شیطان څراغ _ طنزیه کیسه

علم ګل سحر

958

دا یې څلورم ځل و، چې د ماڼۍ د کړکیو د ماتو ښیښو په ځای یې نوې ښیښې اچولې وې. سره له دې چې ښیښې یې لاپرون پوره کړې وې او اوس دومره یخني نه وه خو د کار او کادرونو د چارو وزیر ناروغ و، نورو وزیرانو او مشرانو به ویل چې وزیر په هغه شپه چې د توغندي ګولۍ د کړکیو ښیښې ماتې کړې، په یوه کمپله کې ویده شوی او خپلې سر زورۍ زکام کړی دی.

وزیر دا څو ورځې د هغه او دغه له جېب څخه ډېرې ګولۍ خوړلې وې او خپل همېشنی شین چای یې هم په تور چای بدل کړی و، خو ناروغي یې لا پسې سخته شوې وه. د روغتونونو لارې د نورو وسله والو ډلو په واک کې وې، وزیر پکول ایسته کړی و او تر سر یې برګ دسمال ټینګ تړلی و، له ځایه راولاړ شو، له دروازې یې یوې او بلې خواته وکتل، پیره دار په دیګدان پسې اور اچولی و، وزیر پرې غږ کړ:

-آغا شېرینه دوا دې راوړه؟

آغاشېرین چې په یوه لمده لښته د اور په منځ کې لرګې سره اړول را اړول مخ راواړاوه.

-ټول بازار بند و، یوه دواخانه هم خلاصه نه وه.

ـ ولې برچه او کلاشینکوف دې نه لرل چې قلف دې پرې مات کړی وای ها؟

چې هغه څه ونه ویل په آمرانه لهجه یې پسې زیاته کړه:

-ژر ولاړ شه له یو درملتون څخه د ټوخي او زکام دوا راوړه.

آغا شیرین چې هماغسې یې په اور کې لرګې واهه پوښتنه وکړه:

-ډاکتر خو به نه وي څه رقم دوا راوړم؟

ده د روغتیا له وزیر نه مرسته وغوښته. د روغتیا وزیر نصوار اچولي و، یوې بلې خواته یې وکتل، تف داني یې پیدا نه کړه، په ډکه خوله یې ځواب ورکړ:

-زمړي چاپ ګولۍ، سلاتامول شربت او نورې هغه څه یې بولي هغه د شنه پاکت والې ګولۍ چې شاته وزي.

آغا شیرین ښایي د ده خبرې اورېدلې وي، خو د کار وزیر لږ په لوړ آواز بیا تکرار کړې او ټوپکوال ته یې په منت وویل چې د ژمي په ګرمۍ او د دوبي په یخنۍ دې نه نازیږي په حالاتو باور نشته ټمبلي دې نه کوي ګولۍ دې ژر راوړي.

ټوپکوال زړه نا زړه روان شو، له غوصې په ډک نظر یې وزیر ته وکتل چې مانا یې دا وه:

-وزیر یې څه قومندان خو نه یې، چې دومره نېغ نیغ کېږې.

په ښار کې برېښنا نه وه، وزیر یې له څو نورو وزیرانو سره یو ځای خپل کورته چې په ګاونډي هیواد کې وه، تللي و.د برېښنا بندونه د یوې بلې وسله والې ډلې په لاس کې وو. هغوی چې په دې ماڼۍ کې برخه نه لرله نو برښنا یې پرې بنده کړې وه، څه موده یې د پیسو په بدل کې برېښنا راپرې ايښې وه، خو څو ورځې وروسته یې بیا و دروله.

د پوهنې وزیر د ماڼۍ په کړکۍ کې د شربتو نیم پاتې بوتل تش کړ، د بوتل سر یې د میخ په وسیله سوری کړ، بیا یې د خپل بالښت یوه خوا وسپخوله، یو موټی پنبه یې راوایستله، ویې ورېشله بیا یې بېرته د تار په ډول مزی کړ، له ایشټوپ څخه یې په بوتل کې تېل واچول، څو رکعته مسافرانه لمونځ یې ادا کړ. اوس نو د ماڼۍ دا خونه بېخي تیاره شوی وه. په خونه کې نور وزیران معینان او قومندانان هم وو، خو لکه چې د څراغ لګول د پوهنې د وزیر دنده وي ټول غلي ناست وو د پوهنې وزیر څراغ ولګاوه ، له رڼا سره یې ټولو د پوهنې په وزیر شاباش ووایه، ان یو نیم خو لاسونه هم وپړکول، د مرکزي فرقې قومندان په ټوکه وویل:

-یره رښتیا چې پوهنه رڼا ده، وګورﺉ‎ د پوهنې وزیر خپله وظیفه سرته ورسوله.

وزیر چې اورلګید بېرته په کړکۍ کې ایښوده په ویاړ سره وویل:

-هو نو ستاسې د وزیر غوندې خو نه یم. چې جنګ شروع شي دی ورک شي.

ټولو وخندل، د دوی له خندا سره د درندو وسلو غړمبهار هم پیل شو، له هرې خوا مرمۍ بادېدلې.

د وزیرانو بېړنۍ غونډه د شیطان څراغ رڼا ته
جوړه شوه.
څراغ د رئیس مخې ته اېښی و، ځکه نو د ټولو څېرې سمې نه معلومېدلې، خو د دولت رئیس د خپلې اوږدې وینا په وخت کې هر یوه ته کتل، داسې لکه چې د دوی هر یوه څېره ښه لیدای شي او د هغوی په څېرو کې د خپلو خبرو د اغېزو په لټه کې وي. ده په خپلو خبرو کې د کارونو د ښه اجرا او حالاتو په باب خوښي وښودله او د مخې ته پراته کاغذ له مخې یې هر یوه ته دندې وسپارلې .د برېښنا وزیر نه و، ښار ته د بریښنا د بیا راتلو په باب د تدبیرونو د نیولو د دندو د یاددښت به وخت یو نابلده کس د شیطان څراغ رڼا ته را د مخه شو. د رئیس لومړی ورته پام نه و، د کاغذ له مخې یې د هغه د راتلونکو دندو په شمېرلو پیل وکړ.((د اقتصادي امورو وزیر وظیفه لري چې د ښار د یوه د کاندار چې موږ ته یې عریضه رسېدلې ده د کانتینر د بېرته ورکولو په باب اجرات وکړي، د ده کانتینر زموږ یوه قومندان په زور ترې وړی دی چې دا…))
د رئیس د نابلده وزیر څېرې ته پام شو، ښکته پورته یې ورته وکتل، کاغذ یې یوې خواته کړ، پوښتنه یې وکړه:
-ته څوک یې؟
-زه د اقتصادي چارو وزیر یم.
-عجیبه ده،ته چا مقرر کړي یې؟زه خو تا نه پېژنم.
-صیب، زه والي مقرر کړی بم، هغه ما ښه پېژني.
-رئیس تلولی شو:
-عجیبه ده، نو هغه بل څه شو؟
-خبره داسې ده چې پخوانی وزیر ګاونډي ملک ته خپل کورته تللی دی، والي صاحب ویل چې هغه ورته ویلي چې بیا نه راځي، بس ماته یې وویل چې ته هلته وزیر شه .د ده په خپله هلته ښه سات…
د توغندي لړزوونکي غږ وزیر نورو خبرو ته پرې نه ښود، د ارګ ماڼۍ نوې ایښودل شوې ښېښې دانه دانه شوې، دوه کسه په وارخطایۍ راولاړ شول خو چې رئیس ته یې وکتل بېرته په خپلو ځایونو کښېناستل.
یو ټوپکوال په بېړه کوټې ته راننوت، د رئیس په غوږ کې یې څه وویل، رئیس مخې ته پراته کاغذونه سره را ټول کړل وسله وال ته یې ورکړل او په خپله په بېړه ووت. له ده وړاندې وروسته نور هم ووتل، شیطان څراغ یوازې پاتې شو. شاوخوا د توغندیو ګولۍ لګېدلې، داسې معلومېدل چې ټولو لاره ورکه کړې وي، بس یوې بلې خواته یې منډې وهلې.
تا به ویل د سپوږمۍ تتې رڼا ته په ګولیو څیرې څیرې بیرغ ریتاړې او په ماڼۍ کې د باد په مخ کې د شیطان څراغ لړزېدونکې لمبې د ارګ په تللي برم پسې لاسونه اچوي.
۵/ ۵/ ۱۳۷۲ کابل
(د کابل لویه تراژیدي ) له کتاب څخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.