(د مور مینه (پېشو چې خپل مریض یې روغتون ته ورساوه

ژباړه: محمد طارق بزګر

0 2,366
د مور مینه یوازې د انسانانو پورې محدوده نه ده. د مورنۍ مینې ځانګړتیا په حیواناتو کې هم شته.
د انګلیسي (ډیلی میل) ورځپاڼې د یوې پېشو او د هغې د مریض یوه ویدیو او عکسونه خپاره کړي دي. چې په دې وروستیو کې د ترکیې د ازمیر د کاراباګلار د سیمې یوه روغتون ته د پېشو ورتګ چې خپل مریض یې په خوله کې نیولې او روغتون ته ننوزي او هلته ورته خلک لار ورکوي، د دې دردونکې صحنې په لیدلو د ډیرو زړونه دردیږي او ټول کوښښ کوي چې د پېشو او مریض مخه یې ونه نیول شي. مریض د پېشو وړوکی بچی وو چې د سترګو له تکلیفه کړېده او نه یې شو کولی چې خپلې سترګې پرانیزي.
له معایناتو وروسته څرګنده شوه چې د پېشو نوی زیږېدلي ماشوم سترګې میکروبي شوي، د حیوانی کلینیک د ډاکټرانو د مشورې وروسته ورته د سترګو درمل ورکول پیل شول او مور پېشو ته یې هم خواړه او اوبه برابرې شوې.
د روغتون یوې نرسې وویل: ((نن سهار چې مو کله د خپلو مریضانو لیدل پیل کړل، مور پېشو چې په خوله کې یې خپل ماشو نیولی وو ښکاره شوه، هغې مرسته غوښته او ډیر وخت په پر له پسې ډول به بې (میو میو) کول، موږ حیران او شاک شوي وو).
نرسې زیاته کړه: (د وترنرانو سره مو مشوره وکړه او د ډاکټر د لارښوونې سره مو سم ورته درمل ورکړل، او کله چې له لږ وخت وروسته پېشۍ سترګې وغړولې ټول ډیر خوښ شو)
May be an image of dog, cat and text
May be an image of cat and text that says '© NEWSFLASH'
May be an image of 1 person and animal

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply