نوروز ته سرود

عبدالغفور لېوال

863
له بامي بلخه راپاڅه ، دنوروز دسهارباده
پسرلی دعشق راخور کړه له زاړه ام البلاده
دهېلمندمسته څپه شه په لرغوني سیستان واوړه
دکابل ارغوان ښکل کړه ، دباګرام هواکړه ښاده
پرسرلوړي هري واوړه ، چې ګذرپه اصفهان کړې
بخاراته وږمه یوسه ،چې پرواز په بدخشان کړې
دسوما په باده مسته ! د( سدې ) دجشن یاده
له بامي بلخه راپاڅه ، دنوروز دسهار باده
له ( ګنجه ) تراباسینه ، له ګنګا تر سمرقنده
له قونیې ترفراه روده ، له لاهوره ترخجنده
دزلمو دي اتڼونه ، دښایسته پېغلو نڅا ده
له بامي بلخه راپاڅه ، دنوروز دسهارباده
نوی کال دی ، نوی ژوند دی داقبال ستوری بلند دی
ددانې نوی پیونددی ، ددهقان خاطر خرسنددی
ترپښو لاندې سبزه ده ، پاس دعشق نوې هواده
له بامي بلخه راپاڅه ، دنوروز دسهار باده
سمنک دې شنه قدم ته ، هفت مېوه دسپرلي دم ته
قزاقي سمنددې زین کړه ، راشه بیا قرغزي چم ته
چې بیا یو کړو سره زړونه ، لویه سوله کړه بنیاده
له بامي بلخه راپاڅه دنوروز دسهار باده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.