طالبان د څه په لټه کې دی؟

نوید احمد څرک

698

طالبانو د بریدونو له زیاتوالي سره به ځینو سیمو کې پرمختګونه کړي وي، خو دا پرمختګونه په کومه بیه شوي دي.

طالبانو له درنې مرګ ژوبلې او ویجاړۍ سره ځینو سیمو کې پرمختګونه کړي او اوس مهال د کندهار، هرات او هلمند ښارونو کې رایسار پاتې دي، نه شاته تللی شي او نه مخې ته تللي شي.

د جګړې له شدت د طالبانو ویجاړۍ او وینه تویدنه ده او طالبان په دې هدف کې بریالي دي، ځکه طالبان هم خپل وسله وال له منځه وړي، هم ملکي وګړي او هم مقابل کې افغان ځواکونه، همدا ستراتيژي د پآکستان ده او طالبان یې تطبیق کوي.

طالبان له دې مرګ ژوبلې او ویجاړۍ ور هاخوا د ملکي وګړو د بې ځایه کیدو مسوول هم دي او د مالوماتو له مخې زیات شمېر افغانان له خپلو کورنو بې ځایه شوي دي.

خلک ځکه له خپلو کورونو بې ځایه کیدو ته اړ شوي چې هرې سیمې ته د طالبانو له داخلیدو سره یو ځآی طالبان د خلکو په کورونو کې ځای نیسي.

د طالبانو له جګړو د بې ځایه شویو خلکو شمېره

د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون مالومات ښيي چې وروستیو دریو میاشتو کې په ۲۶ ولایتونو کې شاوخوا ۱۵۸ زره کورنۍ بې ځایه شوی دي.

که هره کورنۍ شپږ کسان حساب شي، په دې سره د بې ځایه شویو کسانو شمېر نږدې یو میلیون ته رسیږي چې د طالبانو له جګړو بې ځایه شوی دي.

دا کورنۍ له هغو سیمو بې ځایه شوی او خوندي ځای ته یې پنا وړې، کومو سیمو باندې چې طالبانو ډله ییز بریدونه کړي او د خلکو کورونو کې یي سنګرونه جوړ کړي دي.

له دې سره پيښو ته د چمتووالي برخه کې د دولت وزارت مالومات ښيي چې وروستیو دوه کلونو کې په ټول افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي له کبله۵ میلیونه کسان بې ځایه شوي دي.

دا شمېر د ۱۳۹۴ کال په پرتله ۷۴ سلنه لوړوالی ښيي، دا ځکه چې هغو کلونو کې د طالبانو مخامخ جګړې او تاوتریخوالی نسبت اوس ته کم و.

د مالوماتو له مخې یواځې د تيرې جوزا په میاشت کې ۶۲زره کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي چې لامل یې د طالبانو مخامخ جګړې او تاوتریخوالی ښودلی شوی دی.

افغانستان کې د بې ځایه شویو کورنیو د سروې په مالوماتو کې راغلي چې ۶۸ سلنه بې ځایه شوي د خپل بې ځایه کیدو لامل د طالبانو جګړه او تاوتریخوالی یادوي چې د جګړې په سیمو کې د دوی له کورونو د سنګر کار اخیستل کیده او په جګړه کې ورته د تلف کیدو ګواښ و.

پاتې ۳۲ سلنه بې ځایه شوي ، د طبیعي افتونو، بې کارۍ، فقر، لومړنیو خدماتو ته نه لاس رسی او شخصي مشکلاتو له کبله بې ځایه شوی دي.

د مالوماتو له مخې، هغه کورنۍ چې د طالبانو د جګړو له ډاره بې ځایه شوی دي، لا هم ځانونه مصوون نه احساسوي، ځکه هرکله امکان شته چې طالبان د دوی سیمو ته ورسیږي او یو ځل بیا یې بې ځایه کړي.

تحلیل

تاسو پورتنې مالومات ولوستل، دا یواځې راټول شوي مالومات و چې خلک د طالبانو د جګړو له ډاره بې ځایه شوي دي، تاسو فکر وکړئ چې په دې کې به څومره کورنۍ امکانات ولري چې له خپل کور د باندې بې ځایه شوي ځآی کې شپې او ورځې تېرې کړی.

دوی د سرپنا ضرورت لري، سرپنا نشته، دوی د روغتون، ښوونځي، او بازار ضرورت لري، خو دا هیڅ نشته، دوی د خوراک او څښاک ضرورت لري خو د بې ځایه شویو کمپونو کې دا خدمات دومره اسانه نه دي چې ژر ورته برابر شي.

افغان دولت هڅه کوي چې ټولو وګړو ته لاس رسی ولري، بې ځایه شویو ته کمپونه جوړ کړي، لومړنۍ اسانتیاوې ورته برابرې کړي.، خو طالبان له دولتي کارکوونکو سره دښمني کوي او اجازه نه ورکوی چې دولت له بې ځایه شویو سره مرستې او همکارۍ وکړي.

د طالبانو یو ظلم او حشت خو دا شو چې جګړه کې یې خلک له کوره وتلو ته مجبور کړل، بل وحشت یې دا دی چې دې خلکو ته لومړني توکي خپله نه شي برابرولی، دولت او نړیوالو خیریه بنسټونو ته هم اجازه نه ورکوي چې دا کار وکړي.

طالب د دې وطن او خلکو لپاره یو سرطان باندې بدل شوی دی، له کومې ورځې چې دا بدبخته ډله رامنځ ته شوې، له هغې ورځې خلکو خیر نه دی لیدلی او هره ورځ خلک د کورنۍ د یو غړي ویر کوي، هره ورځ د یو څو کورنیو کډې په سر وي، هره ورځ روغتونونو ته ټپيان روان وي او هره ورځ کوچنیان یتیمان کیږی او ښځې کونډې کیږي.

طالبانو له ولسوالیو خلک پسې واخیستل، خلکو ښارونو ته پنا راوړه، اوس پسې ښارونو ته راغلل، له عامو خلکو یې لار ورکه کړې چې کومې خواته لاړ شي، کندهار، هرات او هلمند همدې وضعیت کې دي، خلک د خوراک او څښاک لپاره هیڅ نه لري، خو طالب یې کیسه کې هم نه دی، ځکه طالب ته همدا دنده ورکول شوې، چې وینه توی کړئ، ویجاړۍ رامنځ ته کړي او خلک په ژوند کې تنګ کړی.

طالب د پردیو اولادونو باندې سوداګري کوي

دا ښکاره خبره ده چې په جګړه کې د طالب مشرانو اولادونه نه وژل کیږي، نه قرباني کیږي، هغوی هوسا ژوند لري او پردي اولادونو ته د جنت کیسې کوي او د جګړې ډګر ته یې سوق کوي.

تاسو که د کندهار او هلمند ولایتونو کې د طالبانو جسدونه وګورئ چې کوڅې او سړکونه پرې ډک دي، خو بیا هم دا وحشې ډله له منځه نه ځي، چې یو وژل کیږي، دوه نور رامخې ته کیږي او درګرده یې جسدونه بویونه وکړل.

د طالبانو مشران د همدې وینې تویدنې او جسدونو له کبله ښه ژوند لري، خو د دې غریبو اولاده بیا همدا سر نن څخه نهار او لوڅ پاتې دي، دوی هیڅ سرپرست نه لري او راتلونکی ژوند یې نامالوم دی.

طالب یې کیسه کې نه دی، ځان ته دا دنیا غواړي او خپلو وسله والو ته د صحابه وو دروغجنې کیسې کوي، جنت ورته همدې دنیا ته راوړي او دې دنیا کې ژوند کول ورته بې مانا وښيي، هغوی چې جاهلان دي او هیڅ سر یی نه خلاصیږي، په همدې تبلیغاتو باندې تیروځي او بیا یې پښې اسمان ته نیولي او چرته مردار پروت وي، جسد یې بویونه کړي وي.

داسې نه ده چې ګنې طالب یواځې افغانانو باندې د جګړې له کبله سخته ورځ راوستې، بلکې افغان ځواکونو پر طالبانو دا ځمکه سور اور ګرځولې او هره ورځ په لسګونه طالبان وژل کیږي، ټپيان کیږي او نیول کیږي.

د ملي دفاع وزارت د مالوماتو له مخې، په اوسط ډول هره ورځ ۲۰۰ طالبان په مخامخ جګړو او هوایي بریدونو کې وژل کیږي، هره ورځ همدومره شمېره کې ټپيان کیږي او کویټې، کراچۍ او پيښور ته د درملنې لپاره انتقال کیږي.

د طالب لپاره دا ځل په ښارونو کې ځآی نشته، دا وحشي او ترهګره ډله فکر کوي چې په کلیو کې یې پر خلکو ظلمونه وکړل او په زور یې همکارۍ ته وهڅول، اوس به ښآرونو کې هم خلک ورته تسلیم شي او دوی به پرې حکومت وکړی، خو داسې هیڅکله نه کیږي.

تاسو د ښآرونو مقاومت ولید، چې میاشتې وشوي، طالبان د ښارونو په څنډو کې دي، هره ورځ په لسګونه وژل کیږي ، خو بیا هم نه توانیږي چې ښارونو ته دننه شي او مرکزي سیمې ونیسي.

دا د طالبانو وروستی زور دی، چې ازمایي، که دا ځل خلکو مقاومت وکړ او له خپلو ځواکونو سره اوږه په اوږده ودریدل، طالب بیا سر نه شي راپورته کولی.

د عامو خلکو مرګ ژوبله

طالبانو په ښارونو کې د جګړو له درکه زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده، لامل یې دا دی چې طالبان د خلکو کورونو کې پټ دې او پر افغان ځواکونو او خلکو باندې ډزې کوی.

یو شمېر خلک طالبانو ته خپل کورونه پریږدي او وځي، خو ځينو ته بیا طالبان اجازه نه ورکوي چې له کورونو ووځي، ځکه که کورونه خالي شي، بیا پرې افغان ځواکونه هوایي بریدونه کوي، د طالب یو تکتیک همدا دی چې عام خلک د سپر په توګه کاروي او افغان ځواکونه هیڅکله هغه ځآی برید نه کوي چې ملکی وګړي پکې وي.

تازه مالومات دا دي چې تیرو ۲۴ ساعتونو کې د لښکرګاه درې روغتونونو ته ۱۰۱ ټپيان وروړل شوي او ۸ جسدونه ، دا ټول ملکي وګړي دي چې د طالبانو مخامخ جګړو کې شهیدان شوي او ټپيان شوی دي.

خو طالب ته د دې شهیدانو او ټپيانو هیڅ پروا نه ورځي، ځکه هغوی ته همدا ویل شوي چې وحشت ایجاد کړئ، خلک بې ځآیه کړئ، وینې توی کړي او ویجاړې رامنځ ته کړئ.

دا یواځې د لښکرګاه د یوې ورځ ارقام دي چې خپاره شوي، کندهار، هرات او نورو ولایتونو کې د جګړو له کبله هره ورځ لسګونه عام خلک د طالبانو په جګړو کې وژل کیږي او ټبيان کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.