د وړاندیزونو باران

استاد عمر پاڅون

809

د وړاندیزونو باران

په خپل ولس ورحمېږۍ

زما په دې لیکنه کې لکه په سر کې مو چې ولوستل بې شمېره بیلابیل وړاندیزونه د هېواد څخه بهر بالخصوص په لویدیز کې اوسېدونکو افغانانو ته دی او هم یو څو وړاندیزونه د ااط ته.

د ټولو په سر کې خپل هېوادوال کوم چې د ګران هېواد څخه بهر اوسیږي سمدستی دې لاس په کار شي هر څومره چې مو په وس پوره وي خپل هېواد کې خپلو فقیرو، نادارو او غریبو خپلوانو، کلیوالو او ښاریانو ته نغدي مرسته ولیږۍ.

نن زموږ په ملت ډیره بده ورځ راغلې ده غریبي، بې کاري، د کرونا ناروغي، یخ ژمی….

نن زموږ د ټولو افغانانو مسئولیت دی چې یو بل ته لاس ورکړو تر څو لدې ناورین څخه بریالي ووځو.

زما خپله تجربه په لویدیځ کې اوسیدونکو هېوادوالو سره شریکوم. موږ څو ورونو په اروپا کې یوه خیریه ټولنه  جوړه کړیده په میاشت دوه میاشتو کې د مسنجر د لارې یو ساعت له پاره راغونډیږو هر کال خپلې دې خیره ټولنې ته د ګډون برخه ورکوو.

د تیر میلادي کال راغونډې کړې پیسې مو تیره اوونۍ په خپل کلي کې په پنځوسو کورنیو نغدې وویشلې، همدارنګه چې ډیرو افغانانو خپلې مرستې لیږلی دی او لیږي یې.

توفیق رفیق، تور توتان د تا قربان ، برګ سبز تحفه درویش. موږ په لویدیځ کې بې شمېرې ټولنې لرو، اتحادیې لرو، خپل افغان جوماتونه لرو. وروڼه هېوادوال کولی شي چې د داسې بیلابیلو لارو پیسې راټولې او خپل هېواد ته ولیږي.

همدا کار د مجاهدینو په وخت کې په اتیاومه لسیزه کې روان وو. هر تنظیم غړو به خپل تنظیم ته پیسې راغونډولې او د خپل تنظیم مجاهدینو ته یې لیږلې. الله تعالی دې هغو افغانانو ته اجر ورکړي چې خپلې نغدي مرستې لیږي او لیږلی دي.

اوس به دوه درې وړاندیزونه ااط ته وړاندې کړو

که طالبان یو دوه درې نفري کمیسون او هیئت جوړ کړي او هغو هېوادونو ته یې ولیږي کوم چې طالبانو ته ویزې ورکوې لکه د خلیج ملکونه، عربي هېوادونه، مرکزي اسیا، چین، هند، پاکستان، روسیه  که امریکا او اروپایي هېودونه ویزې ورکړي.

هلته په  همهغه هېوادونو کې اوسېدونکو افغانانو څخه بسپنه او صدقه جاریه راټوله کړي. د پردیو څخه خیرات غواړو ولې له خپلو څخه مرسته نه غواړو. همدارنګه په کور دننه او بهرنیو هېوادونو کې اوسیدونکي افغان مالدارو، تجارانو، صنعت کارانو څخه قرض حسنه کال دوه کالو له پاره پور واخلی.

د مالیې وزارت ورته چکونه ورکړي چې کال دوه کاله وروسته به یې د مالیې وزارت دا پور پرې کوي.

بله دا چې هغه پروژې چې د کار لاندې وي او اوس پارچاوې دي هغو قراردادیانو سره سودا وشي، هغوئ دې ډاډه کړی شي چې کال دوه کاله وروسته به دا پور افغانستان بانک پرې کوي تر څو قراردادیان خپلې پروژې تکمیلې کړي. هم به کار پیدا شي هم به پروژې فعالې شي.

همدارنګه موږ د سیلو دوه فابریکې په کابل او قندهار کې لرو سره له دې چې نیمې ویجاړې دي که لږ لاس پرې وګرځول شي او سروسامان شي تر څو پخه ډوډۍ په نیمه بیه بازار ته وړاندې شي.

تیر کال مې په درندې روهي ویبپاڼه کې لوستی وو چې د ازبکستان څخه په یو سلو پنځه ویش زره دالرو (۱۲۵۰۰۰) ماشینونه د کندز سپین زر شرکت فابریکې ته وپیرودل شول چې دې فابریکې وروسته له شلو کلونو په تولید پیل وکړ چې د ورځې لس ټنه غوړو سربېره  د کنځلو او پنبو دانو تیل هم تولید کړل چې پنځوسو کارګرو ته پکې کار پیدا شو.

چې د همدې فارمولې په اساس که په زړو فابریکو لاس ووهلی شي او لږ سر وسامان شي کېدای شي په کمو پیسو ډیر تولید او هم بې کارانو ته کارونه پیدا شي. وایي د لمدو خټو لږې اوبه دارو دی.

زموږ د بریښنا سټیشنونه پنځوسو کلو څخه ډیر عمر لري چې ډیر پخوانی تخنیک دی که لږ و ډیر په نوي تخنیکي ماشینرۍ سمبال شي کیدی شي په بریښنا کې د پام وړ بدلون راشي.

موږ خپل تکړه پوه د بریښنا انجنیران لرو چې هغوئ ته دنده ورکړل شي چې خپل لیاقت، صلاحیت، استعداد او ابتکار د بریښنا په ډیریدو کی په کار واچوي چې بریښنا په ډیریدو سره صنعتی او زراعتی توکو په ارزښت که هم کموالی راځي. بریښنا د هیواد د پرمختګ د ملا تیر دی .

ما اوریدلی دی که چیرې مې لوستی  وو چې د ننګرهار د درونټې بریښنا بند کې په درې توربینونو کې یو د کلو کلو راهیسې وران ولاړ دی وایي چې شیرزوی د خپل ولایت په وخت کې په دی توربین  کار کولو تر څو ترمیم یې کړي خو د بریښنا وزیر اسماعیل خان په هېواد کې د بریښنا په برخه کې د مور میرې سلوک کاوه.

داسې بدې ورځې د نړئ په ډیرو ملتونو راغلی دي.

له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته اروپایانو الوګان جوشول او خوړل. خو ملتونه پخپله لاس په کار شوي دي خپلې ستونزې یې پخپله حل کړي دي. موږ د سیندونو په غاړه کوچنۍ کوچنۍ شړې ځمکې لرو چې په شمسي بریښنا باندې واټر پمپونه چلولی شي چې دا شړې ځمکې ابادې شي داسې کارونه غټو بودجو ته اړتیا نه لري.

که زموږ له هېواد څخه هوایي پروازونه پیل شي تر څو په بهر کې اوسېدونکې افغانان خپل هېواد ته سرازیر شي. لدې لارې هم ډیره نغده پیسه هېواد ته راتلی شي.

که په ولایاتو کې والیان هم لږ و ډیر فعال شي چې خپل ولایت کې فني او متخصص خلکو په مشوره کار پیل کړي. د خپل ولایت پانګوال وهڅوي چې په زراعت او صنعت کې وړې وړې پانګونېوکړي. موږ ته کوښښ، همت، او جرئت پکار دی چې خپل غربت ته پخپله د پاي ټکی کیږدو. د نړۍ خیراتي مرستې زموږ د رنځ  علاج نشي کولای او نه مو له دي ناورین څخه ایستلی شي موږ ته په کار ده چې خپل غم پخپله وخورو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.