پدی اوسنیو حالاتو کې افغانانو ته څه کول پکار دي؟

داکتر تاج الدین ملت مل

734

پدی اوسنیو حالاتو کې افغانانو (دولت او ملت) ته څه کول پکار دي؟

د افغانستان اوسنې جدی او خطرناکه حالات موږ ټول زوروي، اما په سمولو او کنترول کی یی موږ ټولو نه لاره ورکه او پدی انتظار کی یو چې څه به کیږئ او څوک به څه کوئ؟.  دا چې زه  او ته باید د یوه افغان په توګه څه وکړو، د هیچا له خوا نه اوریدل کیږی.  دا حالت د افغان په توګه زموږ مسؤلیتونه نشی تر سره کولای، موږ هر افغان ته روښانه لار پیداکول پکار دی تر څو هر افغان پوه شی چې څه کولای شئ، څه او څنګه یی وکړئ.  مونږ د افغانستان مثبت بدلون نهضت «امن» غړي د بامسؤلیته ملې سیاسی مبارز انسانانانو په توګه دغه لاندی وړاندیزونه افغان دولت او خپل ملت ته وړاندی کوو.  امیدواریو چې دا به د یوه ښه ابتکار په توګه د یو شمیر نورو افغانانو په همکاری لا ښه او پیاوړی لارښود شی. په تیارو او بی تصمیمیو کی لږه لارښونه هم یو ستر خدمت کیدای شی.

اول – دولت ته څه کول پکار دي؟

۱ –  ملت او دولت باید ژر منسجم او هماهنګ شی، دولت د ملت سالمې ونډی اخستلو لپاره باید لاندی کارونه وکړي:
۲-  فورآ د ملی اسجام یو مرکز فعال کړی، د «امن» مشرتابه په دواطلبانه توګه بیله تنخوا د دی مرکز د جوړولو او پرمخ وړلو هم توانمندی لري او هم یی ژمنه کوي.

۳ –  پخوانې متقاعد با تجربه ، پاک ملی فکره صاحب منصبان دی فورآ احظار او په مناسبو حساسو پوستونو کی وګماري او بیا دی یوه نظامې شورا جوړه او مارشالا اعلان کړی.
۴-  یوه عاجله ملې جرګه دی راوغواړی او د میديا نه لری دی ور ته  د دولت او ملت په وړاندی هر اړخیز چیلنجونه او نور ټول اړونده حقیقتونه ووایی، دا جرګه باید دا لاندی فیصلې وکړي:
الف- د مارشالا اعلانول دی تاید او منظور کړی.
ب – د طالب په وړاندی دی ملې جهاد اعلان کړی او طالب او نورو جنګیالیو ته دی پناه ورکول او د هغوي جنازه کول دی په ټولو امامانو او خلکو بنده کړی. د طالب سره دی د سولې خبری د مکمل اوربند د اعلان تر وخته بندی کړی.
ت – د پاکستان او بل هر یو مداخله ګر هیواد په وړاندی دی د جګړی اعلان اختیار ولسمشر ته مخکی له مخکی ورکړی.
ث – د پاکستان سره دی دیپلوماتیکې او تجارتې اړیکی پری شی.

ټ –  د هر مناسب هیواد (هندوستان او ترکی په شمول) نه دی د عسکرو د رابللو او نورو نظامی او تجارتی قراردادونو اختیار ولسمشر ته مخکی له مخکی ورکړی.
پ – د ملې یوالې، دولت د فرامینو، ملې ارزښتونو او ملی ګټو په ضد دی د هرنوعه فعالیتونو او د یوشمیر دولت ضد عناصرو په سفرونو او بی مسولانه خبرو دی د هر اړخیز بندیز مکمل صلاحیت او د سرغړونې په صورت کې د سختې عام محظری سزا صلاحیت دولت ته ورکړی.
ج – په دولت کی اداری فساد باید ژر قطع او دغه کار یو ملې جرم وبلل شی او مرتکبین یی سخت مجازات شی.

ح – په دولت کی د ټولو حساسو ادارو کارکوونکو ته باید د «ملې باور سیستم » (نشنل سکیوریتې سستم) را منځ ته شی او د ټولو کارکوونکواشخاصو هر نوعه اړیکی باید د کلکو حار لاندی وساتل شی.

خ –  د اړیکو  د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت باید له خوبه را پاڅول شی او د اړونده مکلفیتونو نه دی ور ته بیا تریننګ ورکړل شی. دا ووزارت باید د افغانستان ټولې رسنې په مکمله توګه د دولت او نظام په وړاندی د خپلو منفی تبلیغاتو ړنه بندي او د دولت د لاس ته راوړونو او نورو ټاکلو دړولتې پالیسیو مطابق خپل مثبت تبلیغات جدی او پراخه کړي.  او پدی برخه کی دی هر نوعه سرغړونه ملې جرم وبلل شی او په جدی توګه مجازات شی.

چ –  د افغانستان د بهرنی چارو وزارت او ټول اړونده سفارتونه او قونسلګری باید ژر تصفیه او توانمندو مسلکې پاکو دیپلوماتانو ته وسپارل شی او هغوي باید په ډیره فعاله توګه په خپلو اړونده هیوادونو کی اغیزمنه دیپلوماسی شروع او د اړونده هیوادونو د افغانانو نه په همکاری دی اړوندی لابی ګانی هم تنظیم او پراخه کړي. د جنک د تیاری لپاره دی د هر نوعه مالې او نظامې مرستی تر لاسه کولو ازاد اختیار دی دولت ته ورکړی.
ځ – په افغانانو دی د مکمل او جدی ملې یووالې غږ وکړي او دا دی ملې مکلفیت و بولې او خپل منځې مخالفتونو د بندیز اعلان دی وکړی او هغه دی ملې جرم اعلان کړی.
څ – د مکلفیت دوره دی منظور کړی او دولت ته دی د تطبیق صلاحیت ورکړی.

د – د ټولو طالب مشرانو افغانې هویتونه باید تثبیت او د هغوي خیالی مشران دی رسوا او د هغوي ټوړلی اړیکی دی د جدي نظارت لاندی ونیسی.

ذ –  دولت باید د ټولو هغو پاکستانې اتباعو او نظامیانو عکسونه چې په جګړه کی وژل کیږی او یا نیول کیږی د عامو مطبوعاتو له لاری نشر، او مړی یی باید لومړې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو استازو سره شریک او بیا دی د هغوي د خپلوانو په موجودیت کی د هغه هیواد دیپلوماتیکو ادارو ته وسپارل شی.  او ملګرو ملتونه ته باید رسمی احتجاج وشی.

ډ –  افغان مهاجرینو ته دی په پاکستان او ایران کی لارښوونې وشی چې د افغان دولت په ناخبرتیا کی افغانستان ته د راتللو ډډه وکړی، تر څو د مهاجرینو په نوم او لباس کی بهرنې نظامیان او تروریستان هیواد ته را داخل نشی.

ر –  د افغانستان د پوځ یو زیاته برخه دی سرحداتو ته منتقل شی تر څو د تروریستانو د داخلیدو او د هغوي د پوځې اکمالاتو مخه ونیسی.

ز –  د امکان په صورت کی دی زر تر زره د افغان مهاجرینو مسله د ملګرو ملتونو سره مطرح او افغان مهاجر دی بیرته هیواد ته راستانه کړای شی.

ړ –  د حج او اوقافو وزارت باید د ټولو جوماتونو د امامانو او مدرسو د مسؤلینو اړیکي، کړني، تدریسونه او خطبی تر کلک څارنې لاندی ولري، او هم هم د اوسنې جګړی د عدم مشروعیت په اړه د بین المللی اجماع په اړه خپل فعالیتونه لا پراخه او اغیزمن کړي.
۵ –  دولت دی د امریکایی او نورو استعماګرو هیوادونو د مرستو نه د استقلالیت په خاطر لاندی لاری چاری پکار واچوي:
الف –  د امریکې سره دی خپلې پالیسي په غوڅه توګه روښانه کړی او دوی ته دی د دوه مخیزه پالیسیو په اړه په جرآت د رد ځواب ورکړی او متبادل نظامې مرستو لپاره دی د هند ، ترکې په شمول نوری لاری ولټوی.
ب –  د مالې مرستو لپاره دی په ټولو افغانانو غږ وکړی او د دی مرستو لپاره دی ضروری اغیزمن او مطمین سیستم را منځ ته کړی. موږ( دافغانستان مثبت بدلون نهضت «امن»)  له پخوا څخه پدی اړه یو زیات شمیر افغانان مالی ونډی او داوطلبانه خدمتونو ته اماده کړی دی، او پدی اړه یو ښه داتا بیز او معلوماتونه هم په لاس کی لرو، او د دغه کار انسجام هم په پوره امانت داری کولای شو.
ت –  د مکلفیت دوره دی رسما اعلان، جلب جذب، روزنه، او په پوځ کی اغیزمنه ملتپاله روزنه او څارنه دی په جدی او چټه توګه ژر شروع شی.  د دی کار لپاره اړونده مرکزونه ایجاد او د اوولس (۱۷) کالو پورته افغانان باید د دنیا په هر ګوټ کی په دغه داوطلبانه عسکری خدمت مکلف کړای شی او د دغه کار لپاره باید ځانونه زر تر زره راجستر کړی.

۶ –  دولت باید د ډیورند د کرښی په اړه خپله ادعا په رسمي بڼه په ملګرو ملتونو کی ثبت او د کرښې دواړه خواو ته خلک د اغزن تار لری کولو ته وهڅوي.

دوم – د سیاسی، مدنې او ټولنیزو ساختارونو او د دولت رقیب ډلو او جهادی مشرانو ته څه کول په کار دئ؟
۱- دوي ټول باید فورا د دولت نه مطلق متابعت اعلان او ور سره صادقانه هر اړخیزه همکاري اعلان او عملآ شروع کړی.
۲-  که د دوی نه هر یو د دغه اصل نه سرغړونه وکړه ، دوی ټول یی باید مقابل کی یو ځایی اقدام وکړی.
۳-  خپل ټول نظامې، مالې، او ولسی امکانات باید د دولت په اختیار کی ورکړی او دولت یره دی صادقانه، هماهنګه او متابعه همکاری وکړی.
۴-  دولت دی د هیواد نه بهر د ټولو افغانانو نه د مختلفو همکاریو(مالې، مسلکې، او تشویقې) د راجلبولو لپاره ټول لازم بنسټونه او مکانیزمونه اماده کړی. افغانې متخصصین دی بیرته راتګ او کار کولو ته وهڅوی، او د دهغوي د برته راتللو په برخه کی باید اړوند سهولتونو د رامنځ ته کولو لپاره پراخه همکاری وکړي.  په جرت سره یو ځل بیا وړاندیز کوو چې د «امن» غړي پدی برخه کي د ځانګړو تجربو لرونکې او د یو څه داتا لرونکې هم دی او پدی برخه کی د توجه وړ همکاری کولای شی.

دریم – ملت او هر افغان باید څه وکړی؟
۱- ولسونه باید  فورا خپل محلې او ولسوالیزه وړه هستیزه مشرتابی وټاکې چې د ضرورت په وخت کې هغوی زر سره راټول او د اړونده موضوعاتو په اړه چټکې فیصله وکړی او ولس ته اړوند لازمی هدایت ورکړی. دا کار عاجل پکار دی، باید سر له اوسه شروع  شی هیڅ تاوان نه لری.  موږ د دری کالو راهیسې د افغانستان د ملې تفاهم او همغږۍ مرکز (مهم) په همدی هدف را مننځ ته کړ. هیله ده دغه نوعه فعالیتونه لا زیات او ښه منسجم شی، تر څو زموږ د لا ښه یوالې او اغیزمنتیا وسیله شی.
۲-  هره ولسوالې، قریه او کلې باید د پیره داری سکوادونه جوړ کړی او د خپل کلی، ولسوالیو او سرحداتو نه دی پیره او ګزمه شروع او د دولت سره دی په استخباراتې چارو او دفاعې چارو کې د منظمې همکاریو سیستم را منځ ته کړی.
۳ –  ټول افغانان د خارج په شمول باید زر تر زره د مکلفیت دوری ته ثبت نام وکړی، او د احظار د حکم منتظر اماده باش حالت کی واوسی.
۴-  په خارج کې استوګن یو شمیر پوه ، روغ رمټ او توانمند سیاسی، مدنې او اجتماعی مشران او ځوانان باید زر تر زره هیواد ته ستانه او د خپلو اړونده ولسونو سره د هغوی په انسجام کې ونډه واخلی او په خپلو مسلکونو کی وړیا داوطلبانه خدمتونه تر سره کړي.  زه ( داکتر تاج الدین ملت مل) شخصآ د ډیرو روغتیایی ستونزو سره او زموږ ی شمی ن غړي دی کار ته اماده یو.
۵-  په خارج کې ټول افغانان باید تر ممکن توان پوری د مالې مرستو په راټولو لپاره لازم مکانیزمونه او شفاف حسابدهی سیستم را منځ ته کړی او د دولت سره په همکاری دی دغه سیستم په کار واچوی. دا کار باید فورا شروع او دا پیسی باید په یوه محفوظ اکونټ کې وساتل شی او د دولت د لزوم دید سره دی سمې ولګول شی.  موږ بیا هم د پوره امتحان ورکل شوی باور سره پدی برخه کی همکاري کولای شو.
۶-  په خارج کې هر افغان چې عایدات ولری باید اقلا د یو یا دوه عسکرو میاشتینې تنخواه او مصارف په خپله غاړه واخلی او هغه دی په منظمه او مسلسله توګه د تهیه شوی سیستم له لاری دولت ته یا د هغه عسکر اکونټ ته وسپاری .
۷-  ټول افغانان باید په یوه اواز د دولت او ملې اردو نه د پلوي،، او د ولس د لا ښی ونډی په اړه پراخه مثبت تبلیغاتو ته جدی توجه وکړی. موږ پدی باور لرو چې دغو ستونزمنو حالاتو زموږ ولس لا ښه سره متحد او غښتلې کړي،، صرف یوی انګیزی ته ضرورت دی، چې موږ پری کار کوو، او انشا الله هغه به هم ژ را منځ ته شی.

هیله ده دغه پیغام تر مقاماتو او نورو افغانانو زر تر زره ورسول شی، او هر څوک باید د غه پروګرام په لا پراخه کولو ، سموولو کی خپله انسانې اسلامې او افغانې مسؤلیت جدی و بولی او ځانونه ژر تر ژره منسجم کړی، تر څو د دولت د هدایاتو د تطبیق په وخت کی د وارخطایی او ګډوډیو نه مو مخنیوی کړی وی.  که پدی اړه نور افغانان څه اضافی ګټوری لارښوونې او یا سموونی لری له مونږ سره دی ژر اړیکه ونیسی.

زه د د «امن» د یوه غړي په توګه د عامه اداری او د دغه نوعه کارونو د یوه مبتکر او متخصص په توګه سر له همدا نن نه د همدغه ستر کار خدمت ته په داوطلبانه توګه اماده یم. هر څوک چې د «امن» سره او د امن، سولې او ازادی، لپاره همکاری ته اماده وی، له موږ سره دی په لاندی ادرسونو اړیکي ونیسی.

نړیوال اړیکي: د وتس اپ تیلیفون   1-202-246-1992 او ایمیل :  tmillatmal@gmail.com

افغانستان کي: (93) 799-266-080

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.