له اتوو میاشتو وروسته افغان کومانډویانو پر طالبانو شپنۍ چاپه ووهله

0 636

له ۸ میاشتو ځنډ وروسته افغان کومانډو ځواکونو تېره شپه غزني کې د دې ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي په کور او شاوخوا سیمو شپني عملیات ترسره کړي دي.

یوې موثقې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې افغان کومانډو ځواکونو دغه شپني عملیات د هوايي لیزري الوتکو په ملتیا د غزني  ولایت په ګېلان ولسوالۍ کې ترسره کړي دي.

د سرچینې په خبره، د غزني لپاره لپاره د طالبانو نومول شوی والي له عملیاتو وړاندې له کوره ځان ایستلی و، خو د هغه ۱۱ ملګري چې د نظامي کمېسیون رییس هم پکې شامل دی وژل شوي، ۱۷ تنه نور ټپیان دي او زیات شمېر وسلې يې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

مالومات ښيي، چې افغان ځواکونو دغه شپنۍ چاپه د تېرې ورځې برید په غبرګون کې ترسره کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply