د قطر په پلازمینې دوحه کې د څه باندې یوې میاشتې راهیسې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ په مخامخ ډول د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شوي دي.
د مذاکراتو د پیل په ورځ د نړۍ په کچه د ډيرو هېوادونو استازو ګډون وکړ، هیله دا وه، چې د ښکیلو خوا ترمنځ به د مخامخو خبرو د پیل سره سم په افغانستان کې تاوتریخوالی کم او دایمي اوربند ته ډير ژر زمینه مساعده شي.
خو داسې ونه شول، د یوې میاشتې په تیریدو سره لا هم په اجندا باندې بحث روان دی.
موږ چې د عامو افغانانو، رسنیو او په ځانګړې توګه په مجازي نړۍ کې عمومي نظریات وینو، ټول ولس په یوه خوله د اوربند غوښتنه کوي.
هغه بله ورځ د افغانستان ملي تلویزیون په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له ویاند ډاکټر محمد نعیم وردک سره په مرکه کې له هغه څخه د اوربند په اړه وپوښتل، د ډاکټر وردک ځواب دا و، چې موږ د امریکایانو سره هم د خبرو په لړ کې اوربند نه و کړی نو اوس یې هم نه کو. خبریال ترې د مسلمانانو د مرګ ژوبلې په اړه وپوښتل خو بیا هم هماغه خپل دلایل او خپل لیدلوری…
عینې واقعیت دا دی چې په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل سره سم په هیواد کې د تاوتریخوالي کچه بیخي ډيره لوړه شوې ده.
په ولایتونو کې جګړو زور اخیستی، هر ورځ جنګونه دي، د ماینونو چاودنې دي او د یو بل پر وړاندې جبه یي جنګونه دي.
د طالبانو او دولت ترمنځ وروستیو جبه یي او غلچکي جګړو ته په کتو سره ویلی شو، چې دمګړۍ مو د تیرو ۱۹کلونو په پرتله هیواد او ولس په سخت جګړه ییز حالت کې قرار لري.
د ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ موټر بمب چاودنې په لسهاو افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله.
په لغمان کې هم د والي په موټریز کاروان موټر بمب چاودنه وشوه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې په لسهاو ملکي او غیر ملکي کسان ژوبل او شهیدان کړل.
د ارزګان ولایت په ګیزاب والسوالۍ کې د افغان ملي پوځ ۱۲ نیول شوي سرتیري قتل عام شول او دیته ورته په نورو ډيرو ولسوالیو او کلیو کې ورځیني جګړو د خلکو ژوند سخت تریخ کړی دی.
داسې هم ویل کیږي چې په دوحه کې د افغان پلاوي او طالبانو ترمنځ خبرې له بن بست سره مخامخ شوي.
د ځینو مهمو سرچینو له قوله داسې هم ویل شوي، چې ګوندې قطر ته د خلیلزاد او بیا د افغان ولسمشر سفر هم همدې ستونزې ته د حلارې د موندلو په موخه ترسره شوی دی.
اوس پوښتنه دا ده چې طالبانو لې اوربند ته زړه نه ښه کوي؟
ځینې کارپوهان په دې باور دي، چې طالبان په دې خاطر له اوربند څخه ډډه کوي، چې ګواکې له اوربند وروسته به یې حکومت غوښتنو ته په سپکه سترګه وګوري او په روانو خبرو کې به یې د قوت په ځای کمزوری موقف خپل کړی وي.
حال دا چې د روانو خبرو په اړه نړیوال تظمین موجود او هیڅ لوری د منلو شویو توافقاتو له مخې سرغړاوی نشي کولی.
که په قطر او یا بل ځای کې د ښکیلې غاړې هر ډول فکر کوي ودې کړي، مګر حقیقت دا دی چې افغان ولس په روانو خبرو کې تر هر څه لومړی اوربند غواړي او د دواړو خواو څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې لومړی اوربند او بیا د شرایطو سره سم په هیواد کې د دایمي سولې د ټینګښت لپاره خپلو خبرو ته ادامه ورکړي، ځکه چې جګړه ورڅخه هر ورځ مالي او ځاني قرباني اخلي او ورځینی ژوند یې ورته له سختو کړاوونو سره مخامخ کړی دی.
دا چې د افغان ولس دغه غوښتنې به ومنل شي او کنه؟ د روانو خبرو په لومړیو پړاونو کې به په اوربند توافق وشي او کنه؟ دیته به وخت ځواب ورکړي، چې سوداګرو ګټه به کوم یو کې ده، په وژنو او که اوربند کې.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320