منظور پښتین: پي ټي ایم پر پښتنو د ظلم پر وړاندې د خنډ نوم دی

0 2,235

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، چې یاد غورځنګ د ظلم او جبر پر وړاندې د دېوال، د ناقانونه وژنو پر وړاندې د خنډ او د قومي سیاست د پرمختګ نوم دی.
نوموړي تېره ورځ د ارمان لوڼي د دویم تلین په مراسمو کې وویل، چې  پښتانه د هر ظلم په مقابل کې لکه سپر ولاړ دي او دوی هيچاته خپل سر نه ټيټوي.
منظور پښتین د پاکستاني حکومت له لوري، د پي ټي ایم د غړو د نیولو په غبرګون کې وویل، چې اوس وخت رارسېدلی، ترڅو د پاکستان حکومت څخه د خپل اوولس حق وغواړي او که د پاکستان حکومت د یاد غورځنګ ټول غړي هم بندیان کړی؛ نو یواځې منظور پښتین به دغه مبارزه جاري وساتي.
تېره ورځ په پېښور کې  د پي ټي ایم د مخکښ غړي ارمان لوڼي، د دویم تلین په پار غونډه جوړه شوې وه، چې ګڼ شمېر خلکو پکې برخه اخېستې وه او د پاکستان حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply