۰۴/۰۵/ ۲۰۲۱
په اسلامي نړي کې د ۱۸۳۹ م کال نه وروسته د پان اسلامیزم د غورځنګ مشر سید جمال الدبن افغاني تعالیم د دیموکراسي او جمهوریت په لور ذهني زمینه مساعده کړه. خو د لویدیز په تقلید د نظام جوړولو سیاسي تفکر د ۱۹ پیړي په نیمیايي کې هغه وخت پیدا شو چې په مستعمراتو کې استعمار ضد غورځنګونه یو بل پسې مبارزې میدان ته ورودانګل :
په افغانستان کې لمړي او دوهم مشروطیت (۱۹۰۳- ۱۹۱۹ )، په ایران کې د مشروطیت غورځنګ (۱۹۰۶م ) او ورپسې د مصدق په مشري ملي جبهه ( ۱۹۵۰) په عثماني ترکیه کې د تُرک ځوانان (۱۹۰۸ )، ، په مصر کې د « وفد » ملي ګونډ د سعد زغلول په مشرتوب (۱۹۱۹ ) او وروسته د نجیب محفوظ ( ۱۹۵۹ ) پاسون تول د مشروطیت، پارلمانتریزم او انتخابات په ملاتړ د استبدادي نظامونو په وړاندې پاسون وکړل.
په اندونیزیا کې عبدالرحمن وحید ( ۱۹۹۹) د کتابونو د تألیف له لارې د دیموکراسي او جمهوریت د ارزښتونو په خپریدو چه په کې د اسلام زغم او پراغ غیږ ته پام اړول شوې وو هلې ځلې وکړلې.
په الجزائر کې د فرانسوي استعمار په وخت د دیموکراسي د اصولو رعایت منحصراً یهودانو او په الجزایر کې میشته فرانسویانو ته محدود وو. ملي آزادي جبهه ( اف، ال، ان ) د مصلی حاج په مشرتوب د سختو مبارزاتو له لارې د عمومي انتخاباتو د پاره لاره خلاصه کړه.
په ۱۹ مه او ۲۰ مه پیړي کې د تولو غورځنګونو موخه مشروطیت او جمهوریت تاکل شوې وو.د هیڅ یو ګوند او پاسون په اجندا کې د اسلامي امارت راژوندي کول او د مذهب په لاسوند کولو کې د مخ په وړاندې دیموکراتیکو جذباتو په ضد پاسون شامل نه وو.
په هغو اسلامي هیوادونو کې چې د شکیلاک تر جابرانه او مستقیمې سلطې لاندې وو د دیموکراسي داعیه اشغال ضد جذباتو سره په ګډه د جهاد او مقاومت مورچلونه ګرم وساتل : په فرانسوي سنیګال کې رادیکال – سوسیالیست ګونډ، په اندونیزیا کې ( د هالیند مستعمره ) اسلامي حرکت او په الجزائر کې ملي آزادي جبهه ( د فرحت عباس په مشري) پیاوړې غورځنګونه وو چې د خپلواکي په درشل کې د دیموکراسي او اسلام تر منځ واتن له مینځه یوړل او با ثبات جمهوري نظامونه جوړکړل. هیڅ یو د اسلامي امارت د جوړیدو بیرغ راپورته نکړ.
په اسلامي هیوادونو کې د دیموکراسي اصولو سره د چلند څرنګوالې او کچه تاریخي، سیاسي، فرهنګي او ژیوپولتیک لاملونو سره په تړاو مطرح شو :
هغه هیوادونه چې په کې په سلو کې د ۵۰ څخه زیات مسلمانان ژوند کوي په دوه کته ګوري ویشل کیږي :
الف – په مراکش، الجزائر، موریتانیا، مصر، مالي، ایران، آزرباهیجان، مالیزیا، قرغزستان … د دیموکراسي اصول قسماً مراعات کیږي : انتخابات دائریږي خو د برحالو حکومتونو په لاسوهنو سره. د پارلمان په وړاندې د حکومت مسئولیت کله نا کله مطرح کیږي. مطبوعات نسبي آزادي لري خو د امنیت د تأمین په پلمه پر مطبوعاتو باندې سانسور او ګوندونو ته ګواښ د حکومتولې عادي چارې ګنل کیږي.
ب – په ترکیه، البانیه، اندونیزیا، بنګله دیش، مالي، نایجریا، سنګال، جمهوریت او دیموکراسي اصولو ته د پام وړ درناوي کیږي.
– هغه هیوادونه چې په سلو کې د ۲۰ څخه تر ۵۰ پورې مسلمان وګړې لري ( ګانا، تانزانیا، موزنبیګ، ماسیدوان، موزنبیګ ) د دیموکراسي د اصولو مراعات کچې لوړه ده.
په ۲۰ مه پیړي په اسلامي نړي کې د دیموکراسي « ویروس » دومره په شدت او حدت د خپریدو په حال کې وو چې د دیموکراسي او جمهوریت پیږندل شوې دشمنان پرته د تسلیمیدو څخه بله چاره نه درلودل : د مصر اخوان المسلمین د اهل سنت ستر اسلام پلوه ګوند چې د ۷۷ کلونو په اوږدو کې دیموکراسي او جمهوریت کفر او الحاد ګنل او د برحال نظامونو په وړاندې د وسله والې مقابلې په ترڅ کې زرګونه تلفات ګاللې وو، بالاخره دیموکراسي ته تسلیم شو: اخوان المسلمین د ۲۰۰۵ کال په پارلماني تاکنو کې په سلو کې ۲۰ چوکي ترلاسه کړې. محمد مرسي د ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۵ کال پورې د پارلمان غړې وو. دي د ۲۰۱۲ کال د ولسمشري په تاکنو کې د اخوان المسلمین نوماند په حیث انتخابات وګتل.
د تاکنو له لارې په مصر، الجزائر او فلسطین کې د اسلامي ګوندونو لاسته راوړنو مسلمان سیاسي فعالین دیټه وهڅول چې دیموکراسي سره دشمني ته د پاي تکې کیږدي: اسلامي ګوندونه د برحالو نظامونو د قوانینو تر پوښښ لاندې واکمني ته د رسیدو په مقصد د کفري دیموکراسي ( ! ؟ ) او الحادي جمهوریت ( ! ؟ ) سره روغه جوړه اعلام کړل. دا چه په انتخاباتو کې ګتونکو مسلمانان څنګه د لویدیز د دسیسو شکار شول، بله خبره ده چه د بحث له موضوع سره اړخ نه لګوي.
په اسلامي نړي کې د اخوان المسلمین شبکه ( سومالي، سوریه، لبنان، سودان، اردن، فلسطین، مراکش، عربستان عراق، بحرین او …) د مصر د اخوان المسلمین په تقلید جمهوریت او انتخاباتو ته مخه کړه.
د پاکستان ستر اسلامي ګوندونه لکه مسلم لیک، جماعت اسلامي ، جمعیت العلماي اسلام، د پاکستان اسلامي جمهوریت اساسي قانون ومنل او په تاکنو کې برخه واخیستل.
په افغانستان کې د امریکايي اشغال څخه وروسته اسلامي تنظیمونه د جمهوریت او دیموکراسي په سیاسي لوبه کې ورګډ شول : د حزب اسلامي مشر د ۲۰۱۹ کال په ولسمشري انتخاباتو کې نوماند وو.
نڼ په اسلامي هیوادونو کې په ملیونو مسلمانانو جمهوريت د سیاسي نظام په توګه او
انتخابات د سیاسي قدرت د سوله ایز انتقال په حیث منلې او په تاکنو کې برخه اخلي.
نڼ په ګڼشمیرو اسلامي هیوادونو کې د دیموکراسي په وړاندې مخکني حساسیت کمې شوې خو له منځه نه یې تلې.
اوسمهال د نړي په کچه لوي هیوادونه د اسلام او دیموکراسي تر منځ د پوهاوي او ګد ژوند مثالونه جوړوي : په اروپا کې ترکیه، په آسیا کې اندونیزیا او ایران، په افریقا کې الجزائز او سینیګال.
د سنیګال ۹۵ سلنه وګړي مسلمانان دي. د افریقا په لوېدیځ کې د سنیګال باثباته ډموکراسي د پلورالیزم ( د فکر تکثر ) او مذهبي زغم نمونه ګڼل کېږي. د سنیګال جمهوري نظام د فرانسې د ۱۹۵۸ اساسي قانون په تقلید جوړه شوې.
واقعیت دا دي چې د سل ها ملیون مسلمانانو په پته پدې ګناه چې د جمهوریت تر سیورې لاندې په انتخاباتو کې برخه اخلي د کفر فتوأ صادرول هیڅکله عقلاني توجیه لرلي نشي. « پاي»
راتلونکې بحث : په افغانستان کې د قبیلوي دیموکراسي پایښت او د لویدیز دیموکراسي ناکامه تجربه.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.