زما خټین تاج محل: ولسي رنګ، کلیواله ژبه

محمد طارق بزګر

0 1,828

(زما خټین تاج محل) کتاب د ښاغلی ولي الله ملکزي د شپږ څلوېښتو مقالو ټولګه او دا یې د کتاب په بڼه لومړني اثر دی. ماته به اسانه نه وي چې د ملکزي صاحب په کتاب او لیکنو څه ولیکم خو دلته به هڅه وکړم چې خپل نظر د کتاب د لوستونکو او مینه والو سره شریک کړم.

ولی الله ملکزی تل هڅه کړې چې خپلو لیکنو ته داسې جالب، جاذب او زړه راښکوونکی عنوانونه غوره کړې چې په لیدلو یې د لوستونکي تلوسه زیاتیږي او هڅوي یې چې ژر تر ژره لیکنه ولولي. لیکوال تل هڅه کوې چې په خپلو لیکنو کې داسې کلمات او جملې وکاروي چې د لیکنې د لا ښکلا سبب کیږي. داسې ولسي خبرې، جملې، متلونه او لنډۍ کاروي چې بې له شکه یې سیند په کوزه کې ځای کړی وي.

په داسې حال کې چې زموږ ګران هېواد د څه کم او زیات څلویښتو کلونو راپدیخوا د اور په لمبو کې سوځي او افغان بچي د پردۍ جګړې د سون د توکو په څیر کارول کیږي. تر ډیره دا پخپله افغانان دي چې پردی ټوپک یې په اوږه ایښی او د خپل هېواد ورانۍ او افغان وژنې ته یې کار ویلی دی. افغان خو ټوپک په اوږه ايښي وي، مګر له دې ناخبره وي چې دا ټوپک د چا دی او د څه لپاره یې په غاړه کۍ اچولې دی؟ دا دی څلور لسیزې پوره شوې، خو د افغان وطن د ورانۍ لوبه کله په یو نوم او کله په بل نوم همداسی روانه ده. او تر ډیره د افغانستان ازلي دښمنانو د دین د سپېڅلي نوم له کارولو څخه د افغان وطن د ورانولو او افغان وژنې له پاره کار اخیستی او مذهب یې د معلوم الحاله، ناځوانه ګاونډیانو د ګټو له پاره کارولی دی. نو د دې چارې د پای ته رسولو له پاره اړینه ده چې په دین پوهه افغانان د اسلام د سپیڅلی دین ریښتینی څیره، افغانانو ته وروښيي او دا هڅه د ښاغلی ولي الله ملکزي په لیکنو کې شوېده چې په ډیر ښه ډول یې د دین سوله اییزه او د مینې ډکه بڼه لوستونکو ته وړاندې کړېده.

زه د دعوت میډیا ۲۴ او افغان سباوون د ویبپاڼو د مسئول په توګه دا ویلی شم چې د ښاغلی ولي الله ملکزي لیکنې خورا ډیر لوستونکی لري او مینه وال یې خورا زیات دی. زه پخپله د ښاغلی ملکزي لیکنې حتماً یو یا دوه ځله لولم او له لوستلو یې خورا خوند اخلم. د ملکزي په لیکنو کې کلیوال، ښاري او عصري کلمات او توري کارول شوي وي چې په یوه وخت کې ترینه د کلي او ښار دواړو خوند اخستل کیدای شي. لیکنې یې دیني، وطنی او سیاسي رنګ لري، خو تر ډیره لیکوال هڅه کوي چې خپل سیاسي نظر خوندي وساتي او خپل نظر په ډیر پیچلی او د صراحت په ځای په رمزي ډول تر لوستونکی ورسوي بیا دا د لوستونکي پورې اړه لري چې څومره د لیکوال سیاسي نظر ته متوجه کیږي.

په پای کې د دې خبرې یادونه ضروري ګڼم که قدرمن لیکوال په خپلو نوو لیکنو کې ملي او ولسي تومنه لا ورزیاته کړي او د افغانیت په رنګ کې یې رنګینې کړي، نو لیکنې به یې لاخوندورې او ګټورې شي.

زه په داسې حال کې چې لیکوال ته د کتاب له امله مبارکي وایم او د لا بریالیتوبونو دعا ورته کوم، قلم یې تاند غواړم او هیله من یم چې د خپل کنډواله وطن د ښیرازۍ، یووالي او بیا جوړېدنې له پاره خپل قلمي جهاد ته د اسلام او افغانیت په اډانه کې دوام ورکړي.

محمد طارق بزګر

مینه او درنښت

لیلستروم، ناروې

د ۲۰۲۰ میلادی کال د اګست شپږمه نیټه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply