د پاکستان د پوځ لخوا؛ د بلوچانو د بشري حقونو د نقض تفصیلي راپور

654

د بلوچستان خپلواکې رسنۍ «ډيلي سنګر»؛ د ټولنیزو رسنیو، د بلوچستان د رسنیو او د ځاي اوسېدونکو په همکاري د پاکستاني پوځیانو له لوري د بشري حقونو د نقض کولو په اړه تفصیلي راپور خپور کړی، چې په یاد راپور کې یې لاندې پنځه بشري حقونو ته، چې د یاد پوځ له لوري نقض شوي اشاره کړې: 
-نظامي عملیات
– د خلکو تښتونې
– وژنې
– د خلکو کورنه چور کول
–  جنګي جرایم
د یاد راپور له مخې، پاکستان کې شته بشري نهادونه او سازمانونه د بلوچستان موضوع جدي نه نیسي او نه غواړي، چې نړۍ د پاکستاني پوځیانو په اصلیت پوه او د بلوچستان د خلکو اواز تر دوی ورسیږي.
راپور زیاتوي، چې یوازې په اشغالي بلوچستان کې پر بلوچانو تاوتریخوالي روان نه دی؛ بلکې د کراچۍ ښار د ګاداب سیمه، چې له پېړیو راهیسې پر بلوچانو پورې اړوند ده، د حکومت له خوا د بهاریا شهرک د جوړونې په موخه غضب شوې ده.
دوی وايي، چې ان حقوقي او دولتي نهادونو پر یادې ځمکې سترګې پټې کړې او بلوچانو ته یې حق نه ورکول کیږي.
د راپور د معلوماتو له مخې، یوازې تېره اپرېل میاشتې کې پاکستاني پوځیانو لاندې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
–    په اشغالي بلوچستان کې د اوو بلوچانو جسدونه پیدا کېدل.
–    د پاکستاني پوځیانو او د مرګ ډلې له لوري د ۱۹ بلوچیانو وژل کېدل
–    څلور بلوچان د خپل کور او کورنۍ څخه د دفاع پر مهال وژل کېدل.
–    د هغو څلو بلوچانو وژل کېدل، چې افغانستان ته کډوال شوي وو.
–    ایران کې د ۳ بلوچانو وژل کېدل
–    د لوږې له لاسه د څلورو بلوچانو مړه کېدل
–    دغه راز پاکستاني پوځیانو د تېلو د ټانکر چلونکی په پنچګور سېمه کې وژلی.
–    په کوېټه کې د بلوچ خبریال وژل
–    د کېچ په هوشاپ سېمه کې پر لس کلن ماشوم جنسي تېری
–    د پاکستاني پوځ له لوري د بلوچانو پر کورونو په یوه میاشت کې ۳۹ بریدونه
–    د پاکستاني پوځیانو په عملیاتو کې ۴۱ بلوچانو ورکېدل چې تر اوسه یې هېڅ معلومات نشته.
–    په یادو عملیاتو کې ۱۰۵ کورونه ویجاړ شوي او د ۸۰ کورنو مالونه غلا شوي.
–    د دوی له لوري د ۱۰۰ څارویو غلا کېدل
–    د پاکستاني پوځیانو له لوري د یو ښوونځي بدلون په نظامې اډې او د ۱۶ نورو اډو جوړول
–    اوو بلوچان، چې د ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې ورک وو، په پاکستاني زندانو کې موندل شوي.
–    له ایران سره د بلوچستان پولې تړل کېدل، چې له امله یې څلورو کسانو د لوږې له امله ژوند له لاسه ورکړی.
سرچینه کاږي، چې د پاکستان لومړی وزیر غواړي د بلوچستان او ایران تر منځ مرز کې تجارتي بازار جوړ کړي، چې د دوی د پوځیانو له لوري به ساتل کیږي.
دوی وايي، چې که چېرته داسې وشي؛ نو بلوچان به له سخت مالي او اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
دوی زیاته کړې، نړۍ د پاکستان د ظلم پر وړاندې چوپ ده او د دوی له لوري ورځ تر بلې پر بلوچانو د تاوتریخوالي کچه په لوړېدو ده.

دوی خپل راپور کې ویلي، چې د پاکستان د تاوتریخوالي د اثابت په موخه همدومره بس ده، چې د دوی له لوري په کال ۲۰۱۳ کې یو څلور کلن ماشوم برمته شوی ، چې تر اوسه د پاکستان په زندان کې ساتل کیږي.
د راپور په پای کې راغلي، چې له کلونو راهیسې پاکستان پر بلوچ ځوانانو تاوتریخوالی کوي، لومړی دوی تښتوي او تر جنسي تېري وروسته یې وژني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.