Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the a3-lazy-load domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the real-time-auto-find-and-replace domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the publisher domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121
د طالبانو د جګړې بل اړخ تفرقه اچونه ده – DawatMedia24

د طالبانو د جګړې بل اړخ تفرقه اچونه ده

سید عبدالله پاچا

0 947

طالبان چې مخامخ جګړه کې یې ماتې خوړلې وه او ماتې یې وخوړه، په جګړه کې د بریا لپاره هر ډول حربه وکاروله، خو هیڅ هدف یې ترلاسه نه کړ، یواځې دا چې زیات افغانان یې د جګړې قرباني کړل.

اوس چې طالبانو او د طالبانو ملاتړو هېوادونو د افغانستان له جګړې څه لاس ته را نه وړل او د افغانانو یووالی یې و نه پاشه اوس هڅه کوي چې قومي او مذهبي تفرقې رامنځ ته کړي.

تر دې وړاندې هم طالبانو پوره کوشش کړی او بیلابیلې لارې یې کاروي چې افغانانو د شیعه او سني، هزاره او پښتون، حنفي او سلفي په نوم په اختلافانو باندې واړوي، خو نه دي بریالي شوي.

تازه تاسو ولیدل چې تیره اوونۍ طالبانو په بامیانو ولایت کې ځانمرګی برید وکړی چې له شپيته زیات کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

دا برید په عامه ځای کې چې له ګڼې ګوڼې ډک و، وشو چې په پایله کې یې ۱۶ ملکي وګړي شهیدان شول او ۵۵ نور ټپيان شول، د دې خلکو کومه ګنا نه وه، یواځې دا چې طالبانو د خپلو شومو موخو لپاره قرباني کړل، هغه موخې چې بهرني هېوادونه یې لري او طالبان د وسیلې په توګه کاروي.

طالبانو په دې وخت کې دا برید ځکه وکړ چې غواړي د سولې پروسه چې د نړیوالو فشارونو او د افغانانو په غوښتنه پيل شوې، سبوتاژ کړي او طالبانو ته د جګړې د دوام پلمه اوږده شي.

د طالبانو بل هدف دا دی چې غواړي، په دې ډول بریدونو سره د ایران او پاکستان هغه پالیسي پلې کړي چې غواړي افغانانو ترمنځ قومي او مذهبي تفرقه پيل او کورنۍ جګړې شروع شي.

د افغان دښمنه هېوادونو لویه هڅه دا ده چې افغانان نباید سره یو اوسي او هر کله باید داسې پيښې وشي، چې خپل منځ کې په جګړو باندې بوخت شي.

خو تیرو کلونو کې افغانان له ټولو استخباراتي لوبو خبر شوي او دا ډول بریدونه له تحلیل وروسته تفسیر کوي او بیا پریکړه کوي.

تاسو ولیدل چې د بامیانو له برید وروسته شیعه مسلمانانو یا د بامیانو خلکو په ښکاره وویل چې طالب به هیڅکله د دوی له وینې تویدنې څه لاس ته را نه وړي او نه به د افغانانو یووالي وپاشي.

دا لویه لاس ته راوړنه ده چې افغانان اوس یو تر بل قربان کیږي او له کورنیو جګړو یې زده کړي چې دا وطن د ټولو کور دی او د ټولو یووالي ته ضرورت لري، که ترهګر تر دې هم وحشي شي، خو که افغانان سره یو وي، هيڅکله به ترهګر خپلو موخو ته و نه رسیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply