دیوبند او مذهبي بندونه

ولي الله ملکزی

2,090

په ۵۷ اسلامي هیوادونو او پاتې نړۍ کې د مسلمانانو ټول ټال شمیر،‌ یو ملیارد او ۸۰۰ ملیونو ته رسي. ۸۹ سلنه یې سنیان او ۱۱ سلنه شیعه ګان دي چې زیاتره یې په ایران،‌ عراق او هند کې اوسیږي. د ټولو سنیانو ۴۳ سلنه حنفیان او ۵۷ سلنه یې مالکیان، شافعیان، حنبلیان او اهل حدیث/سلفیان دي. د حنفي مذهب پراختیا درې عمده لاملونه لري: لومړی؛ د امام اعظم ابوحنیفه (۸۰ /۱۵۰هـ ق) خپل علمي شخصیت او له څو تنو اصحابو (رض) سره د هغه لیدنه ده، یعنی تابعي دی. هغه د څلور واړو مذهبونو په امامانو کې تر ټولو مشر او په شرعي احکامو کې د اجتهاد او قیاس سر لارې بلل کیږي.

دوهم لامل، د ده شاګرد امام ابو یوسف د عباسيانو ځواکمن قاضي القضات وو؛ له همدې وجې حنفيت د عباسي خلافت (۷۵۰ – ۱۲۵۸م) رسمي مذهب وو. بیا عثماني سلطنت (۱۲۹۹ – ۱۹۲۲م) د شپږو پیړیو لپاره له بغداد څخه د بلغاریا تر پولو، ټولو سلاطینو یې په دې پراخه قلمرو کې حنفي فقه پلي کوله. دریم مهم لامل یې دا دې چې حنفي فقه د نص تر اړخه، په منطق او استدلال باندې لنګر اچوي او د نورو مذاهبو په پرتله؛ د زمانې د غوښتنو سره د همغږۍ لا زیات ظرفیت او وړتیا لري. د هند په لویه وچه کې مغول شاهان، له ۱۵۲۶ څخه تر ۱۸۵۷میلادي کال پورې د خپلې واکمنۍ په ټوله موده کې د حنفي مذهب پیروان وو. مغول ټولواک، ‌اورنگ‌ زیب عالمگیر په خپلې پاچاهۍ کې د هند ۴۸ مخور عالمان راټول کړل او په اتو کالو کې یې د عالمګیري فتوا په نوم د حنفي مذهب تر ټولو ستر کتاب تالیف کړ.

د دارالعلوم دیوبند  جوړیدل: کله چې د هندوستان خلکو په ۱۸۵۷م کال کې د پیرنګي ښکیلاک پر ضد ستر پاڅون وکړ، نو دغه غورځنګ ډیر بد بد وځپل شو او په زرګونو مسلمانان په کې ووژل شول. (د بالیوډ، د عامر خان د منګل پانډې فلم د همدې پاڅون څخه د الهام پر بنسټ جوړ شویدی). له دې پيښې ۹ کاله وروسته، مولانا محمد قاسم، رشید احمد ګنگوي او څو تنو ملګرو یې په ۱۸۶۶میلادي کال کې د دیوبند په کلي کې یو دارالعلوم جوړ کړ او د دغه کلي‌ نوم یې ورباندې کیښود. دیوبند، د هندوستان د اُترپردیش ایالت د سهارنپور ولسوالۍ اړونده ښار دی چې د ډهلي شمال ته د ۱۵۷ کیلو مترو په واټن، د ګنګا او جمنا د تاریخي سیندونو په منځ کې پروت دی. دیوبند ۱۶۰ زره تنه نفوس لري او ۷۱ سلنه هستوګن یې مسلمانان دي. دیوبند اوسمهال څلور نیم زره شاګردان لري؛ رئیس یې مولانا ارشد مدني نومیږي؛ ټول شاګردان یې نارینه دي او نجونې په کې نشته.

دیوبندیان، شاه ولي الله دهلوي (۱۷۰۳-۱۷۶۳م) ته د خپلې مفکورې او مبارزې د سرلښکر په سترګه ګوري. د دهلوي خپل نوم أحمد، په خټه سید او په شاه ولي الله باندې مشهور دی. هغه د عبد الوهاب نجدي همزولې او د ابدالي احمد شاه بابا نژدې دوست وو چې په ډهلي کې یې ور سره لیدلي کتلي وو. دهلوي لومړنې عالم وو چې قرآن کریم یې له عربي څخه فارسي ته وژباړلو او یو دیني او د عامه پوهاوي غورځنګ یې پیل کړ. البته له مړینې وروسته یې ځوئ، شاه عبد العزیز او بیا یې لمسي شاه اسماعیل هغه په یو سیاسي بهیر باندې بدل کړ. ندوة العلماء، جمعیت علمای هند، احرار الاسلام او تبلیغي جماعت د همدې دیوبندي مکتب زیږنده او د هغه له فارغینو څخه رامنځ ته شویدي. د عليګړ پوهنتون سر سید احمد خان، اشرف علي تھانوي، شبلي نعماني او ابوالحسن ندوي نور هغه مهم شخصیتونه دي چې د هند د مسلمان اقلیت په بیدارۍ او قیادت کې ځانګړی ځای لري.

د یوې سیاسي او تاریخي پریکړې په توګه، د دیوبند مهمو مشرانو په ۱۹۴۵م کال کې د هندوستان له ویش سره مخالفت وکړ. البته مولانا شبیر احمد عثماني، غلام غوث هزاروي، مولانا مفتي محمود، مولانا عبد الحق حقاني، مولانا شمس الحق افغاني او د مولانا یوسف بنوري په څیر مشهورو عالمانو د پاکستان د جوړیدو ننګه وکړه او دلته یې جمعیت علمای اسلام رامنځ ته کړ. په کراچۍ کې وفاق المدارس او په اکوړه خټک کې دارالعلوم حقانیة د دیوبندي مکتب د سترو مرکزونو په توګه خپل فعالیت پيل کړ. مولانا شبیر احمد عثماني د خپل استاذ، مولانا محمود الحسن دیوبندي لخوا په اردو ژبې لیکل شوې تفسیر له نورې شرحې او تفصیل سره ترتیب او چاپ کړ، کوم چې څو کاله وروسته د کابلې تفسیر په نوم؛ پښتو او دري ژبو ته وژباړل شو.

د امریکا مشهوره راډیو، NPR د سپټمبر په اتمې پخپل یو راپورتاژ کې له دیوبند څخه د لیدنې په مهال داسې وايي « د طالبانو ۹۹٪ خلکو د هندویزم په زړه کې جوړ دیوبند نه دې لیدلې، خو ایډیالوژي او نظریات یې له همدې دارالعلوم څخه خړوبیږي. دوئ کټ مټ د هغو احکامو او اصولو پیروي کوي چې د دغې مشهورې مدرسې لخوا یوه نیمه پیړۍ وړاندې معرفي شویدي». د دوئ په نصاب کې، په څرګنده د جهاد په اړه کوم خاص مضامین نه میندل کیږي. دلته تعلیم وړیا دی؛ دولتي بسپنې هم نه مني؛ ټولې مرستې د عام ولس له خوا کیږي؛ سل تنه استادان او همدومره اداري پرسونل لري. د دیوبند خپله رسمي خپرونه/سایټ په ګوته کوي چې هغوئ د حنفي فقهې د چوکاټ دننه، منځلاريتوب، د سنتو پيروي، د سوچه عقیدې خپرول او د اسلامي کلتور وده یې اساسي موخې دي. دیوبندیان په فکري ډګر کې اشاعره او ځینې مشران یې د چشتیه او نقشبندیه طریقو مریدان دي.

د دیني تحریکونو څیړونکي په دې باور دي چې په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د یرغل په مهال، د خلیج ځینو شتمنو مذهبي کړیو او وګړو له دیوبند او دیوبندیانو سره ښې پریمانه مالي مرستې وکړې، ترڅو د هغوئ فکري چاپیریال د سلفيت په خم کې رنګ او په سیمه کې د ایران د نفوذ مخه ډب کړي. ولی د دیوبند مشران دا نه مني چې ګوندې د شتمنو عربانو پیسو ته یې لمن نیولې او یا یې خپله تقلیدي تګلاره بدله کړیده. داسې ښکاري چې دیوبندیان په ډیموکراسۍ باور لري او په انتخاباتو کې ګډون کوي. دوئ مني چې په انتخاباتو کې ګډون، په محکمې کې د قاضي په وړاندې د ګواهۍ په څیر یوه وجیبه او دنده ده.

دیوبندیانو د هند د خپلواکۍ په غورځنګ کې د مهاتما ګاندي ملګرتیا وکړه او د ۱۹۸۰م کال په انتخاباتو کې د میرمن اندرا ګاندي د ملاتړ ترڅنګ یې په څو دائرو کې خپل کاندیدان هم ودرول. مولانا اسد مدني دیوبندی چې د جمعیت علمای هند رئيس وو، د کانګرس ګوند په مرسته د هندوستان د پارلمان غړی وو. مولانا مفتي محمود په ۱۹۷۲م کې د خیبر پښتونخوا ستر وزیر وو؛ د نوموړي ځوئ، مولانا فضل الرحمن د پاکستان د ولسي جرګې غړې او مولانا سمیع الحق د پاکستان د مشرانو جرګې عضویت درلود. نوموړی د ۸۱ کلنۍ په عمر، د ۲۰۱۸م کال د نومبر په دوهمه په راولپنډۍ کې د خپل کور د انګړ دننه د یو مجهول کس لخوا په چړې ووژل شو چې تر اوسه یې د قاتل درک ونه لګید. د حقانیه مدرسې اوسنې مشر د هغه ځوئ،‌ مولانا حامد الحق حقانی دی.

په ۲۰۱۴م کال کې د لندن د ټایمز ورځپاڼې ولیکل چې د انګلستان ۴۵ سلنه جوماتونه د دیوبندي فکر اړوند دي. همدغه اخبار بل ځای کې لیکي « په ۲۶ هیوادونو کې دیوبندیانو اسلامي مرکزونه او جوماتونه جوړ کړي او نوی نسل یې د خپلې افراطي نظریې څخه اغیزمند کړيدی». د ND TV یو راپورتاژ وایي چې دیوبند نژدې دوه زره مدرسې لري چې د هند په پراخه هیواد کې آبادې دي. د دغه دارالعلوم مشر وايي چې موږ د ښځو د تعلیم مخالف نه یو،‌ بلکې مخالفت د ګډ تعلیم سره دي چې ځوانان او پيغلې څنګ په څنګ په یو ټولګي کې ناست وي. هندي مسلمانان په هرې دینې موضوع کې خپل ځانونه د دیوبند فتوا ته ژمن ګڼي، البته په سیاسي غورځو پرځو کې بیا هر څوک خپله لاره پرمخ بیايي.

مذهبي ګوندونه، دیوبندیان دي که بریلیان، صوفیان دي که سلفیان، شیعه ګان که اخوانیان، دوئ د تصوف، اجتهاد، فلسفې، عقيدې، سياست او د نورو ادیانو له اتباعو سره د اړیکو په اړه، ژور توپیرونه لري. د دوئ خپل منځي ناندرۍ د سیاسي ګوندونو له اختلاف څخه ډیرې خطرناکې دي؛ ځکه دوئ د فتوا ځواکمنه وسله په لاس کې لري او سیاسیون ورڅخه محروم دي. د څارونکو له نظره، دیوبندیان د حنفي فقهې اصولو او بندونو ته پابند مذهبي خلک دي او اجنډا یې محلي او مذهبي ده. دیوبندیان د اخوانیانو په څیر د سیاسي اسلام د مفکورې پلویان نه دي؛ چېرته چې د جغرافیایي قلمرو په ځای؛ عقیدوي سرحدونه معتبر ګڼل کیږي.

د همدې میاشتې (سپټمبر) په دیارلسمې د اکوړې د حقانیه مدرسې ویاند، مولانا یوسف شاه د بي بي سي پښتو سروس سره په مرکه کې وویل: « په خوشحالۍ سره وایم چې اوس د افغانستان د اسلامي امارت په کابینه کې اته تنه وزیران، ځموږ د مدرسې فاضلان (فارغین) دي». لویدیزې رسنۍ او څارګرې ادارې انګیري چې ځموږ په سیمه کې ګڼ شمیر اورپکې ډلې او وسله وال تنظیمونه په واقع کې د دیوبند له شاګردانو او پيروانو څخه دي. ولې د یوبندي مشران او پلویان یې دا ډول تورونه په کلکه ردوي او هغو ته د خپلو مخالفینو د لوڅ لغړ پروپاګنډ په سترګه ګوري.

غالبا د ۱۹۹۹م کال د اکتوبر دوهمه اونۍ وه چې زه د خپل خبري آژانس (سهار) لپاره د یوې مرکې په خاطر، اسلام آباد ته لاړم. په پيښور کې پخواني افغان کونسل جنرل او د امریکا غږ اوسني خبریال، سید سلیمان شاه په دې سفر کې زما ملتیا کوله. د مولانا فضل الرحمن د میلمستون په تالار کې د جمعیت علمای اسلام ځینې مشران هم خوا وشا ناست وو. نو ما د خپلې مرکې په پای کې له ښاغلي مولانا څخه وپوښتل چې آیا تا له ملا محمد عمر مجاهد سره د امیرالمؤمنین په توګه بیعت کړیدی؟ نوموړي را ته په ځواب کې وویل: « نه، ما بیعت نه دی کړی او مکلف هم نه یم. زه پاکستانی یم، موږ خپل قانون، اردو او سیستم لرو او هغه ته ژمن یو. افغانانو ته دې اسلامي امارت مبارک وي او موږ ته خپل جمهوریت».

———————————————————————————————————————————————————–

په مننۍ سره، باید یادونه وکړم چې ما په خپلې پاسنۍ څیړنې کې د Google, Wikipedia، د NPR او BBC له راډیوګانو، د NDTV, Geo News ټلویزیوني چینلونو، د هشت صبح او The Times له ورځپاڼو څخه استفاده کړیده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.