د شاتو مچيو په اړه به تاسو هم ډېرې خبرې اورېدلي وي. په دې لیکنه کې به یې په اړه لا ډېر په زړه پورې ټکي ولولئ. د لیکنې تر پایه د شاتو مچيو په هکله نوي او زړه راښکونکي حقایق لولئ.
ـ سرعت؛ د شاتو مچيو سرعت ۲۵ کیلومتر پر ساعت دی. یعنې دوی کولای شي په یوه ساعت کې ۲۵ کیلو متره مزل وکړي. تاسو به فکر کوئ چې مچيو سرعت تېز دی. خو داسې نه ده. نورو حشراتو ته په کتو د شاتو مچۍ کم سرعت لري. ددوی بدن داسې جوړښت لري، چې په اسانۍ له یوه ګل نه بل نه حرکت وکړي. خپل وزرونه په یوه دقیقه کې ۱۲۰۰۰ ځلې رپوي تر څو په هوا کې پاتې شی.
ـ په ګبین کې د مچيو شمېر؛ په یوه ګبین کې د مچیو شمېر به ۶۰۰۰۰ ډېر نه وي. ددوی جوړښت داسې دی، چې ټولې مچۍ خپلې دندې لري. ځينې د کوچنيو مچيو پالنه کوي او ځينې نور بیا پر نورو بېلابېلو چارو بوخت وي. همدارنګه یو شمېر یې ملکې ته خواړه برابروي او د هغې پالنه کوي.
ـ د تولید اندازه؛ یوه مچۍ د ژوند په اوږدو کې د چای څښلو کاشوغې يو پر ۱۲ برخه شات کوی. د دوی د شات ډېروالی اصلا د مچیو د شمېر له کبله وي. د یوه ګبین لپاره ۲۸ کیلوګرامه شهد (شات) کافي دي، چې دوی د ژمي په اوږدو کې ژوندي پاتې شي. يه دومره ډېره اندازه د شاتو تولیدول دوی اړ باسي چې هره شېبه خواري وکړي.
ـ ملکه؛ ددوی له جملې یې یوه ملکه هم وي، چې ددوی چارې سمبالوي. ملکې د ۳ او څلورو کلونو په اندازه عمر کوي. نوې ملکه باید له زېږون وروسته تر شپږو ورځو له بل سره یو ځای شي تر څو نورې مچۍ وزېږوي. خو که تر شل ورځو داسې و نه شول د عمر تر پایه ددې کار اجازه نه لري.
– نیورونونه؛ هره مچۍ په خپلو مغزو کې نږدې یو میلیون نیورونونه لري، چې له دې یې په ښه شکل ګټه اخلي. همدارنګه کارګرې مچۍ له ستنېدو وروسته خپل نور ملګري خبروي، چې شات یې د تولید لپاره چمتو دي.
ـ نارینه مچۍ؛ نارینه مچۍ له ملکې سره د یو ځای کېدو سمدستي مري. ددوی یوازينۍ دنده همدا ده، چې ملکې ته سپرم تولید کړي.
ـ ګلان؛ یوه مچۍ آن کولای شي په ورځ کې پر ۲۰۰۰ ګلانو هم کښېني. البته دا کار د مچۍ په کار پورې اړه لري. خو له ۵۰ تر ۱۰۰ ګلانو کښېناستو وروسته مچۍ اړ کېږي، چې شات تولید کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320