انساني سرکس

محمود نظري

921

د سرکس د ژويو غونډه هم لکه د انسانانو پر دستر خوان پيل شوه. لومړی پيل وويل:
عجب بد روږدي شوي يو، انسان چې جيب ته لاس کړي زموږ پښې په تخنيدو شي او بې اختياره نڅاه پيل کړو.پښې ،لاسونه ،لکۍ او سر مو دېخوا هاخوا کيږي او سوچ کوو چې کومه ورسته کېله يا تر وخت تري چاکليټ راکوي. موږ  هم لکه ځينو انسانانو چې د هغو سرتګې دشتمنو په پورتنيو جيبونو او زموږ سرتګې جيبونو کې وي. زمري د يو امرانه ټوخي وروسته د تاييد په ډول سر وښوراوه او ويي ويل:
-مخکې به چې چا پر بريتو لاس تیر کړ ما هغه کله ژوندی پرېښودۍ خو اوس که مې انسانان تر لکۍ هم ونيسي والکه سرتګې لا ور پورته کړم. انسانان يو متل لري چې وايي : شوله ات را بخور پرده ات را بکو!
څه بد کار دی ، دې ته برګ هغه ته برګ…
پړانګ د چوک چوک په ويلو په افسوس سذره وويل :
-عجبه زمانه شوه! توبه توبه ) پزه يې پرمځکه تیره کړه( او زياته يې کړه، موږ د انسانانو مرييان شو….!
د غونډې ګډونوال هم په توبه ايستلو شول .چا پزه پر خاورو موښله او چا لکۍ پر خاورو لړله پر مخ او پزه يې شيندله.
سپي چې سر يې په کاسه کې پټ او شړپی يې جوړ کړۍ وو سر را پورته کړ او ويي ويل:
-توبه ، توبه انسانان چې ځان ته اشرف المخلوقات وايي لا د نورو اقتصادي مرستو ته نڅيږي او مرييتوب يې کوي  خو هغو بيا موږ په يوه چاکليټ او يوې کېلې نڅوي، خير دا به هم تیر شي د هري تيارې پسې روښنايي ده .
آس تر يوې شينا وروسته ځان و څنډی او ويي ويل:
د خداي لپاره د ژويو نوم مه بدوی ، موږ د دوی د خوشالۍ لپاره نڅيږو ، دا وروستې کېلې او کلک چاکلټونه زموږ  د خوړو توکې دي خو انسانان د نورو د ژړولو په پار د بل ډول ته نڅيږي له ډيري غوسې يې درې واري غاړه وښوروله
وزې چې تر اوسه يې شخوند واهه خپله کوسه ږيره يې وښوروله. بع بع يې کړل او ويې ويل:
-زه دآس صيب خبرې تاييدوم نه د دې په خاطر چې دواړه په يوه ګوند کې يو .زه انسان نه يم چې بايد هرومرو د ګوندي ملګري درواغ تاييد کړم ) يو په غټ سر سپني درواغ وايي چې شودي توري دي او هغه بل چې ولاړ وي په بې شرمپ وايي په خدای توري دي( خو زه له حقه نه تیريږم ،دا کېلې او چاکلټونه زموږ د خوراک يوه برخه ده چې انسانان هغه په ټوک ټوک راکوي . خبر شوي به ياست چې په کوم ځاي کې د ژويو خوراک يو اشرف المخلوقات د بچيانو د نس مړولو لپاره کورته يوړ، نو هغه وو چې حيوانات له لوږې مړه شول او د هغه ارشف املخلوقات د خپلو بچي د وروستو خوړو له کبله په نس ناسته اخته شول دا چې اشرف المخلوقات حق په سمه نه ورکوي نو خود به موږ ورته نڅيږو…
موږک څو واري پزه وکښله او لکه پوخ سياستمدار يو ګام مخکي ته شو او بيا دوه ګامه تر شا ولاړ او ويې ويل:
دا زړې ببواللې دي حق نه ورکول کيږي حق اخيستل کيږي زه خپل حق د غاښو په زور اخلم نه چا ته نڅاه کوم او نه چا ته ټيټيږم.
کوږ چې ژبه يې پر شونډو را کښله وويل:
-ته او خداي دا سر او لکۍ ښورول نو نڅيدل دي؟ دوي سوچ کوي موږ نڅيږو له اره اصله دا ورزش دی.
ټوله په خندا شول
مار په پښهار رسه وويل:
ږغ مه لرئ دا سياست دی تاسو خپل سپورت کوئ.
اوښ خپله شخه غاړه څو واري اوږده کړه او ويي ويل:
اشرف المخلوقات خورا ساده دي که موږ د دوی پېښې وکړو دوی خاندي، موږ په دوی رشخند وهو خو دوی له
خندا تک شنه شی بايد وژاړي…
پيشو چې مخ يې په لاسو پريويل داسې يې وويل:
موږ چې پر دوو پښو ودريږو ، دوي ته خندا ورځي ، که په ډکه خوله خربي وکړو ، ياپه نا پوهي کې ځان تر ټولو پوه وبولو . دوه پشته پر بايسکل سپاره شو…
پيشو زياته کړه: هغه ورځ له پروګرام رسه سم په تړلو سرتګو تر شا تلم خو دوي دومره وخندل چې نژدي وو ځيني
سکته وکړي. ما ته د دوی په خندا داسې خندا راغله چې بې اختياره له شا له خوا ږغ را څخه وشو او تښتيدم.
پيلمرغ چې ال تر اوسه يې پزه پر مځکه کښله رس را پورته کړ او د يوه اوږده ټوخي وروسته يې وويل:
دا ښه کار نه دی چې د سرکس فضا دي ککړه کړه دا لوشه خاصیت دي انسان ګڼم. نورو ژويو هم د پيلمرغ دا
خبره تاييد کړه.
نولی موشخرما وويل:دا ماته لا ترمخه خاينه برېښيده ځکه له انسانانو سره ډيره راشه درشه لري او هر وخت لکۍ ورته ښوروي ان وايي
ځيني خلک هغه په کورو کې سايت!
سپي د دي په خاطر چې دی هم را ښکيل نه شي موضوع يې بيل خواته واړوله او ويي ويل:
دې ارشف املخلوقاتو خپل د کمون اوليه ژوند هري کړۍ دی دا ټوله د بيزو له السه!
ټولو ځناورو بيزو ته بد بد وکتل.
بيزو په غوسه سپي ته وويل:ما څه کړی دي !
سپي ورو ورته وويل:
ولې داروين درواغجن درته ښکاري؟
بيزو سر وګراوه او ويي ويل: خري يوه ګناه مو نيکونو وکړه!
او د دستر خوان له يوې خوا نه يې ټوپ کړ او له خندا تکه شنه شوه او ويي ويل:
دا ځوانان مو ليديل دي چې د نوي پتالنه پايڅې پرې کړي اوبيايې واغوندي او ځينې انجونې بيا د پتالنه يو نا
مناسب ځای سوری کړي او د ځينو بيا پتلونونه په پښوکې پراته وي او څوک چې ورته وګوري ګنهکاره کيږي، ځيني بيا دومره تنګ پتلون اغوندي چې توبه ،توبه چې زه ورته وګورم چې لا حيوان يم سرتګې مې شرميږي خو ژر خپيل سرتګې خال يص کړم او د خپيل ګرانې بيزو ګۍ يا ستاسو وريندارې سرتګې ور بندي کړم چې خداي مه کړه هغه لکه ځيني انسانان بد الري نه يش.
پيشو د بيزو خربې پرې کړې او ويې ويل:
-دا خوی دي هم انسان دی ته هم غواړي د ژويو نوم بد کړي ،ته هم د هغو په خربو اوړه اخښې، تا د هغوی څخه زده کړي دي.
شرت مرغ چې د وزر الندي دكوم شي پسې ګرځيدی سر راپورته کړ او ويې ويل :
-که موږ په سر کس کښې يو بل خطا باسو يا په ځان او جهان د يو بد نيت سړي اکټ وکړو بيا دا انسانان د خندا
شنه شنه کيږي او د ځان سره وايي: د غو ژويو دا ښه خويونه له موږ څخه ز ده کړي ، بال کوي ، بالکوي.
يږ سر وګراوه او ويې ويل: ځکه خاندي چې نورحيوانات د انسانانو په نوم و رشميږي، نو ځانونو ته تسل ورکوي چې دا کارونه خو ژوي هم کوي ، بيايې په خندا خندا مخ زمري ته واړوه او ويې ويل: -په ياد مو دي . هغه ورځ چې دوو انسانانو لکه موږ يو پر بل بريدونه کول يو بل يې په وينو سره کړي وو. نوموږ هم زموږ د کړو په پېښو کولو څومره وخندله.
بيزو ته چې دا د انسانانو يو بل خپه کول او پرې دانګل ور په ياد شول ، د خندا له زوره يې پوخ وهه او د هغو د
پېښو په کولو يې ټول ناست ژوي په خندا کړل.
وزې په خندا خندا وويل :
-هغه ورځ مو په ياد ده، چې هغه سړي ډوډۍ خوړله او په ډکه خوله يې خبري کولې د ډوډۍ بڅرکې يې له خولې دېخوا هاخوا شندل کيدل.
هو. هو خندا داسې زور واخيست چې د خره هنګا چې دوی يې بهر غوښتل وا نه وريدل شوه چې خندا لږ ورو شول
بيزو بيا د هغه سړي پېښې وکړي چې په ډکه خوله يې خربې کولې او ويل يې ګوري ماښام دی )ګولې مه شام دی(.
د بيزو په ليدو بيا ټوله ژوي په خندا شول. آس د خندا له زوره لوټکي وهلې او د او بو زمري بيا له خندا له زوره
چکچکې کولې، د زرافې ګوله په ستوين کې بنده شوه او سرتګې يې راوتيل وې او چو نګښې ډوډۍ په ساه و واهله په
دي وخت کې خر را ننوت او هک پک پاته شو نه پوهيده چې لومړي وخاندي او که خربه وپوښتي خو دا يې غوره
وګنله چې لومړي وخاندي او هغه و چې خر هم د خندا له زوره لوټکي پيل کړې نورو ژويو چې د خره لوټکي وليديل
لا يې خندا زور واخيست . ګيدړي خپله لکۍ وښوروله او ويې ويل:
-هغه هلکان مو ليدلي چې انجونو ته خپله لکۍ ښوروي هيڅ چا ونه خندله خو خره بيا لوټکي کړي د يوي اوږدې
خندا وروسته يې په خندا خندا وويل:
دا ځکه هلکانوکوڅۍ پريښي او انجونو سرونه خرېييل دي! يو وار بيا ټول ژوي بيله خره په خندا شول او خره چې خپله د خندا ونډه بشپړه کړي وه نو خوراک يې پيل کړ خندا هغه وخت بيا زور واخيست چې خره هغه خواړه چې چونګښې هغه په ساه وهيل وه په مزه مزه بېله پوښتنې خوړل پيل کړل. چا د خندا له زوره لوټکي وهلې او چا خپيل بډوډي ټينګي نيولی وې. خو پيل الرغه الرغه) وقفه يې توګه( خندل ځکه بواسري يې درلود او زمري يوازي موسکا کوله ځکه په دې ورستيو وختونو کې دزړه په ناروغي اخته شوي وو او ويرېدي چې خداي نا خواسته سکته ونه کړي.
سورلنډي) شغال( هم لږ خندل ځکه هغه سوزاک شوي وو او پيلمرغ ته دډيري خندا ټوخی ورغلی وو ،شرمښکۍ د
ډيري خندا ځان لوند کړی وو ،پسه ته د ډيري خندا ژړا ورغلي وه او زار زار يې ژړل ،زرافه مرض خرابه کړي وه خپله غاړه يې د مځکې او چت رسه جنګوله خو اوښ بيا خپله غاړه ښي او کيڼي لوري له مځکي واهله او پيشو له
ويري ژر بهر ووتله. چې امنيت راغي. خره د ډيره خوراک څخه يو لوړ ټيغ ويست چې په اوريدو يې يو وار بيا د  خندا انګازې د سرکس فضا ولړزول بيا لوټکي او پورته غورځيدل پيل شوه په دې ترڅ کې دوې کاسې او درې
ګيلاسونه مات شول .چا بډوډي ټينګ نيويل وه، چا په خوله چا په زړه او چا تر شا الس نيولی وو. پيلمرغ وټوخل او
په لوړ ږغ يې وويل:
-رشم وکړي تاسو هم لکه ځيني انسانان د ناستي پاستي ادب هري کړي دي د ګاونډي د جوړ او ناجوړ خيال نه
ساتې هرهر خاندی، ټول چوپ شول خو خره چې تر اوسه چوپ وو يو وار بيا کټ کټ په خندا شو. پيلمرغ په غوسه  ورته وويل :ته خو بيخي په شرم نه پوهيږي زه ستا ډير خويونه انسانی ګڼم لکه په اور چې اوبه واچوې خر چوپ شو ځکه دا خربه په ژويو کې ډير بد ګڼل کيدل.
تاووس چې د خندا له زوړه يې ځان برب کړی وو وريږديدی او ځان يې را ټول کړ او ويې ويل:
موږ ته دا خويونه د سرکس امر را زده کړي دي چې د انسانانو کړه وړه تر رسه کړو چې انسانان پرې وخاندي خو ځينو انسانانو ته د ژويو کړه وړه چا ورزده کړي دي؟
پينکوين چې سينه سينه کيدی کرار د راز په ټوګه يې دېخوا هاخوا وکتله او ټولو ته يې اشاره وکړه چې ده ته ور
وړاندي يش او ورويې وويل:
-اوريدلی مې دي چې د امازون په ځنګلونو کې ژويو د خپلې خوشالۍ د پاره يو بيخ کس جوړ کړی او هلته انسانانو ته د ژويو کړه وړه ور زده کوي چې ژوي وخندوي!
ژويو يو بل ته رسه وکتل او پينکوين ګوته په چولې خوله ونيوله او د تېښ په ويلورسه خپلو ځايونو ته خپاره شول.
د دې نه وروسته درسکس ژويو د هغه انسانانو په ليدو چې له يو بل نه اوريدل او خربې به يې کولې، بې سته او
اجازي به په خوړو شول، په څلوروبه رهي وه،په ژوند کې به يې رښتيا نه ويل او ويل به يې زما د درواغو نه بد راځي.
په لوړ ږغ به يې خبرې کولې…
نو د تېښ په ويلو به يې نورو ژويو ته په پسخند ويل: -امازون يانې له امازون څخه را غلی دی
هغه بل به ښه ور ته وکتل نو د تاييد په ټوګه به يې ځواب ورکړ: پوه شوم امازون!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.