ایا د پاکستان پر ژمنو عمل کیدلی شي؟

نوید احمد څرک

996

پاکستان په دې فکر دی چې موږ دې هم جګړه کوو او هم دې افغانان او افغان حکومت زموږ هرکلی او ستاینه وکړي، داسې خو نه کیږي، پاکستان دې ثابته کړي چې افغانستان کې د ثبات پلوی دی، بیا کیږي چې پر یو بل باندې تورونه او تندې څرګندونې و نه شي.

پاکستان تیرو شل کلونو کې له افغانانو سره داسې سیاست کړی چې ښکاره یې د ملګرتیا لاس اوږد کړی، خو د پردې شا په پټه او ښکاره یې بیا له افغانانو سره دښمني کړې، داسې دښمني چې افغانان به یې هیڅکله هیره نه کړي.

پاکستان که په افغانستان کې د جګړې اور ته لمن وهي او مستقیم پکې ښکیل دی، تر څنګ یې مجبوریتونه هم لري چې له افغان حکومت سره ښې اړیکې ولري.

په دې خو د پاکستان پوځ، استخباراتو او ملکي چارواکو اعتراف کړی چې طالبان د دوی لښکرې وې او دي او د دوی د ګټو لپاره افغانستان کې جګړه کوي.

تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د پآکستان پارلمان کې د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار ډاکټر حمدالله محب هغو څرګندونو باندې غبرګون ښودلی چې طالبان یې د ای ایس ای مامورین یاد کړي دي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب څرګندونې پرته له ثبوت او اسنادو نه دي، په دې تړاو کره شواهد او اسناد شته چې طالبان د پاکستان لښکرې دي او د هغه هېواد په لارښوونه او امکاناتو باندې افغانستان کې جګړه کوي.

دا ځکه چې پاکستان هر کله ژمنې کړي، خو تراوسه هیڅ داسې کوم د مثال په ډول نه شي وړاندې کولی چې د پآکستان ښه نیت په ډاګه کړي.

نو کله چې پرویز مشرف، سرتاج عزیز او کرنیل امام اعتراف کوي چې طالبان یې ملیشې دی، نو بیا ولې شاه محمود قریشي په دې موضوع غبرګون ښيي، پکار خو دا وه چې طالبانو غبرګون ښودلی وی.

همدا لامل دی چې ډير کله پاکستان له افغان لوري سره د اړیکو د ترمیم او اړیکو پراختیا لپاره سفرونه کوي او بیا ژمنې تازه کوي.

هو، افغانستان د پاکستان همکاریو ته اړتیا لري، خو هغه څه چې حقیقت دی، له هغې سترګې نه شي پټیدلی او افغان حکومت مسوول دی چې خپل ولس ته وضاحت ورکړي چې د طالبانو او پاکستان اړیکه څه ډول ده.

هو، که پاکستان په عمل کې ثابته کړي چې له افغان لوري سره رښتني ملګرتیا کوي، بیا کیدلی شي چې له ځینو څرګندونو ډډه وشي، خو کله چې پاکستان نااعلان شوې او اعلان شوې جګړه اعلان کړې او هره ورځ د وینې تویدنې لپاره طالبانو ته امکانات ورکوي، بیا افغان لوری حق لري چې په دې تړاو ولسونو ته وضاحت ورکړي او د پاکستان او طالبانو له اړیکې پرده پورته کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.