!داعش، د وحشت له عراقي رېښو تر خراسانی ماهیته

لیکوال او شناند: قاضي نجیب الله جامع

1,450

لومړۍ برخه

داعش د مرخیړو په څیر په یوه شپه کې نه ده رامنځته شوې، او نه د سترګو په رپ کې د سوریی او عراق په څیر سیکولارو هیوادونو کې تر هرځای رسیدلی، بلکي ګډوډۍ، بدامنۍ، مذهبي تاوتریخوالې، ناوړه ارزونه، تیري، حذف، نړیوالې او سیمه ییزې لاسوهنې، له اسلام سره دښمنې دا او دیته ورته نور لاملونو داعش ته طلایی زمینه برابره کړه چې د پراختیا او پرمختګ لپاره د عراق او سوریي په دې پراخه سیمه کې خپل تخم وکري ـ ددې ترڅنګ په ۹۰ کلونو کې د کویټ جګړه، د ۲۱ پیړۍ په پیل کې پر عراق برید، د منځني ختیځ هیوادونو ته د امریکا مخامخ او غیری مستقیم ورتګ، هلته یی خونړۍ ګډوډۍ، د تورو وسلو او پیسو بازارونه رامنځته کړل، مذهبي، نژادي او قومي شخړو ته د لمن وهلو هڅې چې په عراق کې د شیعه او سني اختلاف ته په امریکایی پیسو، وسلو او حمایتو لمن وهل یی رسواه بیلګه دی.
داسې چې ددې ټولو په پایله کې داعش لومړی په ۲۰۱۰ ز کال کې رامنځته، په ۲۰۱۳ ز کال کې اعلان او په ۲۰۱۴ ز کال کې یې د ابوبکر البغدادی په مشرۍ اسلامي دولت یا خلافت اعلان کړل.

داعش او د وحشت ستراتیژی:

وحشت، ویره او ډار اچونه یا د سیال او نا سیال ویرونه د داعش وحشتکارې ډلي له لومړنیو وسایلو څخه وو. دوی د همدې وحشت په مټ دیرالزور، الرقة، الموصل، الرمادی او ګڼی سیمي په عراق او سوریه کې بی جګړو ونیولی.

بل لور ته د امریکا او غرب نظامی وحشتونو د داعش مشروعیت، محبوبیت او مظلومیت ډیر کړل، ډیرو ځوانانو د امریکا د بمباردونو په پایله کې د داعش ویجاړونکې او خونړۍ ایډیالوژي خپله کړله، حتا ددی افراطی ډلو ترمنځ یی نږدیوالی ډیر او اختلافونه یی ورکم کړل.
داسي چې د یوی اسراییلی موسیسې د څېړنې له مخی په عراق کې د القاعدې جنګیالي د امریکا د ۲۰۰۳ کال تر یرغل وړاندې جهادیان نه وو، بلکي په عراق د امریکا برید ټوپکوال کړل.
د داعش وحشت او جنایت د عراق او سوریی له تاریخی پرون څخه بیل او نوی نه دی، عراق یو خونړی کرکټر لری، د بعث ګوند له ۱۹۶۳ تر ۲۰۰۳ ز کلونو داسی کرغیړن وحشت پرینښود چې تفصیل ته اړتیا و لری، په ۱۹۷۹ ز کال کې صدام د خپل ګوند مشران په کومه بڼه اعدام کړل، هغه کیسه چې له هیچا پټه نه دي. صدام په دې هم بسنه ونه کړله بلکي د وحشت ریکارډونه یې جوړ کړل. صدام د خپل واک په مهال یو ملتپاله سیکولار سیاستوال وو، دغه سیکولار سیاستوال په ۱۹۸۲ کال کې د حماة ښار کې له ۲۰ تر ۳۰ زره کسان قتل عام کړل ـ دا په داسي توګه چې صدام مذهبي کس هم نه وو.

همدارنګه د سوریی او عراق بعثی ګوندونه ګڼ ورته والی لری، چې مهمه هغه یی له سیاسی اسلام سره سخته او خونړۍ دښمني ده. ان دې خوځښتونو ته یی پخپلو هیوادونو کې سمبولیکه اجازه هم نه ورکوله، چې یوازې ژوند وکړي. دوی دا خوځښتونه د خپل واک د دوام په لار کې ګواښ باله، دې هر خوځښت چې د سیاسی اسلام توغ پورته کړي ځای او ځواب یې زندان، ځورول، ځپل او ترور وو، په ۱۹۸۲ ز کال کې حکومت په حلب ولایت کې د اخوان المسلمین نږدې له ۲۰ تر ۳۹ زره غړي له تېغه تېر کړل او بیا یې اخوان المسلمین جریمه کړ او هر هغه څوک چې د اخوان المسلمین فکر مني، سزا یې اعدام وو.
د داعش د وحشت او جنایت مشهودې بېلګي د ۱۵۰۰ عراقی پوځیانو څخه د سرونو پرې کول، د یزیدی او اشوري مسیحیی لږکیو ټولوژنه، داسی چې د داعش له وحشت څخه نږدی ۵۰ زره یزیدیان له موصل څخه وتښتیدل او د سنجار غرونو ته یی پناه یوړله.
ددغه وحشت برکت وو چې ۳۰ زره عراقی پوځ په یوه ورځ له موصل څخه تیښته وکړه، اربیل نږدی وو چې سقوط شي، د عراق له پیسو او طلاوو ډک بانکونه یې چور کړل، د تیلو څاګانې یې ونیوی او په سوریه کې خو د هوایی ډګرونو او ستراتیژیکو ذروی تاسیساتو مالکان هم شول.
همدارنګه په افغانستان کې یې هم خپل لومړنی فعالیت په ننګرهار کې د ۱۰ تنو ولسي سپینږیرو ژوندي په بمونو الوزولو سره پیل او تر اوسه پوري یې د خونړیو وحشتونو او جنایتونو بوږنوونکې لړۍ لا جریان لري.

په عراق او سوریه کې د داعش دزیږیدو او قوت عوامل:

عراق او سوریی ته د منځني ختیځ د اورونو سیمه وایی، ځکه دا سیمه د ګڼو ادیانو، طبیعی ذخایرو ( ګاز ـ تیلو ) او ستراتیژیکو لارو د وصل او فصل نیښلونکې سترایژیک عمق دی.
داعش د القاعدې په خلاف چې وسایل یې له امریکا او لویدیځ سره جګړه، له عربی نړۍ څخه د پردیو سرتېرو ایستل، د یهودو او نصاراوو وژل دې، مګر د داعش وسایل بیا له هغو شرایطو ګټه پورته کول وو چې سیمه ورسره لاس او ګریوان وه لکه د مرکزی حکومتونو کمزوری، د غرب لاسوهنی، ناخپلواکې، مذهبی تعصبونه، د قومی او اتنیکی کړیو ناخوښ حالات او په لویه کې د حذف او ګوښه کولو له تګلارو چې ولسی غبرګون او غوسه یې راپاروله ګټه پورته کول دې.
یعني داچې امریکا د خپلو ناروا یرغلونو، وحشتونو، فاسدو او دیکتاتورو حکومتونو او په لویه کې د اشغال او غلطو سیاستونو له لارې د داعش د ظهور او وجود لپاره شرایط برابر کړل، داسي چې داعش هم له دغه شرایطو څخه ګټه واخیستله، د مجبوریت، مظلومیت او محبوبیت د ستراتیژی له لارې یې د عراق او سوریی ټول تاریخ، تمدن، اقتصاد، د واحد ملت چانسونه او ان تر لیبیا ستونزی او تراژیدۍ په لاره واچولی.
په عراق کې د داعش د زیږیدو مهم علت په ۲۰۰۳ ز کال کې د امریکا نارواه یرغل او د یرغل په پایله کې د ماتی شوی القاعدې بیا احیاء او د امریکا د سیاستونو په پایله کې د نورالمالکي د تنګ نظره مذهبي، ځانچارې او متعصب حکومت غلط او له سپکاوی ډک کردارونه وو.

کیسه داسي وه چې په عراق کې د امریکایی ځواکونو لوی قومندان جنرال ډیویډ پټرایوس پریکړه وکړه چې د عراق زامنو په نوم د سنیانو له منځه قبیلوي ملېشې جوړې کړی. او الشیخ عبدالستار ابوریشه یی ورته مشر وټاکه. ددې ملېشو ټول لګښت او وسلې امریکایانو برابرولي، ترڅو له القاعدې سره په الانبار کې جګړه وکړی.
امریکایی منابع وایی دوی ۱۰۰ زره عراقی سنی ځوانان په دې ملېشو کې ځای پر ځای کړل. هر یوه ته یی د میاشتی ۳۰۰ ډالر معاش ورکاوو. داسي چې دې سنی ملېشو او د ۲۱ زره امریکایی قواوو ایتلاف القاعده په ۲۰۰۶ ز کال کې په شاوتمبوله او له ګڼو ښارونو یی وایستل.
وروسته امریکا د ۲۰۰۸ ز کال د نومبر په۲۷ نېټه له عراقه د وتلو پریکړه وکړه، چې د ۲۰۰۹ ز کال د جون له ۳۰می د ۲۰۱۱ ز کال ترپایه به وزی.
دوی د همدې پریکړی سره سم د سني ملېشو یا عراق زامنو مسوولیت د نورالمالګي حکومت ته وسپاره، جنرال پټرایوس دا سپارښتنه هم وکړه چې دا ۱۰۰ زره سني ّځواک د حکومت په امنیتی ارګانونو کې مدغم کړای شي، ځکه دوی امریکایانو په لوړو تخنیکونو روزلی وو او د پوځ په نسبت یې پرمختللې روزنه ترلاسه کړې وه.
مګر د المالکي رژیم دغو سني ملېشو ته په ښه سترګه نه کتل، له نیمایي زیات یې وشړل، په ځینو یې میاشتني معاشونه چې سړي سر ۳۰۰ ډالر کېدل بند کړل، له یوشمیر نورو سره په امنیتی ارګانونو کې د ادغام شوی ژمنې هم دروغ وختلی.
د نورالمالکي دې چلند سنیان د سیاسي تفاهم په سر بی اعتماده کړل له بلي خوا سني ملېشو سره شوی زمنې هم عملي نه شوي.
دا ملېشې د وخت په تیریدو سره داړونکې شوي او د غچ او کسات فکر یې خپل کړل. القاعده او نورو جهادی ډلو د توبې په شرط چمتو وې چې دې مجرب او مسلکي ځواک ته په خپلو لیکو کې ځای ورکړي. دا توبه هم دومره مهمه نه وه، ځکه سني ملیشه وار له مخه له المالکي او شیعه ګانو سره د کرکې او کینې تر بریده رسیدلې وه، داسې چې د غچ او کسات لپاره یې شېبې شمېرلې.
عجیبه ده، سني ملېشې امریکا په ښه او وړ توګه وروزولې او نوري المالکي وشړلې خو دوی په عراق کې د داعشی جنګیالیو مهمه او غوښنه برخه شوه.
د نوري المالکی د سیاسي لنډ فکرۍ او مذهبي چلند له کبله دا سني جنګیالي د یوې ګرانبیه ډالۍ په توګه ابوبکرالبغدادي ته وړاندې کړل او هغه هم په هنر او لیوالتیا ومنل.

دې پروژې نورالمالکي او حکومت یې د ګوښه کېدو تر درشل ورساوو، نیمایي عراق یې ونیو او له هغه چا یې غچ واخیستل چاچې د دوی سپکاوې کړې وو او د پنځم ستون په سترګه یې ورته کتل.
بل لور ته که څه هم په عراق کې جګړه چریکی وه، مګر په سوریه کې داعش د مذهبي، سیاسي، ایډیالوژیکه او د واک پر سر شخړو له حساسیتونو په استفاده پراخ پرمختګونه وکړل.
په بغداد او سوریه کې سنیان له بدې ورځې داعش ته مخه کړه، ځکه دوی په لوی لاس د واکمنو شیعه ګانو له لورې څنډې ته شوی وو. که څه هم د سنیانو ډير شمیر یی په سیکولره ټولنه کې راستر شوي وو او د صدام حسین له کیڼ اړخه ګوند سره یې اړیکه لرله ـ مګر له دوی سره پرلپسي سپکاوی، ټکول، ګوښه کول او حذف ددې سبب شو چې دغه سنیان د داعش زیږ او توندلارې ډول، د بغداد واکمنی مذهبي ډلی د ایلولو په موخه ومنی او همکاری یی وکړی.

په عراق کې داعش د امریکا او واکمن ګوډاګې رژیم د کړنو په پایله کې رامنځته شو او په سوریه کې یې د بشارالاسد حکومت خلاف د لاسوهنو په پایله کې امریکا داعش ته یوه پراخه سیمه په لاس ورکړه.
په پایله کې ویلی شو چې په عراق او سوریه کې د داعش د رامنځته کېدو او ځواک عوامل ددغه هېوادونو کورنی جوړښتونه، فساد، تعصب، حذف، مذهبی دریځونه، بی کارۍ، دیکتاتورۍ او په لویه کې د امریکا یرغل، اشغال او غلط سیاستونه وو.

ادامه لری…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.