آلف:- زکـــــــــــــــــــــات
دبيت المال په منا بعو کې تر ټو لو مهمه وسيله زکات دی نه يواځي د اسلام د اقتصادی نظام ستنه ده بلکې دا داسلام په اساسي او بنيادی ارکانو کې يو مهم رکن دی چې په قران کريم کې نژدی (٣٠)ځایه دزکات يادونه شوي ده او په (٢٧) ځایونو کې دلمانځه سره يو ځای ياد شوی چې ددی څخه ددی اهميت پوره څرګندیږي دزکات ورکول په هر مالداره مسلمان باندې فرض عين دی دنه ورکولو لپاره هيڅ بهانه او دليل نسته اونه څوک دهغو دورکولو څخه ځان خلاصولی سي اسلامي حکو مت دزکات دنه ورکونکې سره جنګ او جګړه هم کولای سي ا نحضرت محمد ص دزکات دفلسفي په هکله دارنګه حضرت معاذ رض ته فرمايلي
((اي معاذه رض دیمن خلک پدی پوه کړه چې خداي ج په دوی زکات فرض کړی چې ددوی دمالدارانو څخه اخستل کېږي او د همدوی په غريبانو باندې به ويشل کېږي (بخاري او مسلم کتا ب الزکات ة )
زکات دلاندی شيانو څخه اخستل کېږي
١ په څارويو باندې زکات کوم چې دتجارت لپاره ساتل کېږي په دی څاريو کې اوښان ،وزي ،اسونه ،غواوي او ګامیښې راځي
٢ په جنسي مالونه باندې زکات لکه سره زر ،سپين زر ،نغدې پیسې ،دکمپنيو په ګټو اودتجارت په مال باندې .
الف په څارويو کې په لاندی ډول زکات ا خستل کېږي
هغه څاروي چې دنسل ګيري او تجارت لپاره سا تل کېږي دطبعي څړ ځای څخه استفاده کوي اود نصاب حدته ورسيږي په هغو باندې زکات فرض دی داوښانو نصا ب پنځه دی چې ددی څخه په کم زکات نسته دپسونو ميږو او وزو نصاب څلويښت دی چې ددی څخه په کمو زکات نسته دغواګانو غويو او ګامیښو نصاب دیرش دی چې ددی څخه په کمو زکات نسته په پنځه اوښانو يوه وزه يا پسه په دیرش غويانو يوغویی اوپه څلويښت پسونو باندې يو پسه اخستل کېږي
ب کوم شيان چې دمعدنياتو اوکانونو څخه لاس ته را ځي په هغو کې پنځمه برخه ده په طلا (سره زر )او نقره (سپين زر )باندې هم زکات سته چې په نقره کې دوه سوه درهمه چې دوه پنځوس تولي کېږي که چېري طلا او نقره سره يو ځای سي دواړه نصاب پوره کړي نو زکات پري ضروري دی په دې طلااو نقره بايد يو کال تير شوي وي او د هغو څلويښتمه برخه يعني دوه نيم فيصده ( % ٥، ٢ )ورکول کېږي په نقدو روپيو باندې هم دوه نيم فيصده زکات دی
ب دځمکې دتوليداتو زکات (عشر)
هغه څه چې ځمکه تو ليدوي په هغو تو ليداتو باندې زکات (عشر )فرض دی چې ذکر يي په قران کريم کې موجود دی (واتو حقه يوم حصاده) ورکړی دهغو حق په ورځ دريبلو کې يعني کله چې دځمکې څخه حاصل اخلي دهغو حق (زکات )ورکړي
(يا ايهاالذين امنو انفقو من طيبات ما کسبتم ومما اخرجنالکم من الارض)
(اي دايمان خاوندانو دپاک مال څخه صدقه ورکړی کوم چې تا سي يي په لاس ګټی اوکوم چې له ځمکې څخه تاسي ته په لاس درځي )
دهغو ځمکې چه اوبه يي دباران ،چېنو ،يا طبعي ويالو څخه وي لسمه برخه اخستل کېږي اودهغو ځمکو چې اوبه يي په برمه ،څاه ،ياپه پيسو باندې وي دهغو شلمه برخه اخستل کېږي (بخاري اول جلد کتا ب الزکاة)
ب:- خــــــــــــراج
خراج داسي يوه ماليه ده چې داسلامي حکومت په دا خل کې داوسيدونکو ذمي کافرو څخه اخستل کېږي هغه کافر چې دتوري په زور تابع شوی وي هغو ته ذمي ويل کېږي هغه کسان چې خپله تسليم شوي وي يا په صلح باند يي معاهده کړي وي دهغوی څخه بيا خراج نه اخستل کېږي بلکې دمعاهدی مطا بق به ورڅخه ماليات اخستل کېږي
اوخراج دهغه کرايې نوم دی کوم چې اسلامي حکومت يي دخپلو ځمکو په مقابل کې دکا فرو څخه اخلي يعني حکومت هغوی ته ځمکه په مزدوري باندې ورکوي او د کرايي پر ځای ورڅخه خراج اخلي دخراج نصاب او اندازه نده معلومه بلکې دحالاتو اودځمکې مطا بق دهغو څخه حکومت خراج اخستلی سي دځمکې وضعيت ،حاصل خيزي ،اومصارف په نظر کې نيول کېږي اوبيا د خراج مقدار او اندازه تعينيږي دا دهغو ځمکو څخه اخستل کېږي کوم چې اسلامي حکومت فتح اوبيا يي همغو کافرو ته ورکړي چې زراعت پکې وکړي کله چې خيبر فتح شو نو باغونه یي انحضرت ص يهودیانو ته پريښودل اونيمایي حا صل به یي ورڅخه اخستل همدارنګه حضرت عمر فاروق رض دعراق اوشام ځمکې هماغو کافرو ته پريښودې اوخراج به يي ورڅخه اخستلو (کتا ب الخراج –امام ابو يو سف رح ) دحضرت عمر فاروق رض په وخت کې دعراق ،شام اومصر څخه جمعا يو مليارد دوه سوه شپږميليونه او شل زره دیناره( ١٢٠٦۰٢٠٠٠٠)خراج مسلمانانوته په لاس ورتلو په شريعت کې دوه ډوله خراج اخستل کېده
١ د ځمکې د مساحت په اساس چې د انګورو باغ په يو جريب به لس درهمه ،دخرماو په يو جريب به اته درهمه ،د غنمو په يوه جريب به څلور درهمه او دوربشو په يوه جريب به دوه درهمه اخستل کېدل .
٢ دويم ډول خراج د اسلامي حکومت له پلوه د مفتوحه ځمکو پر حاصلاتو لګول کېده چې د ټول حاصل دريمه يا څلورمه برخه به حکومت ته ورکوي او که حاصل ونه کړي نو پر څښتن باندې يي هيڅ هم نه لازميږي دغه راز که کښت يي په سيلاب يا کوم بل افت باندې له منځه لاړ سي نو هم څه پري نسته .
ج:- جـــــــــزيـــــــــه
جزيه دذمي کسانو څخه دعسکري خدمت اودهغوی دحفا ظت اوامنيت په بدل کې اخستل کېږي يعني په ذمي کسانو باندې ددی جزيي په مقا بل کې عسکري خدمت نسته که چېري کوم يو ذمي عسکري خدمت ته حاضر سي نو په هغه جزيه نسته دايوه ډيره کمه ماليه ده چې دهغوی څخه اخستل کېږي بي ګټي او غريبو باندې جزيه نسته دحضرت عمرفاروق رض په وخت کې دمالداره ذمي څخه چې ډير دولت به يي لرلو په يو کال کې اته څلويښت درهمه (٤٨)،دمتو سط ژونددخاوند څخه به يي (٢٤)درهم ،اودکارکوونکې ځوان څخه به يي (١٢)درهم اخيسته خوکله به چې دذميانو حالات خراب شو نو بيا به يي جزيه کموله يا به يي بلکل نه اخيستله حضرت علي رض هم دمالي حالت په نظر کې نيولوسره په ذميانو باندې جزيه لګولي وه اودري درجي کسان وو چې يوه يي شتمن ،متوسط ،اوکارکوونکې وه هغه ذميان چې جزيه ورکول نه غواړي نو دهغوی څخه بيا دزکات په قسم خو دوه چنده دزکات صدقه اخستل کېږي که چېري اسلامي حکومت دذميانو حفا ظت ونسي کړای يا يي حفا ظت کول وه نه غواړي نو بيا به بيرته جزيه ورته ورکوي اوهغوی به په دی خبروي چې مو نږ ستا سي حفا ظت نشو کو لای دا کار حضرت ابو عبيده بن جراح رض په شام کې وکړ کله چې هغه خپل فوځ دځيني علاقو څخه راوغو ښت نو هغه خلکو ته يي جزيه بيرته ورکړه. ª
د: واردا تـــــي محصول ( ټيکس )
اسلام دآزادتجارت غوښتونکی دی ،هغه غواړي چې د يومملکت اضافه توليد دې بل مملکت ته پرته دقيد او بند څخه ولاړسي په صدراسلام کې چې کومو مسلمانانو تجارت کولو او بهرني هيوادونوته به تلل نو هغوی به د مسلمانانوڅخه محصول اخیسته خو کوم کافران به چې اسلامي خاوري ته داخليدل پر هغوی به هيڅ نوع محصول نه وه په دی توګه به مسلمان تجاران په تاوان او خساره کې راتلل او کافرانو به د دوی پر ځای ګټه او فايده کوله .دهمدې خساري د لري کولو لپاره حضرت عمر فاروق (رض) خپلو واليانو ته وليکل :(د کافرو تجارانو څخه دومره محصول اخلي چې هغوی يي د مسلمانانو تجارانو څخه اخلي د اهل ذمه څخه شلمه برخه او د مسلمانانو څخه څلويښتمه برخه واخلي کتاب الخراج- امام ابو يوسف (رح) . اسلامي حکومت دارعايت تجارانو ته ورکړ چې صرف په يو کال کې به يي ورڅخه يو ځل عشور اخسته او بيا به ټول کال معاف وه .
د مسلمانانو څخه چې کوم عشور اخستل کېږي هغه زکات حسابيږي او د هغو مصرف هم د زکات په قسم دی او کوم محصول چې د کافرو تجارانو څخه اخستل کېږي هغه د جزيي او جراج په جمعه کې حسابيږي د حربي يعني هغه کسانو څخه چې د اسلامي حکومت سره معاهده نه لري د هغوی څخه به لسمه برخه اخستل کېږي.
کله به چې اسلامي حکومت وغوښتل د يو سي مقدار او واردات دی زيات سي نو په هغه به يي
محصول کم کړ تر څو زيات مال وارد کړي سي او چې کله به يي مال کمول غوښتل نو د محصول اندازه به يي ورته بيرته زياته کړه .هغه سيان چې د وخت په تيريدو به خرابيدل د محصول څخه معاف او مستثني وه .
حضرت عبدالله بن عمر (رض) فرمايي چې حضرت عمر فاروق (رض) د تيلو او غنمو په محصول کې تر نيمايي پوري کموالي راوست تر څو په مدینه منوره کې د هغو مقدار زيات سي .
هـ : د حـکومت خپـــل تـــوليـــدی حاصـلات
لکه څرنګه چې هر فرد د خپل ملکېیت د زيات والي لپاره کار او فعاليت کوي همدارنګه حکومت هم د اجتماعي او ټولنيز ملکیت د ډيروالي لپاره کار او فعاليت ته لاس اچوي تر څو د توليد وسايل بي کاره او عبس پاتي نسي .ددی څخه مطلب داهم دی چې هیواد دې اقتصادي ترقي وکړي .حکومت د خپل فعاليت په وسيله کولای سي د خپلو مصارفو څه برخه خپله پوره کړي او بل چاته محتاج نسي او نه دملت څخه زيات ماليات او ټيکس وغواړي . د حکومت په توليدی وسايلو کې سرمايه ،ځمکه ،معدنونه ، ځنګلونه ، د اوبو ذخيري ، د برق د توليد بندونه ، نهرونه ، ريل ګاډي ,هوايي ترانسپورت ، بحري ترانسپورت ، دډبروسکاره ، ګاز، تيل اود مالګې کانونه شامل دی چې ددې منابعوڅخه د استفادې په صورت کې هغوی هر رنګه عايدات لاس ته راوړلی سي
١ حضرت عمر فاروق (رض) د اسلامي حکومت اړوند ه ځمکې د کرهڼي لپاره ورکړي وي چې په کال کې ورڅخه نوي ميلونه (٩٠٠٠٠٠٠٠) درهمه عايد لاس ته راتلو ( کتاب الخراج ،امام ابو يوسف (رح) .
٢ حضرت عثمان (رض) بيا خلکو ته په کرايه او مزدوري باندې ځمکه ورکړه چې د هغه څخه بيت المال ته (٥٠٠٠٠٠٠٠٠) پنځه سوه ميلونه درهمه کلني عايد لاس ته راتلو
٣ حضرت فاروق (رض) به خلکو ته په نيمايي باندې ځمکې ورکولي خو تخم به يي خپله ورکولو
٤ حضرت علي (رض) د برس ځنګل چې د باڼس لرګي په کې وه په (٤٠٠٠)درهمه په کال کې خلکو ته ورکړي وو .
٥ حضرت عمر بن عبدالعزيز (رح) د عراق يو جهيل چې کبان په کې موجود وو په کرايه ورکړي و و .
٦ حضرت عمر بن عبدالعزيز (رح) د عراق والي ته خبر ورکړ چې د بيت المال د پاتي شوي مال څخه ذميانو بزګرو ته پور ورکړه چې هغوی خپلي ځمکې پري جوړي او د کرهني لپاره يي چمتو او برابره کړي.
- په درنښت
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320