ککړه هوا مو ولې ژوند ګواښي

اکرام ايمان

768

په چاپیریال کې هغه څه چې د انساني ژوند ننګوي او ژوند په هر اړخيز ډول له ستونزو سره مخ کوي ککړتيا بلل کيږي.

موږ د ککړتيا ډير ډولونه لرو  دلته غواړو په ککړې هوا بحث وکړو.

ککړه هوا څه شی ده؟ 

په هوا کې د هر نوع ککړونکو شتون چې په جامد،مايع،غاز ډول وجود ولري او د وخت په تيريدو سره د انسانانو، حيواناتو ژوند له نا راحتي سره مخ کړي ککړه هوا بلل کيږي.

يا په بل ډول په هوا کې د مختلفو ککړونکو شيانو چې د څه وخت په تيريدو سره پاکه هوا ککړوي او ژوندي موجوداتو ته د منلو وړ نه وي ککړه هوا وايې.

يا په هوا کې د پروتوزواوو ( Protozoa ) او غير پروتوزواوو خپريدل چې ژونديو موجوداتو ژوند له ستونزو او ګواښونو سره مخ کړي ککړه هوا بلل کيږي.

د هوا د ککړتيا اصطلاح  په کورنۍ او نړيواله ميډيا کې  ډيره اوريدل کيږي په اوس وخت کې يوه نړيواله موضوع او جدي ستونزه ده چې نړۍ يې له جدي ستونزو سره مخ کړي  هر هيواد د دغي ستونزې په لټه کې ده د هوا ککړتيا لاملونه مختلف دي هوا هغه وخت ککړيږي کله چې مضر ګازونه، ګرد، غبار، دودونه هوا ته پورته شي او پر ژونديو موجوداتو ژوند تنګ کړي.

د هوا ککړتيا موږ په دوه برخو ويشو هغه ککړه هوا چې په انساني سترګو د ليدو وړ وي او هغه ککړه هوا چې زموږ د ليد څخه بهر وي.

د ډبرو سکرو، نفت، پلاستيک، ربړ له سوزيدو او نقليو وسايطو څخه وتونکي لوګي د هوا د ککړتيا يو له لويو لاملونه څخه دي.

په زراعتي ځمکو کې د امونيا کوډ استعمال چې د ګازونو د خپریدو باعث ګرځي په محيط کې د حشره وژونکو ،افت ختمونکو دواګانو استعمال چې کيماوي مضر مواد خپروي هوا ککړوي.

په فابريکو کې تولیدونکي غازونه چې زياد کاربن مونو اکساید، هایدرو کاربن وژونکي ګازونه هوا ته خپروي د هوا د ککړيدو باعث ګرځي.

د کانونو د استخراج چې له ځمکې د موادو د رايستلو پر وخت د ګرد ،غبار او کيماوي موادو د خپريدو باعث کيږي هوا ککړوي.

د ځينو پاکونکي موادو چې د کورونو، حمامونو، ويالو او زینتی چارو لپاره پکار وړل کيږي له ځان سره تخريشونکي ګازات خپروي چې اکثره تنفسي ناروغی منځ ته راوړي.

د ککړي هوا څخه پيداکيدونکي ناروغۍ د انسان د مرګ ګواښونو ناروغيو په قطار کې  څلورمه درجه کې ځای لري
د ککړي هوا تاثيرات د انسان په حافظه مستقيم اثر لري چې په نتيجه کې يې په حافظه کې رواني ستونزي راپيدا کيږي علاوه له دي د مری، سترګو، پوزي، غوږونو او سر درد سبب کيږي چې تر ډيره د سرطان د پيداکيدو ويره هم پکې شته.

ککړه هوا په لويانو او کوچنيانو کې د معدي د سرطان د اخته کيدو احتمال ډيروي.

ککړه هوا د ځمکو د حاصل خيزي مخه نيسي په هوا کې د کاربون مونو اکسايډ موجوديت د هغو باکترياوو د مرګ سبب کيږي کوم چې د نباتاتو په ريښو کې د نايتروجن تثبيت په غاړه لري.

ککړه هوا له ځاني زيان سره مالي زيانونه هم لري د امريکا په يوه پوهنتون کې د ترسره شوي تحقيق له مخي هر شخص د کال ۵۳۰۰ ډالر  د امراضو، پاکونکو موادو په رانیولو مصرفوي.

په ګران هيواد کې روانو جګړو، ناخوالو تر ډيره بريده پر چاپیریال بدي اغيزي شيندلي . په جګړو کې کاريدونکي رنګا رنګ وسلې، د کيماوي بمونه استعمال د شنو سرسبزه سيمو، ځنګلونو، ورشوګانو له منځه تلل. د کورونو او لارو کوڅو پاکوالي ته نه توجو د کثافاتو بې ځايه غورځول له کورونو،حمامونو څخه وتونکي اوبو نه تنظيم، په فابريکو، نقليو وسايطو کې کاريدونکي غازات د کورونو ،حمامونو ګرمول د ډبرو سکرو پواسطه  او داسې نور ډير هغه څه دي چې د افغاني ټولنې ژوند يې له ګڼو ننګونو سره مخ کړی.

۱۳۹۸/۵/۱۴ کابل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.