امریکا او قطر له طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې

0 502

د امریکا ولسمشر او د قطر امیر د افغانستان په اړه په تیلیفون خبرې کړې دي.

د رویټرز د راپور له مخې  د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او  د قطر د امیر شیخ تمیم په دې خبرو کې دواړو لورو ویلي طالبان باید تاوتریخوالی راکم کړي ترڅو په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

د رویټرز د رپوټ له مخې ټرمپ او شیخ تمیم ټينګار کړی چې په افغانستان کې باید یو اوربند وشي او طالبان اړ دي چې روان تاوتریخوالی راکم کړي او د سولې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

دوی دواړو همدا راز د افغان حکومت له لوري د زندانیانو خوشي کول یو ښه ګام بللی دی.

د امریکا او قطر دغو مشرانو په افغانستان کې د سولې د ټولو هڅو د ملاتړ خبره کړې ده.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو، ناټو، اروپايي ټولنې، د بښنې نړیوال سازمان او د سیمې هېوادونو هم له طالبانو د جګړو د درېدو او اوربند غوښتنه کړې ده، خو دغه ډلې تر اوسه نه ده منلې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply