضر وجئنا ببضاعة مزجاة فاوف لنا الکيل وتصدق علينا … )) کله يې چې د وروڼو له خولې واورېدل چې کورنۍ يعنې وروڼه يې دې حد ته راغلل چې دوی اوس له کنعانه مصر ته د غلې د لاسته راوړنې لپاره راځي، نو محتاج (اړ) دي او بوډا پلار به يې څومره کړيږي؟ نو وينه يې وسوځېده blood-relation او ودردېده او ټينګ نه شو، نو ويې پوښتل چې تاسې له يوسف او د هغه له ورور سره څه کړي دي؟ اګر چې پلار يې ورته پيسې ورکړې وې، خو هغې د غلې لپاره …. قرآن د ((تصدق علينا)) اصطلاح کارولې ده. يا په بله مانا د پېرزوينېې له مخې له موږ سره مراعات وکړه. سوال د انبياو له شان سره ښه نه ښايي، خو قرآن دغه اصلاح ((تصدق علينا)) کارولې، نور نو والله اعلم بالصواب.

قرأن دلته د ابراهيم (ع) د وخت ترمينولوژي کارولې چې ((يا ايها العزيز، في دين الملک)) له ابراهيم عليه السلام راواخله تر يوسف د وخته پورې د مصر د وخت حاکم يا چارواکي / چارواکيو ته عزيز او ملک ويل کېده او د موسی عليه السلام په وخت کې ورته بيا فرعون او قبطيان ويل کېدل. د پېغمبر عليه السلام راوروسته بيا موږ د خلفاو، تابعين وتبع تابعين او له هغې راوروسته دا دی تر ننه پورې دا وخت داسې روان دی. همدارنګه راوروسته بيا د برتانوي استعمار په وخت کې ځينو ته د امير کليمه کارول شوې چې څنګه يې د خپل برتانوي استعمار د هر اړخيز برم ساتنې لپاره د وخت په مختلفو شرايطو کې له خپل فزيکي، سياسي، اقتصادي نفوذ لپاره په سيمه کې د نفتو ګازو او نورو زېرمو د لاسته راوړنې لپاره وړې وړې باچاهۍ او سلطنتي نظامونه رامينځته کړي چې له سويز کاناله سرچينه اخلي او تر ننه پورې همداسې زموږ تېر تاريخونه راواخله چې په هند کې مظاهرې ازادې وې، خو په کابل کې زموږ چا سراج الاخبار نه شو زغملی.

همداسې د مرحوم پاچا محمد ظاهر شاه د وخت د سنټو له وړانديزه راواخله چې د نه منننې له امله پر هماغه ورځ زموږ دغه ختيځ ګاونډی يو ناڅاپه له مجامعت پرته راوزږېده او نن ترې موږ د مذهب په نوم ټکول کيږو.

د افغانستان و امريکا د اړيکو لنډه تاريخچه

افغانستان ته انګليستان څو ځله لوړپوړي چارواکي او وروسته يې د وخت صدراعظم راواستاوه او د اعليحضرت محمد شاه سره يې وکتل.

جنرال سردار عبدالولي چې د شاه اوخی او د اکا مارشال شاه وليخان زوی دی په ارګ کې د ليدنې (۱۰۰۳) پر مهال ماراقم ته وويل.

پلاوي پاچا ته وړانديز وکړ چې د امريکا او پلوي هېوادونو هوډ کړی دی چې د شوروي اتحاد په مقابل کې د سنټو (Central treaty Organisation “Cento”)  په نامه دفاعي تړون جوړ کاندي، که تاسو پکې غړيتوب واخلئ، په بدل کې به موږ د احمد شاه بابا امپراتوري درته جوړه کړو. مګر ظاهر شاه ونه منله. وروسته د امريکا ولسمشر ايزنهاور پخپله افغانستان ته راغی او د کابل هوايي ډګر په VIP کې يې له پاچا سره وکتل او پاچا ته يې وويل :

((که ته زموږ دا هيله ونه منئ، نو موږ اړ يونوی هېواد جوړ کړو او دا کار راته ستونزمن دی. که ته راسره يوځای شې، دا پيسې به ستا په مرسته ولګوو او هم به څلور ميليونه مسلمانان په افغانستان ورګډ کړو. محمد ظاهر شاه ورسره ونه منله)).

جنرال سردار عبدالولي زياته کړه چې سردار داوود خان، زما پلار مارشال شاه ولي خان، صدراعظم ډاکټر محمد ظاهر او يو شمېر نورو لوړ رتبه منصبدارانو هڅې وکړې چې پاچا دې غوښتنې ته چمتو کړي، خو بريالي نه شول. پايله دا شوه چې د امريکا او انګليستان په همکارئ پاکستان جوړ شو.

[14 اګست 1947 ز]

همداسې له غازي امان الله څخه د هيټلر غوښتنه درواخله چې :

هيټلر ته د شاه امان الله خان ځواب

[[زما عزيز ورور آډولف هيټلر!

ستاسې پيشنهاد مې په غور ولوست، بايد زه خپل ښاغلي ورور ته دا څرګنده کړم چې زه د هيڅ نوم او نښان او د قدرت د لاسته راوړلو له پاره په افغانستان کې د تخت او تاج غوښتونکى نه يم. په خاصه بيا هغه مهال چې دغه تاج او تخت د يو بل هيواد په مرسته را کول کيږي، که څه هغه هيواد او ولس يې زما همنژاده هم وي او که څه هم زموږ سياسي ګټې مشروع او مشترکې هم وي. زه هيڅکله و دې ته نه يم حاضر چې په افغانستان کې د سلطنت د تاج او تخت د لاسته راوړلو له پاره خپل حيثيت او د افغان ولس حيثيت پايمال کړم. زه د خپل ورور څخه هيله کوم چي زما معذرت قبول کړي. “]]

https://www.facebook.com/haqyaar333/posts/878032465888265

سعدي

اخلاق درويشان

يکی پرسيد از آن گم کرده فرزند

که ای روشن گهر پير خردمند

ز مصرش بوی پيراهن شنيدی

چرا در چاه کنعانش نديدی؟

بگفت احوال ما برق جهان است

دمی پيدا و ديگر دم نهان است

گهی بر طارم اعلی نشينيم

گهی بر پشت پای خود نبينيم

اگر درويش در حالی بماندی

سر دست از دو عالم برفشاندی

موږ د اسلام دايره له خپلې ناپوهۍ او بېزغمۍ نه دومره راتنګه کړې چې عمر رضی الله عنه په فلسطين کې هغه وخت  عيسوي کليسا يې وزغمله او هغه يې نه يوازې ونه نړوله، بلکې د خپل عبادت اجازه يې ورکړه او پرسونل ته يې معاش او لګښت هم حواله کړل.

سلطان محمود غزنوي د هند سومنات ونړولو او د هغوی دارايي ((شته/پانګه)) د مندړ شاوخوا په اوسېدونکو بزګرانو ووېشله، خو په افغانستان کې هندوانو وسيکهانو ته هېڅ نه ويل حتی هماغو د دوی په اردو کې خدمت کولو.

ښاغلی پير اغا،

دا چې ته وای :

په کتابو او په اياتونو مبارکه وو کې، په احاديثو مبارکه وو کې او په فقه کې د حضرت امام اعظم رحمة الله تعالی عليه په دې ټولو کې دا جهاد چې ذکر شوی دی او يا موږ چې دا څلويښت کاله دا جهاد کړی دی يا په کتابو کې چې ذکر شوی دی. په ايات وحديث او مذهب مبارک کې نو چې دا ذکر شوی، نو چې دا ذکر شوی او بيا موږ چې دا څلويښت کاله کړی دی، نو دا جهاد کله يوازې له کافره سره وو؟

نصرالله بابر داسې ويلي :

The Five Evils who destroyed Afghanistan:

Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

جنرال اختر عبدالرحمان :

General Akhter Abdur Rehman:

General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

ضياءالحق :

Making the water boil in Afghanistan

by Praveen Swami
/ The Hindu

“The water in Afghanistan,” Pakistan President General Mohammad Zia-ul-Haq told his spymaster Lieutenant-General Akhtar Abdul Rehman Khan in December 1979, “must boil at the right temperature.

په افغانستان کې بايد اوبه د حرارت په يو مناسبه درجه وېشول شي چې نه سړيږي. مانا دا چې د دوامداره جګړه چې سړښت يې نه، خو سوخت او درد يې د تل لپاره وي. [خپلواکي ګڼه]

ضياء الحق :

پاکستان په خپل ګاونډ کې خپلسري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

مشاهد حسين وايی :

هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو

حامد مير :

غلام اسحاق خان راته وويل : ډېر مصروف (بوخت) يم. اوس خو د پينځمې صوبې لپاره هم بوديجه جوړوو.

همدېته ورته خبرې هوبه هو کرنيل امام هم کړي دي.

کرنيل امام (امير سلطان تارړ) :

ما دا هر څه د پاکستان لپاره کړي چې د هلالي جنډه (بيرغ) په دې ټوله سيمه رپانده وي. هغه خپلې ټولې ناولې هڅې او موخې له جهادي پيره تر طالبي پيره په دې لاندې دريو ټکو کې رانچوړ کړي دي :

  • ګډوډي چې څنګه يوه ارامه او رسوخ داره ټولنه بېثباته (ناارامه کړي) او شورو غوغا جوړه کړي؟
  • د افغان ځوانونه روزنه چې څنګه يې د خپلې اوږد مهاله جګړې لپاره وکاروي؟
  • څنګه د سختيا (مشکل) په وخت کې له بهرنۍ مرستې پرته وړيا او په کم لګښت دومداره جګړه مخته يوسي؟

کرنيل امام :

((د افغانانو وينې مردارې دي، پرېږده چې دا مردارې وينې وبهېږي)).

نو که دېته ته جهاد وايی چې موږ دا څلوېښت کاله جهاد کړی دی، نو تاسې ما ته د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې [قرآن وحديث] او هم د فقهې ان د نورو مذاهبو په کتابو لکه : فقه شافعي، حنبلي، ملکي ان په مؤطأ د امام مالک کې او نورو کې يې ثبوت راوړاندې کړئ.

کرنيل امام زما وستا وينه مرداره بولي او تاسې بيا د هغه پسې اقتداء او لمونځ کولو، نو دا په کوم کتاب کې جايز ده؟ د حنفي فقهې کتابونه تاسې دلته کتلی او لوستلای شئ :

https://www.google.com/search?q=%DA%A9%D8%AA%D8%A8+%D8%A7%D9%84%D9%81%D9%82%D9%87+%D8%A7%D9%84%D8%AD%D9%86%D9%81%DB%8C&tbm=isch&source=iu&ictx=1&fir=85oIKsUwVqFpIM%253A%252CV-dwIUgcjuzgNM%252C_&vet=1&usg=AI4_-kQqdXNKSDDLYJmHtAtUdAI4oPXjhw&sa=X&ved=2ahUKEwiPhIvQq-voAhW8QEEAHUTFB-gQ9QEwB3oECAoQCw#imgrc=85oIKsUwVqFpIM:

دې ټولو کې دا روښانه ده چې ((وسؤر الادمي طاهر)) د انسان پسخورده ((پاتې شونې)) پاکه ده ولو که غيرمسلم هم وي. خو دا يې نه دي چې ((د افغانانو وينه مرداره ده پرېږده چې تويه شي)). که د کرنيل امام په خپل استخباراتي د دغه بېګانه جاسوس په مذهب او د څارګرې ادارې په مذهب کې وي، نودرست ده، خو بيا تاسې يې بايد يو ثبوت ولس ته وړاندې کړئ.

هسې يوه پوښتنه درنه کوم چې په ناپاکه جامه لمونځ نه کيږي، نو چې ستا وينه مرداره وي او څوک دې مسلمان هم نه بولي او در کې ټول عمر ګرځي او اقتداء هم ورپسې کوئ، نو شرم نه درځي؟ لمونځ او جهاد دواړه د الله تعالی احکامات دي. لمونځ په هر ډول شرايطو کې نه ساقطيږي، مګر په ځېنو خاصو حالاتو کې، خو جهاد ځانته خپل خاص شرايط لري. علاوه له دې ((افضل الجهاد کلمة حق عند سلطان جابر)) يا ((… وقولوا قولا سديداً ….))  او دا هر وخت کيږي.

کرنيل امام زياتوي :

هغه ډول چې مونږ غوښتل د مجاهدينو حکومت هغسې جوړ نه شو، مونږ خو دا ګڼله چې افغانستان به د پاکستان لکه د پنځمې صوبې په شکل وي مونږ به د يو ښه ګاونډي هېواد په توګه له دې سيمې هر ډول ګټه اخېستلای شو او دا جعرافيه به کله هم زمونږ په خلاف بيا استعماله نه شي او نه به هم د پاکستان دښمن دلته د پښې کېښودو د ځای پيدا کولو جوګه شي خو دا هرڅه يو خوب شول او مونږ په تش ميدان پاتې شوو.

مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي خو ددوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.

ځينې نور ټرينګونه مو هم دوی ته ورکړل يعنې څنګه د يو اسلامي نظام رامنځ ته کولو له پاره دوی کار وکړي او يو ماډل نظام جوړ کړي چې هغه په ټوله معنی ښه وي.

نو پير اغا،

د کرنيل امام له دې موخه څه ده؟

د انګرېزانو خبره هغه clue به يې زه درکړم چې هغوی زموږ خاوره په فزيکي لحاظ نه شوای ساتلی، نو لږه تر لږه يې د خپلې سرو زرو مرغۍ يا خپلې سترې امپراتورۍ د ساتنې په موخه له تزاري امپراتورۍ سره د يو حايل دېوال په توګه چې څوک ورته buffer وايی پرېښووله او زموږ شا رګ يې راپرې کړ.

له بوټو، ضياءالحق وجنرال اختر عبدالرحمان راواخله تر نصرالله بابر وحميدګل تر ننه پورې له ټولو سره همدا اندېښنه موجوده ده چې مبادا سبا افغانان د دې جوګه شي او له موږ خپل وغواړي لکه بابر چې ورته اشاره کړې ده. نو د هغې لپاره يې پرون موږ مجاهدين او نن يې تاسې رامينځته کړي ياست او د القاعده، داعش او د لشکر طيّبه پښه يې هم دلته رااوږده کړې ده، نو ته پوه شه چې :

مشاهد حسين :

هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو

کرنيل امام :

مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي خو ددوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.

نو دې ټولو لاسوندونو ته په کتو چې يوه هيله يې هم پوره نه شوه چې هغه د الحاق و د ادغام او يا د مجاهدينو او طالبانو په وسيله د لاسپوڅي حکومت هيلې وې تر سره نه شوې، نو بله هيله يې د ځان لپاره يوه خوندي سيمه پيدا کول دي چې د باجوه د تېزس کتاب په همدې موخه راڅرخي او هغه په هغه خپل کتاب کې ليکلي دي :

((افغانستان بايد د مرکزي حکومت پرځای د ګاونډيو له لورې اداره شي)).

باجوه په افغانستان کې له يو قوي متمرکز نظام سره مخالفت لري او غواړي چې افغانستان سره ووېشل شي او هر ګاونډی يې بايد خپل لور ته برخې کنترول کړي، نو دا اوسنی وضعيت چې يو لور ته عبدالله هغسې ناړامي راخېستې چې د مسعود هيله پوره کړي :

روهي :

سرلوڅ مرادزی

عبدالله بيا ((دوه سری حکومت)) غواړي!

[[ چې کاڼې اخلې ځان پرې ولې، ملامت څوک دی؟

په يو تازه خبر کې ګوهمارټ د امريکا د ګانګرس پخوانی غړی وايي: ((د مسعود (احمد ضيا مسعود) په ګډون د شمالي ټلوالې مشرانو مونږ ته څو څو ځلې ويلي چې تاسو نه شۍ کولی د ټول عمر لپاره په افغانستان پاتې شۍ، يوه ورځ بايد لاړشۍ، مګر مخکې له ې چې ولاړشۍ، تاسو بايد د افغانستان اساسي قانون بدل کړۍ او د حکومتولی غير متمرکز نظام يا سيستم رامنځته کړئ.

ګوهمارت زياتوي، ما مسعود ته وويل چې څنګه به وکړای شو ستاسو دولت دې ته راضي کړو چې اساسي قانون بدل کړي؟ په ځواب کې ، مسعود وويل، تاسو د دولت لپاره ترټولو ډېره مرسته ورکونکي ياست او تاسو کولی شئ دا بدلون راوړئ)) ]]

او له بل لورې په موافقتنامه کې د طالبانو د کنترول لاندې ساحه راغلې، نو دا څنګه توجيه کړو؟ که هغه نور خوبونه رښتيا نه شي، نو لږه تر لږه خو افغانستان له دننه د نظام له پلوه چې د مسعود هيله ده او د تکساس ايالت له سناتور ګوهمارټ څخه يې لا هغه وخت پخپل ژوند کې کړې وه او له بل لورې بيا د کرنيل امام هيله چې لږ تر لږه خو د ځان لپاره يوه خوندي سيمه پيدا کړو څنګه پيوند ورکړو؟

نو زما پير اغا،

که له الحاق وادغامه يې راواخلو تر حزب وجمعيت يو ګډ سياسي حکومت پورې او د مجاهدينو له حکومت واسلامي نظامه چې هغه هم ونه توانېدل او بيا ستاسې د اسلامي امارته پورې ان تر دې چې دغسې نظام خپله پاکستان يې هم د ځان لپاره نه غواړي او نه يې نور ګاونډ، سيمه او نړيواله ټولنه غواړي، نو داسې نظام چې هغه د افغانستان پينځه زره کلن شتون، تاريخ، هويت او هر څه ګواښي. په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه ملاتړ هم له ځانه سره نه لري او نه هم ستاسې ديني وسياسي هغسې ده چې لږ تر لږه پرې د خپلو استاذانو او استخباراتو سره پرې استدلال وکړئ بسنه نه کوي. سياسي پوهاوی خو مو د نشت برابر دی، نو تاسې څنګه کولای شئ چې نننی افغانستان اداره کړئ؟

تاسې ولې له خپل سفير مولوي عبدالسلام ضعيف نه پوښتئ چې له پروېز مشرف سره يې هغه دعوی څه شوه؟ تراوسه خو يې هغه د خپل حق اعاده نه ترلاسه کړې.

نو زما پيره اغا،

دا چې تاسې ولسمشر غني يا ستا په اصطلاح [د کابل د فاسدې ادارې مشر] وايی چې :

موږ نه يو خبر چې تا توبه کښلې او يا نه؟ که کښلې دې وي، نو کومه ده؟ موږ پرې خبر نه يو.

نو اوس ته ما ته ووايه چې د مېجر عامر په خبره :

((موږ د امريکا لپاره لوی خدمت کړی. موږ د طالبانو حکومت ورته ړنګ کړ. شپږ سوه کسان مو ورته وروسپارل او ملا ضعيف مو بېعزته کړ او دېته هوبهو خبره رستم شاه مهمند هم کوي، تر اوسه خو نه ده ډاګيزه شوې چې چا دې له تاسې او يا له هغه څخه بښنه غوښتې وي او يا يې توبه کښلې وي، نو موږ څنګه قضاوت وکړو چې تاسې اوس بيرته ولې له څارګرې ادارې څنګه او په کومو شرايطو روغه وکړه؟ تاسې خو د ولسمشر غني هغه پوښتنه هم نه شئ ځوابولی :

تاسې خپلې اړيکې له پاکستان سره څنګه تعريفوي؟

پاکستان وطالبان يو پر بل باندې متکي دي.

نو خپله ليکنه د امام ابن تيميه (رح)، شاه ولي الله المحدث الدهلوي د حجة البالغة ”دعاة ولاقضاة“ او د غازي امان امان الله خان د سياسي خپلواکۍ ګټونکي په ويناو رالنډوم :

ابن تيمية رحمه الله وايی :

ان الله يقيم الدولة العادلة و لو كانت كافرة و لا يقيم الدولة الظالمة و لو كانت مسلمة

إن إقامة العدل وأداء الحقوق لأهلها من أسباب بقاء الدول وتفوقها وغلبتها، قال شيخ الإسلام ابن تيمية في رسالة (الحسبة): الجزاء في الدنيا متفق عليه أهل الأرض، فإن الناس لم يتنازعوا في أن عاقبة الظلم وخيمة، وعاقبة العدل كريمة، ولهذا يروى: “الله ينصر الدولة العادلة وإن كانت كافرة، ولا ينصر الدولة الظالمة وإن كانت مؤمنة“ اهـ.

دعاة ولاقضاة

بلونکي اوسئ نه حکم کوونکي (قاضيان)!

نو پير اغا،

تېر ته په کتو موږ پخپل څلوېښت کلن جهادي وطالبي پير کې ډېر داسې خپل و پردي فارمي مذهبي چرګوړي وليدل چې د هغوی پر خولو له ”ظاهر شاه کافر دی“، پلانی وپلانی کافر دی. موږ دومره د کفر ټاپې درلودې چې زموږ يو نامتو ليکوال ښاغلی عصمت قانع هم په خپله يوه ليکنه ((څوک بايد ماضي جبيره کړي، کرزی که حکمتيار؟))  کې همدې ټکي ته اشاره کوي :

حکمتيار صاحب په هماغه وخت کې ستا نشراتو ټول هغه افغانان د کفارو په ډله کې وشمېرل چې غوښتل يې د خپلې داعيې نماينده ګي په خپله وکړي.

د پژواک ګناه همدا وه، چې له پېښوره وشړل شو، د جنت ګل غروال جرم هم همدغه وو، چې د جهاد د سياسي نماينده ګۍ لپاره يې د پانګې تابيا کوله، چې و وژل شو او تر اوسه يې قبر چاته نه دی معلوم.

د مجروح ګناه داوه چې په يوه ګروېږنه او پلټنه کې يې دا نتېجه اعلان کړه، چې افغان مجاهد ملت د لويې جرګې او پخواني پاچا په وسيله غواړي د خپل جهاد د زعامت لپاره ملي پلاټ فارم جوړ کړي.

خو تا د ISI په سلنګسري تومانچه باندې په سپينه ورځ وويشت او بيا دې د هغه سپين ږيری پلار شمس الدين مجروح ته لاس پورته کول او فاتحه ورکول هم کفر بللو.

جناب حکمتيار صاحب، د مجاهدينو په رهبرانو کې يوازې ته وې چې د ISI په وساطت به دې د CIA له مامورينو سره کتل.

خو هماغه ISI بيا د طالبانو په امبور باندې خصي کړې او د مسعود رحم او کرم ته یې کښېنولې، د ايران اُخندانو بېرته د پنجاب د ويالې پانياب ته ورشوټ کړې.

حکمتيار صاحب تا تر هغو پورې پښتانه و وژل، چې د ISI ورته اړتيا وه، تا تر هغو پورې پښتانه ووژل، چې د سر سړی په کې قحط شو.

همدارنګه ارواښاد سعدالدين شپون هم پخپله يوه ليکنه ((د امريکا سپېڅلي بمونه، د پوهاند امين بله خاطره)) کې همدېته ورته ټکي ته اشاره کوي :

د کارنامو رباب يې ترخ کې ګرځوم او د عمر تر آخره به چې مې موقع لېده، لکه زموږ د کلي بوډا سندرغاړي، دلته هلته ترنګ ترې باسم. نن سهار د دوو خاطرو سره کمپيوټر ته کښېناستم. لنډه يې د” خالص صيب“ خبره وه چې يوه ورځ يې امين صيب ته وکړه. ياده دې وي چې دوی هم سره ملګري او هم عقيدوي مخالفان وو. هغه وخت نو يوه ورځ، آی اېس آی د ۶۲ افغاني منورينو لست جوړ کړی و چې بايد د جنت مرغۍ شي. ما پخپله دا لست د پيرګيلاني د ملی محاذ په دفتر کې ولېد چې زه يې د اطلاعاتو رئيس وم. (چې رانه بې پاسي ونشی دا په زغرده وايم چې که د پيرصيب افندي جان وزرې په منورينو ويړې نه وای، نن به زه هم نه وای چې تاسو ته حال ووايم). يوه ورځ يو تورلينګی افسر د پيرصيب دلبار ته راغی، نېغ ورغی، په غوږ کې يې څه ورته وويل، بيا يې يو کاغذ ورکړ. پيرصيب برسېرن نظر پرې واچاوه، بيا يې لاس په لاس ما ته، چې دلبار کې ناست وم، راتېر کړ.

نو ښاغلی پير اغا،

ستا په شان ډېرو له خپلو پر خلکو، پوهانو او د نظر څښتنانو باندې د نورو سيمه ييزو او نړيوالو استخباراتي سوړو د کفر ټاپې لګولي او د کفر حکم يې پرې کړی دی چې ځينې يو نيم يې نن هم شته او ځينې زموږ په مينځ کې نشته. خو دومره ده چې هغوی د يو شعوري مکتب څښتنان ول او تاسې نه ياست. له مشر ملا امير المؤمنين وملا منصوره يې راواخله تر تا پورې د کرنيل امام غوندې جاهل او بېمسلکه ملايان ياست، نو ځکه په داسې مختلطو يا پېچلو مسايلو چې سياست ومذهب ومشروع حق سره غوټه خوړلې ستا غوندې خلک پرې کله پوهيږي؟ په داسې حال کې چې تاسې خپله هم د کمپايني يا ازمايښتي عملياتو برخه ياست او يو کال مو په ننګرهار تېر کړی، نو تاسې چې داسې د کفر حکم ونه کړئ، نو څوک به يې بل وکړي. حال دا چې هغه شعوري خلکو چې څوک يې محدثين او څوک مفسرين دي او نن د هماغه نظام برخه دي چې يو وخت يې پرې سملاسي د کفر حکم کولو، خو نن تر دې خبره راورسېده چې خپله يې د جلال اباد جنګ يوه اشتباه وبلله وقس علی هذا ستاسې حال هم درواخله!

نو زما مشوره خو تاسې ته دا ده چې تاسې پخپلو خبرو او علمي سويه کې سوچ وکړئ چې ايا ستاسې عملي سطحه (کچه) د دې اجازه درکوي چې پر يو چا چې هغه ځانته مسلمان وايی، لمونځ او نور احکام پرځای کوي او تاسې يې کافر بولئ؟ ايا دا د کفر حکم پر يو چا څه عادي خبره ده؟ ستاسې مذهب ومسلک واخلاق د دې اجازه درکوي چې خپله هم د هماغې لوبې يو لوبغاړی يې، نو څنګه په نورو باندې د کافر او يا د کافرو د ملګرو او انډيوالانو حکم کوئ؟ ښه به دا وي چې تاسې درېواړه يې يوځل خپلو کې سپينه کړئ او بيا پر افغان ولسمشر او خلکو باندې د کافر حکم وکړئ.

په درنښت

سيد حسين پاچا

پاکستان کې د طالبانو پراخه غونډه او د نوې جګړې تياری

https://khabarial.com/archives/1576

ديپلمات ايراني همکاري ايران وامريکا در حمله به افغانستان را تاکيد کرد

https://www.aa.com.tr/fa/%D8%A7%DB%8C%D8%B1%D8%A7%D9%86/%D8%AF%DB%8C%D9%BE%D9%84%D9%85%D8%A7%D8%AA-%D8%A7%DB%8C%D8%B1%D8%A7%D9%86%DB%8C-%D9%87%D9%85%DA%A9%D8%A7%D8%B1%DB%8C-%D8%A7%DB%8C%D8%B1%D8%A7%D9%86-%D9%88-%D8%A2%D9%85%D8%B1%DB%8C%DA%A9%D8%A7-%D8%AF%D8%B1-%D8%AD%D9%85%D9%84%D9%87-%D8%A8%D9%87-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%B1%D8%A7-%D8%AA%D8%A7%DB%8C%DB%8C%D8%AF-%DA%A9%D8%B1%D8%AF/811183

Mullah Omar is a fool and illiterate warlord, al-Baghdadi says

https://www.khaama.com/mullah-omar-is-a-fool-and-illiterate-warlord-al-baghdadi-says-9291/

سي آی ای او پر ملا عمر د کودتا ناکامه هڅه

https://www.pashtovoa.com/a/cia-int-afghanistan/2658792.html

خليلزاد: د داعش پر ضد د طالبانو عمليات هم اغېزمن ول

https://www.dw.com/ps/%D8%AE%D9%84%D9%8A%D9%84%D8%B2%D8%A7%D8%AF-%D8%AF-%D8%AF%D8%A7%D8%B9%D8%B4-%D9%BE%D8%B1-%D8%B6%D8%AF-%D8%AF-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%B9%D9%85%D9%84%DB%8C%D8%A7%D8%AA-%D9%87%D9%85-%D8%A7%D8%BA%DB%90%D8%B2%D9%85%D9%86-%D9%88%D9%84/a-51530520

زلمی خليلزاد : ننګرهار کې د داعش خلاف د طالبانو عمليات اغېزمن او رښتونی پرمختګ دی

https://kabull.com/?p=84430

Major Amir Interview Part 1

https://www.youtube.com/watch?v=2BnXA1ALs3Q

Major Amir’s Interview with Saleem Safi in Jirga Part 2

https://www.youtube.com/watch?v=a7q-6k3uCxw

Major Aamir’s interview with Saleem Safi in Jirga (Part 2)

https://www.youtube.com/watch?v=uixox9tV_Tw

Hamid Mir Gives Inside Story On Mullah Omar In Pakistan

https://www.youtube.com/watch?v=fzi-YqC4dJk

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply