!افغان ښځې به هم ورځ ولري

نعیمه غني

723

تېر ژمی مې د یوه یوه مشر استاد د ژوند خاطرات ایډیټ او د چاپ لپاره چمتو کول. د یوې ایديټورې په توګه مې د خاطراتو د ښه والي او د متن د اغیزمن کیدو لپاره باید ځینې پوښتنې ترې کړې وی.
د ښځو د موقف په اړه پوښتې ته یې راته ډېر جالب ځواب لیکلی و:
( هغه وخت ( اویا، اتیا کاله مخکې) لوی واړه نارینه او ښځې سخت په کار بوخت وو او هڅه مو دا وه چې کار وکړو او ځانته خواړه ومومو.
بل ځای یې د ډېرو ښځو د لرلو په راته لیکلي وو: زموږ په زمانه کې دوهم واده دومره عامه خبره نه وه. که به کوم نارینه په ژوند کې ډېره جدي ستونزه لرله یعنې یا به یې اولاد یا هم زوی نه درلود یا به یې ښځه ناروغه وه او یا به یې کوم بل منونکی دلیل درلود نو د کلي خلکو به یې خوښه ورکړه چې دوهم واده وکړي.)
هو له جګړې څخه مخکې په افغاني کلتور کې ښځې ته په ټولنه کې پراخ ځای و خبرې یې اورېدل کېدې، په کورنیو او ټولنیزو پریکړو کې یې واک درلود او دریز ته یې درناوی کیده او د نن په پرتله ډېرې قدرمنې وې (قدر یې کیده).
خو په دې وروستیو لسیزو کې داسې څه وشول چې له ښځې سره په افغاني ټولنه کې د دوهمې درجې انسان په سترګه وکتل شول؟
۱-ښځه جنګیالۍ نه وه:
افغانستان چې د تاریخ وروستۍ لسیزې یې په جګړه کې تېرې شوې د هر څه په پرتله یې جنګیالیو زلمو ته اړتیا لرله او دا چې نارینه د کور څخه بهر او د جنګ لپاره تیار عسکر وو نو ښځې له هغوی شاته پاتې شوې او ورو ورو په دې باور شوې چې نارینه ته ټولنیز میدان پرېږدي.
۲- ښځه ګټونکې نه ده:
کله چې جګړه نه وه نو د افغانستان کلیوالې ښځې چې په پوله او پټي کې به یې کار کاوه د خپل کار په اندازه واکمنې هم وې.
د غوړیو په کټو او د اوړو په کندو یې واک چلیده، له شیدو او مستو رانیولې بیا تر وري او چرګې پورې ټول یې تر لاس لاندې وو خو کله چې جګړې مالداري او کرهنه تر اغیز لاندې راوسته او نارینه د ګټې لپاره یا جنګیالی شو او یا هم بل وطن ته مساپرۍ ته ولاړ نو ښځه هم له ګټې ولوېده.
۳-ښځه تعلیم یافته نه ده:
کله چې افغاني ټولنې عصري زده کړې پیل کړې نو د بلې هرې ټولنې په څیر د نوې پدیدې پر وړاندې د محدودیتونو له امله لومړی ورو ورو هلکانو په زده کړو پیل وکړ او تمه وه چې وروسته به زده کړې عامې او نجونې/ ښځې به هم باسواده شي خو له بده مرغه چې تعلیم د جګړې تر اغیز لاندې هغسې وده ونه کړه لکه څومره چې تمه ترې کیده او د ټولنې ډېر وګړي او ښځې له دې امتیازه محرومې پاتې شوې.
۴- ښځې خپل ځای نه دی موندلی:
له دې ټولو ناخوالو سره سره یوه بله ستونزه رامخته شوه او هغه دا چې زموږ ټولنه د نارینه لخوا طراحي کیده. هغه ښځې ته د ټولنیزو او مذهبي راویتونو په رڼا کې محدودیتونه کیښودل او ښځې له دې طراحۍ دا ونګیرله چې د دې کار یوازې کور کې د بچیو راوړل او لویول دي. همدا وو چې په ټولنیز او کورني ژوند کې یې ځای رامحدود شو.
۵- خپل مسوولیتونه یې نه دي منلي/ مسوولیت نه دی ورسپارل شوی:
دا چې ښځه په کور کې ایساره ده او په ټولنه کې پراخ مشارکت نه لري نو ډېر کله داسې فکر کوي چې هغې ته کوم مسوولیت نه شته او ځان په هر څه کې بې خبره او بې ګناه ښیي خو خبره دا ده چې د ټولنې هره ناخواله او نادوده د همدې خلکو غاړې ته ورګرځي چې په ټولنه کې اوسېږي. یو ارواپوه وایي د انسان تر ټولو لوی مسوولیت دا دی چې مسوول واوسي او موږ ښځو ته په کار ده چې دا احساس ولرو چې هره کړنه مو زموږ او شاوخوا وګړو پر ژوند اغېز لري.
د دې تر څنګ ځینې نور عوامل لکه د کار نشتون، ټولنېز وروسته پاتې والی، د ډېرو ماشومانو زېږول، ګڼې کورنۍ، قبیلوي ژوند، د ښځو په کورنیو چارو کې د کورنۍ د ګڼو وګړو مداخله او دا چې له کورنۍ څخه زموږ تعریف یوې لویې قبیلې ته منسوبېږي چې ډېرو کورنیو کې تر پنځوسو تنو کسان په کې اوسېږي، د دې سبب شول چې ښځې دې په ټولنه کې خپل مقام له لاسه ورکړي او خپلو حقه حقونو ته دې ونه رسېږي.
اوس چې ټولنه کې داسې څرکونه تر سترګو کېږي چې خلک د ټولنیز ژوند رغېدو ته لیوال دي او ښځې هم څه ناڅه په دې پوهېدلې چې کوم ځای چې دوی نن په ټولنه کې لري د دوی لپاره مناسب او کافي نه دی نو اړینه ده چې په دې برخه کې لاندې ټکو ته پام وشي.
۱-تعلیم:
ښځې که غواړي چې د ننۍ نړۍ له چټک بهیر سره ځان برابر کړي نو تر هر څه مخکې دې تعلیم ته مخه کړي او د زده کړو لپاره دې خپله لیوالتیا لا ډېره کړي، نه یوازې چې خپله دې زده کړې وکړي خپله کورنۍ دې داسې وروزي چې زده کړو ته له بل هر څه لومړیتوب ورکړي او په ټولنه کې د دې د تعلیم عامولو ته دې خپل کار ووایي.
یوازې د ښوونځي زده کړې مې موخه نده، له ټولنې، رادیو، تلویزیون، تلیفون، د کورنۍ له باسواده وګړو او حتی خپلو اولادونو دې زده کړې وکړي.
۲-کار:
ښځو ته په کار ده چې په ټولنه کې خپل پخواني دریځ ته راوګرځی او د ټولنې په ټولو چارو کې دې ونډه واخلي. کار یوازې په تعلیم پورې محدود نه دی او ډېر داسې کارونه شته چې که زده کړې هم ونه لرې کولای یې شې لکه مالداري، باغداري، ګنډل، وودل، دوکانداري….
۳-ټولنیز مشارکت:
ښځې دې په ټولنه کې ځان دخیل کړي له کورنۍ رانیولې تر کوځې، ښار او هیواده دې په هره پریکړه ځان خبر کړي او خپله دې ګډون په کې وکړي. که موږ په یوه ټولنه کې ژوند کوو نو هغه زموږ ټولنه ده او ښه او بد یې پر موږ پورې تړلي دي، باید ځان پرې خبر کړو او خپل نظر وړاندې کړو.
۴-په خپلو حقونو ځان خبر کړی:
ښځې دې خپل حق او د نورو حق وپیژني او خپلو اولادونو (لوڼو او زامنو)ته دې دا وښیي چې څنګه دې له څیرې، عمر، مقام پرته خپل ځان د ټولنې د بل هر وګړي په څېر مهم وګڼي او چاته دې دا اجازه ورنکړي چې د دوی حقونه ترې واخلي. د دې لپاره ډېرې لوړې زده کړې هم ندي په کار او ښځې له ملا رانیولې تر معلمه له هر چا خپل حق پوښتلی او ځان پرې پوهولی شي.
۵-کورنۍ دې تعریف شي:
موږ افغانان په لویو لویو کورنیو کې ګډون لرو او د مشارکت ژوند ته لیواله یا هم اړ یو خو په دې منځ کې که خپلې وړې کورنۍ( میړه، ښځه او ماشومان)ته هم پام وکړو او دا ومنو چې دا مو مسوولیت دی چې خپل ځای په دې کورنۍ کې ځانته معلوم کړو او په نورو یې ومنو.
۶-مسولې واوسو:
د یوه انسان تر ټولو ښه او له نورو ژوندیو څخه متمایزه ځانګیړنه د مسوولیت منل دي. راځی موږ ښځې هم دا ومنو چې که موږ له ټولنې ډېر څه غواړو نو د ټولنې پر وړاندې هم ډېر مسوولیتونه لرو چې ښه دي ویې پیژنو او پر وړاندې یې لاس په کار شو.
۷-په خپله روزنه له سره غور وکړو:
کوم انسان چې نن یو پوه، هوښیار، مودب یا هم نافرمانه، بد، غل او فاسد دی د دې هر یوه په روزنه کې موږ میندې د هغوی د پلار په کچه یا هم ترې ډېر مسوولیت لرو. ښه به وي چې د نازولو، قهرجنو، ځانغوښتونکو او بې پروا اولادونو پر ځای منونکی، زړور، هوښیار، صادق او مودبه اولادونه وروزو. نن سبا که یو څوک غواړي غواوې یا پسونه وروزي یا د چرګې تر وزرو لاندې هګۍ کېږدي او چرګوړي پرې وباسي نو حتما له داسې یو چا سره چې په دې کار کې پوهه لري مشوره کوي او دا چې موږ انسانان روزو نو څومره به ښه وي چې په دې اړه ابتدایي پوه ولرو چې یو ماشوم څنګه وروزو.
۸-دا باید ومنو ښځه د همدې ټولنې غړې ده:

دا خبره نه یوازې ښځو ته بلکې د ټولنې ټولو وګړو ته متوجه ده او هغه دا چې باید دا ومنو چې که ښځې د ټولنې په ابادۍ کې رغنده رول لرلی شي نو د ټولنې بدمرغي سبب به هم جوړېږي.
له یوه نارینه څخه مې وارېدل چې ویل یې د ښځې لپاره مې کور سور تنور ګرځولی، ما ویل ښه نو ته چېرته اوسېږې؟
هو که یوه ښځه په کور کې خوشحاله نه وي نو هغه کورنۍ به هیڅکله د خوشحالۍ خوند ونه څکي او یوه خوشحاله ټولنه له خوشحاله وګړو او خوشحاله کورنیو څخه رغېږي

۹-په خپل قدر پوه شو:
دا عنوان ښایي ډېر خوندور نه وي او سمه اخیستنه ترې ونشي خو زه وایم چې دا خبره ولې مهمه ده.
دا ښځې دي چې زوی له لور غوره ګني او په لوی لاس دا خبره دودوي چې هغه مور چې ډېر زامن لري هغه به نیکمرغه وي. که کورنۍ په تېره بیا میندې له ماشومتوبه خپلو اولادونو ته د ښځې یا نر د برترۍ پر ځای د انسان ته د ارزښت او درناوي روزنه ورکړي نو دا ناانډولي به ورو ورو کمرنګه او بې رنګه شي.
۱۰-وغږیږو ، وغږیږو او بیا هم وغږیږو.
موږ ښځې د دې لپاره چې حالات راسم کړو باید یو له بل او د کورنۍ له غړو سره په خپلو ستونزو، غوښتنو او نیمګړتیاوو وغېږو او په خپلو او په نورو دا ومنو چې خبرې کول مو ستونزې رابرسېره کوي او بیا د حل لارو په موندلو کې راسره مرسته کولای شي.

افغان ښځې هم د نورو انسانانو په څیر حق لري چې هوسا ژوند ولري له خپل ژونده خوند واخلي د خپلې ټولنې او کورنۍ په پرمختګ، ښه والي او ښېرازۍ کې ونډه واخلي او له ښو پایلو سره پر مخ ولاړې شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.