!سوله زما او د ټولو افغانانوهیله ده

سید عبدالله پاچا

0 591

له اوږدې مودې راهیسي په هیواد کې د یوې تلپاتې سولې او ثبات په موخه د دېوالونو او ودانیو نیولې تر لوحو، ونو، غرونو، کاڼو او بوټو پورې د “سولې” ډول- ډول پیغامونه رسم شوي دي، په دې پیغامونو کې مو هېوادوال د جګړې له ټولو ښکېلو غاړو غواړي چې جګړه نوره بس دی راشئ، سوله وکړئ او خپل هېواد اباد کړئ، مخالفینو ته له سپین ‌سرو نيولې تر تورسرو، پېغلو او ځوانانو پورې، هېوادوال په ننواتې ورغلل، خېمې یې ودرولې، سړې او ګرمې شپې يې ترې لاندې تېرې کړې چې نور د خدای روی ته وګورئ بس دی، له خپلې ټولنې سره عادي ژوند ته ادامه ورکړئ.

هېوادوال د “سولې” دا غوښتنه له نږدې نیمې پېړۍ را په دې خوا کوي “سوله غواړو” شعار په تېرو شلو کلونو کې بېخي تود شوی، د هر هېوادوال په خوله کې لکه د طیبه کلمه همدا شعار دی، ځکه د پخوا په پرتله اوس جګړو ډېر زیات زور اخیستی، ظلم او وحشت اوج ته رسېدلي دي، د هېوادوالو په مرګ ‌ژوبله کې هر کال ټکان ورکوونکی ډېروالی راځي، خلک ورځ تر بلې له هېواده تېښتې ته مجبورېږي، د ژوند له اساسي اړتیاوو بېخي محروم شوي یو، په وطن کې مو د لوږې ګراف بې‌ سارې پورته لاړ او وچکالي لا بل افت شو چې په دې ترینګلي حالت کې لا دا غضب لومړیتوب نه ګڼل کېږي.

څو ورځې وړاندې مې د یوې څېړنیزې ادارې راپور لوست، په‌ کې راغلي وو چې تر نیمايي ډېر افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، همداراز د هر کال په تېرېدو مو له هېواده د هېوادوالو په وتلو کې ډېروالی راځي که د چا وسه کېږي، پرمختللیو هېوادونو ته ځي، خو که څوک د لرې تګ وسه ‌نلري، یو ځل بیا د ظالمو ګاونډیو ترحم ته په تمه کېني.

هېواد مو په پورته ذکر شویو ناخوالو سربېره نورې ډېرې ستونزې هم لري. دلته کاروبار په ټپه ولاړ دی، اقتصادي او د بیارغونې پروژې له ځنډ او خنډ سره مخ دي، پانګونې ته نه داخلي او نه بهرني پانګوال زړه ښه کوي، ځکه یوازېنی لامل یې همدا د سولې نه ‌شتون دی چې نن بې ‌رحمه او مغرضو ګاونډیو هېوادونو او نورې نړۍ ته محتاج کړو، که‌ نه افغانان په هېڅ ډګر کې تر چا کم نه ‌دي.

که دلته سوله وي، له نورې نړۍ سره مو په هره برخه سیالي او رقابت ممکن دی، ځکه زموږ هېواد د طبیعي غِنامندۍ او بډاینې له پلوه په ټاپ غني هېوادونو کې ځای لري. که هېواد مو په وچه کې ګیر هم دی، خیر دی، خو د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او پاتې نړۍ د پُل په څېر د اتصال ښه جغرافیايي موقعیت لرو.

همداراز، د کښت له ‌پاره ښې پرېمانه دښتې لرو، ښې پرېمانه اوبه او تر ځمکې لاندې زرګونه مېلیونه ډالره کاني زېرمې لرو. له بده مرغه یوازېنی شی چې افغانانوته لکه د مرغۍ شیدۍ ګرځېدلي هغه سوله ده چې موږ يې نه لرو. د دې نایابه پيو نه ‌شتون له هر څه محروم کړي یو. د ټولو پرمختګونو او سیالیو د لاس ته راوړلو له ‌پاره تر هر څه وړاندې موږ سولې ته اړتیا لرو، یوازې سولې ته!

  دا چې زمونږ د افغانستان د اوسنې جګړی او یوې تلپاتې سولې د ټینګښت په  د څو کلونو راهیسي په افغانستان کې د ننه د جیدو علماو غونډو او ناستو تر څنګ په نړیواله کچه هم د نړۍ سترو دیني علماو د افغانستان جګړه ناروا بللي او په ښکیلو خواوو یې د سولې غږ کړي تر څو تاوتریخوالي پریږدي، خو سر بیره پر دې هم وسلوالو طالبانو زمونږ د مظلوم او د سولې تږي ولس پر وړاندې له جګړي او تاوتریخوالي لاس وانخیست او ولس یې ناهیلي کړ، خو د قطر په دوحه کې د سولې په بهیر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو تر منځ  ورستیو پرمختګونو یو ځل بیا د ولس هیلي راژوندې کړي او دا تمه لرې  چې نور به مو په هیواد کې یوې تلپاتي سولې ته لاره هواره شي او له ګدون کوونکو هیوادونو څخه دا تمه لري چې نور په افغانستان کې دغې تحمیلي او تپل شوي جګړي ته د پاي ټکي کیږدي.

  دا هم باید له پامه ونه غورځوو چې افغانان د جګړي او  ورور وژني پلویان ندي بلکې نور دي چې د خپلو ناوړو موخو د ترلاسه کولو لپاره یې دغه شومه پدیده ( جګړه) په دا څلور لسیزو کې پر افغانانو تحمیل کړی او د خپلو ناوړو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره یې  د ځینو خرڅ شوو او ناپوهه کړیو څخه د ځان په ګټه کار اخیستی او دې ته یې مامور کړي تر څو خپل ولس او هیواد دهغوي په لاس د تباهۍ په لور بوځي، خو الحمدالله چې اوس مهال زمونږ ولس ته هر څه روښانه او بربنډ شوي دي او د خپل هیواد او د مظلوم ولس دښمنان یې په ښه توګه پیژندلي، همدا وجه ده چې دهیواد په ګوټ ګوټ کې د سولې غږ پورته کیږي او له دولت او وسلوالو مخالفینو (طالبانو) څخه غواړي چې نور د جګړي پر ځای د سولې او ورورولی لاره غوره کړي ځکه چې سوله یو الهی امر دی، نو راځئ چې نور خپل ولس ته د یوې تلپاتي سولې په راوستلو سره دوي ته نوی ژوند، خوشحالي او نوې هیلي ډالي کړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply