په افغانستان کې؛ د یوناما ماموریت د بل کال لپاره هم تمدید شو

616

له روسیې پرته د ملګرو ملتونو دامنیت شورا ټولو غړو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره د غځولو په موخه مثبته رایه ورکړه. په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د دې هېواد امنیت لپاره خورا مهم دی. سرچینې زیاته کړې چې له دې پریکړې سره یواځې روسیې مخالفت کړی او د امنیت شورا نورو ټولو غړو مثبته رایه ورکړې ده. د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیک کې د مرستو پر رسولو، د ټولګډونه حکومت د جوړېدو او پر اوږود مهالې سولې او ثبات ټینګار شوی دی. په پرېکړه لیک د افغانستان پر بشري ناورین اندېښنه ښودل شوې او غوښتنه شوې چې ملګري ملتونه به د دې هېواد له خلکو سره مرستې روانې ساتي.

دا دنوي حکومت سرپرست تر واکمنۍ لاندې لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما چارې د یو کال لپاره غځول کېږي. د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې په افغانستان کې د داسې حکومت پر جوړېدو هم ټینګار شوی چې د ټولو وګړو استازولي وکړي. په پرېکړه لیک کې د ښځو، ماشومانو او لږکیو حقونه مهم بلل شوي او ویل شوي چې ښځو ته باید مانا لرونکې ونډه ورکړل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.