د بی معاشه او نهر طالب ملامتونکو ته

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع

1,709

عموما هغه ټولني چې د بحران ښکار شي، ناامنۍ، جګړې او سیاسي ګړبړونه یې شاته پرې یښې وي. پدغسي ټولنو کې د لویو بدلونو په مهال چې نظام او د حکومتواله بڼه تغیر کوی نو له ګڼو ستونزو سره مخ وی.

افغانستان هم نن د یوې ۴۳ کلني غمیزي، بدبختۍ او اړودوړو یو اوږد پرون پایته ورسول، داسي پرون چې دوه اشغاله، څو لاسپوڅې، تپل شوی او یا کمزوری حکومتونه یې 
د ناپایه مزل ترخه، بدخونده او له مطلقی بی وزلۍ سره مخ نن راته په میراث پریښوده.
لری نه ځو، طالب ته د شل کلن اشغال له پای سره داسی ملت پاتی شو چې کال وړاندی د فراری غنی په مستند اعتراف تر ۹۰ سلنه ډیر وګړی یې د فقر تر کرښې لاندی قرار لرل، میلیونونه کورنی بی ځایه شوی او کډوال لری، په مالی او اداری فساد کې ۲۰ کاله د لیست په سر کې وو، ولس د کاذب او ګوډاګی ټامهوریت په وجود کې له مجبورې ورځی ګوردې، اولادونه او د خپلو کورونو اړین توکي او وسایل وپلورل.

همدارنګه طالب ته داسي حکومت په میراث پاتی شو چې د ولس ملی عامیانۍ ( د افغانستان بانک ) پاچا، مرستیالانو، وزیرانو او ټامیانو په دومره بی شرمي چور او چپاول کړی وو چې د شرمندګۍ په داستان یې نړۍ وغږیده.
داسي چې طالب ته یوځل بیا مات، ځب ـ ځب، بی وزله، له کړکېچ سره مخ، په ستونزو کې لتاړ او په هر اندام کې ټوک ـ ټوک افغانستان په میراث پاتی شو.
مګر له دې ټولو سره طالب د تیر ۴۰ او ۲۰ کالو په ثبوت رسیدلی خاینان، پراډیان، بلواکان، غله، جنایتکاران او مستند قاتلان وبښل، شرعي عفوه یې ورته وکړه، د زغم، یوبل منلو او تسامح لاره یې خپله کړله، ټول یې د واحد او نه بېلدونکي افغانستان ټغر ته راوبلل، د ماضی د جبران چانس یې رامنځته کړل او په لویه کې د بدلون، تعامل او زغم د تصور څخه پورته باب یې قایم کړل.
د طالب د امن، عدل، زغم او بدلون دا پیغام د یوه داسی افغانستان هیلی رازرغونوی چې بلی جګړې ته به نه ځی، نور به د کرایی او پردیو جګړو ټغر د تل لپاره ټول وی، افغانان به خپل اختیاره او د خپلی ارادې څښتنان وی، د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا به ثابته او د هر پردی له تعرض او یرغل څخه به خوندی وی، هویت، معرفت، اقدار او ارزښتونه به مو خپل وی، د وطن د بهرنی سیاست دستګاه به مو د وطن د لوړو خیالاتو او ګټو ددفاع مورچل وی، نور به مسکو، واشنګټن، تهران او اسلام اباد زموږ د مشرانو سیاسی قبله نه وی او په لویه کې کابل به د اسلام د کلاه راج، عزت او عزمت یوځل بیا ترلاسه کړی ـ هغه برم او عزتابه ته چې الحمدالله په یوشمیر برخو کې ورته رسیدلی او یا به ان شاءالله ژر ورته ورسیږو.
مګر ددې ټولو باوجوده یو محکوم او منزوی اقلیت چې د تیر ۲۰ کلن اشغال، نیواک او ښکېلاک په ټولو ککړو معاملو، بدنامو کیسو او لوڅو دسیسو کې ښکېل، تر غاړی غړۍ ډوب او حتا مخامخ دخالت او لاس پکي لری، او د اشغال او فساد له امله د مفتو بنګلو ـ پیخره سرمایو او پیسو مالکان او څښتنان ګرزیدلی، دوی د اشغال له پای او د ۲۰ کلن فساد له ختم سره یې کرۍ ورځ د طالب تخریب، ملامتولو او پړ کولو ته کار ویلی.
د بېلګي په توګه په داسي حال کې چې یوه اونۍ لا د اشغال د پای نه وه وتلی او د ملک ټول اداری نظام فلج وو، دوی دېته مخه کړله چې ولی طالب د دوی د خوښي سره سم خدمات نشي وړاندی کولای، کله چې طالب ددې تشی د ډکولو هڅه وکړله، نوی دوی طالب په دې ملامت کړل چې یوازی دینی عالمان ټاکی او د ټولنی له نورو پاړکیو سره تعصب لری، مګر طالب د دوی د کسات خلاف متخصیصه او باتقوی کابینه معرفی کړله، کله چې د دوی دا پلمه او بهانه هم ختمه شوه، اوس یې د خیټې غم ته ډلونه وهل شروع کړې او ددې سربیره د طالب د حکومت د نه رسمیت او د خپلي تیښتي په صورت کې د سختو خلاګانو او ستونزو د راپیداکیدو اندېښني هم وړاندی کوی.
حال داچې د اوسنی فقر او فساد مسوولین پرون هم دوی وو او نن هم دوی دی، پرون یې د اشغال د ملاتړ، د جګړې د دوام، د سولې د تخریب او د فساد له امله له وطن سره خیانت وکړل، نن هم د خپل بادار د ملامتولو پرځای چې په ظالمانه او نارواه توګه یې د یوه ولس سیاسی حق رسمیت او مالی حق ۹.۳ ملیارډ ډالره دارایی کنګل کړی، دوی د طالب د ملامتولو بغاری وهی.
هغه طالب چې په فاتحانه ډول یې ټول هېواد له اشغاله آزاد او فتحه کړل، مګر نن ددې پرځای چې له چا انتقام او کسات واخلی، یا لږ تر لږه مغروره شي، نن په نهر نس، ټپی او ستړی وجود، پرته له هېڅ معاش او اجرې څخه ستا د کور فیره کوی، ستا د سر، مال او ناموس ساتونکی دی.
د یوه ملګری په خبره چې،‏ ځینو د اسلامي نظام لپاره دوه لسیزې سر په ورغوي کې ونیو، خو ځینې د څو میاشتو لپاره خېټه په کنټرول کې نه شي ساتلی.
یاربه توفیق

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.