افغانستان کښی سوچه مذهبی نسل وژنه

اختر محمد یوسفي

1,685

په ډیر تأسف سره هغه بد خبر هم نشر شو چی افغان سیکان او د خپل سپیځلی کتاب “سري ګورو
کرانت” سره هم د افغانستان څخه ووتل، یا د هندوستان د استخباراتو لخوا افغان سیکان د خپل پلرنی
هیواد څخه وایستل شول.
د تاریخ په اوږدو کښی په افغانستان کښی ټول افغان اتباعو که مسلمانان، هندوان، سیکان. او یهودان وه
په خپل منځ کښی په ورورولی ژوند کاوه، له بده مرغه د مذهبی تحریکاتو  اور د ۱۹۹۲ میلادی کال
څخه راپدی خوا د پاکستان د استخباراتو او د پاکستان پلاس جوړ شوی افغان «جهادی» تنظمونه د واک
سره سم په افغانستان کښی په ښکاره توګه شروع شویدی دی. پدی ورړستیو دیرشو کلونو کښی د میلیونو
مسلمان هیوادوالو د وتلو سر ببره د افغانستان څخه نژدی یو میلیون افغان هندو او سیک هیوادوال هم   د
خپل پلرنی هیواد پریښودل . دافغانستان څخه د افغان اتباع د فرار  په توطیی کښی د ګران هیواد د
کورنی او بهرنی دښمنانو لاسونه په ښکاره ډول معلوم دی.
دافغانستان مسلمان اولس د خپل هندو او  سیک وړونو سره د پیړیو په اوږدو کښی یوځای په ورورولی
او مینی سره  ژوند کړی ؤ.  افغان مسلمانان و خپل هندو او سیک وړونو ته په ډیر احترام سره د لالا په
نامه خطاب کاوه. د افغانستان د تاریخ په اوږدو کښی د هندوانو او سیکانو د عباداتو ځایونه خوندی
موجود وه، هندوانوً او سیکانو پخپل پلرنی هیواد کښی خپل عبادت په آزاد ډول سر ته رسول. مګر
د ۱۹۹۲ د «جهادی» تنظیمونو  د واک د سررسیدلو سره سم پاکستانی استخبارات  آی. اس. آی. او
هندوستان د واکمن ګوند بی. جی. پی په افغانستان کښی په مذهبی تحریکاتو پیل وکړ، په افغانستان کښی
د جګړی اور هم زور واخیست، د افغان سیک او هندوانو  په مذهبی تحریکات کښی پاکستان او هند لوی
لاس لری.

اساسی سوال دادی چی ولی افغان سیکان او هندوان د هیواد اتباع دی، نه یواځی خپل هیواد پریږدی،
بلکه خپل مقدس مذهیی کتابتونه هم له ځانه سره هندوستان وړی. هند او پاکستان په حقیقت کښی د خپل
دښمنیو او شومو  اهدافو په لړ کښی پر افغانستان باندی هم مذهبی نسل وژنه تحمیله وی. پداسی حال
کښی تاریخی روایات هم موجود دی چی افغانستان د سیکانو د لوی مرشد بابا ننک ټاټوبی ؤ.
شویدی.مګر په تأسف سره چی افغان سیکانو نه یواځی د خپل پلرنی هیواد څخه وځی، بلکه خپل سپځلی
کتاب هم د ځان سره وړیدی.
د افغان سیکانو او هندواو په فرار باندی د خپل پلرنی هیواد ځخه د هند او پاکستان د استخباراتو
کړغړن لوی لاسونه ښکاره معلوم دی، د افغانستان ځخه د سیکانو او هندوانو د فرار بل عمده علت هم دا
دی چی په افغانستان کښی د وروستیو پدی وروستی دری لسیزو د «مذهبی» تعصباتو له کبله د افغان
هندوانو او  سیکانو اتباعو حقونه په ښکاره توګه تلف شوی دی.
پدی وروستیو دیرشو کلونو کښی چی «جهادی» تنظیمونو واک ته د رسیدو سره سم د سیکانو او هندوانو
د عباداتو ځایونه د پاکستان د استخباراتو او د فراطی ډلو لخوا وران شویدی، د افغان فاسد او «مذهبی»
افراطی ډلو او د هغوی دولتونونه لخوا هم د افغان هندوانو او سیکانو امنیت هم په نظر کښی ندی نیول
شویدی. په هیواد کښی دا ټول عوامل سبب شوی چی افغان غیر مسلمان اتباعو خپل پلرنی هیواد
افغانستان پریښودل. د افغانستان کورنی او بهرنی دښمنانو په عمل کښی نسل  وژنه په افغانستان کښی
عملی کړل.
دا ټول خیانتونه د هیواد د کورنی او  بهرنی دښمنانو لخوا په افغانستان کښی عملی شول

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.