!منظور پښتین ته

هنر غیرت

0 1,941
دا لاندی څو بیتونه د افغان پښتون وطن د فقیر ولی د شهیر مشر منظور پښتون ملی او وطنی جد او جهد ته تقدیم شویدی – هنر غیرت
د علی ، داوړ همزولیه! ای رستمه ای سهرابه!!
د ایپی فقیر بچیه ای شاهینه ای عقابه !!
ای د خړ کمر فریاده د پښتون وطن شبابه !!
د ارمان لوڼی کتابه د پنجاب سره حسابه !!
ایمل خانه دریاخانه د خټکو خوشالخانه !!
د ګرګین مخ ته میرویسه مکناټن ته اکبرخانه !!
د کنړ میرزمان خانه! د ځدراڼو ببرک خانه !!
صمد خانه باچاخانه د پښتون وطن اسمانه !!
تر اوسلو دې شرنګهار راغی ستا لاسو کی زولنی دی !!
ځینځیرونه اتکړی دی ارادی دی پښتنی دی !!
ته منظوریی ته پختون یی ته پښتون ته ژوندون غواړی!!
ته پښتون ته سکون غواړی ته پښتون ته بدلون غواړی !!
هندوکش درته ولاړ دی شمشاد دنګ درته ولاړ دی !
چی په ننګ درته ولاړ دی د کابل د پاره ویاړ دی !!*
د مزدور د پاره ویاړ یی د پاچا د پاره ویاړ یی !!
د خیبر د پاره ویاړ یی پختونخوا لپاره ویاړ یی !!*
ته منظور مونږ ته منظور یی ته مو هوډ د وروستی جنګ یی !!
ته میړانه ته غرور یی د میوند د ډګر ننګ یی !!
15.02.2020

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply