په او پر

پوهنیار ګل رحمان رحماني

670

   “په” او “پر” د پښتو سربلونو له ډلې دي، خو کله د بېلابېلو لهجو د اغېز او کله هم د متني تېروتنې له مخې يو د بل پرځاى کارېږي. د سمې کارونې لپاره به يې دوه ډېر معمول  مثالونه وړاندې کړو.

په پښتو ليکل

پر پښتو ليکل

   دلته ماناوې بېلابېلې دي، د لومړۍ خبرې مانا داده چې په د ليکنې ژبه پښتو ده، دري، اردو او عربي نه ده، د دويمې خبرې مانا دا چې د پښتو په اړه  څه ليکل کېږي.

په کور کې ناست يم

پر بام باندې ناست یم

  په پورتنيو دوو مثالونو کې “په” او “پر” په سم ډول کارېدلې، خو څنګه يې تفکيک وشي؟

که جملو ته پام وکړو، د لومړۍ جملې  ستربل(کې) او د دويمې جملې(باندې) دى.

د ژبپوهانو نظر دا دى:  “په”، هغه مهال راځي چې د جملې ستربل” کې” وي او که ستربل “باندې” وي، نو “پر” راځي.

“په” د ظرفيت لپاره راځي، د ظرف او مظروف د اړيکې په برخه کې کارېږي، خو “پر” بيا لوړتيا، فوقيت او برتري ښيي.

يادونه:

سربلونه هغه ناخپلواک مورفیمونه(کلمې) دي چې په جملو او فقرو کې تر یوه نوم او نومځري د مخه راځي او د هغه حالت او دريځ څرګندوي. ستربلونه بيا ناخپلواک مورفیمونه دي چې په جملو او فقرو کي تر یوه نوم او ضمير وروسته راځي.

دا يادونه هم اړينه ده چې  دا فورمول په ځينو برخو کې بيا د پلي کېدو وړ نه دى، په ځانګړي ډول د ظرف د رابطې(د زمان ظرف او مکان ظرف) پر مهال چې “کې” او “باندې” نه وي راغلي، په داسې حالاتو کې يې په کارونه کې تېروتنې کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.