القاعده ډله چې په ټوله نړۍ کې ترهګریز فعالیتونه کوي، افغانستان کې د یوې ترهګرې ډلې په نوم پيژندل شوي ده.
دا سخت دریځه ډله په ټوله نړۍ کې د هېوادونو خلک د ځان په ګټه کاروي او تر څنګ یې بهرنیو ترهګرو ته زمینه سازي کوي چې نورو هېوادونو کې ترهګریز فعالیتونه وکړي.
القاعده ډله چې په اصل کې له سعودي عربستان څخه پيل شوې او مشري یې اسامه بن لادن کوله، یو وخت کې یې زیات تمرکز په افغانستان و او دلته یې د جهاد تر نامه لاندې ترهګزیز فعالیتونه کول.
اوس هم دا ډله ځینو سیمو کې فعالیتونه لري او د بیلابیلو هېوادونو ترهګر ورسره دي چې په بیلابیلو نومونو باندې جګړه کوي.
القاعده ډله په افغانستان کې ځکه ترهګریزه ډله پيژندل کیږي چې دا ډله هیڅ د افغانانو په کلتور او عنعناتو باندې نه پوهیږي او ځینو مواردو کې هیڅ په هیڅه د افغانانو د وژل کیدو فتوا ورکوي.
د دې ډلې لپاره په افغانستان کې ځای نشته، خو طالبان دي چې ځینو سیمو کې یې دې ډلې ته د فعالیت زمینه برابره کړې او تر خپل وزر لاندې یې ساتلي دي.
که طالبان نه وي، القاعده ډله په افغانستان کې یوه ورځ هم نه شي تیرولی، نه افغانستان کې افغانان ځای ورکوي او نه یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه پټیدلی شي.
دا ډله چې د شوري پرضد جهاد کې افغانستان ته راغلې، هغه مهال د افغانانو له غوښتنې سره سم او د افغانانو تر قومندې لاندې یې د شوروي ضد جګړه کې برخه اخیستله، خو کله چې طالبان راولاړ شول، دې ډلې د جګړې مشري لاس کې واخیسته او د نورو هېوادونو د استخباراتو پروژې یې افغانستان کې تطبیق کولې.
دې ډلې د طالبانو په واکمنۍ کې له افغانستان څخه د پټنځآی او جګړې د مرکز کار اخیسته چې بلاخره د دې لامل شول چې امریکايي او نړیوال ځواکونو ته یې پلمه جوړه کړه چې پر افغانستان برید وکړی.
کله چې بهرنیو ځواکونو پر افغانستان برید وکړ او افغانستان کې موقته اداره رامنځ ته شوه، القاعده ډلې طالبان بیا سره منظم کړل او جګړه یې شروع کړه.
د القاعده ډلې ښکاره شعار دا و چې د بهرنیو ځواکونو پرضد جګړه کوي، خو د پردې تر شا اهداف یې نور و چې د ټولې نړۍ د مسلمانانو او افغانانو په زیان و،
همغه و چې دا ډله د ۲۰۱۴م کال وروسته یو څه کمزورې شوه او په افغانستان کې یې فعالیتونه په نشت حساب شول، خو کله چې طالبانو په تیرو کلونو کې تاوتریخوالی بیا زیات کړ، القاعده ډلې سره یې اړیکې بیا پياوړې کړې او دا ډله یې خپل صف ته د دې لپاره دننه کړه چې له امکاناتو یې ګټه پورته کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320