په اوس وخت کې د علماء کرامو مسؤلیتونه

ملا عبدالسلام ضعیف

0 472

بسم الله الرحمن الرحیم

ملا عبدالسلام ضعیف

پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر

د کومې ورځې څخه چې رسول الله  ﷺ پېغمبر سوی او د اسلام د دين دعوت يې خلکو ته ورکړی، مشرکینو یې مخالفت وکړ او د حق او باطل دغه مقابله تر نن ورځي پوري روانه ده، هوا پرستان که د مسلمان په نوم دي او که غیرمسلمین دي په دې لټه کې دي چې څنګه د اسلام د دين د خپريدومخه ډب سي، دا کوم نوی جريان نه دی، آن تر قيامته به دغه د حق او باطل مقابله په مختلفو طريقو سره روانه وي، ځکه هوا پرستانو اول په بله طریقه کار کاوه؛ هغه داچې  د اسلام دين يوغير اسماني دين وبولي، پېغمبر ته يې منسوب او د هغه لخوا د ځانه جوړ سوی ابتکار یې وګڼي، پېغمبر ته يې دليوني خطاب هم وکړ، ساحر يې هم وګڼی، دا به يې هم ویل چې العياذ باالله جنيات اوشيطانان ورته خبري راوړي، کله به يې د منصب او مقام په لاسته راوړلو هم متهم کاوه، دا هر څه د دې لپاره وو چې رسول الله ﷺ به د هغوی د نفسي خواهشاتو مطابق عمل نه کاوه، بلکې هغوی به يې د هوا اونفسي خواهشاتو په ترک د الله ﷻ لوري ته رابلل، تر دي چې نفسي خواهشاتو لرونکو پر داعي الخير د مکې مکرمې ماحول تنګ او هغه یې هجرت او مکې پريښودلو ته مجبورکړ، دا هغه تاريخي فلسفه ده چې د دعوت او دين د مخنيوي لپاره دغه جريان تر اوسه را روان دی.

مګر اوس طریقه یې یوڅه بدله سوې ده، په دغو دین دښمنانو کې یو ډول هغه کسان دي چې تر اوسه هم په دې لټه کې دي چې ددغه حق دین د مخنیوي لپاره هم هغه زړه طریقه کاروي، او دویم ډول هغه خلک دي چې طریقه یې بدله؛ دا کسان هم دوه ډوله دي، اول یې غیرمسلمین او دویم یې دمسلمانانو په ټولنه کې د ننه د مسلمانانو په نامه یادیږي، خو فکرونه یې د اسلام د دین مطابق نه دي، مګرصراحتاً د اسلام څخه انکار نه کوي، خو همیش د انتقاد ګوته اسلام او مسلمان ته نیسي.

دا چې دا خبره اوس هيڅوک نه ورسره مني چې د اسلام اساس باطل وښيې، له دې کبله هغوی د مسلمان لپاره مختلف نومونه کاروي، دین ستیزي، تشدد او له اسلام څځه ناسم پوهاوی او داسي نور…

دوی ځکه دا القاب د اسلام داعیانو، مدارسو او علماء کرامو ته کاروي چې هغوی د دوی د هوا او نفس مطابق د هغوی عمل اوکړه نه ور سره تايدوي، او د باطلو افکارو مخه یې ډب کړیده، خو د دوی د دې القابو سره سره د دین خپراوی په ټوله نړۍ کې په حیرانونکي ډول دومره چټک سوی، چې غربي نړۍ یې د وارخطایې کچې ته رسولي ده، یوازي په امریکا کې د سيپټمبر ۱۱مې  د پیښې وروسته په اوسط ډول د کاله شل زره انسانان اسلام ته اوړي، په نوره غربي نړۍ کې هم دا تحول حیرانونکی دی، څومره چې د اسلام دښمنان د اسلام په اړه کاذب تبلیغات او تشدد کوي، څومره چې دوی مسلمانانو ته دسیسې او توطیې جوړوي، همدومره اسلام په تیزۍ سره د دوی انګړ ته ور ننوځي، دا هغه څه دې چې قرآن یې وړاندوینه کړي،  الله  سبحانه و تعالی فرمایې:

يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ.

ژباړه: دوی غواړي د اللهﷻ د دین ډیوه په خپلو بدو او د درواغو په خبرو خاموښه کړي، مګر الله ﷻ وعده کړي چې د دې نور رڼا به په پوره ډول خپروي که څه هم کفار یې بده ګڼي.

تر دي چې هغوی په دې سره هم بسنه ونه کړه، د دین په نوم یې د مسلمان په بڼه کې څو نور کارونه تر سره کړه، لکه د مسلمانانو په منځ کې مذهبي اختلاف ته لمن وهل، مستشرقین علماء جوړول، د تشدد او میانه رو نومونه کارول، سیاسي او غیرسیاسي اسلام ته نقطي لټول، مډرن او د پخواني اسلام نومونه او داسي نور…

تر دې هم هاخوا په تعلیمي برخه کې د محرومیت په راوستلو واټن ایجادول، همدارنګه په سیاسي پوسټونو او موقفونو کې د دیني علماء کرامو، دعوتي مراکزو، مدارسو په وړاندې دسیسي جوړول، هغوی کم ګڼل، توهینول او تهدیدول، دا هغه څه دي چې له  وخته یې رقابت جریان لري، تر ډیره پوري ددین د دښمنانو پانګونه هم دغه رقابت ته متوجه ده، غربي نړۍ په ټول توان سره غواړي چې اسلامي نړۍ کې داسي حکمرانان تقویه او تربیه کړي چې واک کې په ساتلو سره یې خپلو موخو ته ورسیږي، د دې لپاره هم مرستې او پیسې ورکوي او هم د سیاسي فشار څخه استفاده کوي، آن که دا ستراتیژيله کوم خنډ سره مخ کیږي بیا نظامي ځواک هم استعالوي، خو بیا هم دا هیڅ نوي خبره نه ده، هغوی به خپل کارکوي اوکله هم ارام نه کښیني.

ټولو مسلمانانو او په ځانګړي توګه علماءکرامو ته څه په کاردي

 علماء کرام باید لاندي ټکو ته هر وخت متوجه وي:

لومړی: علماءکرام باید په ډیر دقت سره کار وکړي چې حد اقل د هیواد په کچه خپله قوي همږغي او د علماءکرامو وحدت غښتلی کړي، تر څو د اختلاف لپاره فرجه پیدا نسي، همدارنګه د دین د دښمنانو دسیسې په قوت سره خنثی کړي.

دویم: د هیواد په کچه په کار ده چې فقهي مجالس په مسلسل ډول جوړ سي، تر څو په نتيجه کې یې یوه موفقه قوي دارالأفتاء ایجاد سي چې د هغو انسانانو موقف په کښي کمزوری سي کوم چې د دین په حواله کمزوري مسئلي وړاندي کوي او یا د هیواد څخه بهر د بل ماحول او د عیني حقایقو په نظر کې نه نیولو سره د هغوی په مجردو ویناوو سره استدلال کوي.

دریم: پر داسي یو قوي نصاب باندې کار وسي چې د دیني علم تر څنګ ځيني نوري د عصر اړتیاوي هم په نظر کې نیول سوي وي، ترڅو د مدارسو نظام په اقتصادي او تعلیمي ډګر کې په ځان متکي او ښه بډایه سي.

څلورم: په کار ده چې علماءکرام د هیواد په سطحه د مدارسو د تقویت، د ستونزو د په وخت حل کولو او نورو اړینو مسایلو لپاره قوي او غیر سیاسي شوری ایجاد کړي چې په دې توګه د مدارسو د موقف څخه په کلکه دفاع وسي.

پنځم: علماءکرام باید هر وخت د مدارسو، علماءکرامو او دین په اړه دسیسو ته متوجه اوسي، که هغه کوچنۍ هڅه هم وي، ځکه د علماءکرامو خاموشه پاته کیدل به دسیسو جوړونکو ته داجرئت ورکړي چې نور هم د پرمختګ هیله  ور سره پیدا سي، هره هڅه د دین، مدارسو، علماءکرامو او اسلامي مراکزو په وړاندي چې صورت نیسي، که په قصدي ډول یا هم په لاأبالی سره وي، بایدپه نطفه کښي خنثی سي.

شپږم: علماء کرام باید د هیواد په کچه د دعوت او عامه پوهاوي لړۍ نوره هم چټکه کړي، او هڅه وسي چې د علماء کرامو او عامو خلکو تر منځ، همدارنګه د عوامو تر خپل منځ د قوم، سمت، ژبې او داسي نورو نومونو په کارولو سره واټن ډیر نه سي، په ټولو کې د اسلامي اخوت، الفت او همکارۍروحیه ژوندۍ وساتل سي او داسي نور….

دا او دېته ورته کارونه او پرمختګونه ځکه پکار دي چې د دین دښمنان چې کله په یوه تګلاره کې د خنډ سره مخ کیږي بله ستراتیژي په کار اچوي او موږ باید ورته متوجه او محرک اوسو. نور بیا ان شاء الله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply