قزاقستان کې حکومت منحل، د عوامو مظاهرې په خونړیو او  سترو بریدونو واوښتلې

هیواد پریس

714

په قزاقستان کې وروسته له هغه د خلکو لخوا لاریونونه شروع شول ،کله چې دې قزاقسان جمهور رئیس قاسم جومارات تکایف حکومت د ګاز نرخ دوه برابره لوړ کړ، خو قزاقیانو د ګازو لوړو بیو پر ضد لاریونونه پیل کړل ،او دا لاریونونه په بېړه سره په لوی ولسي غبرګون واوښتل . که څه هم د پراخو لاریونونو ورورسته د قزقستان ولسمشر( قاسم جومارات تکايف) د ولس غوښتنو ته غاړه کیښوده،او حکومت یې منحل اعلان کړ،او د ګاز  نرخ په اړه یې هم ولس ته د پخواني نرخ وعده ورکړه،خو اوبه  هغه وخت له ورخه تیرې  شوې،چې لاریونونه په خونړیو بریدونو واوښتل چې تر لسګونه عام خلک او امنیتي ځواکونه په کې ووژل شول، او لا هم دې الماتي په ښار کې خال، خال ډزې  او د عامه شمتنيو،بانکونواو مغازو لوټماري  روانه ده،چې په نتيجه کې د قزاقستان ولسمشر د روسیې ولسمشر ولاد میر پوتین او د ګډو امنیتي تړون سازمان د غړو هیوادونو څخه د امنیتي ځواکونو د مرستې غوښتنه وکړله.

د دې سختو خونړیو مظاهرو ته د روسیې ولسمشر ولاد میر پوتین هم خپل غبرګون ښودلی او قزاقستان ته یې د ګډ امنیتي تړون سازمان د غړیو هیوادونه امنیتي ځواکونو د لیږلو امر کړی دی، چې په سر کې یې د روسيې هیواد امنيتي ځواکونه قزاقستان ته بیګا شپه رسیدلي دي، تر څو د قزاقستان امنیتي حالات کنترول کړي.

د قزاقستان ولسمشر په نني سهارني پیغام کې د قزاقستان ولس ته په خپله لنډه وینا کې وويل، چې “ موږ به هيڅکله خپل ولس اوسنیو لوتمارانو ته پرینږدو،” نوموړي حتا قهرجن مظاهره چيان تروریستان وبلل، او زیاته یې کړله چې “ دوی د قزاقستان ملي شتمني لوټ او  وطن مو دربدر کړلو، دغه تروررستان باید اشد مجازات شي، اوموږ به دا مالومه کړو چې چا او څنګه دغه شل زره ترورستان د الماتې په ښار کې پر وسلو،پیسو او امکاناتو سمبال کړي وو او موږ به تر اخیره له دوی سره جګړه وکړو تر څو مو چې دوی مو له منځه وړي نه وي”.

که څه هم په قزاقستان کې انترنیت بند کړل شوی او ملي تلویزون څخه هم نشرات کم او سخت شوی دي، خو داسې ښکاري، چې اوس د خلکو ټولې هیلې د ګډ امنیتي سازمان ځواکونو ته دي، چې په قزاقستان کې به حالات کنترول کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.