د سولې مشورتي لویه جرګه او نیمګړتیاوې

هلمند پردېس

0 914

 نن ولې د مشورتي لویې جرګې  پر  مهمو موضوعاتو( د ټالبانو د جرمونو او د هغوی پرانواعو  ) او د سولې برخلیک د بحث پر ځای  خلکو پر سوشل   مېډیا  خصوصا پر فېسبوک   د ولسمشر په شعري  او لفظي تخطیو   لیکل او  بحثونه وکړل؟

دلته  د څو مهیمو خو مبهمو خبرو امکان شته.

اول:ولسمشر  د فرهنګي او کلتوری مشاروینو سره ناسته او پاسته نلري.

دوهم :د ارګ دننه حاکمه کړۍ قصدا نه غواړي چې ولسمشر سره نوره کسان نږدې شي،مطلب فرهنګي او کلتوری مشاروین ده ته نه ورپرېښودل کیږي.

دریم:د ولسمشر څخه فرهنګي او کلتوری مشاورین خفه دی،دوی نه غواړي،چې د ولسمشر سره همکاري وکړي.

څلورم:د ارګ دننه کوم څوک قصدا غواړي چې ولسمشر بدنام او د ده برنامې خرابې او بې خونده کړي.

پېنځم:ولسمشر بې تفاوته دی،کیدای شی فرهنګي او کلتوری مسایل ورته د پام وړ نه وي.

دا پاس پېنځه هغه مهمې او مبهمې خبرې دي،چې ډېرۍ وخت یې د ولسمشر مهمې غونډې تر تاثیر لاندې راوستلی،او د حکومت لاس تهراوڼې یې په تبلېغاتي لحاظ له منځه وړي دی.

نو د حل لاره دا ده،چې ولسمشر او ټیم یې باید په دغه برخه کې له سره فکر او جدي تحولات رامنځ ته کړي،تر څو حکومت په خپل وخت خلکو ته خپل پیغام په ښه کیفیت سره ورسوي،ځکه چې نن سبا د نړۍ ډېرۍ جنګونه او پرمختګونه؛تبلېغاتي او د سوشل مېډیا جنګونه دي،هغوی زورور او تکړه دی،کوم چې دغه جګړې په تبلېغاتي لحاظ ښې رهبري کړای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply