جنوبي کوريا کې د کانکور ازموېنه

تازه ګل شینواری

749
جنوبي کوريا کې د کانکور ازموېنه
( د کانکور پر مهال حتا الوتکې هم د پرواز اجازه نه لري )
( په زړه پورې مالومات )
نننۍ جنوبي کورېا د نړۍ ېو له پرمختللو او شتمنو هېوادونو څخه شمېرل کېږي . خو دغه هېواد په اسانۍ او تصادف له مخې دغې لوړې پوړۍ ته نه دی رسېدلی .په 1963م کال کې د جنوبي کورېا سړي سر کلنی عاېد ېوازې 100 ډالره و په داسې حال کې چې د 2014م کال د محاسبې له مخې دغه رقم 35000 ډالرو ته اوچت شو . په پنځوسو کلونو کې دومره ستر اقتصادي پرمختګ ته د نړۍ ډېر خلک ګوته پر غاښ پاتې دي . دا پرمختګ له دې زاويې څخه هم حېرانونکی دی چې کورېا د طبيعي شتمنېو ، کانونو او زېرمو له اړخه ېو بې وزلی ( غريب) هېواد و او د دوي دغه پرمختګ تر ډېره حده د مثبتو اقتصادي سېاستونو ، زېار ويستلو او خصوصاً علم ته د دوي د پاملرنې او زده کړو نتېجه ده .
سوېلي کوريا ېو د هغه ګوته په شمار هېوادونو څخه دی چې ډېر سختګير تعليمي سيستم لري او په دغه برخه کې هېڅ ډول ناغيړي او فساد ته اجازه نه ورکوي .
د جنوبي کورېا حکومت لخوا هغه شراېط او سهولتونه ډېر په زړه پورې دي ، کوم چې ېې د کانکور ازموېنې د ښه سر ته رسېدلو لپاره جوړ کړي دي :
• د ازموینې په موده کې هېڅ ډول الوتکو ته په هوا کې د تېرېدلو ، اوچتېدو او ناستې اجازه نه شته . ېوازې ډېرو اظطراري الوتنو ته اجازه ته ورکول کېږي خو هغه هم په دې شرط چې دغه الوتنې به په دومره لوړوالي کې وي چې د انجڼ شور ېې امتحان ورکوونکو ته مزاحمت ونه کړي .
• د ازموېنې د پوښتنو (پارچو)جوړولو بهير ډېر په غور او خاصو اصولو مخ کې وړل کېږي . دغه کار لپاره د متخصصينو ځانګړې ډله جوړېږي او دغه متخصصين کاملآ په ېو پټ ځای کې ساتل کېږي . دغه متخصصين د هېچا ( حتا خپلې کورنۍ ) سره هم د اړيکو نيولو حق نه لري . مانا دا چې د کانکور ازموینې د پوښتنو او سکالو ګانو په باب هېڅ ډول مالومات د هېچا سره هم نه وي .
• که چېرته د امتحان په ورځ ، د کوم زده کوونکي څخه په کور کې کوم ضروري اسناد پاتې شوی وي ، ېا په بل هر علت باېد ضرور کور ته لاړ او بېرته امتحان ته راشي ، نو دوي د ځانګړو پوليسو په بدرګه د عاجل څراغ او غږ لرونکي موټر په وسيله کور ته وړل او بېرته راوړل کېږي . شاوخوا 18000 پوليس د کانکور ازموېنې اړوند ادارو او دغو ادارو ته ورتلونکو لارو ( سړکونو ) کې د امنېت او نظم لپاره توظيف کېږي . له دې برسېره ځانګړي پوځي ځواکونه ، اور وژونکې ادارې د ناڅاپي پېښو سره د مقابلې لپاره په تیارسئ حالت کې وي .
• د ډېر غټ تاوان رسېدلو باوجود ، د ازموېنې پر مهال د اسعارو د تبادلې ټول مرکزونه تړل کېږي .
• د کانکور ازموېنې نېټه او ساعت په روښانه ډول مالوم دي او که حتا زده کوونکی ډېر قانع کوونکی دليل هم ولري ، نه شي کولی چې د مشخص شوي وخت او ورځ وروسته امتحان ورکړي . کلک قانون دی .
• د کانکور اخيستونکو ادارو ته د راننوتلو دقېقه او ثانېه مالوم دي چې د دغه وخت پوره کېدلو سره سم دروازې تړل کېږي او بېا هېڅوک او په هېڅ پلمه دغو ادارو ته نه شي ننوتلی .
• په زرګونو دولتي موټر دې ته تېار ولاړ وي چې زده کوونکي د ازموېنو تر مرکزونو پورې پر خپل وخت ورسوي او امکان نه لري چې څوک دې ونه شي کړی ځان امتحان ته ورسوي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.