د مشر منظور پشتین واڼه جلسې ته وينا

0 1,933
ډېر خلک په دا سيمه کې اوسېږي خو د پي ټي ايم په جلسه کې خالي هغه ګډون کوي چي په دې خاوره يې زړه زورېږي.
علي وزير يې په يوه منصوبه نيولي دی ، د ضمانت فيصلې باوجود عدالت هغه فيصله ديرش ورځې پس هم تر اوسه نده اورولي ، په دا ديرش ورځې کي د دې سیمي خلک د دوتاڼي او زني خېل په نامه مړه هم شول او تکليف هم ورته ورسېدو .
يو بله قصه د علي وزير په غير موجودګۍ کي کيږي چې د واڼه کنټرول او امن به طالب ته په لاس کي ورکول کېږي ،که چيري امن طالب راويستلي شي ، نو باجوه ته وايم چي بيا ته لرې شه د اسلام اباد کنټرول هم طالب ته ورکه ، که چيري امن د طالب کار دي نو لاهور او ګوجرانواله د دې طالبانو کمانډرانو په لاس کې ورکړي ، مونږ د دوي امن (بدامنۍ ،ظلم او جبر) ليدلي دي، مونږ طالب نه غواړو ، که ستاسو زيات خوش دي طالب ته په خاص توګه جي ايچ کيو په لاس ورکه .
که د رياست امن ډېر خوش وي نو بدامنی په اسلام اباد کې ډېره زياته ده ،ځکه چي د سميع الحق غوندې وتلي ملا باندې په اسلام کې حمله وشوه ، طاهر داوړ د اسلام اباد څخه ورک شوی دی . که رياست دغه دعوه کوي چې امن طالب راويستلي شي نو بيا دې کندهار ،کابل ،وانا او نورو پښتنو سيمو ته طالب نه را ولي ، بلکې ټول د ځان سره د اسلام اباد ته بوځي ، او په بجټ کي چي کم څوارلس سوه اربه روپۍ فوځ د ملکي دفاع په نوم اخلي هغه د ټول طالب ته ورکړئ .
يوه خبره زه دلته طالب ته هم کوم چې طالبه دا منصوبه په دې سيمه کي ستا د را پورته کولو نده ،دې رياست ستا د مرګ منصوبې يې درته جوړې کړې دي . تا به د بدامنۍ په نوم او د خانه جنګي په نوم مړه کوي ،او الزام به د دې قام په عام اولس اچوي ،ځکه دا رياست خبر دي چي قوم د دې شي خلاف دي .دې فيصلې ته هم خپل سوچ وکه.
که چيري د علي وزير په نيولو د فوځي افسرانو زړه شه وي چې بيا به د وانا کنټرول زمونږ په لاس کښې وي ، نو زه دا ورته وايم چې دا ستاسو غلط فهمي ده ، د واڼا سټيرنګ کنټرول نن په جيل کي هم د علي وزير سره دي .د واڼه کنټرول د واڼه د اولس سره دي ،علي د دې خلکو دي ، د علي په غير موجودګۍ کي که سل جرګې هم رياست وکړي هغه څوک نه مني ،د کم مقصد لپاره چي رياست علي نيولی دی هغه د علي وزير د جيل کولو باوجود هم نشو پورا .
په واڼه کښې د بدامنۍ يو نوې سازش شروع دي ،د دې مخنيوي لپاره به ځان ورته تکړه کوو ،واڼه ته چي په کم شکل کي هم ،کمه غلطه منصوبه هم دوي راوړي ،مونږ يې خلاف يو او مخنيوي بې تل کوو .
سردار عارف وزير د هجرې په ګپو سر ندي ورکړې ،د واڼه د امن لپاره يې سر ورکړی دی ،د دې پښتنې خاوری د امن لپاره يې قربانی ورکړی ده ، دا به د شهيد سردار عارف وزير د وينې سره غداری وی که مو د امن ميدان ور پريږدو ، د خپلې خاورې د ترقي او خوشحالي ميدان مو ور پريږدو .
دلته يې د خلکو تقسيم ولو يو سازش روان دي ،يو کوشش روان دي چې دا وزير ،دوتڼي ، مسيد ، سلیمانخیل ،بيټني او داوړ دي ،د‌ قومونو په نوم تقسيم ولو کوشش روان دي ،د دې جلسې له لاري مونږ پيغام ورکوو چې مونږ ټول يو پښتانه يو ، مونږ د څوک په دړو کي نه تقسيم کوي ،او زه پښتون اولس ته وايم چي د دغې تقسيم څخه نفرت زياتيږي ، او دغه نفرت به بيا په مړی ختم کيږي يا به زمونږ په جاني او مالي نقصان ختم کيږي. څوک چي هم دغه سوچ او سازش دلته راوړي په دې کشې زمونږ خير نشته .دا زموږ د تباهۍ او بربادۍ او زمونږ د معاشي قتل عام سوچ دي . لهذا مونږ دې ریاستي ادارو ته وايو چې دا لوبه بنده که .
علي وزير باندي دغه رياست دا الزام لګوي چې سختې خبرې کوي ، زه ورته وايم چې ستا جنرالانو خو د سياسي خلکو نه واخله تر عام اولس پورې ټولو ته يی په ښکاره په پريس کانفرنسونو کې د مرګ دړکې ورکړې دي ، قانون خالي دا عام اولس لپاره دي ؟ د دې جنرالانو لپاره نشته ؟ جنرل مشرف خالي سياسی ليډرانو او عام اولس ته نه بلکې د دغې ملک آئين ته يی هم دړکې ورکړې دي چې زه يې نه منم اتلسم ترميم نه منم .
مونږ د دې جلسې له لارې دا مطالبه کوو چې زموږ د خاورې د فوځي او طالب ووځي ، مونږ د دلته پرامن ژوند ته پريږدي .
زمونږ کورنه ،بازارنه ، ښارونه ړنګ دي ،د هغه جوړولو لپاره د‌دوي سره بجټ نه وي ،خو چي کله دلته فوځي قلعه جوړوي ، نو بيا د دوي سره د بجټ مسله نه وي .دا دو نمبری د مزيد بند کړل شي.
مونږ د پي ټی ايم د دې جلسې له لارې غوښتنه کوو چې زموږ قیديان علي وزير بشمول پروفيسر اسماعيل ، حنيف پښتين ، اويس ابدال ،یوسف علي خان ، فهيم او زمونږ نور بندي ملګري دې زر تر زره خوشې کړل شئ.
ټولو ته وايو چې د پي ټی ايم تنظيم سازي شروع ده ،په هغه کي خپل ميمبرشپ وکړئ ، چي مونږ يو تنظيم ولرو نو بيا مزاحمت هم په ښه انداز کولي شو .
په انګور اډه باندې د کاروبار بحال کړل شي ، او په کامران چيک پوسټ باندې د دې عام اولس سره تاوتريخوالي د بند کړل شئ . موبايل نيټ ورک دې خلاص کړل شئ .
د احسان کوچي ،ذوالقرنين باچا شناختي کارډونه يې په دا ور بلاک کړي دي چې دوي د قام او وطن خبره کوي ، د ادريس باچا سکول يې ور بند دي ، او زمونږ نيم ملګري يې په شيډول فور کي اچولي دي. مونږ دا غوښتنه کوو چې د احسان کوچی او نورو ملګرو شناختي کارډونه دې زر ور خلاص کړل شئ .
مونږ د وانا بازار د تاجرانو مننه کوو چې دوي تل د مظلوم ملګرتيا کړې ده .
په پښتنو سيمو کشې د مختلفو قومونو او خيلونو په بنياد رياست کمې شخړې سپورټ کوي ، هغه د بند کړل شئ . مونږ دا قومي تنازعات نه منو ،او تل بې مخنيوي کوو .
مونږ ټولو پښتنو او قبايلو ته خواست کوو چې چرته هم دا جرمانه وي چې د يوه کس په بد باندې د هغه کور ړنګول ، نو مونږ خواست کوو چې د چا کور مه ړنګوي د دغ څخه د هغه کورنۍ هم متاثره کيږي ،د‌ دې لپاره بله سزا وګوري .
دغې جلسې ته دغه وړوکي ماشومې هم راغلي دي ،چي په بمی چاودنې او لينډ ماينونه کي يې لاسونه معذوره شوي دي. دغې رياست زمونږ خاوري ته تل بدآمنی او جنګ راوړې دي ،دوي مونږ ته ښه ژوند چرته هم نه غواړي ، په وزيرستان کې په سلګونو ماشومانو پښې او لاسونه په دې لينډ ماينونو کي معذوره شوي دي ، د دې رياست ترجيحات کښې دا ماشومان ندي ،بلکې دا رياست چې کمې پيسې د‌ دې خاورې د جاسوسۍ لپاره جاسوسانو ته ورکوي ،هغه که يې په دې ماشومانو باندې يا لينډ ماينونو په صفائي ولګوي نو په دې خاوره به امن راشي .
زه دا باور و ټولو ته ورکوم ،چې څوک هم نه وي درسره ولاړ او ته مظلوم يی نو غم يې مکوه اوس پي ټی ايم شته ، پي ټی ايم به ستا ملګرتيا کوي .
تحريک به تل د خپل قام د خپل وطن د خپلو خلکو لپاره به پر مخ ځي .د واڼه د امن قصه څه عام قصه نده ،دا قصه د افغانستان څخه را واخله تر باجوړه پوري ، د افغانستان را واخله تر اټکه پوري ده , پي ټی ايم به تل د دې په ضد ولاړ وي او د بدامنۍ په ضد به مزاحمت کوي ، مونږ به د جنګ خلاف مزاحمت کوو ، د امن او د دغې خاورې د خپلواکۍ لپاره او زورواکي د لرې کولو لپاره به مونږ تل ولاړ يو او مبارزه به کوو.
که علي وزير زر تر زره را خلاص نشو ، نو د تحريک ملګري د هرې سختې پريکړې لپاره ځان تيار ساتي ، چي تحريک هر څومره سخته پريکړه وکړه ، تاسو بې ملګرتيا کوئ .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply