ملي مقاومت ؟ -طنز

شاه ولی ارین

1,505

هغه درې واړه خورا یاران او د کلونو، کلونو نږدې نه بیلیدونکی ملګري وو. تل به سره یو ځای ګرزیدل او کله ناکله به، د بابا قوې مستان حجرې ته ورتلل او هلته به یې چای اوچلم کاوه.

د کلي کور په خوښیو، خیرات او نورو خوشاله ورځو کې به یې ټوکې ټکالې کولي، پر هر چا خورا ګران وو، حجرې او مجلسونه به خورا پرې تاوده وو، که رښتیا ووایم دوي هرکله د مجلسونو خواږګه (نقُل) وو.

دوي دومره سره خواږه او له مینې، محبت، خلوص او د ملګرتیا له احساس نه ډک ژوند تیر کړي و، چې د دوي نور همزولي هسې زاړه ښکاریدل، خو د دوي لا د سر ویښتان تر اوسه سپین نه ښکاریدل.

هو!

نسیم ګل، تراب ماما او ګل نواز یادوم. دوي به کله ناکله د کلیوالو سختو پوښتنو ته ځوابونه هم ورکول او د دوي ځوابونه اوریدونکو ته د کاڼي د کرښو شانته وې، خو د دوي بنډار یا مجلس به هغه مهال خوږ او په زړه پورې و، کله چې به دوي تازه د بابا قوی مستان له حجرې نه د چای او چلم ورسته راوتلي او د کلیوالو مجلس ته به راغلي وو.

تیره ورځ په یوه مجلس کې جمال الدین کاکا له تراب ماما نه تپوس وکړ چې:

«دا ملي مقاومت یاني څه دي؟»

د دې له پاره چې تراب ماما دغه پوښتنې ته ځواب ورکړي، تر مخه ترې  ګل نواز راودانګل او غږ یې کړ چې:

«ورورجانه ملي مقاومتونه خو زموږ په هیواد کې خورا ډېر تېر شوې دي، ستا موخه کوم ملي مقاومت دی؟»

جمال الدین کاکا په خندا شو ویل یې:

«هی، هی کور دې له غنمو ډک شه، بل نو کوم، همدا اوس چې روان دی، د پنجشېر ملي مقاومت»

تراب ماما:

«یاره دا خو عجیب ملي مقاومت دی. په رښتیا چې  دغه مقاومت خو دغه غوښتنې لري:

۱- د هیواد د تیرو کانونو دغلا شوو لاجوردو زمردو او لعلونو د لا حفظ او ساتنې او د نوي چور له پاره دغه سیمې نا امنه کول او چور ته د فرانسویانو او ځینو نورو اروپائې هیوادو په مرسته دوام ورکول.

۲- د ټولو پخوانیو څلویښت کلنو جګړو له غنیمت شوو او غلا شوو ډول، ډول وسلو او مهماتو نه ساتنه او نوي هغه غلا شوي وسلې چې د پچو د غله بسم الله خان محمدي، د ملی امنیت د وزېر او معاون صاحب صالح له خوا اوس تازه پنجشېر ته راوړل شوې د تیرو وسلو په شان ساتل، ځای پر ځای کول د مبادا ورخې له پاره چې به کې زړې او مُدرنه طیارې هم شاملي دي.

۳- ملي قهرماني، مارشالي او جنرالي چې مو د وسلو او هیواد خرڅولو له امله تر لاسه کړي، د ساتلو له پاره یې نور هم مقاومت له لاسه ورنه شي.

۴- په حکومت کې باید تر پنځوس سلنه د تل له پاره د پنجشیر د همدا څو خاصو کورنیو مقام او څوکي په خپل ځای وساتل شي مقاومت.

۵- د پنجشیر ولایت باید خپلواک (خود مختاره) حکومت ولري.»

په دې وخت کې شاغاسي له اوخوا اواز را غبرګ کړ:

« دوي خو یوازې د پنجشېر او په پنجشیر کې د څو محدودو کورنیو له ګټو، غلا، چور او چپاول نه د ساتلو له پاره ملي مقاومت کوې، نو ولی د دوی په پلوي، یو شمېر تاجک ورونه، هزاره ورونه او یا اوزبیک ورونه  هم غږ پورته کوي، زنده باد او مرده باد وائې.»

په دې وخت کې نسیم ګل دواړه لاسونه جګ کړل او په خندا، خندا یې وویل دا وار زما نوبت دي، چې دې پوښتنې ته ځواب ووایم:

« هم، زموږ خورانو او مظلومو هیوادوالو تر ټولو ستره ګناه او تیروتنه همدا ده، چې د کڼو او وړندو په شان مو لا تر اوسه هم خپل دوست او دښمن ونه پیژنده، ایا د خپل هیواد د غلا شوو وسلو ګدامونه مو په پنجشیر کې ونه لیدل؟ ایا د بهرنیو اجنټانو شتون مو همدا اوس په پنجشیر کې ونه لیدل؟ ایا د ډالرو، طلاوو او نورو د بیت المال د توکو غلاوي چې پنجشیر ته نقل شوې وې په خپله سترګو مو ونه لیدي؟ ایا دا مو ونه لیدل چې د هیواد په تیرو حکومتونو کې د رباني نه را شروع تر تیرو ورځو پورې له پنځوس سلنو زیات د حاکمیت قدرت د څو تنو محدودو پنشیریانو په لاس کې نه وو؟ بیا نو ولی دې ته د ملي مقاومت نوم ورکول کیږي، حال دا چې دې ته باید، دغلو او هیواد پلورونکو د مقاومت نوم ورکړ شي.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.