فاطمیون څنګه مهارېدلی شي؟

استاد اسماعیل یون

0 897
دې کې هېڅ شک نه شته چې د فاطمیونو اصلي سرچینه د ایران اخوندي رژیم دی، انګېزه یې هم بهرنۍ ده، لیدلوری یې هم بهرنی دی، خو کورنۍ انکېزې او د ملاتړ سرچینې هم لري. ځینې مهمې دولتي او سیاسي کړۍ یې د ملاتړ څرګندې سرچینې دي . د جمهور رییس دویم مرستیال سرور دانش، د هغه ټول حکومتي بانډ، د خلیلي، محقق ، مدبر، اکبري، انوري، او نورو هزاره مشرانو اکثره سیاسي ډلې چې د امتیاز لپاره سره وېشل شوي او د هدف پر مهال ټول سره متحد دي، دا ټول په حقیقت کې فاطمیون دي،. عليپور یو لنډغر دی چې دوی د خپلو اهدافو لپاره وړاندې کړی ، یو وخت عبدالعلي مزاري د (شفیع دېوانه) په وسیله د خلکو په سرو کې مېخونه ټکوهل، اوس دانش او خلیلي د علیپور په وسیله د خلکو عزت او دولتي حاکمیت ته ګواښ متوحه کوي.
که حکومت وغواړي علیپور او ده ته ورته نورو لنډغر مهار کړي، نو د کنټرول لپاره یې نورې ډېر لارې شته، خو یوه لنډه او اسانه لاره یې دا هم ده چې حکومت په حکومت کې د دې ډلو د یو شمېر سیاسي لنډغرو او مافیایي کړیو ناقانونه امتیازات ختم کړي. د ساري په توګه کریم خلیلي ته دې د (۱۳۵) ساتونکو د ورکړې امتیاز ختم کړي، یوازې دوه ساتونکي یې بس دي، د محقق او دې ته ورته د نور جګړه مارانو امتیازات دې هم ختم کړي ، یوازې د محقق ، خلیلي او څو تنو نورو اشخاصو د ساتونکو په معاش نه یوازې په بهسودو ولسوالۍ، بلکې د میدان وردکو ولایت په زیاتو برخو کې امنیت ټینګېدی شي، بیا به نه علیپور وي او نه به یې دا کابل مېشتي سیاسي مافیا او دولتي فاطمیون.
یوه بله خبیثه کړۍ چې دا دولس کاله کېږي د غزني د خلکو په استازۍ په ولسي جرګه کې ناقانونه غړیتوب لري او تر علیپور او نورو فاطمیونو هم د ایران ګټو ته زیاته ژمنه ده، د دې کړۍ لرې کول خو یوازې د جمهور رییس یوې اشارې او د ټاکنو د کمېسیون یوه عادي مکتوب ته اړتیا لري، که افغانستان کې سترې محکمې، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون، ټاکنیزو کمېسیونونو او یا هم د همدې برخو کومې اړوندې متخصصې ادارې وویل چې له ټانکو پرته د غزني د یوولسو هزاره وکیلانو د کار امتداد قانوني دی، نو موږ به ووایو چې بېشکه دوی وکیلان دي ، چې په یو ځل ټاکنو ان نږدې پنځه لس کاله هم خپل کار ته دوام ورکولای شي. دا وکیلان که له هزاره توکمه نه وای ، نو دوه دوه ورځې به یې هم کاري موده نه وای غځول شوې ، خو کله چې په سیاسي واکمنو کړیو کې سیاسي رزالت داسې یو پړاو ته رسېدلی وي ، سړی به ګیله له چا وکړي؟
که جمهور رییس غني غواړي د ایران فاطمینو ته د اوبو د مهار تر څنګ بله اساسي څپېړه ورکړي نو یوه لاره یې همدا ده چې دولتي فاطمیون له دولتي مقامه او دولتي امتیازه راګوزار کړي.
No photo description available.
May be an image of 11 people and people standingMay be an image of 4 people and people sittingMay be an image of 1 person and outdoors

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply