د نړۍ خور شيطان ناټک ته، چې پلمه جوړه شوه
له خوږ وطن مو د پردۍ جگړې مورچه جوړه شوه
په گل کابـل کې مې ليدې ، د يـزيديـانـو کړنې
له اور او وينو ، د دوزخ يوه نمونه جوړه شوه
د خپل هوس لپـاره ورور دلته خپل ورور وواژه
تکرار تکرار ترې دهابيل قابيل کيسه جوړه شوه
چې پـه هيـواد يې اهـريـمن سره سـودا وکړله
نو له باچا مو د دوښمن يوه ملعبه جوړه شوه
د يرغلگر دېو په راتگ د ځان پلورل رواج شوو
د غلامۍ بيا هر مفسد ته يوه حلقه جوړه شوه
دلتـه بـولي وه لـگيدلې د قومـونـو پـه سـر
د قوم دلال ته په بولي کې به شمله جوړه شوه
د قـوم او ژبې په نـامه يې شل تـقسـيمه کړلو
يو مو د بل تاريخ غندو خوني لانجه جوړه شوه
د جهالـت په غـاړکۍ د ديـن غمي کـېـښودل
له دې اميل د ړونـد بـاورو عقيده جوړه شوه
سرټمبگۍ ته مو ، په شک ترديد نړۍ راگوري
موږ ته غميزه ده خو ، دوی ته تماشه جوړه شوه
نه يې سر شته دی ، نه د سر وړلو تنه روان دی
له امارت نه ، اوسمهالې معجزه جوړه شوه
ولس ترې تښتي تورلينگي ورته په ناز رادرومي
ښايسته کابل نه د چوړيانو يوه اډه جوړه شوه
مـا بـه د مينې اډانـه کې سـاز د عشـق غـږاوه
له مست آهنگه مې د وير ماتم نغمه جوړه شوه
که مو په هر ځل له هيواده کړل سرونه قربان
له بلهارۍ مو گاونـډيـانـو ته مېـله جوړه شوه
اوس مې له سترگو نه د اوښکو په ځای وينې راځي
له بېواکۍ مو له هېواد پردۍ صوبه جوړه شوه
د پرنگي د “حرام زېـږد” پـښې که لنډې نکړئ !
نو هر افغان ته بادارۍ نه يې طعنه جوړه شوه
چې لا غلام دی هغه څه درې رنگ بېرغ پيژني
ګومان کړي زمونږه له پيژند هسې ټوټه جوړه شوه
منم چې شته تاريخ کې هم نورې ويرژلې پېښې
زموږ له ژوند نه د تاريخ ترخه لمحه جوړه شوه
راځئ چې پـرانـيزو ، د زړه ور هـر افـغـان لپـاره
په ځانځانۍ خو له وطن ماتمکده جوړه شوه
چا چې خړوب کړ خپل گلبڼ د محبت په اوبو
د هغو ژوند نه ښه تازه د عشق وږمه جوړه شوه
نه په ټپـه ، نه څلوريزه ، نه غزل کې ځای شوه
د غم بيـان نه مې ، ويرژلې قصيده جـوړه شوه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.