ژباړه: نظیم سمون

سرچینه: The wire

جورج برنارد شاو وايي، ترور د سانسور تر ټولو ناوړه او خشنه بڼه ده. ما تل ویلي چې سانسور د سیاسي ترور بله نرمه بڼه ده. د بیان د ازادۍ زندۍ کول د سیاسي بهیر خفه کول دي. په پاکستان کې پوځ سانسور او ترور دواړو ته مخه کړې چې له زیاتېدونکي معافیت سره مل دي.

د ۲۰۲۰ کال د مې په لومړۍ نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مخکښ غړی سردار عارف وزیر د شمالي وزیرستان په پخوانۍ قبایلي علاقه واڼه کې هغه مهال په نښه شو چې له خپل کوره بهر روان و. هغه چې لومړی مرګونی ټپی و، وروسته یې د سختو ټپونو له امله د اسلام اباد په یوه روغتون کې ساه ورکړه. د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې بریدګر په اصطلاح «ښه طالبانو» ته منسوب کسان وو. ښه طالبان ظاهراً هغه  ډله ده چې د پاکستان د پوځ ستراتیژیکه پانګه ګڼل کېږي او خپل ناوړه موخې پرې مخته وړي. برعکس، «بد طالبان» هغه دي چې د جي ایچ کیو (پوځ) له مداره وتلي، د پوځ خلاف جنګېږي او د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په نامه فعالیت کوي. د عارف وزیر ټبر له یو شمېر نورو قبایلي مشرانو سره یو ځای د پاکستان د پوځ د هغې تګلارې خلاف لکه سپر درېدلي چې غواړي پښتنې قبایلي سیمې د سنګر په توګه وکاروي او له دې ځایه طالبان افغانستان ته ولېږي او د یوې پروسې په پایله کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پښتون مېشته سیمو کې یو جهادي چاپېریال رامنځته کړي. ښو او بدو طالبانو،  دواړو په تېرو ۱۴ کلونو کې سلګونه قبایلي مشران وژلي دي.

عارف وزیر د کورنۍ اتلسم غړی دی چې د پاکستان د ستراتیژیکې جهادي پانګې په لاس وژل کېږي او دا به وروستی هم نه وي. عارف وزیر او د هغه د تره زوی علي وزیر چې د پاکستان د ملي اسامبلۍ (پارلمان) غړی دی، په خوش قسمتۍ کې تېر کال له یوه وسله وال بریده بچ شو او په یوه جلا پېښه کې پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ ۱۳ نور غړي ووژل.

له هغې راهیسې چې دوه کاله مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ راټوکېدلی، عارف وزیر د پوځ د بېلابېلو تورونو په پایله کې ۱۵ میاشتې زندان تېر کړی. کله چې نوموړی له زندانه را خلاص شو، له وړاندې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ سره فعالیت او مبارزه پیل کړې وه؛ هغه مبارزه او فکر چې په سیمه کې د طالب پالنې او طالب روزنې له پاکستانۍ تګلارې سره په ټکر کې ده. د پښتون ژغورنې غورځنګ د همدې سیاست ختمول غواړي. په تېرو ۱۵ کلونو کې د پاکستان پوځ په پښتنې قبایلي سیمو کې ګڼ پوځي عملیات کړي چې هېڅکله له خیبر پښتونخوا سره د دې سیمې د الحاق سبب نه دي شوي او نه له طالبانو پاکه شوې ده. ځايي مشران او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو تل اعتراض کړی چې پوځ توپیري عملیات کړي: هغوی تر عملیاتو وروسته د قبایلي سیمو شاوخوا او د بلوچستان پښتون مېشته سیمو کې په ډېر چل و نیرنګ خپل افغان جهادي عناصر او د محلي طالبانو ملاتړ کوونکي ساتلي او بېرته یې ځای پر ځای کړي. د بېلګې په توګه؛ وړاندې له دې چې د ۲۰۱۴ کال په جون کې په قبایلي سیمو کې د «ضرب عضب» عملیات پیل شي، له مخکې یې په اړه هېڅ ونه ویل شول، ترڅو طالبانو ته فرصت برابر شي چې خوندي سیمو ته لاړ شي. پر دې سربېره، پوځ په سیمه کې ګرځبندیز ولګاوه او د حقاني شبکې مشرانو او کادري غړو ته شفاهي پیغام ورسول شو چې د عملیاتو تر پیل مخکې ځانونه خوندي سیمو ته وباسي. په حقیقت کې د پاکستان پوځ ونه شوای کولی چې د ضرب عضب عملیاتو په لړ کې کوم وژل شوی یا نیول شوی افغان جهادي یا محلي «ښه طالبان» خلکو ته وښيي. ما د ۲۰۱۴ کال په جون کې د عملیاتو د پیل په اړه لیکلي و «د پاکستان محاسبه دا ده چې امریکا به تر شا د قدرت خلا پرېږدي چې په دغه ډول حالت کې به ښه طالبان لکه حقاني شبکه رهبري په لاس کې اخلي. شواهد ښيي چې د سراج الدین حقاني په شمول د حقاني شبکې د لومړۍ حلقې مشران او منځپوړي جنګي قوماندان له وړاندې له شمالي وزیرستانه څخه وتلي دي.»

په ۲۰۲۰ کال کې ګورو چې سراج الدین حقاني د طالبانو د تحریک د معاون په توګه نه یوازې دا چې له متحده ایالاتو سره د مذاکرې د مېز لومړۍ څوکۍ خپله کړې، بلکې لومړنی نومول شوی تروریست دی چې په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې یې مقاله خپره شوه. د پاکستان د پوځ محاسبه سمه وه؛ البته د پښتنو د وینې، ربړونې او شتمنۍ په قېمت!

د عارف وزیر په څېر زرګونه کسان د پاکستان د جهادي تګلارې په خنجر قرباني شوي او سلګونه زره نور له خپلو مېنو بېځایه او په خپل وطن کې کډوال شوي دي. هر ګوره؛ پوځ لا هم پر خپلو کړنو پښېمانه نه برېښي او نه هم پخوانیو قبایلي علاقو ته د خپلو جهادي ملېشو پر بیا راتګ چې اوس جریان لري، غوږ ګروي. په اوس وخت کې یوازینی بدلون او تفاوت د پښتون ژغورنې غورځنګ تر نامه لاندې د یوه ځواکمن او ارګانیک سیاسي خوځښت راټوکېدل دي چې د پوځ روایت ننګوي او له دروغو یې پرده پورته کوي.

د پوځ چاکرانو – لکه د پنجاب ایالت والي هڅه وکړه چې د عارف وزیر د وحشیانه ترور پړه پر افغان څارګرې ادارې واچوي. والي پر خپل رسمي ټویټر ولیکل:«د افغانستان ملي امنیت ادارې لومړی هڅه وکړه چې منظور پشتین ووژني. خو کله چې نوموړي ځان پت کړ، عارف وزیر په نښه شو. محسن داوړ او علي وزیر په دې قتل کې شریک دي.»

د افغان څارګرې ادارې د پراکسي یا لاسپوڅي په نامه د پښتون ژغورنې غورځنګ تر تورنولو وروسته، د والي ټیم ډېر ژر دغه پلمه له لاسه ورکړه! هغوی خپل ټویټ ډیلیټ کړ او ادعا یې وکړه چې کوم چا د ټویټر له اکونټ څخه بې اجازې استفاده کړې.

په پاکستاني رسنیو کې د پي ټي ایم پر سیاسي فعالیتونو یو نا اعلان شوی بندیز حاکم دی او د غورځنګ مشران په تکتیکي ډول د تلویزیون له سکرین او رسنیو منع کېږي. ورځپاڼې او آن لیکوالان په زور مجبورېږي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه له څه خپرولو ډډه وکړي. پي ټي ایم خپل پیغامونه د ټولنیزو رسنیو په مټ خپروي او مشران یې خپلې لیکنې نړیوالو رسنیو ته لېږي. په دې توګه، کله چې پر رسنیو او ژورنالېستانو زور او فشار نتیجه ور نه کړه، ریاست د خپلو جهادي ملاتړو په مرسته د سانسور په تر ټولو ناوړه ډول یعنې ترور لاس پورې کړ او عارف وزیر به یوازینی کس نه وي چې د وژنې تر شا یې د پوځ او د هغه د ملاتړو لاس دی.

د بلوڅ ژورنالېست وژل

یو بلوڅ خبریال ساجد حسین چې په سویډن کې یې د تبعید شپې سبا کولې او د «بلوجستان ټایمز» په نامه د یوې انلاین رسنۍ ایډیټر و، په مارچ میاشت کې نادرکه شو. وروسته د ۲۰۲۰ کال د اپرېل پر ۲۳ مه د سویډن اوپسلا ښار ته نږدې په یوه سیند کې یې مړی وموندل شو. نیویارک ټایمز یې په اړه ولیکل:«بې پولې خبریالانو په یوه بیانیه کې ویلي چې ښاغلی حسین د پاکستان د استخباراتي ادارې په لمسون تر تښتونې وروسته وژل شوی. طالبان او د اسلامي دولت جنګیالي په پاکستان کې د حسین دوی په سیمه کې هغه کارونه کوي چې جرمي ډلې یې ترسره کوي» له همدې کبله مهمه ده چې له جهادیانو، د مخدره توکو قاچاقبرانو او جرمي ډلو سره د پوځ د ملګرتیا او ښکېلتیا پر ماهیت پوه شو.

حسین به په بلوچستان کې د پاکستان د پوځ د چټلې جګړې، د بلوچ بېلتون غوښتونکي غورځنګ او په بلوچستان کې د امام بهیل په نامه د ستر قاچاقبر د واک و ځواک په اړه ننګوونکي مطالب خپرول. په ۲۰۰۹ کال کې د بارک اوباما ادارې د نړۍ د مخدره توکو د څلورو قاچاقبرانو په ډله کې د امام بهیل نوم هم د بندیزونو په لېست کې شامل کړ. خو مخدره مواد د بهیل یوازینی کاروبار نه و. هغه له پاکستاني سیاستوالو سره ملګري درلوده، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د پوځ ادارې او له پوځ سره نږدې ملګري وو. د پرویز مشرف د وخت یو تن وزیر زبیده جلال په دغسې یوه قضیه کې ښکېل و. جالبه ده چې د بهیل زوی په ټولټاکنو کې وزیر ته ماتې ورکړه. بهیل پوځ ته له دوه اړخه ډېر مهم و: لومړی دا چې هغه د بلوڅ سکولر بېلتون غوښتونکو خلاف له پوځ سره کار کاوه او دویم دا چې د مخدره توکو په سوداګرۍ او قاچاق کې یې د افغان طالبانو مرسته کوله ترڅو طالبان خپله جګړه پرې تمویل کړي.

د عدلي طب له راپور پرته ستونزمنه ده چې سړی ووايي د یاد ژورنالېست په مرګ کې څه ډول لاسونه ښکېل و. خو ساجد حسین له شک پرته د پاکستان د استخباراتي ادارې او د مخدره موادو د مافیا په شمول ډېر دښمنان لرل. که څه هم د پاکستان حکومت په ۲۰۱۸ کال کې بهر ته د حکومت د منتقدینو له ورتګ څخه انکار کړی و، خو د انګلستان، امریکا او اروپايي حکومتونو لسګونو پاکستاني منتقدینو، لیکوالانو، روڼ اندو او تبعید شویو کسانو ته په شخصي توګه خبرداری ورکړی چې پاکستان یا د منځني ختیځ او اروپايي هېوادونو ته له سفر او تګ کولو څخه ډډه وکړي. تر دې مخکې د پوځ پخوانی دیکتاتور مشر پروېز مشرف د هغو منتقدو پاکستاني مشرانو او کادرونو د ترور امر کړی و، چې په بهر کې اوسېږي.

له همدې سره په تړاو، په وروستیو کې د اطلاعاتو په برخه کې د لومړي وزیر د ځانګړي سلاکار په توګه د متقاعد جنرال عاصم سلیم باجوه ګومارل د دې ښودنه کوي چې په پاکستان کې پر روایت یا نریټیف د پوځ ولکه د ټینګېدو په حال کې ده چې ځانګړې موخې لري. عاصم باجوه چې د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه سره کومه خپلوي نه لري او اوسمهال د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز (سیپک) ادارې د مشر په توګه دنده اجرا کوي، نهايي هڅه کوي چې پر دغې میلیارد ډالري پروژې د پوځ ولکه ټینګه وساتي. د هغه مشهورتیا په دې کې ده چې د پوځ د عامه اړیکو (ISPR) رییس پاتې شوی او د رسنیو د سانسور او د مشرف تر دیکتاتورۍ وروسته د سرکوب پالیسۍ معمار ګڼل کېږي. نوموړی رسنیو ته سوژې ورکوي، تحریک او بې لارې کوي یې او ورځپاڼې خود سانسورۍ ته اړ باسي. زما په اړه، نوموړي د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته چې له شپږو کلونو راهیسې مې ورته اونیز کالمونه لیکل، امر کړی و چې زما او زما د همکار کالم لیکونکي او د بلوچانو د حقونو مدافع میر محمد علي تالپور لیکنې ښکته کړي. هغه د رعب او زور له لارې په رسنیو کې د انتقادي مطالبو او غږونو د سانسور کلتور رامنځته کړ. د نوموړي یو بل پست کار دا و چې د سوشل میډیا یو لښکر یې جوړ کړی و او دنده یې د هغو کسانو څارل، ښکنځل او بدنامول و چې په سیاست کې به یې د پوځ د هجموني او ځواک مخالفت کاوه. د ISPR د مشر په توګه، نوموړي د راحیل شریف په پرتله هم زیات د سترې پروپاګندې له لارې د خپل شخصیت د غټولو لپاره کار کاوه. د پوځي تاریخ لیکوونکي حامد حسین په وینا «مسلکي افسرانو به د ملنډو په دود Twitter in chief  او یا د پاکستان جیوبیل (د جرمني د نازي رژیم د تبلیغاتو مسوول) باله. د پوځ اوسنی لوی درستیز جنرال قمر باجوه په دې تېروتنه پوه شو او د پروژې د بندېدو امر یې وکړ.»

خو جنرال باجوه خپل جیوبېلان لري، البته نسبتاً بې تجربې او کمسواده: جنرال اصف غفور. جنرال غفور یو مذبذب او تر ډېره ورځچاری انسان و چې په ټویټر کې به یې شخصي عقدې پاللې. هغه د رسنیو بې رحمانه کنټرول ته مخه کړه چې پکې بریالی هم و. سترې رسنۍ او نشراتي مرکزونه یې یو په بل پسې تابع کول. که څه هم اصف غفور د روان کال په لومړیو کې له دندې لېرې شو، خو د هغه ځایناستی جنرال بابر افتخار هم په همدې نقش قدم روان دی. په داسې حال کې چې جنرال افتخار په خپله دنده کې تازه د زده کړې په حال کې دی، جنرال عاصم باجوه هلته د حمایه ګر په توګه استول شوی. د معلوماتو د جبهې د حمایې یو بل دلیل دا دی چې د پوځ د ملګري صدر اعظم عمران خان ویاندویان او د اطلاعاتو وزیران ناکاره او غافل خلک دي. هغوی بار بار بدل او رابدل شوي.

خو د رسنیو او منتقدینو د غلي کولو لپاره تر دې هلو ځلو هم زیات څه شته، خصوصا په دې حساسه مقطع کې. پوځ د اساسي قانون اتلسم تعدیل یا اصلاحیه چې لس کاله مخکې تصویب او بیا وروسته د قانون په بڼه د ولسمشر اصف علي زرداري له خوا توشېح شو، سخت ناخوښه دی. اتلسم تعدیل د اساسي قانون تر ټولو تفصیلي برخه ده. په دې اصلاحیه کې ډېری هغه کینې اصلاح شوې چې د پوځي واکمنانو له خوا د پاکستان په اساسي قانون کې درج شوې وې چې له دې جملې یو هم د پوځ له خوا د ملي اسامبلۍ د انحلال د واک ملغی کول شامل و. په ۱۹۷۳ کال کې کله چې د پاکستان استازي پارلمان د ختیځ پاکستان د بېلېدو او خپلواکۍ په لړ کې د نوي اساسي قانون د تسوید مسوولیت واخیست، پر فدرالي نظام باندې هوکړه وشوه. همدارنګه هوکړه وشوه چې په یوه ټاکلې موده کې به یو شمېر واکونه فدرالي او ایالتي حکومتونو دواړو ته ورکول کېږي. ټاکل شوې وه چې دغه لېست په ټاکلې موده کې ملغی شي، خو له شل کلنې مارشلا او د کنټرول شوې ډیموکراسۍ له لسیزې مننه چې دا کار کار هېڅکله واقع نه شو. کله چې د اساسي قانون اتلسم تعدیل ترسره شو، د ایالتونو واکونه او د قومي خزانې کمېسیون ایوارډ (NFC award) واک له پوځ څخه واخیستل شو او ملکي حکومت ته ورکړل شو. د بزنېس ریکارډر کالم لیکوونکی راشد رحمن په دې وروستیو کې په دې اړه لیکلي: د قومي خزانې ایوارډ له مخې مرکز ۴۲.۵٪ سهم ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې پاتې ۵۷.۵٪ د ایالتونو ترمنځ په دې ډول وېشل کېږي: ۸۲ سلنه د نفوس، ۱۰.۳ سلنه د بېوزلۍ، ۵ سلنه د عوایدو د راټولولو او ۲.۷ سلنه د معکوس نفوس له مخې.

د دې دلیل دا و چې د فدرالي حکومت عواید زیات شي او د وزارتونو لګښتونه راوګرځوي. دا چې د عمران خان په جامه کې د پوځ پروژه د ناکامۍ خوا ته روانه ده، اقتصادي وده له رکود سره مخ ده او د هېواد مالیاتي نظام سقوط کړی چې دې کار پوځ عصباني کړی. اوس پوځ هڅه کوي هغه وضعیت بېرته راولي، کوم چې د اساسي قانون تر اتلسم تعدیل مخکې حاکم و. له همدې امله د باجوه-عمران خان رژیم وزیرانو له وړاندې هڅه کړې چې اتلسم تعدیل یا اصلاحیه او این ایف سي ایوارډ ناکام وښيي. د عمران خان تحریک انصاف چې په پارلمان کې اکثریت دی او په یوازې ځان دوه ثلثه پوره کوي، ښکاري چې مخالف سیاسي ګوندونه لکه د نواز شریف مسلم لیګ او د زرداري پیلیز پارټي به د دې توطیې په مخنیوي کې ناکامېږي. له بلې خوا دواړه ګوندونه له جوړو شویو تورونو سره مخ دي. د نواز شریف مسلیم لیګ ګوند یو جګپوړي غړي چې نواز شریف ته نږدې کس دی، راته وویل چې دوی د اساسي قانون د اتلسم تعدیل د بېرته لغوه کولو لپاره کوم دلیل نه ویني او که چېرې په واکونو او تطبیق کې ستونزه وي، له ایالتونو څخه باید وغوښتل شي چې تجدید نظر وکړي. خو د مسلیم لیګ نواز ایتلاف دننه یوه ډله چې د نواز شریف د ورور شهباز شریف اتحادي ګڼل کېږي، د پوځ غوښتنې ته ډېر مایل ښکاري. د بلوڅو او پښتنو ګوندونه او د پیپلز پارټي چې په سند ایالت کې قوي ملاتړ لري، ښايي د ایالتونو په خودمختارۍ او د بودیجې په تخصیص کې د بدلون پلوي وکړي.

که څه هم د اساسي قانون اتلسمې اصلاحیې لغوه کول ناشوني برېښي، خو پوځ به د عمران په مرسته سیاسي ګوندونه تر فشار لاندې راولي چې زیات سهم واخلي. پوځ په واقعیت کې هغه سیاسي فضا بایللې چې د جنرال مشرف له لېرې کېدو او د ولسواکۍ له بیا احیا کېدو مخکې حاکمه وه. په دې ښه پوهېږي چې د اساسي قانون د اتلسم تعدیل ملغی د فدرالیزم د تضعیف او د سیاسي بې ثباتۍ د راټوکېدو په معنا ده. خو د پوځ له پلان څخه جوتېږي چې وضعیت به د وحشیانه زور کارونې، د رسنیو د خفه کولو او د حقوقي دوسیو په مټ د سیاسي ګوندونو د بلک میل کولو له لارې مدیریت کړي. او د دې لپاره چې مخالف غږونه چوپ کړي، په ځانګړې توګه په بلوڅ او پښتون مېشته سیمو کې، د مرګوني قوې پر استعمال لاس پورې کوي.

لیکنه: محمد تقي

ژباړه: نظیم سمون

سرچینه: The wire