یوازې یوه هیله

فرزانه زیار

1,282

ستونی یی وچ شو نور یی حلق کې لاړې نۀ وې پاتې، غوښتل یی نور د کتاب پاڼې وتړي، د نن لپاره درس بس کړي، پر سپین مخ یی راغلې خولې لۀ ورایه ځلیدې، پر مخ راغلي ویښتان یی تر غوږو واړول،شاته یی پر بالښت تکیه وکړه خپلې سترګې یی د آرام پر پلمه وتړلې،یوه شیبه یی سر پر بالښت کیښود…
ښایسته بیک پر لاس د دفتر پر دروازه ننوته لۀ هرې خوا خلکو ورته سلامونه ویل احترام یی کاوه دې هم د سر پر ښورولو ځواب ورکاوه، ښه ډېر لوړ معاش یی وه د مور لاسونه یی ښکل کړه پر خپلو پیسو یی ورته قلمي قرآن شریف ډالۍ کړ، مور یی ډېره خوشحاله شوه لۀ سترګو یی د خوشحالۍ اوښکې بهیدې …
لۀ پلار سره یی هم د کور پر خرڅ کې مرسته کوله پلار یی هم خوښ ښکاریده
چې ناڅاپه وویریده لۀ خوبه راویښه شوه شاوخوا ګوري هیڅ هم نۀ وو هماغه دزوړ کتاب منځ کې پنسل پروت وه، خپلو خیالونو ته موسکۍ شوه بیا یی پنسل راپورته کړ او د کتاب د اړینو برخو پر نښه کولو بوخته شوه
یوازینۍ هیله یی د درس لوستل او بیا لۀ دې لارې خپل مور او پلار سره مرسته او د هغوی امیدونه پوره کول وو…
څۀ موده پس لۀ زرهاوو هیلو سره لۀ پوهنتون څخه فارغه شوه یوه دنده یی وموندله چې نسبتاً متوسط معاش یی درلود خو بیا یی هم زړه ارامه نۀ شو بیا یی هم هیلې پوره نۀ شوې د کور دننه جګړو یی لۀ کوچنیوالي زړه شین کړی وو که به یی خپل معاش پلار ته ورکړ بیا به یی مور بدې ورځې کولې او که به یی مور ته ورکړ بیا به یی پلار بد حال جوړ کړی وو
بلاخره هغې څۀ کړي وو چې د کور جګړی یی لۀ منځه تللې وې ….
تل به یی ژړل، هیڅ به خوشحاله نۀ وه هغه یوازینۍ هیله یی چې د مور او پلار خوشحالول او د کور ارامي وه هیڅ نۀ پوره کیده ….
څو کاله همداسې تیر شوه، بله ورځ ورته سخت ټوخی پیدا شو تل به یی ټوخل خو چندان یی په کیسه کې نۀ وه وای ځه روغه به شم، د وختونو پر تیریدو یی ټوخی نور هم زیاتیده، بله ورځ د دفتر پر خونه کې ډېر ټوخي پسې واخیسته ګوري چې لۀ ټوخي سره یی وینه هم استفراق کړه ځان ته پر اندیښنه شوه، خو بیا یی هم ویل ځه روغه به شم
په پوره شوق یی لۀ بازار څخه سودا راوړه چې پښه یی د کور پر دروازه کیښوده چې د غالمغال غږ یی تر غوږونو شۀ زړه یی ودربیده ځان سره یی غلي وویل: خدایه لکه چې بیا یی جنګونه دي لۀ هاخوا یی کوچنۍ خورکۍ پر زیړ رنګ لۀ اوښکو ډکې سترګې رامڼډه کړه مشره خور یی په غیږ کې ونیوله هغه هم ورښکته شوه ولې ولې خوږې مې ولې ژاړې؟؟
هغې هم پر کوچنۍ لهجه او ډک زړه ورته وویل:مور او آغا مې بیا جنګونه کوي ددې هم سترګې لۀ اوښکو ډکې شوې سودا پر لاس د دهلیز پر دروازه ورننوته چې دوی یو بل ته بد رد وایی په چیغو او لوړ غږ یو بل ته پیغورونه ورکوي مور ته یی ورمڼډه کړه خیرده مورې چوپ شه مۀ ژاړه مور یی ورته ورغبرګه که ته مرداره سپۍ د پلار چمچه خو مۀ غږیږه چې پیسې پیدا کړې معاش واخلې همده پلار ته به یی ورتخته کوې لاس یی ورنږدې کړ خیرده مور مې،تر هغو یی بله خبر کوله پر دروازه یی ورټیله کړه
نجلۍ خوږ شوه
چیغه یی کړه اخ لاس مې
لاس یی د دروازې په میخ ژوبل شو خو هیڅ یی خپل لاس ته ونه کتل بیا یی پلار ته ورمڼډه کړه خیرده پلاره مخکې لۀ دې چې نور څۀ ووایی پلار یی چیغې پرې پیل کړې، تا مصیبت د خدای واخلي همدا تا راته په سر خیژولې ده د تا لۀ لاسه زاره چاودې شو
لۀ دې سره د نجلۍ پر سترګو توره تیاره شوه پر ځمکه راولویده هغو دواړو هم ورته رامڼډه کړه ولې ولې نجلۍ د مور لاس کلک ونیو مورې،خیرده کنه نور جنګونه مۀ کوئ خیرده
بیا یی پلار ته مخ ورواړاوه خیرده ډېره ستړې شوې یم ډېره، له وړکتوب نه تر لویتوبه مې ستاسو جنګونه زغملي نور خو لیونۍ شوم
اوښکې یی پر ګریوان روانې وې چې مور یی بیا چغه کړه لور مې د تا لۀ لاسه داسې شوه بدې ردې او جنګونه یی سره تودیدل چې د نجلۍ سترګې پټې شوې او خپل وروستني نفسونه یی حق ته وسپارل!
څو ورځې وروسته یی پلار په المارۍ کې یو قات کړی کاغذ پیدا کړ چې پکې لیکلي وو:
زۀ ځمه
لۀ تاسو لرې ځم
دومره لرې چې هر څومره مې ولټوۍ بیا مې هم پیدا نۀ کړئ
زۀ مې خپل خدای څنګه ځم او په چیغو چیغو ورته ژاړم او ورته وایم چې یا الله، هیڅ چاته هم زما پۀ څیر مور او پلار مۀ ورکوه د نړۍ تر ټولو ستر درد د مور او پلار بې اتفاقي وي، بس فقط همدا ګیله ورته کوم او ترې غواړم چې د نړۍ هر مور او پلار د سره مین وي، بس !!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.