! امریکا پرېږدئ، خپل سپوڼي وګنډئ

ليکنه، عبدالوحيد وحيد 

0 2,422
شک نشته چې غرب د بريا او بايلات، ګټې او زيان، دوستي او دښمني، ژمنتیا او وعده خلافي، ملګرتیا او مخالفت،  سولې او جګړې لپاره ځانګړي پرنسيپونه تګلارې او اصول لري.
د يولسم سيپتمبر د پيښې په لاملونو، کريکترونو، پيچلتياو، پوښتنو او کږلیچونو خبره نه کوم. په دغه تړاو ليکنې شننې انګيرنې او ګرويږنې ډيرې شوي دي. دا هم جدا موضوع او جدا بحث غواړي چې د پيښې پلان چا تيار کړ، لوجستیکي امکانات چا برابر کړل، د پيښې ترشا موخې څه وې؟  د نړئ تر ټولو پياوړيو امریکایي استخباراتي شبکو ولې شنډ نکړاى شو؟
هغه څه چې غواړم ورباندې ليکنه وکړم د امریکا له فطرت او طبعي ځانګړتياو سره سم متکبرانه، مغرورانه، په فرعوني مزاج يرغل او شل کاله وروسته له خورا لوړو ځاني تلفاتو او مالي زيانونو وروسته د هغوى د ځواکونو وتلو ته مفتضحانه، بې شرمانه، منافقانه او که مجهولانه  اصطلاح وکاروو؟
که څه هم په افغانستان باندې د امریکا په مشرئ ايتلافي ځواکونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا منظوري ترلاسه کړه خو نړيوال پوهيدل چې له امریکا سره د سيپتمبر يولسمې له تراژيدي وروسته نه دومره کره اسناد وه چې په يوه خپلواک هېواد باندي نظامي يرغل وشي  او نه هم د معاصر مدنيت کودونو ايجابوله چې د يوه ترهګر سازمان د له منځه وړلو لپاره د يوه هيواد عام خلک ووژل شي، کلي او بانډې شاړې او له منځه لاړې شي، په زرګونو خلک په کلونو د عدلي او قضايي ادارو له منظوري پرته په پنجرو کې بنديان وساتل شي.
دا تريخ حقيقت ده چې د شل کاله وړاندې په پرتله اوس مهال نړئ ته د ترهګرو ډلو لخوا د ګواښ ګراف لوړ ده، افغانستان کې امنيتي وضعیت لا نور هم ترينکلئ ده، نه ښاده او اباده ټولنه جوړه شوه او نه د بشر حقونه خوندي شول او نه هم د ترهګرئ ريښې لاملونه او اسباب ورک شول. يوازې جګړه،  فساد، تيت او پاشلئ حکومت او ويشل شوي ټولنه راپاتې شو.
امریکايانو زمونږ ټولنيزو ځانګړتياو، مذهبي او کلتوري اړخونو ته له ارزښت ورکولو پرته د خپل فرعوني مزاج له مخې هغه وحشتونه وکړل چې زه يې په ليکلو شرميږم خو هغوى يې د ديموکراسي له هوايي دعوو سره سره په ترسره کولو و نه شرميدل.  له کلسټر بمونو نيولې تر د بمونو د مور په نوم د ستر بم په غورځولو  له ګوانتنامو نيولې په کابل تر شخصي پټو محبسونو پورې د هر ډول قانوني اخلاقي او بشري ارزښتونو له پولو واوښتل، خو بريا يې په برخه نشوه.
د امريکا انفعالي او ارتجاعي تګلارې؛
ښه راته ياد دي چې په افغانستان باندې د امریکا له هوايي بمباردونو او ځمکني يرغل په پايله کې د طالبانو د نظام له نسکوريدو وروسته ولسمشر کرزي د يوې خبري ناستې پرمهال طالبانو ته د عفوې خبره کې ملا محمد عمر هم شامل کړ، خو سملاسي د امریکا د هغه مهال د دفاع وزیر رمزفيلډ د کرزي خبره رد او ګواښ يې وکړ چې که کرزى همدغه شان خبرو ته ادامه ورکړي د امریکا له ملاتړ څخه به بې برخې شي. مګر اوس مو وليده چې د خپل متکبرانه مزاج څخه څومره وګرزيده او له همهغه سرسخت دښمن سره يې وکولاى شول چې له اتلسو مياشتو مذاکرو وروسته هوکړه لیک لاسلیک کړي.
شل کاله وروسته امریکا وپتييله چې ځاني او مالي زیانونه يې نور ورته د منلو نه دي. جګړه ورته د خپل تاريخ تر ټولو زيانمنه اوږده او تاواني تمامه شوه. د طالبانو د مقاومت اندازه يې غلطه محاسبه کړې وه. له ټولو مهمه دا چې د امریکا په اصطلاح د ګرين آن بلو (Green on Blue) يعنې د افغان ملي اردو لخوا په امريکايي ځواکونو باندې د بريدونو زياتوالي سخت اندېښمن کړل. هغوى و پوهيدل چې په کابل کې ناست چارواکي يې ګټې نشي خوندي کولاى، په حکومت کې د ننه شديد اختلافات، فساد او زورواکي د امریکا د خلکو پوښتنې راپورته کوي، نو په بديل باندې يې فکر کول پيل کړل. که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې ځينې مهمې برخې پټې دي، خو داسې ويل کېږي چې امريکا د خپل ارتجاعي (بدلون منونکي) سياست په کارولو له طالبانو سره د څو دوره مذاکراتو وروسته داسې هوکړې ته ورسيدل چې په افغانستان کې خپلې اوږد مهالې ګټې، د خپلو ځواکونو خونديتوب او په هوکړه لیک کې يې داسې پيچلې مادې شاملې کړي چې له طالبانو سره د امریکايانو اوږدمهاله تعاملاتو ته لاره هواروي. همدغه متمائل (flexible) سياست د هيواد ګټي خوندي کوي. زمونږ په شان بېځايه سرټمبه توب د ګټې پرځاى زيان لري.
مونږ عادتاً د خپلو ستونځو په حل کې ناکام يو، خو په نورو باندې نيوکه او مشورو ورکولو کې بېسارې وړتیا لرو. امریکا له افغانستان څخه ځواکونه باسي که نه؟ ښه کار کوي که بد کار کوي؟ له طالبانو سره په هوکړه لیک کې يې اړين مواد ځاى کړې دي که يې نه دي ځاي کړي؟ وتل يې مسئولانه دي که غيرمسولانه؟ له افغانستان سره يې په ژمن عمل کړئ ده که نه پاتې کېږي؟  د وتلو پرمهال خپلې وسلې پاکستان ته سپاري که مونږ ته يې راکوي؟ له افغانستان څخه د امریکا د ځواکونو د وتلو پريکړه پرځاى او که عجولانه ده؟ دا ټولې پوښتنې په امريکا پورې تړاو لري. مونږ يې مسئوليت نلرو. مونږ باید خپل مسائل حل کړو.
ډير وخت مونږ ته د امریکا او نورو بهرنيانو ځينې کارونه حماقت او فرعونيت ښکاريږي، خو واقعيت داده چې زمونږ او د هغوى ارزښتونه توپير لري. هغه څه چې هغوى پکې ستونځه لري معنويت ده او مونږ ته له مادياتو څخه معنويات ډير ارزښت لري. د بيلګي په توګه که يوه افغان ته مليونونه دالر ورکړي خو خپله ښځه په نيکر او سينه بند کې د عامه خلکو منځته ته نه راباسي خو غرب دغه کار کار په خپله خوښه کوي او هيڅ عيب ورته نه ښکاري.
هغوى خپل مسئوليت پيژني او خپله پوهيږي چې موخو ته د رسيدو لپاره څه وکړي. په پرديو باندې د حساب کولو پرځاى مونږ ته خپل سپوڼي ګنډل پکار دي خپلې نيمګړتياوې ډکولو ته اړتیا لرو، خپل تيت او پاشلئ ټولنيز وجود راټولولو، يو بل منلو د لوړو ملي ګټو لپاره انعطاف او زغم ته ضرورت لرو.
راځئ له ځان څخه پوښتنه وکړو چې زمونږ ترمنځ جګړه په څه ده؟ حکومت واقعاً د امریکا مزدور ده او طالبان په ريښتوني ډول د پاکستان لپاره کار کوي؟ ايا دلته روانه جګړه په واقعي توګه د ارزښتونو ده او که د ارزښتونو ترعنوان لاندې د واک په سر جګړه ده؟
تير شل کاله مو ولي ونشو کړاى چې په امنیتي برخه کې د ځان بساينې هدف ته ورسيږو؟ ايا له پردیو څخه زمونږ دا غوښتنه او توقع پرځاى ده چې زمونږ امنیتي ستونځو د حل تر وخته دې زمونږ امنیت وساتي؟
کله چې له ولسمشر غني څخه واورم چې وايي له سولې وروسته به د طالبانو د ادغام سخت پړاوونه راپغاړه وي، نو ناهيلئ شم او دغه ډول تصور ته محال وايم چې د ولمسشر غني او يا هم د طالبانو د مشر په مشرتابه به سوله راشي. که څه هم طالبان د سولې هوکړه تر خپل مشرتابه لاندي شونئ ګڼي خو تراوسه پورې په زغرده نه وايي چې د سولې له تړون وروسته د موجود حکومت د چارواکو ادغام هم زمونږ د خورا ستونځمنو دندو په جمله کې راځي.
زه په اوسنیو شرایطو کې د غني د استعفأ مخالف يم. دا کار خطرناک ګڼم. دومره خطرناک چې د پايلو تصور يې نه کوم. استعفأ په هر حال شاته تګ ده، خو دا هم واقعيت ده چې مونږ ته سوله د ولسواکي له تسلسل څخه زياته مهمه ده. البته هغه مهال باید خبرې ورباندي وشي چې طالبان يې د سولې لپاره د شرط په توګه وړاندې کړي، افغانان ورباندي د سياسي اجماع په شکل هوکړه وکړي او نړيواله ټولنه يې بشپړ ملاتړ وکړي.
دا واقعيت له لمر څخه هم روښانه ده چې اوسنى امنیتي وضعیت د زغم او منلو نه ده. هره ورځ زمونږ تر دوو سوو پورې افغانان د جګړو خوراک ګرزي. په حکومت کې اختلافات رامنځته کيدل د اندېښنې وړ خبره ده او د سولې بهیر ته زيان رسوي. دغه حالت جدي بدلون ته اړتیا لري. کله چې دوه مخالف لوري يا په بله اصطلاح دوه دښمنان سوله کوي، نو سوله د يوې خوا  د واک په صورت کې نه وي، بلکې د سولې د پروسې د بشپړتيا لپاره دريمګړئ راځي. زه منم چې د دريمګړي د غوراوى په برخه د ولسمشر غني او مولوي هبت‌الله باور او هوکړه ترلاسه کول اړين کار ده.
مونږ دوه لارې لرو؛
يوه حل لاره ګډ موقت حکومت او بله  بې پرې موقت حکومت ده. دواړه مثبت او منفي خواوې لري. د دواړو لپاره باید د واک ساحه مشخصه شي او د دواړو  لوړ پوړي چارواکي باید په راتلونکي منتخب حکومت، دولتي بنسټونو کې او په لوړو پوستونو باندې د کار کولو او که قانوني ستونځه نه وي د پارلمان د غړيتوب حق هم ونلري.
په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply