کندهار کې یو لوی پول د موټر بم په واسطه ویجاړ شوی

0 842

د کندهار سیمه ایز چارواکي وايي، وسلوالو طالبانو ددې ولایت سره اړوند د ارغنداب ولسوالۍ یو لوی پول نړولی دی.
سرچینې وايي، دا پول د کندهار ارغنداب ولسولۍ پر سیند جوړ شوی وو چې د یادې ولسوالۍ دوه سترې برخې یې سره نښلولی نن سهار د وسلوالو طالبانو له لوري د موټر بم په وسیله ویجاړ شوی دی. د سرچېنو د معلوماتو پر بنسټ ددې ستر پول پر ورانېدو سره زرګونه کورنۍ له خورا ستونزو سره مخ شوي دي.
د یادونې وړ ده چې دې وروستیو کې د هېواد په ډېر شمېر ولایتونو کې د عامه تاسیساتو د ورانولو لړۍ چټکه شوی چې حکومت یې تر ډېره پړه پر وسلوالو طالبانو اچوي خو طالبانو بیا تر اوسه ددغه پول د ویجاړلو په اړه څه ندي ویلي. له دې وړاندې فاریاب ولایت کې هم د وسلوالو طالبانو له لوري د یوه ښوونځي ودانۍ ته اور اچول شوی وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply